
طالبانو په پکتیکا کې د ۲۶ قلمه لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی
د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني وايي چې د کټواز پر سړک د تالاشۍ پر مهال یې ۲۶ قلمه تاریخي اثار ترلاسه کړي دي. په دغو اثارو کې لرغوني لوښي، څراغونه او نور توکي شامل دي.

د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني وايي چې د کټواز پر سړک د تالاشۍ پر مهال یې ۲۶ قلمه تاریخي اثار ترلاسه کړي دي. په دغو اثارو کې لرغوني لوښي، څراغونه او نور توکي شامل دي.

د طالبانو د بدخشان والي مولوي محمداسماعیل غزنوي وايي، چې که د طالبانو مخالفان د دوی د ادارې او افغانستان د بېثباته کولو هڅه کوي، دا خوبونه به قبر ته ورسره یوسي.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په استرداد شویو ښارګوټو کې د املاکو هر ډول نوي معاملات او تصرفات بند کړل. یاد کمیسیون د دغو ښارګوټو له اوسېدونکو غوښتي، چې د محکمې د پرېکړې له نېټې وروسته خپله کرایه د پخوانیو مالکانو پرځای د طالبانو ادارې ته ورکړي.

د قزاقستان د غلو او اوړو د پروسس کوونکو اتحادیې چارواکي وايي، په ازبکستان او افغانستان کې د قزاقستاني شرکتونو د برانډونو په نوم بې کیفیته اوړه پلورل کېږي. جومارت موتیشیف د ازبکستان او افغانستان په پولو کې د کنټرول د پیاوړتیا او د اوړو د صادارتو بهیر د څارلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وايي چې په هلمند ولایت کې یې خپلو معلولو جنګیالیو ته د استوګنې نومرو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده. د یاد وزارت په وینا، دا کار یې د کابینې د ۱۶مې مصوبې د حکم پر بنسټ پیل کړی دی.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس وايي، چې ازبکستان د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړې، خو د ایران صادراتي ونډه ورځ تر بلې ډیریږي. هغه ویلي، چې ایران باید افغانستان یوازې د خپلو وروستیو تولیداتو د مصرفوونکي بازار په توګه ونه ګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر عبدالحی قانت وايي، د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د «مکې مشترک دفاعي توافق» د سیمې په امنیتي جوړښت کې یو اساسي بدلون رامنځته کوي چې باید په دقت وڅېړل شي. طالبانو په رسمي ډول لا ددغه تړون په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په مزارشریف کې پر ایراني کونسلګرۍ د برید او ایراني دیپلوماتانو او یوه خبریال د وژل کېدو د ۲۸ تلین په مناسبت، دغه برید «جنایت» او د دیپلوماتیکو او کونسلي حقونو سرغړونه بللې ده.

د افغانستان متحدې جبهې خبر ورکړی، چې وسله والو یې د کندهار د عینو مېنې ښارګوټي په یوه پارک کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې یو محتسب وژلی دی. دې جبهې د برید یوه ویډیو خپره کړې او موټرسایکل سپاره پکې پر یوه تن، چې سپینه چپنه یې اغوستې، ډزې کوي.

د خوست ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري په خوست کې د ۴۴ کورنیو اړوند ۴۴ نومرې «غضب» کړې دي. په را رسېدلو سندونو کې ښکاري، چې د خوست ادارې د طالبانو د کورنیو چارو او ښارجوړونې وزیرانو او د محکمې حکمونه له پامه غورځولي.

وَالصُّلْحُ خَيْرٌ (نساء 128) جګړه یوه ناوړه او کرکجنه پدیده ده چې د بشریت پر بدن یې ژور ټپونه ایښي دي؛ خو له هغو ټولو هېوادونو څخه چې د تاوتریخوالي خوند یې څکلی، ښايي افغانستان د پرلهپسې او ویجاړوونکو جګړو تر ټولو ستر قرباني هېواد وي.

د طالبانو مشر ملا هبتالله په یوه جوړه شوې غونډه کې له علماوو او د دغه حکومت له یو شمېر چارواکو غوښتي چې د طالبانو د نظام د ټینګښت لپاره کار وکړي او په خپلو لیکو کې اطاعت، اتفاق او یووالی پیاوړی کړي.

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د درېیو کسانو جسدونه موندل شوي چې د ډزو نښې پرې لیدل شوې دي، خو تر اوسه د دغو کسانو د وژلو څرنګوالی او عاملان نه دي معلوم.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتون ملتپاله سیاست پر بهیر او د خلکو پر سیاسي لیدلوري اغېز شوی او د نوموړي په وینا، طالبانو د افغان ملتپالنې پر وړاندې هم «قوي ګزار» کړی دی.

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د دغه ولایت المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د پاورلفټینګ ټاکنیزو سیالیو کې له ۱۵ ګډونوالو څخه اته غوره لوبغاړي د خپلو سیالیو او د وزن پورته کولو پایلو له مخې د ملي سیالیو لوبډلې ته ټاکل شوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خُرم وايي، په سیمه کې د جیوپولیټیک بدلونونو له ژورېدو سره افغانستان له سیمهییزو تحولاتـو څخه څنډې ته پاتې دی او د اوسني انزوا له دوام سره ښايي په راتلونکي سیمهییز امنیتي او دفاعي نظم کې خپل ځای له لاسه ورکړي.

افغان او ترکمن سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د نوې ټرانزیټي لارې د جوړولو پر طرحه خبرې کړې دي.

العربیه د یمن د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ پر حوثیانو ځوابي پوځي عملیات ترسره کړي دي.د یمن د دفاع وزارت ویلي، دغه عملیات یې د حوثیانو د «خاینانه» اقداماتو په ځواب کې ترسره کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۴۴۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۲۲۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوې دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په اټک ولسوالۍ کې پولیسو د یوه ځايي اوسېدونکي پر ضد د پنځو افغان وګړو د بندو پېژندپاڼو د بېرته فعالولو لپاره د جعلي رسمي مکتوب د کارولو په تور قضیه ثبت کړې ده.

د بلوچستان په خضدار، جهل مګسي، نوشکي او پنجګور ولسوالیو کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.