• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قدرت لپاره ستاسې جګړه جهاد دی او د نورو جګړه بغاوت؟

ډاکټر معراج الدین سراجي

د خصوصي حقوقو دوکتور او د حقوقو او حکومتولۍ په برخه کې څېړونکی

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱

وَالصُّلْحُ خَيْرٌ (نساء 128) جګړه یوه ناوړه او کرکجنه پدیده ده چې د بشریت پر بدن یې ژور ټپونه ایښي دي؛ خو له هغو ټولو هېوادونو څخه چې د تاوتریخوالي خوند یې څکلی، ښايي افغانستان د پرلهپسې او ویجاړوونکو جګړو تر ټولو ستر قرباني هېواد وي.

افغانستان نن هم د نړۍ د ډېرو خلکو په ذهن کې د یوه جګړهځپلي، وینلړلي او له بحران سره مخ هېواد په توګه پېژندل کېږي؛ داسې هېواد چې له لسیزو راهیسې یې د سولې، ثبات او پرمختګ په فضا کې د ساه اخیستو فرصت نه دی موندلی.

په هره جګړه کې ښکېل لوري هڅه کوي چې خپل اقدامات مشروع او د مقابل لوري چلند نامشروع وښيي. په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په ټولنه کې د دین د مقام له امله، دا کار ډېری وخت د دیني مفاهیمو او ارزښتونو په کارولو سره ترسره شوی دی. نږدې ټولو ښکېلو جریانونو په بېلابېلو پړاوونو کې هڅه کړې چې خپلې جګړې ته شرعي او اخلاقي سند پیدا کړي او په مقابل کې د وینې تویولو او ویجاړۍ مسوولیت د مقابل لوري پر غاړه واچوي.

د افغانستان د پرله پسې جګړو د لاملونو او عواملو په اړه ډېرې څېړنې شوې دي او عامه افکار هم تر یوه بریده د دې بحران له کورنیو او بهرنیو ریښو سره بلد شوي دي. له همدې امله، د دې لیکنې موخه د دغو بحثونو تکرار نه دی؛ بلکې تمرکز یې پر دې بنسټیزه پوښتنه دی چې که افغانستان یو ځل بیا د یوې پراخې کورنۍ جګړې پر لور ولاړ شي، اصلي مسوولیت به یې د کوم لوري پر غاړه وي؟ دا پوښتنه یوازې یوه سیاسي موضوع نه ده، بلکې له دیني، حقوقي، عقلي او ان له اخلاقي پلوه هم بنسټیز اهمیت لري.

په دې مقاله کې هڅه کېږي چې د دې شخړې د اصلي لورو چلندونه او دریځونه د شرعي، حقوقي، عقلي او فرهنګي معیارونو پر بنسټ وارزول شي، څو په احتمالي راتلونکې جګړه کې د هر یوه ونډه لا روښانه شي. طبیعي ده چې د دې لیکنې موخه نه جګړې ته هڅونه ده او نه د تاوتریخوالي توجیه؛ بلکې یوازې حقیقت ته د نږدې کېدو او د دې واقعیت د یادولو یوه هڅه ده چې هېڅ قدرت باید د قدرت د انحصار تنده د انساني او اسلامي ارزښتونو په بیه پوره نه کړي. په دې لیکنه کې جګړه د یوه ارزښت په توګه نه، بلکې د یوه تریخ سیاسي واقعیت په توګه څېړل کېږي ځکه د هغو عواملو پر وړاندې چوپتیا چې ټولنه یو ځل بیا د جګړې پر لور بیایي، پخپله د تاوتریخوالي د دوام زمینه برابرولای شي.

طالبانو له شاوخوا درې لسیزو جګړې وروسته، په پای کې په ۱۴۰۰ کال کې له امریکا سره د هوکړې او هممهاله د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته پر ټول افغانستان واک ترلاسه کړ. د دې ډلې ډېرو پلویانو او ان د افغانستان یو شمېر خلکو فکر کاوه چې د جګړې له پای ته رسېدو او د یوه ټولیز حکومت له جوړېدو سره به لږ تر لږه د سیاسي ثبات زمینه برابره شي. همدارنګه تمه کېده چې طالبان به د خپل لومړي حکومت د تجربې او د تېرو دوو لسیزو د تحولاتو په پام کې نیولو سره، د حکومتولۍ په طرز، د اتباعو د اساسي حقونو په رعایت او له کورنۍ او نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې بیاکتنه وکړي.

خو اوس، د طالبانو د واکمنۍ له نږدې پنځو کلونو تېرېدو سره، دغه هیلې تر ډېره له منځه تللې دي. د طالبانو حکومت نه په هېواد کې توانېدلی چې پراخ ملي مشروعیت ترلاسه کړي او لږ تر لږه د یوه نیمه مشروع ملي دولت په بڼه راڅرګند شي، او نه یې په نړیواله کچه سیاسي مشروعیت ترلاسه کړی دی. د اساسي قانون نشتوالی، د واک په جوړښت کې د عامه ګډون نشتوالی، د ښځو له بنسټیزو حقونو لکه زده کړو، کار او سیاسي ګډون څخه محرومول، د عامه ازادیو پراخ محدودیتونه او د انحصاري واکمنۍ دوام، هغه مهم عوامل دي چې د کورني مشروعیت د رامنځته کېدو مخه یې نیولې ده. له بلې خوا، د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې او له ځینو افراطي او ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو سبب شوي چې د طالبانو حکومت لا هم له نړیوالې رسميت پېژندنې بې برخې پاتې شي.

په همدې موده کې د طالبانو مخالفانو ــ که هغه پوځي او که سیاسي جریانونه دي چې ډېری یې له هېواده بهر حضور لري څو ځله د خبرو، ملي هوکړې او د داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې چې ټول قومونه او سیاسي جریانونه پکې ونډه ولري. خو طالبانو یا دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، یا یې د «ازمویل شوی بیا ازمویل تېروتنه ده» په استدلال سره د واک د وېش په اړه هر ډول خبرې رد کړې او له مخالفانو یې غوښتي چې له هېڅ ډول شرط پرته له طالباني حکومت سره بیعت وکړي.

په مقابل کې، د مقاومت ملي جبهې او د ازادۍ جبهې د طالبانو د بې منازعې واکمنۍ تصور له ننګونې سره مخ کړ او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو له لومړیو ورځو یې وسله واله مبارزه پیل کړه. په وروستیو میاشتو کې د دغو جبهاتو د فعالیت لمن، په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې، پراخه شوې او هممهاله د «سپاهیان میهن جبهې»، «نهضت و ازادی جبهې»، «متحدې ملي جبهې» او ځینو نورو کوچنیو ډلو هم د خپل موجودیت یا پوځي فعالیت اعلان کړی دی. دغه تحولات ښيي چې افغانستان، مخکې له دې چې د طالبانو حکومت په ملي او نړیوال مشروعیت لرونکي دولت بدل شي، یو ځل بیا د تاوتریخوالي او کورنۍ جګړې یوې نوې کړۍ ته د ننوتلو پر درشل کې دی.

له شک پرته، په دې وضعیت کې ګڼ کورني او بهرني عوامل رول لري خو اصلي پوښتنه لا هم پر خپل ځای ده: که دا اور یو ځل بیا بل شي، اصلي مسوول به یې څوک وي؟

طالبانو په تېرو درېیو لسیزو کې تل دې پوښتنې ته مشخص ځواب ورکړی دی. هغوی خپله جګړه «جهاد» او «فرض» بللې او د خپلو مخالفانو جګړه یې «بغاوت» او «الحاد» ګڼلې ده. نن هم دغه منطق د هغوی په رسمي ادبیاتو کې لیدل کېږي او د دیني متونو په ځانګړي تفسیر سره ورته د شرعي مشروعیت ادعا کېږي.

خو د دې مقالې بنسټیزه پوښتنه همدلته پیلېږي: که طالبانو حق درلود چې واک ته د رسېدو لپاره له جګړې کار واخلي، نو ولې نور له دې حق څخه برخمن نه وي؟ که معیار یوازې د وسلې له لارې واک ته رسېدل وي، د طالبانو د جګړې او د هغوی د مخالفانو د جګړې ترمنځ کوم اساسي توپیر شته چې یوه «جهاد» بلل کېږي او بله «بغاوت»؟

د دې مقالې ټول راتلونکي بحثونه په حقیقت کې هڅه ده چې همدې بنسټیزې پوښتنې ته یو عادلانه، منطقي او پر شرعي او حقوقي معیارونو ولاړ ځواب پیدا کړي.

100%

د جګړې د مشروعیت د پوښتنې په اړه د طالبانو ځوابونه

طالبانو په تېرو درېیو لسیزو کې تل د جګړې د مشروعیت پوښتنې ته نږدې یو شان ځواب ورکړی دی. هغوی ځانونه د جګړې او د هغې له پایلو څخه بې مسولیته ګڼلي، خپله جګړه یې «فرض» او «جهاد» او د مخالفانو جګړه یې «بغاوت»، «الحاد» او «فتنه» بللې ده. نن هم دغه ادبیات، له لږ توپیر سره، د هغوی په رسمي ویناوو او دریځونو کې لیدل کېږي او لا هم هڅه کوي چې د دیني متونو د یوه ځانګړي تفسیر له لارې دا برداشت د ټولنې د یوې برخې لپاره پر یوه شرعي باور بدل کړي.

خو واقعیت دا دی چې په افغانستان کې د طالبانو د ټولو سیاسي او پوځي شخړو اصلي محور د سیاسي واک ترلاسه کول وو. لکه څنګه چې د افغانستان د ډېرو کورنیو جګړو اصلي موخه همدا وه. له همدې امله، د دې مقالې تر ټولو بنسټیزه او څرګنده پوښتنه دا ده: ولې د طالبانو جګړه، له وخت، ځای او شرایطو پرته، تل «جهاد» او «فرض» ګڼل کېږي او هېڅکله یې صفت نه بدلېږي؛ خو د طالبانو د مخالفانو جګړه په ټولو حالاتو کې «بغاوت» او «نامشروعه» بلل کېږي؟

که طالبانو حق درلود چې واک ته د رسېدو لپاره له جګړې کار واخلي، نو ولې نور له داسې حق څخه برخمن نه وي؟ که معیار یوازې د سیاسي نظام د بدلون لپاره زور ته مخه کول وي، د طالبانو او د هغوی د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ کوم اساسي توپیر شته چې یو د مجاهد په مقام کې او بل د باغي په مقام کې ودرول شي؟

دا هغه پوښتنه ده چې نن یې یوازې د طالبانو منتقدان نه مطرح کوي؛ بلکې د افغانستان د ځوان نسل یوه د پام وړ برخه هم، چې د جګړې او حکومتولۍ د دواړو دورو تجربه یې د سترګو پر وړاندې ده، د طالبانو له مشرانو پوښتي چې په کوم شرعي، عقلي او حقوقي بنسټ ستاسې جګړه جهاد ګڼل کېږي، خو د نورو جګړه بغاوت؟

دې پوښتنې ته د ځواب په توګه طالبان معمولاً پر څو تکراري، ځان‌مقدس ګڼلو او زورواکي‌محوره استدلالونو تکیه کوي؛ له هغو څخه

- مخالفان له پاکستان او بهرنیانو سره تړلي دي؛

- مخالفان د شر، فساد او لنډه‌غریو خلک دي؛

- طالبانو د شریعت د پلي کولو لپاره جګړه کړې ده؛

- طالبانو د عدالت د تامین لپاره پاڅون کړی دی؛

- او په پای کې، د هغوی جګړه د افغانستان د اشغال د پای ته رسولو لپاره وه.

په لومړي نظر ښايي دا ځوابونه د ځینو خلکو لپاره قانع کوونکي ښکاره شي، خو د تېرو درېیو لسیزو په اوږدو کې د طالبانو د کړنو له ارزونې او له همدې معیارونو سره د هغې له پرتله کولو وروسته څرګندېږي چې دغه استدلالونه یا له تناقض سره مخ دي او یا اصلي پوښتنې ته د ځواب ویلو وړتیا نه لري. ځکه که د جګړې مشروعیت یوازې پر همدې ډول ادعاوو وسنجول شي، د طالبانو مخالفان هم کولای شي په عین منطق خپله جګړه توجیه کړي. په دې صورت کې به نور د «جهاد» او «بغاوت» د بېلوالي لپاره هېڅ روښانه معیار پاتې نه شي او هره ډله به یوازې د دین د خپلې خوښې د تفسیر له مخې خپله جګړه مقدسه او د نورو جګړه نامشروع وبولي. له همدې امله، اړینه ده چې له دغو استدلالونو څخه هر یو په جلا توګه وڅېړل شي

له پاکستان سره د طالبانو د مخالفینو تړاو

د طالبانو لومړی استدلال دا دی چې د هغوی مخالفان له پاکستان یا نورو بهرنیو قدرتونو سره تړلي دي او له همدې امله یې جګړه مشروعیت نه لري. خو ایا یوازې د داسې تور لګول کولای شي طالبانو ته ملي مشروعیت رامنځته کړي یا د مخالفانو مشروعیت له منځه یوسي؟

داسې ښکاري چې ځواب منفي دی. د افغانستان تاریخي واقعیت ښيي چې په تېرو پنځو لسیزو کې نږدې ټولو وسله‌والو جریانونو، په بېلابېلو کچو، له پاکستاني خاورې یا د دغه هېواد په ملاتړ فعالیت کړی دی. دا هغه واقعیت دی چې د معاصر افغانستان لږ شمېر تاریخ‌پوهان له دې انکارکولای شي. له دې سره سره، د طالبانو نوم تر بلې هرې ډلې ډېر له پاکستان سره تړل شوی دی. د دې جریان لومړنی جوړښت، د هغه د مشرانو اوږدمهاله حضور په پاکستان کې، پوځي روزنه، د دغه هېواد له امنیتي ادارو سره پراخې اړیکې او د تېرو درېیو لسیزو ډېر سیاسي تحولات، تر دې چې په کابل کې د پاکستان د استخباراتو د رییس په مرسته د طالبانو د حکومت تر جوړولو پورې، د افغانستان د خلکو په تاریخي حافظه کې داسې ثبت شوي چې لږ تر لږه په عامه افکارو کې د طالبانو نوم له پاکستان څخه بېلول ډېر ستونزمن دي.

له همدې امله، کله چې طالبان خپل مخالفان له پاکستان سره په تړاو تورنوي، په ناڅاپي ډول د خلکو په ذهن کې دا پوښتنه هم پیدا کېږي چې که له پاکستان سره اړیکه د مشروعیت د سلبولو معیار وي، نو طالبان څنګه کولای شي خپل تېر هېر کړي او ان د خپلو اوسنیو اړیکو یوه برخه له دې قاعدې مستثنا وګڼي؟ سربېره پر دې، په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو د موقت حکومت جوړېدل، کابل ته د پاکستاني امنیتي چارواکو ښکاره تګ راتګ او د دواړو لورو ترمنځ پراخې سیاسي او امنیتي اړیکې، له هغو موضوعاتو څخه دي چې لا هم د افغانستان د عامه افکارو په حافظه کې ژوندي دي او له پامه نه شي غورځول کیدای.

له همدې امله، طالبان دې پوښتنې ته قانع کوونکی ځواب نه لري چې که د پاکستان له حضور او ملاتړ سره سره د هغوی درې لسیزې جګړه «جهاد» او «مشروعه» وه، نو د نورو جګړه، که هغوی هم له ورته ملاتړ څخه برخمن وي، ولې «بغاوت» او «نامشروعه» وګڼل شي؟ د فقه اوو د مشهورې قاعدې له مخې «فما هو جوابکم فهو جوابهم»؛ یعنې هغه ځواب چې تاسې یې د خپل عمل د توجیه لپاره وړاندې کوئ، عیناً د مقابل لوري ځواب هم کېدای شي. له همدې امله، د پاکستان په موضوع استناد نه یوازې د دې مقالې اصلي پوښتنې ته ځواب نه دی، بلکې پخپله د جګړې د مشروع ګڼلو په معیارونو کې د دوه‌ګوني چلند په اړه نوې پوښتنې رامنځته کوي او یو ځل بیا لوستونکی همغې بنسټیزې پوښتنې ته راګرځوي: که ستاسې جګړه له هغې مخینې سره سره جهاد وه، نو د نورو جګړه ولې بغاوت ده؟

100%

ایا د طالبانو ټول مخالفان «شر، فساد» او «لنډه‌غر» دي؟

دویم استدلال چې طالبانو تل د خپلې جګړې د مشروع ښودلو لپاره وړاندې کړی، دا دی چې د هغوی مخالفان «د شر او فساد خلک»، «لنډه‌غر»، «غله» او «مفسدین» دي؛ له همدې امله له هغوی سره جګړه جهاد او د هغوی له خوا د طالبانو پر وړاندې مبارزه بغاوت ګڼل کېږي.

خو ایا داسې استدلال له عقلي، شرعي او اخلاقي پلوه د منلو وړ دی؟ د لیکوال په اند، ځواب یې منفي دی.

لومړی دا چې هېڅ ټولنه د انسانانو د «خیر» او «شر» په دوو مطلقو جبهو وېشلو پر بنسټ نه شي تحلیل کېدای. لکه څنګه چې ټول د طالبانو مخالفان د فساد خلک نه شو بللای، په همدې کچه دا ادعا هم نه شو کولای چې د طالبانو ټول غړي صالح، عادل او له تېروتنې خوندي انسانان دي. ټولنیز واقعیتونه تر دې ډېر پېچلي دي چې په داسې مطلقو او ایډیالوژیکو وېشونو سره تشرېح شي.

دویم دا چې هېڅ سیاسي یا پوځي جریان له الله تعالی څخه د صلاحیت، حقانیت او د دین د استازیتوب انحصاري سند نه دی ترلاسه کړی، څو ځان د الله استازی او د ایمان معیار او نور د شیطان ملګري او د فساد په معیار معرفي کړي. که دا ډول ادعا ومنل شي، هره ډله کولای شي په همدې منطق خپل مخالفان «د فساد خلک» وبولي او د هغوی وینه، مال او حیثیت مباح وګڼي؛ د داسې برداشت پایله به له تاوتریخوالي او د ټولنیز نظم له ړنګېدو پرته بل څه نه وي.

له شرعي پلوه هم اشخاصو او ډلو ته له معتبر دلیل پرته د «فاسق»، «مفسد»، «باغي» یا «د شر خلکو» په څېر صفتونو نسبت ورکول د الله تعالی په وړاندې دروند مسوولیت لري او له دې څخه د جګړې د مشروع کولو د یوې وسیلې په توګه کار نه شي اخیستل کېدای.

له همدې امله، یوازې د دې ډول تورونو تکرار نه د طالبانو مشروعیت ثابتوي او نه د مخالفانو مشروعیت له منځه وړي؛ بلکې یوازې د ملي خبرو اترو فضا لا ډېره د تکفیر، تخریب او کرکې پر فضا بدلوي. په پایله کې، دا استدلال هم د مقالې اصلي پوښتنې ته روښانه ځواب نه وړاندې کوي، ځکه که معیار یوازې پر مخالفانو د فساد تور لګول وي، هر لوری کولای شي همدا تور پر مقابل لوري ولګوي او یو ځل بیا هماغه فقهي قاعده عملي کېږي چې: «فما هو جوابکم فهو جوابهم». نو لا هم دا پوښتنه بې‌ځوابه پاتې ده چې ولې د طالبانو جګړه جهاد او د نورو جګړه بغاوت ده؟

ایا د شریعت د پلي کولو له امله برتري؟

ښايي د واک د انحصاري مشروعیت لپاره د طالبانو تر ټولو مهم او بنسټیز استدلال د اسلامي شریعت د پلي کولو ادعا وي. هغوی د جګړو په کلونو کې تل اعلان کاوه چې اصلي هدف یې د شریعت پر بنسټ د یوه نظام جوړول او د الهي احکامو پلي کول دي او مخالفان یې د دې هدف د تحقق خنډونه دي.

اوس چې د طالبانو د بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېرېږي، دا پوښتنه تر بل هر وخت ډېره مهمه شوې چې ایا طالبان توانېدلي هغه شریعت چې د پلي کولو لپاره یې لسګونه کاله جګړه وکړه، په هغه ډول چې خپله یې ژمنه کړې وه، پلي کړي؟ د لیکوال په اند، د دې پوښتنې ځواب هم منفي دی. البته د شریعت په برخه کې د طالبانو د کړنو ارزونه پخپله یوې جلا څېړنې ته اړتیا لري، خو له دې مقالې سره د تړاو لپاره د څو ټکو یادونه بسنه کوي.

لومړی دا چې اسلامي شریعت یوازې د خلکو پر ظاهري بڼې، جامو، ږیرې، د لباس پر ډول یا په ټولنه کې د خلکو د حضور پر څرنګوالي نه راټولېږي. بنسټیز اصول لکه عدالت، امانت‌داري، رښتینولي، د انسان د کرامت رعایت، د خلکو د حقونو ساتنه، پر ژمنه وفا، د ظلم مخنیوی او د عامه مصالحو تامین، د شریعت له مهمو ارکانو څخه ګڼل کېږي. که دغه اصول له پامه وغورځول شي، پر ظاهري چارو تمرکز هېڅکله د شریعت د بشپړ پلي کولو معنا نه لري.

په وروستیو کلونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د فعالیت یوه مهمه برخه د وګړو پر ظاهري بڼې څارنې او د هغوی د شخصي ژوند محدودولو ته ځانګړې شوې ده؛ په داسې حال کې چې د شریعت له ډېرو سترو موخو، لکه د عدالت تامین، د تبعیض له منځه وړل، د انسان د کرامت ساتنه او د عامه حقونو رعایت، په جدي ډول سرغړونه شوې ده.

له بلې خوا، طالبانو واک ته له رسېدو مخکې د خپلو جهادي فعالیتونو د مشروعیت له مهمو دلیلونو څخه یو د شرعي حدودو نه پلي کېدل بلل او د حدودو پلي کول یې د اسلامي حکومت د جوړېدو له نښو څخه ګڼل. خو اوس، د هغوی د واکمنۍ له څو کلونو تېرېدو وروسته، ډېر هغه احکام چې یوه ورځ د طالبانو د سیاسي او فقهي تبلیغاتو محور وو، په عملي ډګر کې یې پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی. د بېلګې په توګه، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې د څرګندو حدودو لکه د غلا حد، د رجم حد او د محاربې حد د پلي کېدو په اړه کوم خبر نشته. داسې ښکاري چې طالبان د دې لپاره چې په نړیواله کچه د رسميت پېژندنې خپلې لږې هیلې له لاسه ور نه کړي، د دغو احکامو له پلي کولو ډډه کړې ده.

کېدای شي وویل شي چې د حدودو د پلي کولو شرایط برابر نه دي او یا شرعي او حقوقي خنډونه شته. دا بحث له فقهي پلوه د څېړنې وړ دی، خو که نن دا استدلال ومنل شي، نو په طبیعي ډول دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې ولې طالبانو په تېرو کلونو کې، هغه مهال چې لا یې دولت نه و جوړ کړی او ان په خپلو تر کنټرول لاندې لرې پرتو سیمو او ان په غرونو او دښتو کې یې، داسې ملاحظې نه مطرح کولې او په پراخه کچه یې د حدودو پلي کولو اقدام کاوه؟ ولې په اویایمه لسیزه کې د حدودو پلي کول د طالبانو د حکومت پر یوه له تر ټولو څرګندو نښو بدل شوي وو او هره اونۍ د هېواد لوبغالي د حدودو د پلي کولو پر نندارتونونو بدل شوي وو، خو اوس د پنځه کلنې سراسري واکمنۍ پر مهال، د څلوېښت میلیوني نفوس پر حکومتولۍ سربېره، لا هم د یادو شویو حدودو د یوه مورد د پلي کېدو نښه نه لیدل کېږي؟ ښايي تر هغه وخته چې له نړۍ سره د اړیکو او د رسميت پېژندنې هیله موجوده وي، دا حدود به پلي نه شي.

د دې پوښتنې د مطرح کولو موخه د حدودو د پلي کولو دفاع یا مخالفت نه دی؛ بلکې د طالبانو په استدلال کې د یوه تناقض څرګندول دي. که د جګړې مشروعیت د شریعت د پلي کولو پر ادعا ولاړ وي، نو طبیعي ده چې عامه افکار د حکومت کړنې هم پر همدې معیار وارزوي. له همدې امله، د «شریعت د پلي کولو» استدلال هم، لږ تر لږه په هغه بڼه چې طالبان یې مطرح کوي، د دې مقالې اصلي پوښتنې ته قانع کوونکی ځواب نه وړاندې کوي، ځکه لا هم روښانه نه ده چې ولې همدا معیار یوازې د طالبانو په اړه د جګړې د مشروعیت سبب کېږي، خو د نورو په اړه هېڅ اعتبار نه لري.

له همدې امله، پوښتنه لا هم پر خپل ځای پیاوړې ده: که ستاسې جګړه د شریعت د پلي کولو لپاره جهاد وه، نو د همدې جوړښت د بدلون لپاره د نورو جګړه ولې بغاوت ګڼل کېږي؟

100%

ایا د عدالت د تامین له امله برتري؟

د شریعت د پلي کولو له ادعا وروسته، د طالبانو د جګړې او حکومت د مشروع کولو له مهمو بنسټونو څخه یو بل د عدالت د ټینګولو ادعا ده. هغوی تل اعلان کړی چې د ظلم، فساد او بې‌عدالتۍ د پای ته رسولو لپاره یې جګړه کړې او اوسنی حکومت یې هم د اسلامي عدالت پر بنسټ ولاړ دی. خو تر هر څه وړاندې باید روښانه شي چې له عدالت څخه موخه څه ده.

داسې ښکاري چې د عدالت په اړه د طالبانو برداشت تر ډېره د محکمو او قضایي احکامو د پلي کولو تر برخې محدود شوی دی؛ یعنې که قاضي د دعوې له دواړو لورو سره په ظاهره برابر چلند وکړي یا د حکومت کارکوونکي خپل معاشونه ترلاسه کړي، عدالت رامنځته شوی دی. په داسې حال کې چې په عامه حقوقو، سیاسي علومو او ان د اسلامي فقهې په یوه مهمه برخه کې عدالت تر دې ډېر پراخ مفهوم لري. عدالت مخکې له دې چې د محکمو په حکمونو کې څرګند شي، د واک په جوړښت کې څرګندېږي؛ ځکه که خپله واکمني پر تبعیض ولاړه وي، له هغې څخه د راولاړو شویو ادارو د عدالت تمه کول به ستونزمنه تمه وي. په حکومتولۍ کې عدالت یوازې په محکمه کې د قاضي تر چلند نه محدودېږي؛ بلکې د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو برابري، په واک کې برابر ګډون، د فرصتونو او امکاناتو عادلانه وېش، وړتیا‌محوري، د خلکو د اساسي حقونو رعایت، د واکمنانو ځواب‌ویلو ته اړ کول، د فساد پر وړاندې مبارزه، د تبعیض منع او د حکومت له خوا د وګړو پر وړاندې بې‌طرفي، ټول د عدالت اساسي عناصر ګڼل کېږي.

د دغو معیارونو له مخې، د طالبانو حکومت نه یوازې د عدالت د تحقق ادعا نه ده ثابته کړې، بلکې په ډېرو دغو شاخصونو کې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوی دی. د واک له جوړښت څخه د قومونو، سیاسي جریانونو، کدرونو او نخبه‌ګانو پراخ حذف، د اساسي حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه، د ازادې سیالۍ پر ځای د ډله‌ییزو اړیکو پر بنسټ د کسانو ټاکنه، او د څارنې او ځواب‌ویلو د میکانیزمونو نشتوالی، ټول د حکومتولۍ له عدالت سره څرګند واټن لري

له همدې امله، د افغانستان ډېر وګړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له قومي، سیاسي یا سازماني تړاو پرته د طالبانو ادارو ته مراجعه کړي، له هغه څه څخه چې طالبان یې «عدالت» بولي، بېله تجربه بیانوي او د هغوی په اند، د طالبانو په ملګري‌محور او قومي دستگاه [ طالبان مذهبي ډله ده ، هیڅ قوم استازولي نه کوي] کې د عدالت د تحقق امکان اوس په یوه نهیلي کوونکي حالت بدل شوی دی. له همدې امله، د عدالت د تحقق ادعا، لږ تر لږه په عامه افکارو کې، نور نه شي کولای چې یوازې د طالبانو د حکومت یا جګړې د انحصاري مشروعیت بنسټ وګرځي.

په پایله کې، دا استدلال هم همغې بنسټیزې پوښتنې ته راګرځي: که عدالت د جګړې د مشروعیت معیار وي، نو ولې طالبان یوازې ځانونه د عدالت مصداق ګڼي او نور په مطلق ډول له دې عنوان څخه محروموي؟

د افغانستان د اشغال موضوع

له شک پرته، «اشغال» د افغانستان د اسلامي جمهوریت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د شلو کلونو جګړې په اوږدو کې د طالبانو د مشروعیت ترلاسه کولو تر ټولو مهمه او اغېزناکه وسیله وه. طالبانو تل د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور له اشغال سره برابر باله او پر وړاندې یې مبارزه شرعي جهاد او ملي دنده معرفي کوله.

په دې لیکنه کې د اشغال د مفهوم فقهي او حقوقي بحث ته د ننوتلو نیت نه لرو ځکه دا موضوع پخپله یوې جلا څېړنې ته اړتیا لري. خو ان که د اشغال په اړه د طالبانو تعریف هم ومنو، بیا هم یوه بنسټیزه پوښتنه بې‌ځوابه پاتې کېږي. که د طالبانو اصلي هدف د اشغال پای ته رسول وو، نو د دوحې د هوکړې له لاسلیک او له افغانستان څخه د وتلو په اړه د امریکا له رسمي ژمنې وروسته ولې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه ونه درېده؟

د دوحې د هوکړې پر بنسټ، د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو او طالبانو هم دغه هوکړه خپله بریا وبلله. د طالبانو د خپل منطق له مخې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره د جهاد تر ټولو مهم دلیل، یعنې اشغال، په عملي ډول د پای پر لور روان و. له دې سره سره، نه یوازې جګړه ونه درېده، بلکې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه لا هم زیات شول. که هدف یوازې د اشغال پای ته رسول وای، نو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید په منطقي توګه جګړه هم پای ته رسېدلې وای خو د جمهوري نظام تر بشپړ سقوط پورې د جګړې دوام دا برداشت پیاوړی کوي چې د واک انحصاري انتقال، لږ تر لږه د اشغال د پای ته رسېدو په اندازه، د طالبانو په سیاسي محاسبو کې اهمیت درلود.

په همدې موده کې امریکايي ځواکونه په ډېرو سیمو کې له جګړې پرته د وتلو په حال کې وو او طالبانو ان د کابل له هوايي ډګر څخه د هغوی د وتلو امنیت هم تامین کړ، خو هم‌مهاله د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه روانه وه او زرګونو افغان نظامیانو او ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا واقعیت د طالبانو د استدلال پر وړاندې یوه جدي پوښتنه راپورته کوي: که د جګړې اصلي لامل اشغال و، نو له هغه وروسته چې اشغال پای ته ورسېد، د جګړې دوام د څه لپاره و؟

100%

سربېره پر دې، د طالبانو تاریخ هم ښيي چې د دې ډلې جګړه یوازې د بهرنیو ځواکونو د حضور تر دورې محدوده نه وه. طالبانو په اویایمه لمریزه لسیزه کې هم، هغه مهال چې هېڅ بهرني ځواک افغانستان نه و اشغال کړی، د افغانستان د اسلامي دولت پر وړاندې جګړه وکړه او هغه جګړه یې هم د شر او فساد پر وړاندې جهاد وباله؛ داسې اصطلاح چې په دیني نصوصو کې په هېڅ صراحت او دلیل نشته. له همدې امله، دا ادعا کول ستونزمن دي چې اشغال د طالبانو د ټولو جګړو یوازینی یا ان تر ټولو مهم لامل و.

د دغو ټولو شواهدو مجموعه دا برداشت پیاوړی کوي چې سیاسي واک ته رسېدا د اشغال د پای ته رسولو په پرتله ډېر ټاکونکی رول درلود. په پایله کې د مقالې اصلي پوښتنه یو ځل بیا مطرح کېږي: څنګه د واک ته رسېدو لپاره د طالبانو جګړه جهاد او مشروع ګڼل کېږي، خو که نور د همدې سیاسي جوړښت د بدلون لپاره وسلې ته لاس کړي، د هغوی جګړه بغاوت او نامشروع ګڼل کېږي؟

پایله

فرض کړو چې طالبان توانېدلي وي یو بشپړ، اغېزناک او ان له ټولو نیمګړتیاوو پاک حکومت جوړ کړي. له دې سره سره، یو واقعیت به لا هم پر خپل ځای پاتې وي: هېڅ انحصاري او دایمي واک، پرته له دې چې د کومې ډلې په لاس کې وي، نه شي کولای د تل لپاره سیاسي ثبات رامنځته کړي.

واک هغه مهال چې شخصي یا ډله‌ییز ملکیت وګرځي او د نورو د سوله‌ییز ګډون لاره وتړي، ژر یا وروسته د مقاومت، اعتراض او په پای کې د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو زمینه برابروي. دا قاعده یوازې په طالبانو پورې محدوده نه ده، بلکې داسې تجربه ده چې د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو سیاسي تاریخ، څو ځله ثابته کړې ده. طبیعي ده هغه واک چې په عامه رضایت ولاړ نه وي، د خپلې بقا لپاره اړ کېږي چې زور وکاروي او هر هغه واک چې خپله بقا په زور ودروي، ژر یا وروسته به د زور له لارې له ننګونې سره مخ شي. دا یوه سیاسي وړاندوینه نه، بلکې د افغانستان د تاریخ تکرار شوې تجربه ده.

د افغانستان نننی نسل هغه نسل نه دی چې دا ومني چې یوه قومي، مذهبي یا سیاسي ډله دې تر ابده د حکومت مالکه وي او نور دې یوازې د رعیت، بیعت کوونکي او فرمان منونکي رول ولوبوي. لکه څنګه چې هېڅ فرد یا ډله حق نه لري چې ځان د دې خاورې تلپاتې مالک وبولي، هېڅ بل نسل به هم حاضر نه شي چې د خپل برخلیک د ټاکلو حق د تل لپاره بل ته وسپاري.

د معاصر افغانستان د تاریخ تجربه هم د همدې حقیقت ملاتړ کوي. په تېره یوه پېړۍ کې هېڅ هغه حکومت چې په واک انحصار، د مخالفانو په حذف او د سیاسي ګډون پر رد ولاړ و، نه دی توانېدلی چې تلپاتې ثبات رامنځته کړي.

حکومتونه بدل شوي، خو هر ځل چې واک د یوه جریان یا یوه ځانګړي قرائت په انحصار کې پاتې شوی، پایله یې ژر یا وروسته مقاومت، پاڅون، جګړه او د سیاسي نظم ړنګېدل وو. له همدې امله، د افغانستان اصلي ستونزه یوازې طالبان یا د طالبانو مخالفان نه دي؛ بلکې واک ته د کتنې ډول دی. تر هغه چې واک د یوې ډلې انحصاري حق وګڼل شي، د جګړې کړۍ به هم د لوبغاړو له بدلېدو سره دوام وکړي. افغانستان تر بل هر وخت ډېر داسې حکومت ته اړتیا لري چې ټول وګړي ځانونه پکې شریک وګڼي، نه دا چې یوه ډله ځان د حکومت مالک او نور یوازې د هغې فرمان منونکي وبولي.

له همدې امله، له بحران څخه د وتلو لاره د یو بل په بشپړ له منځه وړلو کې نه، بلکې د افغانستان د ټولنې د واقعیتونو په منلو کې ده. طالبان، لکه د نورو ټولو سیاسي جریانونو په څېر، که د تلپاتې ثبات غوښتونکي وي، اړ دي چې واک ته له انحصارطلبانه لیدلوري څخه واټن واخلي، د ځان‌مقدس ګڼلو او د نورو له سیاسي تکفیر څخه تېر شي، د ټولو وګړو برابر حقونه په رسمیت وپېژني او د داسې حکومت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي چې په قانون، عامه ګډون او د خلکو په اراده ولاړ وي.

یوازې په دې صورت کې به د افغانستان ټول وګړي، له قومیت، مذهب او سیاسي تمایل پرته، هېواد خپل ګډ کور وبولي او د هغه د برخلیک په اړه به د مالکیت، برابرۍ او مسوولیت احساس پیدا کړي. که داسې ونه شي، تاریخ به یو ځل بیا تکرار شي او هر هغه نظام چې د واک په انحصار ولاړ جوړ شي، ژر یا وروسته به له همغه برخلیک سره مخ شي چې د افغانستان ډېر مخکیني حکومتونو ورسره مخ شوي دي. په هغه صورت کې به د جګړې د دوام اخلاقي، سیاسي او تاریخي مسولیت تر هر څه وړاندې د هغو کسانو پر غاړه وي چې د سوله‌ییز ګډون لاره یې وتړله او واک یې پر خبرو، عامه رضایت او عدالت غوره وباله.

وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو له ویښ وجدان، تاریخ او تر ټولو وړاندې د الهي عدالت له محکمې سره ده.

وَما عَلَيْنا إِلَّا الْبَلاغُ الْمُبينُ

یادونه: په افغانستان انټرنشنل-پښتو کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو شخصي نظر دی، د رسنۍ د رسمي پالیسۍ ښکارندويي نه کوي.

ډېر لیدل شوي

لانګ وار ژورنال: متحده جبهه د طالبانو پر ضد د جګړې او سیاسي بدلون شعار ورکوي
۱

لانګ وار ژورنال: متحده جبهه د طالبانو پر ضد د جګړې او سیاسي بدلون شعار ورکوي

۲

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

۳
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۴

افغان ایواک: کانګرس دې د افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت قانون ژر تصویب کړي

۵

ملګري ملتونه: د سرې بیو لوړېدو د افغانستان د ۲۰۲۷ کال د غنمو حاصلات له ګواښ سره مخ کړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو پنځه کاله واکمني؛ له رضایت پرته د واک ټینګښت

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۱
•
حسن عباس
100%

د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځو کلونو له بشپړېدو سره، هغه دوه پرېکنده وړاندوینې چې د ۲۰۲۱ کال په مني کې مطرح شوې وې، دواړې په جدي ډول کمزورې شوې دي. لومړۍ وړاندوینه دا وه چې طالبان به د حکومتولۍ د ناتوانۍ له امله په یوه فصل کې له سقوط او څو برخې کېدو سره مخ شي.

دویمه وړاندوینه، چې د همدې سکې بل اړخ و، دا وه چې هره ډله چې په افغانستان کې حکومت وکړي، بالاخره به د دولتدارۍ د عادي اړتیاوو ــ عواید، په رسمیت پېژندنې او له ګاونډیانو سره اړیکو ــ تر فشار لاندې اړ شي چې د منځلارۍ پر لور ولاړه شي.

هېڅ یو هم ونه شول.

پر ځای یې داسې حکومت رامنځته شوی چې له اداري پلوه تر هغه ډېر پیاوړی دی چې منتقدانو یې تمه لرله، خو له سیاسي پلوه تر هغه ډېر نازک دی چې د طالبانو خپل تبلیغات یې ښيي. د نن ورځې تحلیلي دنده دا ده چې د دې واقعیت دواړه برخې په یو وخت کې په پام کې ونیسو.

په کندهار کې د واک ورو ورو راټولېدل

د اوسني وضعیت د درک لپاره باید له هبت‌الله اخوندزاده څخه پیل وکړو؛ هغه مشر چې نن ورځ له ۲۰۱۶ کال راهیسې د بل هر وخت په پرتله ډېر ځواکمن دی.

دا ځواک نه تصادفي دی او نه د شخصي کاریزما پایله. هبت‌الله یو منزوي فقیه دی چې په ندرت له خپلو وزیرانو سره لیدنه کوي او ډېری پیغامونه د دیني منځګړو له لارې لېږي. د هغه واک په تدریجي ډول او د څلورو عواملو پر بنسټ رامنځته شوی دی.

لومړی عامل: قومي دی

د هبت‌الله نورزي ټبر د پنج‌پای ایتلاف په دننه کې په تدریجي ډول د ګومارنو پر یوې شبکې بدل شوی دی. محمد یوسف وفا، د بلخ والي ــ چې هغه هم له نورزي ټبر څخه دی او د طالبانو له مشر سره د اړیکو د دروازې ساتونکي په توګه عمل کوي ــ ښيي چې څنګه د خپلوي اړیکو د رسمي بنسټونو ځای نیولی دی.

د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې، په حکومت کې د واک تر ټولو مهم مقامونه د کندهار اړوندو کسانو په لاس کې وو: رهبري، صدارت، د افغانستان بانک او د سترې محکمې ریاست.

دویم عامل: دیني عالمان دي، چې تر نورو عواملو ورته لږه پاملرنه شوې ده

د هبت‌الله اصلي اډه پخواني جنګي قوماندانان نه، بلکې د جوماتونو نوي ملايان دي. هغه امامان او مدرسین چې د جمهوریت پر مهال یې په ښارونو او ولایتونو کې ټولنیز مقام درلود، خو کافي مالي سرچینې یې نه لرلې. طالبانو دواړه شیان ــ مالي امکانات او مقام ــ دوی ته برابر کړي دي.

هغه فرمان چې د طالبانو د رهبرۍ له خوا صادر شوی او پکې د هرې دیني مدرسې لپاره د ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ طلباوو د استوګنې ځایونه، د زده‌کوونکو لپاره ورځنۍ مرستې او د شیخ‌الحدیثانو او د قرآن ښوونکو لپاره درجه‌بندي شوي معاشونه ټاکل شوي، یوازې یوه تعلیمي تګلاره نه ده؛ بلکې د امتیازونو او وفادارۍ د ورکولو یو نظام دی چې ورسره یو ځانګړی نصاب هم مل شوی دی.

د شاوخوا ۱۵ زره ثبت شویو دیني مدرسو ترڅنګ، د رهبرۍ تر ملاتړ لاندې د مدرسو یوه موازي شبکه هم فعالیت کوي چې له عادي تعلیمي نظام څخه بهر ده. دغو مدرسو خپل ځانګړی نصاب، له رهبر سره د بیعت لوړې او د پنجشېر په څېر ولایتونو کې داسې ودانۍ لري چې د نجونو له تړل شویو ښوونځیو څخه بل کار ته ورکړل شوې دي.

د ولایتونو د علماوو شوراګانې هم د شخړو د حل په برخه کې همدې منطق ته پراختیا ورکوي.

د طالبانو له نظره دا محاسبه منطقي ده. هغه دیني عالم چې خپل معاش، زده‌کوونکي او ټولنیز مقام د کندهار له ملاتړ څخه ترلاسه کوي، د حکومتولۍ لپاره تر هغه قوماندان ډېره باوري وسیله ده چې خپل اعتبار او د جګړې خاطرې یې له جنګي ډګره ترلاسه کړې وي.

درېیم عامل: قهري ځواک دی

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، هغه واحدونه چې په مستقیم ډول له هبت‌الله سره وفادار دي، په هغو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي چې مخکې د حقاني شبکې تر واک لاندې وو؛ له دې جملې څخه د کابل هوايي ډګر او بالاحصار هم دي.

د وسلو د وېش او د ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه پرېکړې هم په زیاتېدونکي ډول د کابینې له تصویب پرته ترسره کېږي.

څلورم عامل: حقوقي او بوروکراتیک جوړښت دی

د ۱۱۹ مادو جزايي اصول‌نامه چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې تصویب شوه، پرته له عام اعلان څخه ولایتي محکمو ته وسپارل شوه او هغه مهال ښکاره شوه چې د رواداري بشري حقونو ډلې یې یوه نسخه خپره کړه.

دغه قانون اطاعت بنسټیزوي، د نیولو واکونه زیاتوي او عامه نیوکه جرم ګرځوي. دا قانون په داسې وخت کې صادر شو چې د دوو میاشتو په ترڅ کې اداري بدلونونه او د ۲۵ څخه د زیاتو چارواکو ګوښه کول او ګومارنې ترسره شوې.

له دې بدلونونو سره یو ځای، یو ۱۴ مادېز لارښود هم خپور شو چې پکې طالبانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې له یوې « سترې ازموینې» سره مخ دي.

د طالبانو دننه د سیالۍ تناقض

د موضوع متناقض اړخ همدلته دی.هغه کابینه چې له بانفوذه څېرو جوړه ده ــ ملا برادر د اقتصادي چارو په برخه کې، سراج‌الدین حقاني د کورنیو چارو په وزارت کې، ملا یعقوب د دفاع په وزارت کې او امیرخان متقي د بهرنیو چارو په وزارت کې ــ د حکومت د فلج کېدو سبب نه شوه.

لامل یې دا دی چې دغه یو کس هم په ښکاره ډول کندهار نه شي ننګولی او هر یو د خپل مقام د ساتلو لپاره داسې کاري پایلې ته اړتیا لري چې وړاندې یې کړي.

له همدې امله، د طالبانو داخلي سیالي د مستقیمې مقابلې پر ځای د فعالیت پر سر سیالۍ ته اوښتې ده.

وزارتونه د خپل کار د ښودلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي. رښتینی اختلاف شته، خو د خلکو له نظره پټ پاتې دی او د سیاسي مقابلې پر ځای د فعالیت او خدماتو د وړاندې کولو په بڼه څرګندېږي.

د کابل ښاروالۍ روښانه بېلګه

د کابل ښاروالۍ وضعیت د دې حالت یوه څرګنده بېلګه ده.

د ښاروالۍ چارواکي وايي چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې شاوخوا ۴۵۰کیلومتره سړکونه جوړ شوي، چې یوازې ۱۳۷کیلومتره یې په ۲۰۲۵ کال کې جوړ شوي دي.

همداراز، د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې نږدې ۲۹میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي، شاوخوا ۲۹زره د سړک څراغونه فعال شوي، ۱۲ پارکونه بیارغول شوي او د روان مالي کال لپاره ۲۳۳پراختیايي پروژې په پام کې نیول شوې دي.

د حامد کرزي او اشرف غني د دورې له ښاري پروژو سره په پرتله، چې ډېری یې د بهرنیو مرستندویانو له بودجې تمویلېدې، دا کاري سابقه له پامه د غورځولو وړ نه ده.خو مهمې اندېښنې هم شته.

د ځمکو استملاک چې له ۱۱زرو ډېرو ملکیتونو پورې تړاو لري، نږدې په بشپړ ډول له روڼتیا پرته شوی دی. د ښار ځینې برخې د رهبرۍ په امر ښاروالۍ ته سپارل شوې دي، او د ۲۰۲۶ کال په جون کې افغان رسنیو ــ بې له رسمي تاییده ــ د کابل ښاروال د فساد د یوې دوسیې څیړلو خبر ورکړ.

دا د حکومتولۍ داسې بڼه ده چې سړکونه جوړوي، خو په ورته وخت کې د ملکیت حقونه کمزوري کوي او نږدې هېڅ حساب ورکول پکې نشته.

د دې ماډل دقیق درک مهم دی، ځکه همدا الګو اوس د افغانستان نورو ښارونو ته هم لېږدول کېږي.

د شمال تکیه‌ځایونه

همدا د «له مشروعیت پرته اداري وړتیا» الګو د بهرني سیاست په برخه کې هم لیدل کېږي او د کابل شمال لوري ته مخ اړول د طالبانو له تر ټولو بریالیو پروژو څخه ګڼل کېدای شي.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله او ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه.

چین د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر راهیسې د طالبانو سفیر منلی و، او متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبکستان هم، پرته له دې چې طالبان په رسمي ډول په رسمیت وپېژني، د دې ډلې د استازو باورلیکونه منلي دي.

د افغانستان سوداګري د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره شاوخوا ۱.۷میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

ازبکستان چې له افغانستان سره یې دوه اړخیزه سوداګري له یو میلیارد ډالرو اوښتې، د کابل تر ټولو فعال شریک دی او د کابل دهلېزله طرحې ملاتړ کوي چې د ترمذ ــ نایب‌آباد ــ خرلاچي له لارې تېرېږي.

د ترکمنستان له پولې د تورغونډۍ له لارې د افغانستان صادرات له دوه برابرو زیات شوي او عشق‌آباد لا هم د ټاپي (TAPI) د ګاز نل‌لیکې پر پروژې ټینګار کوي.

قرغیزستان طالبان له خپل ترهګریز لېست څخه ایستلي، او دغه هېواد له تاجکستان سره یو ځای د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ځینې برخې پرانیستې دي.

د روسیې او ازبکستان د رېل ادارو هم د دې همکاریو تخنیکي بنسټونه برابر کړي دي. د کابل پرېکړه چې د روسیې د ۱۵۲۰ملي‌متره پلنوالي رېل پټلۍ ومني، په حقیقت کې د یوه انجینري تصمیم په بڼه یو جیوپولیټیک اعلان و.

دا هیڅ یو بدلون لهطالبانو سره د مینې له امله نه دی.

دا د هغو ګاونډیانو له خوا د خطر مدیریت دی چې د سوداګریزو لارو، د برېښنا بازارونو او ارامو پولو په لټه کې دي او دې پایلې ته رسېدلي چې طالبان اوس هغه لوری دی چې د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید ورسره خبرې وشي.

خو دا بهیر لا هم محدود دی.

د سوداګرۍ ډېره برخه د افغانستان واردات جوړوي، د رېل پټلۍ پروژې له بودجوي کمښت سره مخ دي، او د طالبانو نه رسميتکېدل لا هم نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق ته دکابل د لاسرسي پر وړاندې خنډ دی.

هغه ځای چې کابل پکې ماتېږي

د طالبانو د واکمنۍ په کارنامه کې دوه سترې ناکامۍ شته، او هېڅ یوه یې تصادفي نه ده.

لومړی: له ښځو او لږکیو سره د چلند موضوع ده

د یوناما راپورونه له ۲۰۲۶ کال د اپریل څخه تر جون پورې د ویښتانو د بڼې له امله د کسانو د نیول کېدو، د روژې په میاشت کې د روژه خوړلو له امله د خلکو د وهلو، په هرات کې د درېیو ورځو په ترڅ کې د لږ تر لږه ۳۰ښځو د «نامناسب حجاب» له امله د نیول کېدو، او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا د سلګونو خپل‌سرو نیونو خبر ورکوي.

همداراز، دوکاندارانو او روغتیايي مرکزونو ته امر شوی چې هغو ښځو ته خدمتونه وړاندې نه کړي چې محرم ورسره نه وي.

افغانې ښځې اوس نږدې یو کال کېږي چې د ملګرو ملتونو ودانیو ته له ننوتلو منع شوې دي.

لږکي هم له ښه وضعیت سره مخ نه دي.

له شیعه ټولنو غوښتل کېږي چې د اخترونو لپاره د حکومت رسمي تقویم تعقیب کړي. نوروز له محدودیتونو سره مخ دی، او د اپریل په میاشت کې په هرات کې د شیعه‌ګانو د یوه زیارت ترڅنګ په برید کې ۱۲ملکي کسان ووژل شول.

د نړیوالې جزايي محکمې د ۲۰۲۵ کال د جولای د نیولو حکمونه د هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني پر وړاندې هم د «جنسیتي ځورونې» یادونه کوي.

د دې وضعیت په تحلیل کې مهم ټکی دا دی چې دغه سیاستونه هغه د فشار وسیله نه ده چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې څخه د غوره وړاندیز د ترلاسه کولو لپاره په موقتي ډول ساتي.

دا سیاستونه د همغه څه برخه ده چې کندهار یې د وفادارۍ په بدل کې خپلې دیني پایګاه ته وړاندې کوي.

له همدې امله، هر هغه استازی چې طالبانو ته یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په بدل کې د رسمیت پېژندلو وړاندیز کړی، بې پایلې بېرته ستون شوی دی.

په دې برخه کې تدریجي ډیپلوماسي هم څو ځله ناکامه شوې؛ نه د ډیپلوماتانو د کمزورۍ له امله، بلکې ځکه چې دا مسئله په بنسټیز ډول د کندهار د واک له داخلي منطق سره تړلې ده.

دویمه ماتې: د سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو مسئله ده

دلته یو تریخ تناقض موجود دی. هغه اړیکې، چې تمه کېده کابل به یې تر ټولو ډېره اداره کړي ــ یعنې له پاکستان سره اړیکه ــ تر هرې بلې وړاندوینې ډېرې خرابې شوې دي.

د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) په اړه د اسلام‌اباد غوښتنې نه دي منل شوې. د دې یوه برخه دلیل دا دی چې د دې ډلې پر وړاندې رښتینی ځپونکی اقدام کولای شي د طالبانو داخلي ایتلاف له وېش سره مخ کړي او هغه بدیل پناه‌ځایونه له منځه یوسي چې د ټي‌ټي‌پي مشران لا هم په پټه ورته اړتیا لري.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له نښتو او د پولې له تړل کېدو راهیسې، د دوحې اوربند له منځه تللی، د استانبول خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې او په ۲۰۲۶ کال کې له پولې هاخوا بریدونه بېرته پیل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیټ سوداګري د ۲۰۲۱ مالي کالله شاوخوا ۵میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې شاوخوا ۳۶۷میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

دا کمښت د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو سوداګرو لپاره یو ستراتیژیک زیان دی، او په مقابل کې یې د چابهار بندر او د ایران لارې ګټه کړې ده.

د چین منځګړیتوب د ځانګړي استازي یوې شیاویونګ له لارې پایله ورنه کړه. د قطر، ترکیې او سعودي عربستان هڅې هم یوازې د جګړو د لنډمهاله درېدلو سبب شوې.

د بیجینګ اقتصادي نفوذ پر دواړو خواوو په سیاسي نفوذ بدل نه شو؛ دا داسې پایله ده چې باید په سیمه کې د نورو شخړو د مدیریت لپاره د چین د وړتیاوو په اړه تمې هم راکمې کړي.

د مرکزي اسیا د رېل پټلۍ هیلې هم له دې وضعیت نه زیانمنې شوې دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو څارونکي په افغانستان کې د څه باندې ۲۰وسله‌والو ډلو د فعالیت خبر ورکوي او ارزونه کوي چې داعش خراسان، سره له دې چې کمزوری شوی، لا هم د دې وړتیا لري چې خپل ځواکونه د هغو کسانو په پرتله په چټکۍ سره بېرته تنظیم کړي چې له لاسه یې ورکوي.

د واشنګټن نشتوالی

د دغو ټولو بدلونونو پر وړاندې، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست کم‌رنګه دی.

د پخوانیو ډیپلوماتانو او د دواړو لورو د فکري مرکزونو د کارپوهانو ترمنځ غیررسمي خبرې، چې د دویمې لارېپه نوم یادېږي، لا هم په دوحه او استانبول کې دوام لري.

دا خبرې ګټورې دي؛ ځکه هغه ګډه ژبه، اړیکې او واقعي ګډ بنسټ ساتي چې د هغو خبرو لپاره به اړتیا وي چې ژر یا وروسته باید ترسره شي.

خو په واشنګټن کې د اصلي ځواک د پرېکړو لارې بدلې شوې نه دي.

د امریکا د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ ضد ستراتیژي افغانستان نږدې یوازې د داعش خراسان او د ابي‌ګېټ د برید په تړاو یادوي.له افغانستان سره د امریکا تعامل تر ډېره د بندیانو د خوشې کولو او د بګرام په اړه د وخت ناوخت خبرو پر محور راڅرخي، نه پر یوې هر اړخیزې تګلارې.

د ترهګرۍ ضد مبارزه د افغانستان په اړه د امریکا پر ټول سیاست بدله شوې ده.

په پایله کې، متحده ایالات د افغانستان په اړه لیدلوری لري، خو د افغانانو په اړه مشخصه تګلاره نه لري.

پایله

نو طالبان باثبات دي که کمزوري لري؟ ځواب دا دی: دواړه.

او همدا د ثبات او کمزورۍ ترمنځ کړکېچ د طالبانو د واکمنۍ اصلي کیسه ده.

طالبان له هېڅ منظم سیال سره مخ نه دي.د افغانستان د کډوالو ټولنه لا هم د ویانا بهیر، د مقاومت ملي جبهې او د انقرې ډلې ترمنځ وېشل شوې ده؛ هره یوه خپل پروګرام لري، خو هېڅ یوې یې د وضعیت د بدلون لپاره طرحه نه ده وړاندې کړې.

قومي او نسلي وېش چې په ۲۰۰۱ کال کې یې دوی له یو بل څخه جلا کړي وو، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

خو له دې سره سره، د واک په دهلیزونو کې درزونه پراخېږي.په یوه افشا شوي غږیز فایل کې خپله هبت‌الله د داخلي اختلافاتو له خطر څخه خبرداری ورکړی چې کولای شي حکومت له منځه یوسي.

سراج‌الدین حقاني هم په ښکاره ډول د وېرې له لارې د حکومتولۍ مخالفت کړی دی.په خوست کې د جلال‌الدین حقاني د دیني مدرسې ویجاړول د طالبانو په دننه کې د یوه حساب شوي سپکاوي په توګه تعبیر شوي دي.

غیر پښتانه قوماندانان څنډې ته شوي او د هبت‌الله لپاره هېڅ ځای ناستی نه دی ټاکل شوی؛ دا چوپتیا د طالبانو د مشر د عمر له زیاتېدو سره هر کال لا خطرناکه کېږي.

خو تر ټولو مهم فشار له ولسه راځي.له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې پنځه میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، ۲۸میلیونه کسان په فقر کې ژوند کوي او د هر کس عاید کم شوی دی.

په مقابل کې، داسې ښوونکي شته چې په پټه ټولګي جوړوي، داسې ښځې شته چې د خپلو حقونو د سرغړونو موارد ثبت او مستند کوي، سوداګر شته چې د اکمالاتو د ځنځیر لارې بدلوي، او له هېواده بهر افغانان شته چې تر پخوا ډېر منظم شوي دي؛ هغه څه چې د افغانستان سیاسي طبقې تر اوسه نه دي توانېدلې ترسره یې کړي.

د افغانستان عادي خلک، که په هېواد کې دننه دي او که بهر، یوازینی هغه بدلون راوړونکی ځواک دی چې نه ګومارل کېدای شي، نه معاش ورته ورکول کېدای شي او نه ځای پر ځای کېدای شي.

د دې ډول رژیمونو سقوط عموماً د یوه سیال له خوا نه راځي.دوی د هغې ټولنې تر فشار لاندې، چې نور پرې باور نه لري، ورو ورو او په نابرابره توګه کمزوري کېږي؛ حتا که هېڅکله دا حقیقت وهم نه مني.

«زما په زامنو پام کوئ»؛ د نېمروز له دښتو د یوه پلار هېرېدونکی پیغام

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

«زما په زامنو پام کوئ.» دا د حیات‌الله له وروستیو خبرو څخه وې؛ د یوه افغان پلار هغه وروستی غږ چې د ژوند د پای په شېبو کې یې د خپل موبایل له لارې ثبت کړ. ایا د بې وسۍ دا غږ هم د افغانانو تر منځ هېرېدونکی دی؟ او د حیات الله پر لار به نور افغانان هم لاړ شي؟

دا د فلم یوه صحنه نه وه، نه د یوې جوړې شوې کیسې برخه؛ دا د یوه مجبور انسان وروستۍ چیغه وه چې د افغانستان د نیمروز ولایت په سوځنده دښتو کې د ژوند او مرګ ترمنځ پاتې شوی و.

همدا دښتې دي چې زرګونه افغانان ترې د ایران پر لور تېرېږي؛ په دې هیله چې کار پیدا کړي، خوندي ژوند ولري او خپلو کورنیو ته د راتلونکې یوه هیله برابره کړي.

د حیات‌الله غږ له هرې جملې سره کمزوری کېده.

«زما لپاره دعا وکړئ،» هغه وویل: «مورې، زه د مرګ په حال کې یم.» او بیا، کله چې مرګ ورته نږدې شو، د خپل ځان پر ځای یې د خپلو ماشومانو فکر وکړ.

«زما په زامنو پام کوئ... په ځانګړي ډول په هبت.»

د هبت نوم یو دردناک توپیر لري. دا د افغانستان د اوسني وضعیت د جوړوونکو یا واکمنو نوم نه و؛ دا د یوه معصوم ماشوم نوم و. د هغه زوی نوم چې پلار یې د خپلو اولادونو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د نړۍ له خطرناکو لارو یوه نیولې وه.

د حیات‌الله وروستی پیغام د یوه پلار د مینې وروستی ثبوت و.

حیات‌الله له ۱۴ نورو افغانانو سره یو ځای، د نیمروز له لارې ایران ته روان و. د ډېرو افغانانو په څېر، هغه هم ځکه نه و وتلی چې غوښتل یې خپل وطن پرېږدي؛ هغه ځکه روان و چې احساس یې کاوه بله لار نه لري.

د ډېرو افغان کورنیو لپاره، ایران د یوې هیلې نښه ده، یو نږدې هېواد چې ښايي هلته کار پېدا کړي، پیسې وګټي او پاتې کورنۍ پرې وساتي.

خو دغه سفر خپله د ژوند او مرګ یو قمار ګرځېدلی دی.

د حیات‌الله او نورو کډوالو موټر د دښتې په منځ کې خراب شو. شاوخوا یې یوازې پراخه شګه، سخت ګرم لمر او داسې چاپېریال و چې ژوندي پاتې کېدل پکې اوبو، سیوري او وخت ته اړتیا لري. خو دوی له دې ټولو بې برخې وو.

لمر پرې سور تنور شوی و. بدنونه یې د سختې ګرمۍ له امله کمزوري کېدل. تنده ورځ تر بلې زیاتېده. ورو - ورو، یو په بل پسې، د هغوی غږونه چوپ شول.

د ژوند په لټه کې د هغوی یروان سفر، د نیمروز په شګو کې پای ته ورسېد.

د حیات‌الله تراژیدي یوازې د یوه انسان کیسه نه ده. دا د افغانستان د یوې پراخې او روانې ستونزې یوه برخه ده.

له هغه وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې بېرته واک ته ورسېدل، افغانستان له ژورو اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دی. میلیونونه افغانان د بې‌کارۍ، بېوزلۍ او د راتلونکي د نامعلوم حالت له امله له سختو شرایطو سره مخ دي.

د ډېرو لپاره، له هېواده وتل نور انتخاب نه دی؛ بلکې یوه مجبوري ده. یو پلار چې کار نه شي پیدا کولی. یو ځوان چې خپل راتلونکی نه ویني. یوه کورنۍ چې د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري. د هغوی لپاره، د کډوالۍ خطرونه کله ناکله د پاتې کېدو له درد څخه کوچني ښکاري.

هغوی قاچاقبرانو ته مخه کوي. په دښتو او غرونو کې مزلونه وهي. له داسې لارو تېرېږي چې هر ګام یې د نیول کېدو، ناوړه چلند، استثمار یا مرګ خطر لري.

ایران د ډېرو افغان کډوالو لپاره د جغرافیایي نږدېوالي او د کار د فرصتونو له امله یو مهم مقصد پاتې شوی دی. میلیونونه افغانان له لسیزو راهیسې په ایران کې ژوند کوي، خو د افغانستان د خرابېدونکو شرایطو له امله د کډوالۍ نوې څپې هم دوام لري. خو ایران ته رسېدل هم د خوندیتوب ضمانت نه دی.

ډېری افغانان له سختو سفرونو، بېوزلۍ، شړلو او نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي. ځینې بېرته شړل کېږي. ځینې په لاره کې ورکېږي او ځینې، لکه حیات‌الله، هېڅکله سرحد ته نه رسېږي. د هغه مرګ یوازې د یوه انسان له لاسه ورکول نه وو.

دا د زرګونو افغان پلارانو کیسه ده چې خپل کورونه پرېږدي او یوازې یوه هیله له ځان سره وړي: چې قرباني به یې د خپلو ماشومانو راتلونکی ښه کړي.

هغه جمله چې حیات‌الله د ژوند په وروستیو شېبو کې تکرار کړه — «زما په زامنو پام کوئ» — یوازې د خپلې کورنۍ لپاره پیغام نه و.

دا د هغو افغانانو غږ و چې د کور دننه له ناامیدۍ او د لارې په اوږدو کې له خطر سره مخ دي.

یو پلار د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره مړ شو. خو د هغه وروستۍ خبرې یوه دردناکه پوښتنه پرېږدي:

تر کومه به افغانان یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي؟ تر کومه به د هیلو سفرونه په دښتو، غرونو او سرحدونو کې پای ته رسېږي؟

او تر کومه به افغانې کورنۍ د هغه راتلونکي لپاره تر ټولو لوړه بیه ورکوي چې په خپل هېواد کې یې نه شي موندلی؟

پاکستان او د تجزیې مخنیوی؛ د نویو اداري واحدونو د جوړولو طرح

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱
•
نصرالله ستانکزی
100%

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه غونډه کې د دغه هېواد پر اوسني اداري جوړښت د نیوکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې نوي اداري واحدونه د زمانې له غوښتنې سره سم باید رامنځته شي، ځکه اوسني اداري جوړښتونه زاړه او د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکوونکي نه دي.

هغه زیاته کړه چې اوسنی جوړښت له پښو لوېدلی او نور کار نه ورکوي.

په دې هکله باید د ټولو ګوندونو اجماع رامنځته شي. نقوي وایي: «دغه سیستم چې موږ پکې ژوند کوو، که باور پرې وکړئ او که نه، نړېدلی دی. اداري واحدونه، ایالتونه یا بل هر نوم چې ورته غوره کوي، باید خلکو ته نږدې شي.»

د محسن نقوي څرګندونې، چې د پاکستان د حاکمې طبقې له مهمو څېرو څخه شمېرل کېږي، په داسې یوه حالت کې رابرسېره کېږي چې دغه هېواد له اقتصادي، سیاسي او امنیتي پلوه په یوه کړکېچن وضعیت کې دی. همداشان دغه څرګندونې دا حقیقت هم په ډاګه کوي چې اسلام‌اباد د موجوده وضعیت د اداري جوړښت له نظره له یوه جدي ګواښ سره مخ دی.

پوښتنه دا ده چې پاکستاني مقامات ولې دا موضوع رابرسېره کوي؟

په ظاهره کې د اداري سیستم او په اداري واحدونو کې ادلون بدلون یوه عادي خبره ده او اداره او د هغې اړوند موضوعات باید د زمانې له غوښتنو سره اصلاح شي، خو دا ډول اصلاحات باید د عیني واقعیتونو او د زمانې له تحول سره همغږي وي.

خو؛ دا نظریه د عیني واقعیتونو پر بنسټ نه، بلکې د پنجاب د واکمنو د یوه لوی ډار ښکارندویي کوي، هغه په دې معنا چې:

  • پاکستاني مقامات په دې ډول څرګندونو دا خبره ثابتوي چې د فدرال حکومت او ایالتونو تر منځ یوه لویه خلا رامنځته شوې ده؛
  • حاکمه طبقه غواړي د نویو واحدونو له جوړولو سره خپل رقیب سیاسي ګوندونه، چې هر یو په یوه ایالت کې اکثریت لري، تضعیف او تقسیم کړي؛
  • مرکزي حکومت غواړي په دې پلمه هغه عواید او تر ځمکې لاندې کاني شتمنۍ په یو ډول لا هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
  • په اوسني حال کې یوه لویه نیوکه، چې د ایالتونو د خلکو او پارلمانونو څخه په وار وار اورېدل کېږي، هغه د پاکستان د څلورو صوبو د شتمنیو چور او تالان د پنجاب له خوا دی؛
  • حاکمه طبقه په دې پلمه غواړي یو ځل بیا په اساسي قانون کې بدلون راولي، چې موخه یې ښایي د پاکستان د حاکم موجود ایتلاف او د پوځ د ځواک غځول وي؛
  • د پاکستان حاکم چارواکي غواړي د دې هېواد سیاسي ګوندونه، سیاسي کړۍ او د خلکو ذهنیت بل لوري ته سوق او هغوی بوخت وساتي، څو خپلو ناروا اعمالو ته ښه فرصت تر لاسه کړي.
  • خو تر ټولو لوی هدف د اداري واحدونو نوی وېش دا دی چې:

د پاکستان د ایالتونو او کشمیر موجوده پوځي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو، د اسلام‌اباد او پنجاب واکمنانو ته دا وېره پیدا شوې ده چې هېواد یې د تجزیې په لور روان دی، چې ښه بېلګه یې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان او همداشان په تېره څه باندې یوه میاشت کې د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر نازک حالات دي.

همدا اوس بلوڅان په ډاګه د مستقل هېواد لپاره جګړه کوي او تر یوه حده یې ځینې سیمې د بلوچستان د صوبې د ایالتي او مرکزي حکومت له کنټرول څخه بهر کړې هم دي. په خیبر پښتونخوا کې ډېرې داسې سیمې شته چې پاکستاني ځواک هلته د تلو چانس نه لري او تقریبا محلي اداره او حکومتي خدمات نه تر سترګو کېږي.

نو؛ ښایي پاکستاني مقاماتو د خپل هېواد د تجزیې د مخنیوي لپاره د نویو اداري واحدونو د رامنځته کېدو نسخه د یوې حللارې په توګه مطرح کړې وي، ځکه که یو ایالت له پاکستان څخه بېل شي، دا وېره په یقین بدلېږي چې دا هېواد به تجزیه شي. نو ځکه د پاکستان حاکمان فکر کوي چې که د دې ایالتونو جغرافیا کوچنۍ کړي او که له نویو رامنځته شویو اداري واحدونو څخه کوم یو ترې مستقل هم شي، عمومي جغرافیا ته خطر کمېدلی شي.

یادونه: په افغانستان انټرنشنل کې د لیکوالو خپرېدونکي مطالب د هغوی شخصي لیدلوري څرګندوي او د رسنۍ د رسمي دریځ استازیتوب نه کوي.

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

په افغانستان کې واک ته رسېدل تل د یوې سختې سیاسي مبارزې پایله ده، خو د واک پرېښودل تر دې هم ستونزمن ثابت شوي دي. د معاصر تاریخ ډېری واکمنان هغه وخت له واکه وتلي چې یا یې هېواد د جګړې په منځ کې و، یا یې مخالفینو په زور قدرت نیولی و، یا وژل شوي او یا هم جلاوطنه کړی شوي دي.

که د تېرو څه باندې سلو کلونو واکمنان یو ځای وکتل شي، نو د واک د منظم انتقال پر ځای به د سقوطونو، کودتاوو، وژنو، جلاوطنۍ او سیاسي بې ثباتۍ یوه اوږده لړۍ ښکاره شي.

له غازي امان الله خان څخه تر نن ورځې پورې، یوازې یو ولسمشر داسې پاتې شوی چې واک یې د قانوني پروسې له لارې بل منتخب ولسمشر ته انتقال کړی دی.

د افغانستان د واکمنانو کیسه یوازې د هغو کسانو کیسه نه ده چې واک ته ورسېدل؛ بلکې د هغو کسانو کیسه هم ده چې له واک وروسته یې د ژوند تر ټولو سختې ورځې ولیدې.

غازي امان الله خان؛ هغه پاچا چې د اصلاحاتو له امله له واکه ولوېد

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د یوه نوي افغانستان د جوړولو هڅه وکړه. هغه غوښتل چې هېواد له دودیز جوړښت څخه یو عصري دولت ته واړوي. د ښځو د زده کړو، د قانون جوړونې، د ادارو د اصلاح او له نړۍ سره د اړیکو پراخولو په برخه کې یې ګڼې هڅې وکړې.

خو د هغه اصلاحات د افغانستان د ټولنې د یوې برخې لپاره ډېر چټک وو. د دیني مشرانو، قومي مشرانو او ځینو سیاسي مخالفانو له خوا یې سخت مخالفتونه وشول. د اصلاحاتو ترڅنګ اقتصادي ستونزې او د دولت کمزوري هم د هغه د حکومت پر وړاندې د نارضایتۍ سبب شوې.

په ۱۹۲۹ کال کې د حبیب الله کلکاني په مشرۍ پاڅون د امان الله خان سلطنت کمزوری کړ او هغه اړ شو چې له واکه لاس واخلي. نوموړی لومړی کندهار او بیا له هېواده بهر ولاړ.

امان الله خان د ژوند وروستۍ نږدې درې لسیزې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې. هغه یو داسې پاچا و چې افغانستان یې خپلواک کړ، خو د خپل واک پای یې په پردي وطن کې ولید.

100%

حبیب الله کلکاني؛ څو میاشتې واک او بیا اعدام

حبیب الله کلکاني د ۱۹۲۹ کال په پیل کې د امان الله خان د حکومت پر ضد د پاڅون له لارې کابل ونیو. هغه د شاهي نظام ځای ونیو او ځان یې د افغانستان امیر اعلان کړ.

خو د هغه واکمني له لومړۍ ورځې له سختو ستونزو سره مخ وه. د هېواد ډېرو سیاسي او پوځي مشرانو یې ملاتړ نه کاوه او د هغه د حکومت د مشروعیت په اړه پراخ بحثونه موجود وو.

محمد نادر خان د هغه پر ضد جګړه پیل کړه او کابل یې بېرته ونیو. کلکاني ونیول شو او اعدام شو.

د هغه برخلیک د افغانستان د واکمنانو د یوې تکرارېدونکې کیسې پیل و: څوک چې په زور واک اخلي، ډېر وخت خپله هم د زور قرباني کېږي.

100%

محمد نادر شاه؛ هغه پاچا چې د واک په اوج کې ووژل شو

محمد نادر شاه په ۱۹۲۹ کال کې له کابل نیولو وروسته پاچا شو. هغه هڅه وکړه چې د امان الله خان له سقوط وروسته دولت بېرته منظم کړي او د شاهي نظام بنسټونه ټینګ کړي.

د هغه حکومت د ثبات راوستلو لپاره هڅې وکړې، خو سیاسي مخالفتونه لا هم موجود وو. نادر شاه هڅه کوله چې د شاهي نظام لپاره نوی بنسټ جوړ کړي.

خو د هغه واکمني هم اوږده نه شوه. په ۱۹۳۳ کال کې د کابل د استقلال لیسې یوې غونډې ته د تګ پر مهال عبدالخالق هزاره نومي زده کوونکي هغه په ډزو وواژه.

په دې توګه هغه پاچا چې د ثبات د راوستلو لپاره راغلی و، خپله د سیاسي انتقام قرباني شو.

100%

محمد ظاهر شاه؛ څلوېښت کلنه واکمني او اوږده جلاوطنۍ

محمد ظاهر شاه په ۱۹۳۳ کال کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. هغه د افغانستان تر ټولو اوږده واکمنۍ لرونکی پاچا و او نږدې څلوېښت کاله یې د هېواد مشري وکړه.

د ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې افغانستان د نسبي ثبات، د بهرنیو اړیکو پراختیا او د ځینو سیاسي اصلاحاتو شاهد و. د ده د واکمنۍ وروستي کلونه د مشروطه شاهي نظام د تجربې له امله مهم بلل کېږي.

خو د هغه سلطنت هم پای ته ورسېد. په ۱۹۷۳ کال کې کله چې ظاهر شاه د درملنې لپاره ایټالیا ته تللی و، د هغه د تره زوی محمد داود خان کودتا وکړه او شاهي نظام یې ړنګ کړ.

ظاهر شاه بیا هېڅکله د پاچا په توګه افغانستان ته راستون نه شو. هغه څو لسیزې په روم کې په جلاوطنۍ کې ژوند وکړ، تر دې چې د ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان ته راستون شو.

100%

محمد داود خان؛ لومړی ولسمشر او د جمهوریت لومړۍ قرباني

محمد داود خان په ۱۹۷۳ کال کې د کودتا له لارې شاهي نظام پای ته ورساوه او د افغانستان لومړی ولسمشر شو.

هغه هڅه وکړه چې یو قوي جمهوري نظام جوړ کړي او افغانستان ته د اقتصادي او سیاسي پرمختګ لاره هواره کړي. خو د هغه د حکومت وروستي کلونه د داخلي اختلافاتو، اقتصادي ستونزو او سیاسي فشارونو له امله له کړکېچ سره مخ شول.

په ۱۹۷۸ کال کې د ثور انقلاب پر مهال د هغه حکومت نسکور شو. داود خان له خپلې کورنۍ او یو شمېر نږدې کسانو سره یو ځای په ارګ کې ووژل شو.

په دې توګه د افغانستان لومړي ولسمشر هم د خپل واک پای په مرګ ولید.

100%

نور محمد تره کی؛ هغه انقلاب چې خپل مشر یې وخوړ

نور محمد تره کی د ثور له انقلاب وروسته واک ته ورسېد. هغه د خلق دیموکراتیک ګوند له مشرانو څخه و او د افغانستان د نوي کمونیستي نظام لومړی مشر شو.

خو د هغه حکومت له پیل څخه له سختو مخالفتونو سره مخ شو. اصلاحات یې د ټولنې له پراخو برخو سره ټکر پېدا کړ او وسله وال مقاومت زیات شو.

تره کی د خپل نږدې ملګري او لومړي وزیر حفیظ الله امین له خوا له واکه لرې شو. وروسته د هغه د وژنې خبر خپور شو.

د افغانستان انقلاب یوازې د پخوانیو واکمنانو ژوند وانه خیست، بلکې خپل مشران یې هم قرباني کړل.

100%

حفیظ الله امین؛ درې میاشتې واک او بیا وژل کېدل

حفیظ الله امین د تره کي له لرې کېدو وروسته واک ته ورسېد. هغه غوښتل د دولت کنټرول ټینګ کړي، خو هېواد له پراخ بغاوت او سیاسي بحران سره مخ و.

د هغه حکومت یوازې څو میاشتې دوام وکړ. د شوروي اتحاد مشرانو پرې باور نه درلود او په ۱۹۷۹ کال کې شوروي پوځونه افغانستان ته داخل شول.

د تاج بېګ ماڼۍ په عملیاتو کې امین ووژل شو او د هغه حکومت پای ته ورسېد.

100%

ببرک کارمل؛ د شوروي له ملاتړ سره راغلی مشر

ببرک کارمل د شوروي اتحاد د پوځي مداخلې وروسته واک ته ورسېد. د هغه حکومت د شوروي د ملاتړ پر بنسټ ولاړ و.

خو د جګړې دوام، اقتصادي ستونزې او د مجاهدینو مقاومت د هغه حکومت کمزوری کړ. کله چې شوروي اتحاد له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه، د کارمل سیاسي موقعیت هم کمزوری شو.

هغه له واکه لرې کړل شو، تبعید ته مجبور کړی شو او د ژوند وروستۍ کلونه یې له افغانستانه بهر تېر کړل.

100%

ډاکټر نجیب الله؛ له ولسمشرۍ تر ملګرو ملتونو دفتر او بیا یې وژل کېدل

ډاکټر نجیب الله په ۱۹۸۶ کال کې واک ته ورسېد. هغه د «ملي مصالحې» سیاست اعلان کړ او هڅه یې وکړه د جګړې لپاره سیاسي حل پیدا کړي.

سره له دې چې شوروي ځواکونه ووتل، د هغه حکومت څو کاله دوام وکړ. خو په ۱۹۹۲ کال کې د مجاهدینو د پرمختګونو له امله یې حکومت سقوط وکړ او په خپله یې استعفا وکړه.

نجیب الله د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوړه. څلور کاله وروسته، کله چې طالبان کابل ته داخل شول، هغه ونیول شو او ووژل شو.

100%

صبغت الله مجددي؛ دوه میاشتې سرپرست واکدار

صبغت الله مجددي د ۱۹۹۲ کال د اپرېل له ۲۸مې تر جون ۲۸مې پورې شاوخوا دوه میاشتې د اسلامي دولت د موقت مشر په توګه دنده ترسره کړه.

د هغه دوره د مجاهدینو د واک د انتقال لومړۍ مرحله وه، خو د کابل د جګړو او د بېلابېلو ډلو د اختلافاتو له امله یو ثابت حکومت جوړ نه شو.

وروسته برهان الدین رباني واک ته ورسېد.

برهان الدین رباني؛ هغه ولسمشر چې د سولې په لاره کې ووژل شو

برهان الدین رباني د کورنیو جګړو په سختو کلونو کې د افغانستان ولسمشر شو. د طالبانو له راتګ وروسته یې کابل پرېښود، خو د افغانستان د یوه سیاسي جریان مشر پاتې شو.

په ۲۰۱۱ کال کې کله چې د سولې د عالي شورا مشر و، د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو.

د هغه برخلیک هم وښوده چې په افغانستان کې حتی د واک له پرېښودلو وروسته هم سیاسي مشران خوندي نه دي.

100%

ملا محمد عمر؛ واک، سقوط او پټ ژوند

ملا محمد عمر په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د اسلامي امارت مشر شو.

خو په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو د طالبانو لومړۍ واکمني پای ته ورسوله. ملا عمر کندهار پرېښود، له واکه لرې کړی شو، پټ ژوند ته ولاړ او تر مرګه پورې بېرته واک ته راستون نه شو.

100%

حامد کرزی؛ یوازینی سوله ییز انتقال

حامد کرزی د ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د نوي نظام مشر شو. هغه د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځانګړی ځای لري، ځکه چې نه په کودتا له واکه ولوېد، نه ووژل شو او نه جلاوطنۍ ته مجبور شو.

په ۲۰۱۴ کال کې یې واک اشرف غني ته وسپاره. کرزی وروسته هم په کابل کې پاتې شو او د افغانستان په سیاسي ژوند کې فعال پاتې شو.

100%

اشرف غني؛ د جمهوریت وروستی ولسمشر او جلاوطني

اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ واک ترلاسه کړ. د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل و، چې له یو ولسمشر څخه و بل ته واک د ټاکنو له لارې انتقال شو. د هغه حکومت له امنیتي ستونزو، سیاسي اختلافاتو او اقتصادي فشارونو سره مخ و.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د چټک پرمختګ پر مهال کابل سقوط وکړ او غني له هېواده ووت.

له هغه وروسته د هغه سیاسي ژوند له افغانستان بهر دوام لري.

100%

ملا هبت الله اخوندزاده؛ د راتلونکي پوښتنه

ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو مشر دی.

د افغانستان د تېرو واکمنانو تاریخ دا پوښتنه راپورته کوي چې د هر واکمن پای به څه ډول وي. په داسې نظام کې چې د واک د انتقال روښانه میکانیزم نه لري، د راتلونکي په اړه اټکل ستونزمن دی.

د هغه د واک پای به راتلونکی تاریخ لیکي.

100%

له امان الله خان څخه تر نن ورځې پورې د افغانستان د واکمنانو کیسه د یوه تکراري حقیقت ښکارندويي کوي.

ځینې وژل شوي، ځینې جلاوطنه شوي او ځینې په زور له واکه لرې شوي دي. په دې اوږده لړۍ کې یوازې یو نوم استثنا ښکاري: حامد کرزی.

د افغانستان د تېرو سلو کلونو تر ټولو لوی سیاسي درس ښايي همدا وي:

په افغانستان کې واک ترلاسه کول اسانه نه دي، خو تر ټولو سخت کار دا دی چې واک په ارامه پرېږدې.

افغانستان د نیابتي جګړو پر څلورلارې؛ له پټې موازنې څخه د یو ملي بدیل تر اړتیا پورې

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۱
•
شاپور ژمن
100%

د افغانستان د تېرو څو لسیزو تحولات ښيي چې سیمه‌ییزو او نړیوالو جیوپولیټیکو سیالیو تل د دغه هېواد پر برخلیک سیوری غوړولی دی.

واک ته د طالبانو د رسېدو په بهیر کې پاکستان مهم سیاسي، امنیتي او استخباراتي رول لوبولی او د دامهال د طالبانو د واکمنۍ دوام د خپلو امنیتي ملاحظاتو، سیمه‌ییزو لوبو او د لوېدیځ د «هژمونۍ» په چوکاټ کې ارزوي. په دې لړ او ورته وخت کې پاکستان درگرده د افغانستان د جهادي تنظیمونو د دویم او درېیم نسل څخه جوړې نورې وسلوالې ډلې هم تنظیم او چمتو کوي؛ څو د احتمالي بدلونونو په صورت کې د نفوذ د اعمال لپاره بدیلې وسیلې ولرلای شي.

د پاکستان دغه کړنه د نړیوالو اړیکو د ځینو پېژندل شویو نظریو له مخې هم تشریح کېدای شي. د پټې قوې موازنې (Covert Balancing) په چوکاټ کې، چې ریښې یې د واقع‌پالنې (رییالیزم) په نظریه کې دي، یو بهرنی لوبغاړی/پاکستان ښايي دا لېوالتیا ونه لري چې د شخړې هېڅ لوری قاطع بریا ترلاسه کړي. په داسې یو حالت کې د بېلابېلو لوبغاړو له محدود او کنټرول شوي ملاتړ څخه په استفادې یو ډول تخریبي/تضعیفي توازن رامنځته کېږي، څو جګړه پای ته ونه رسېږي او د نفوذ وسیلې هماغسې وساتل شي.

دغه‌راز، دغه وضعیت د څو پوړیزې یا مرکبې نیابتي جګړې له مفهوم سره هم تحلیل کېدای شي؛ هغه حالت چې پکې یو بهرنی لوبغاړی د یوه اړخ د ځانګړي ملاتړ پر ځای، له بېلابېلو لوبغاړو سره د اړیکو د هم‌مهاله مدیریت له لارې د شخړې کچه د خپلو ستراتیژیکو ګټو له مخې تنظیموي. په دې لیدلوري کې موخه د یوه لوري بشپړه بریا نه، بلکې د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ د کچې مدیریت او کنټرول دی.

له بلې خوا، د سیال د لګښت لوړولو ستراتیژي (Bleeding Strategy یا Cost-Imposing Strategy) هم څرګندوي چې د جګړې دوام کولای شي د یوه هېواد بشري، اقتصادي او بنسټیز ظرفیتونه له منځه یوسي؛ په داسې ډول چې هغه هېواد د اوږدې مودې لپاره د ملي ځواک د بیا رغونې او په سیمه‌ییزو معادلو کې د خپلواک رول له ادا کولو څخه پاتې شي.

د ځینو امنیتي تحلیلونو په ادبیاتو کې دغه ډول وضعیت د مدیریت شوې ګډوډۍ/هرج‌ومرج په نوم هم یادېږي؛ هغه حالت چې پکې بې‌ثباتي په بشپړه توګه له کنټروله نه وځي، بلکې په داسې کچه ساتل کېږي چې د افغانستان د امنیت او ثبات اړتیاوې د بهرنیو لوبغاړو له ارادې او محاسبو سره تړلې پاتې شي.

د دغو سناریوګانو پر وړاندې، موږ افغان ملي‌پال او پرمختګ‌پال باور لرو چې د افغانستان راتلونکی نه د نیابتي جګړو په دوام او نه هم د بهرنیو قدرتونو په وابستګۍ کې دی؛ بلکې د هېواد راتلونکی په خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ولسواکۍ‌، ټولنیز عدالت او د افغان‌ملت پر ارادې باندې په اتکا کې نغښتی دی. موږ باور لرو چې هر بدلون او هر مشروع نظام باید د افغانستان د ملت له سیاسي مالکیت او ولسي ارادې څخه سرچینه واخلي؛ نه دا چې د بهرنیو لوبغاړو له خوا طرحه او مدیریت شي. یوازې یو خپلواک، پر ځان‌بسیا، د ملي یووالي لرونکی او د ټولو افغانانو پر مشارکت ولاړ افغانستان کولای شي د جګړې، وابستګۍ او بهرنۍ لاسوهنې دا لړۍ د تل لپاره پای ته ورسوي.

د دې زنځېر د ماتولو لپاره لومړی ګام د هغو ملي‌پالو او پرمختګ‌پالو سیاسي سازمانونو او جریانونو رامنځته کول دي چې وکولای شي د ټولنې فکري او سیاسي انسجام ته زمینه برابره او یو ملي ډیالوګ رامنځته او بنسټیز کړي. داسې یو فکر چې افغان‌ملت له هغو تحمیلي او کنټرول شوو انتخابونو څخه وژغوري چې د وروسته پاتې او جهادي ـ نیابتي ډلو ترمنځ د «بد او بدتر» د تلپاتې انتخاب په بڼه وړاندې کېږي.