«زما په زامنو پام کوئ.» دا د حیاتالله له وروستیو خبرو څخه وې؛ د یوه افغان پلار هغه وروستی غږ چې د ژوند د پای په شېبو کې یې د خپل موبایل له لارې ثبت کړ.
ایا د بې وسۍ دا غږ هم د افغانانو تر منځ هېرېدونکی دی؟ او د حیات الله پر لار به نور افغانان هم لاړ شي؟
دا د فلم یوه صحنه نه وه، نه د یوې جوړې شوې کیسې برخه؛ دا د یوه مجبور انسان وروستۍ چیغه وه چې د افغانستان د نیمروز ولایت په سوځنده دښتو کې د ژوند او مرګ ترمنځ پاتې شوی و.
همدا دښتې دي چې زرګونه افغانان ترې د ایران پر لور تېرېږي؛ په دې هیله چې کار پیدا کړي، خوندي ژوند ولري او خپلو کورنیو ته د راتلونکې یوه هیله برابره کړي.
حیاتالله له ۱۴ نورو افغانانو سره یو ځای، د نیمروز له لارې ایران ته روان و. د ډېرو افغانانو په څېر، هغه هم ځکه نه و وتلی چې غوښتل یې خپل وطن پرېږدي؛ هغه ځکه روان و چې احساس یې کاوه بله لار نه لري.
د ډېرو افغان کورنیو لپاره، ایران د یوې هیلې نښه ده، یو نږدې هېواد چې ښايي هلته کار پېدا کړي، پیسې وګټي او پاتې کورنۍ پرې وساتي.
خو دغه سفر خپله د ژوند او مرګ یو قمار ګرځېدلی دی.
د حیاتالله او نورو کډوالو موټر د دښتې په منځ کې خراب شو. شاوخوا یې یوازې پراخه شګه، سخت ګرم لمر او داسې چاپېریال و چې ژوندي پاتې کېدل پکې اوبو، سیوري او وخت ته اړتیا لري. خو دوی له دې ټولو بې برخې وو.
د حیاتالله تراژیدي یوازې د یوه انسان کیسه نه ده. دا د افغانستان د یوې پراخې او روانې ستونزې یوه برخه ده.
له هغه وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې بېرته واک ته ورسېدل، افغانستان له ژورو اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دی. میلیونونه افغانان د بېکارۍ، بېوزلۍ او د راتلونکي د نامعلوم حالت له امله له سختو شرایطو سره مخ دي.
د ډېرو لپاره، له هېواده وتل نور انتخاب نه دی؛ بلکې یوه مجبوري ده. یو پلار چې کار نه شي پیدا کولی. یو ځوان چې خپل راتلونکی نه ویني. یوه کورنۍ چې د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري. د هغوی لپاره، د کډوالۍ خطرونه کله ناکله د پاتې کېدو له درد څخه کوچني ښکاري.
هغوی قاچاقبرانو ته مخه کوي. په دښتو او غرونو کې مزلونه وهي. له داسې لارو تېرېږي چې هر ګام یې د نیول کېدو، ناوړه چلند، استثمار یا مرګ خطر لري.
ایران د ډېرو افغان کډوالو لپاره د جغرافیایي نږدېوالي او د کار د فرصتونو له امله یو مهم مقصد پاتې شوی دی. میلیونونه افغانان له لسیزو راهیسې په ایران کې ژوند کوي، خو د افغانستان د خرابېدونکو شرایطو له امله د کډوالۍ نوې څپې هم دوام لري. خو ایران ته رسېدل هم د خوندیتوب ضمانت نه دی.
ډېری افغانان له سختو سفرونو، بېوزلۍ، شړلو او نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي. ځینې بېرته شړل کېږي. ځینې په لاره کې ورکېږي او ځینې، لکه حیاتالله، هېڅکله سرحد ته نه رسېږي. د هغه مرګ یوازې د یوه انسان له لاسه ورکول نه وو.
دا د زرګونو افغان پلارانو کیسه ده چې خپل کورونه پرېږدي او یوازې یوه هیله له ځان سره وړي: چې قرباني به یې د خپلو ماشومانو راتلونکی ښه کړي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو ۵کاله وروسته، چین لا هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې. د چین د سوهو رسنۍ په وینا، د ترهګرۍ ګواښونه، د حکومت د جوړښت په اړه اندېښنې، د ښځو د حقونو او زدهکړو محدودیتونه او د سیمهییز ثبات خطرونه هغه عوامل دي چې د بېجینګ دریځ اغېزمنوي.
د چینایۍ رسنۍ سوهو د تحلیل له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته چین ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان خاوره به د چین پر ضد ترهګر ونه کاروي، خو چین لا هم د دې موضوع په اړه اندېښنې لري. په ځانګړې توګه د اسلامي دولت- خراسان څانګې او نورو وسلهوالو ډلو فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره خطر بلل شوي دي.
چین اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره د هغو ډلو لپاره خوندي ځای نه شي چې د چین لوېدیزو سیمو ته ګواښ پېښولی شي.
د مقالې له مخې، چین ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو او د افغانستان د ادغام لپاره بنسټیز شرط دی.
دا یوازې رحیم لا نه دی ، چې له دې ستونزې سره مخ دی. د بلخ په ډېرو کلیو کې بزګران له همدې ستونزې سره مخ دي. د اوبو کموالی، د خړوبولو لوړې بیې او د راتلونکي حاصل په اړه دوامداره اندېښنه د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.
خو رحیم لالا لا هم یوه هیله لري. که څه هم هغه د قوشتیپې کانال تخنیکي جزییات نه پېژني، نه پوهېږي چې د اوبو وېش، مدیریت او د مالګوبي ستونزې به یې څنګه حل کېږي، خو باور لري چې یوه ورځ به د دغه ستر کانال اوبه د ده تر کروندو ورسېږي.
هغه وايي، که اوبه بېرته راشي، نو ځمکه به یې بیا ژوندۍ شي او دی به د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره هغه حاصل ترلاسه کړای شي، چې کلونه ورته په تمه دی.
د رحیم لالا دا هیله، د افغانستان په شمال کې د زرګونو نورو بزګرانو، چې باور لري قوشتیپه به وچکالۍ ځپلو کروندو ته بېرته ژوند وروبښي، ګډه هیله ده. خو پوښتنه دا ده، ایا دا پروژه به دغه تمې پوره کړای شي؟
د قوشتیپې کانال د دغو بزګرانو لپاره د اوبو د سرچینې تر ټولو ستره هیله ده، خو دا پروژه په داسې پوله ولاړه ده چې له یوې خوا د کرنې د ودې فرصت او له بلې خوا د چاپېریالي او سیمهییزو ننګونو خطرونه پکې نغښتي دي.
په دې ځانګړي راپور کې د علمي اسنادو او د اوبو او چاپېریال له کارپوهانو سره د مرکو پر بنسټ، د قوشتیپې کانال پټ اړخونه، سیمهییزې اغېزې او اوږدمهاله خطرونه څېړل شوي دي.
اویا کاله انتظار؛ د قوشتیپې کانال له تېر څخه تر نن پورې
کله چې له رحیم لالا څخه د قوشتیپې د تاریخ په اړه پوښتنه کېږي، هغه وایي نه پوهېږي چې دا پروژه لومړی د کوم حکومت پر مهال طرحه شوې او نه هم په دې خبر دی چې کومو حکومتونو یې د عملي کېدو هڅې کړې دي. هغه یوازې دومره وایي چې له څه مودې راهیسې یې د دې کانال انځورونه په تلویزیون کې لیدلي او اوس هم د هغو اوبو په تمه دی چې ښایي د کانال له بشپړېدو وروسته یې کروندو ته ورسېږي.
د امو سیند د اوبو د لېږدولو او د افغانستان د شمالي دښتو د خړوبولو طرحه نږدې اویا کاله پخوانۍ ده. دا طرحه لومړی ځل د ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال د محمد داوود خان د صدارت په دوره کې مطرح شوه. وروسته د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال ورباندې لومړنۍ تخنیکي څېړنې وشوې او د محمد داوود خان د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د اووه کلن اقتصادي پراختیايي پروګرام برخه وګرځېده. هغه مهال ددې پروژې هدف دا و چې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
د افغانستان حکومتونو، د جمهوري نظام له دورې نیولې د طالبانو تر واکمنۍ پورې، په پرله پسې ډول دا پروتوکول ځکه له حقوقي پلوه د اعتبار وړ نه دی بللی چې د افغانستان له خپلواک او قانوني رضایت پرته تصویب شوی و.
افغانستان د (دولتونو تر منځ د اوبو د همغږۍ کمیسیون) غړیتوب هم نه لري او په ۱۹۹۲ م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د الماتا تړون څخه هم بهر پاتې شوی. له همدې امله تر اوسه داسې کوم هر اړخیز میکانیزم نه دی رامنځته شوی چې د امو سیند ګډ مدیریت تضمین کړي او قوشتیپه په یوه وخت کې حقوقي، سیاسي او امنیتي موضوع ګرځېدلې ده.
خو طالبانو تر اوسه نه ده روښانه کړې چې د قوشتیپې په پروژه کې د دغو مهمو برخو لپاره څومره بودجه ځانګړې شوې ده.
د پنسلوانیا پوهنتون استاد او د اوبو او اقلیم څېړونکی ډاکټر احمد سجاد حمیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خاورې مالګین کېدل د لسو یا شلو کلونو خطر نه دی. د افغانستان د شمالي ولایتونو د خاورې د جوړښت له مخې، که د کانال له اوبو ډکېدو سره یو وخت د اضافي اوبو د ایستلو شبکه جوړه نه شي، یوازې له دوو یا دریو کرنیزو فصلونو وروسته به د کانال شاوخوا ځمکو کې د مالګینېدو نښې څرګندې شي او د وخت په تېرېدو به د خاورې حاصلخېزي کمه کړي.
هغه زیاتوي چې د قوشتیپې او د مصر یا اسټرالیا د اوبولګولو پروژو ترمنځ اساسي توپیر دا دی چې هلته هېڅ لوی کانال د خاورې انجینري، د اوبو د ایستلو شبکې او تکمیلي مطالعاتو پرته نه دی ترسره شوی.
حمیدي سپارښتنه کوي چې د کانال له پرمختګ سره باید هممهاله د اضافي اوبو د ایستلو شبکه، د کانال د بستر عایق کول، خاورې تفصیلي سروې او مطالعات او د خاورې د کیفیت دوامدارې څارنې پروژې هم عملي شي.
د هغه په وینا، که دا اقدامات و نه شي، د پروژې یوه مهمه برخه اقتصادي ګټې به د ځمکو د مالګین کېدو او د دوړو او شګو د نویو سرچینو د رامنځته کېدو له امله له منځه ولاړې شي.
د خټو کښېناستل، چې له اوبو نه د کانال له ډکېدو وروسته پیلېږي
رحیم لالا فکر کوي که یوه ورځ یې اوبه تر کروندې ورسېږي، نو د هغه ټولې ستونزې به پای ته ورسېږي. خو د اوبو د انجینرۍ متخصصان وایي چې د قوشتیپې اصلي ازموینه به له همغې ورځې پیل شي. د دغو ننګونو له ډلې تر ټولو مهمه د امو سیند د درنو رسوباتو یا خټو کښېناستو مدیریت دی.
که څه هم د قوشتیپې د کانال د کیندلو چارې به یوه ورځ بشپړې شي، خو د پروژې اصلي تخنیکي ازموینه به د اوبو له بهېدو وروسته پیل شي. امو سیند د منځنۍ اسیا له هغو سیندونو څخه دی چې ډېر رسوبات لېږدوي. د ازبکستان او ترکمنستان د ترسره شویو مطالعاتو له مخې، د دې سیند هر مکعب متر اوبه په منځنۍ کچه له څلورو تر پنځو کیلوګرامه رسوبات لېږدوي او د سېلابونو په موسم کې دا اندازه تر دې هم لوړېږي.
په وروستیو کلونو کې د بدخشان په ځینو سیمو کې د سرو زرو د استخراج پراختیا هم د خاورې د خرابېدو لامل شوې او امو سیند ته یې د رسوباتو اندازه زیاته کړې ده. د متخصصانو په باور، دا وضعیت به د قوشتیپې د رسوباتو د مدیریت پر سیستم لا زیات فشار واچوي.
د منځنۍ اسیا د اوبو لېږد د سترو پروژو تجربې ښيي چې انجینران د داسې سیندونو لپاره تر هر څه مخکې هڅه کوي رسوبات کانال ته له داخلېدو مخکې کنټرول کړي، نه دا چې وروسته یې د کانال له تل څخه وباسي.
دلیل یې هم روښانه دی. د دومره لوی کانال دوامداره پاکول نه یوازې ډېر لوړ لګښت غواړي، بلکې له تخنیکي پلوه هم دوامدار حل نه ګڼل کېږي.
د اوبو د مدیریت متخصص ډاکټر نجیبالله سدید وایي چې د نړۍ په هېڅ ځای کې ستر کانالونه د دوامدارې خټې اېستنې پر بنسټ نه اداره کېږي. د هغه په وینا، په هغو کانالونو کې چې کانکریټي پوښ لري، د خټو پاکولو ماشینونه د اوبو جریان ګډوډوي او د کانال د دیوالونو او فرش د زیانمنېدو خطر زیاتوي. سربېره پر دې، د خټو پاکولو لپاره باید د اوبو جریان ودرول شي، چې دا خپله د کانال عادي فعالیت له ستونزو سره مخ کوي.
د افغانستان انټرنشنل د ځانګړې ارزونې له مخې، که د رسوباتو مدیریت یوازې د خټو پاکولو له لارې ترسره شي، د اړتیا وړ ځانګړو ماشینونو پېرلو لپاره به، حتا که له چین څخه هم واخیستل شي تر ۸۰ میلیونه ډالرو لګښت راځي. تر دې وروسته به هر کال د دغو ماشینونو د سون، ترمیم، پرزو او کارکوونکو د معاشونو اضافي لګښت هم تر ۱۲میلیونه ډالرو رسیږي.
خو هغه زیاتوي چې د اړینو تخنیکي مطالعاتو او د پایلو د نه خپرېدو له امله لا هم نه شي ارزول کېدای چې دا سیستم به په عملي ډول څومره اغېزناک وي.
سدید وایي، هغه د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ته د اوبو د ورودي د ځای د اصلاح، د جریان د هدایت د جوړښتونو د پیاوړتیا او د اضافي هایدرودینامیکي مطالعاتو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي، خو د هغه په خبره تر اوسه دغو سپارښتنو ته جدي پام نه دی شوی
متخصصان خبرداری ورکوي چې که د رسوباتو د مدیریت سیستم د امو سیند ډېری رسوبات کانال ته له داخلېدو مخکې کنټرول نه کړای شي، نو رسوبات به ورو ورو د کانال په تل کې راټول شي، د اوبو د لېږد ظرفیت به کم کړي او د تنظیموونکو دروازو او نورو تاسیساتو فعالیت به ګډوډ کړي.
سربېره پر دې، د سیمې د خاورې د ځانګړتیاوو له امله د کانال د غاړو خرابېدل به لا ډېر رسوبات د اوبو جریان ته داخل کړي، چې په پایله کې به یې د ساتنې لګښتونه په دوامداره توګه زیات شي او د پروژې اوږدمهاله پایښت به له جدي ستونزو سره مخ شي.
ډاکټر سدید ټینګار کوي چې د انجینرۍ په علم کې تصادف نشته او هره پرېکړه باید د دقیقو محاسبو پر بنسټ وي.
د رسوباتو ستونزه یوازې د کانال په تل کې د خټو او شګو په راټولېدو نه ختمېږي. د اوبولګولو په کانالونو کې، چې مغذي مواد لکه نایتروجن او فاسفورس د رسوباتو له ذراتو سره یوځای کانال ته داخل شي، د الجیو او بېکاره بوټو د ودې لپاره چاپیریال برابروي. د چاپیریال ساتنې په علم کې دې تهیوټروفیکیشن ویل کیږي. دا حالت د اوبو د لېږد ظرفیت کموي، د کانال د ساتنې لګښتونه زیاتوي او د اوبو د منظم جریان مخه نیسي.
سره له دې چې د رسوباتو او د کانال د ساتنې موضوع د پروژې له مهمو تخنیکي برخو څخه ده، طالبانو تر اوسه د لاندې موضوعاتو په اړه عامه معلومات نه دي خپاره کړي:
د هایدرودینامیکي مطالعاتو پایلې؛
د رسوباتو د کنټرول د سیستم ظرفیت؛
د کانال د ساتنې او چلولو تفصیلي پلان؛
د رسوباتو د ماډلسازۍ پایلې؛
او د رسوباتو د کنټرول د سیستم د اغیزناکتیا ارزونه
له همدې امله، د قوشتیپې د پروژې یوه مهمه تخنیکي پوښتنه، چې ایا د دې کانال د رسوباتو د مدیریت سیستم به د سیمې د تر ټولو رسوب لرونکي سیند، یعنې امو سیند، رسوبات په اغیزناک ډول مهار کړي، که دا ستونزه به د کانال له فعالېدو وروسته راڅرګنده شي؟ لا بې ځوابه پاتې ده.
د رحیم لالا لپاره حساب ساده دي. ډېرې اوبه، ډېر حاصل. خو د یوه هېواد د اقتصاد پ کچه دا معادله دومره ساده نه ده. وروسته له دې چې د پروژې تخنیکي، حقوقي او انجینري اړخونه وڅېړل شول، اوس اساسي پوښتنه دا ده چې قوشتیپه به د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند څه اغېز ولري؟
ایا دا پروژه به د بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوړو د ناامنۍ په کمولو کې اغېزناکه وي، که د اړینو زېربناوو له بشپړېدو پرته به یوازې په یوه ګرانبیه پروژه بدله شي چې محدوده اقتصادي ګټه ولري؟
طالبان قوشتیپه د اقتصادي ځانبسیاینې او د افغانستان د تر ټولو سترو پراختیايي پروژو له ډلې بولي. د دوی په وینا، دا پروژه به شاوخوا ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوب کړي او د کرنیزو محصولاتو په داخلي تولید کې به پام وړ زیاتوالی راولي.
د قوشتیپې کانال او په منځنۍ اسیا کې د اوبو امنیت په نوم ګډې څېړنې هم اټکل کړی چې که پروژه په بشپړه توګه عملي او د اوبولګولو ټولې شبکې بشپړې شي، تر ۲ زره پورې دندې هم پیدا کولی شي. خو د راپور لیکوالان ټینګار کوي چې د دې وړتیا عملي کېدل د اوبولګولو په فرعي شبکو، د اوبو په دوامدار مدیریت،کرنیزو زېربناوو او نورو بشپړوونکو پانګونو پورې تړلي دي.
ولې دا پروژه مهمه ده؟
د نړیوال بانک د راپورونو له مخې شاوخوا ۷۶ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، نږدې ۹۰ سلنه تر ټولو بېوزله خلک هم په کلیو کې مېشت دي، شاوخوا ۴۰ سلنه کاري ځواک په کرنه بوخت دی او کرنه د هېواد د ناخالص کورني تولید نږدې یوه پر څلورمه برخه جوړوي.
له همدې امله، د کرنې په تولید کې هر دوامدار پرمختګ کولی شي د اقتصادي ودې، د بېوزلۍ د کمېدو، د خوړو د خوندیتوب او د میلیونونو افغانانو د ژوند د ښه کېدو سبب شي، خو د کرنې اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې اوبه د پراختیا یوازې یوه کړۍ ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او نړیوال بانک په باور، افغان بزګران د اوبو تر څنګ اصلاح شويو تخمونو، باکیفیته سرې، کرنیزو ماشین الاتو، مالي خدمتونو او باور وړ بازار ته هم شدیده اړتیا لري. د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال وروسته مالي محدودیتونو او د بانکي نظام ستونزو دغو امکاناتو ته د افغان بزګرانو لاسرسی لا سخت کړی دی.
اقلیمي بدلون او د قوشتیپې راتلونکی
رحیم لالا هر کال د خپلې کروندې پر سر د تودوخې زیاتوالی احساسوي، خو نه پوهېږي چې د هغه د کروندو راتلونکې د پامیر او هندوکش د واورو او یخچالونو له برخلیک سره تړلې ده.
قوشتیپه یوازې د نن او سبا لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې داسې طرحه ده چې تمه کېږي د لسیزو لپاره به د افغانستان کرنیزې ځمکې خړوبې کړي. خو دا پروژه په داسې سیمه کې عملي کېږي چې اقلیم یې په بېساري ډول د بدلون په حال کې دی.
د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ هغه مهال زرنج له څو ورځو راهیسې د بېباورۍ، وېرې او ډار تر سیورې لاندې و. طالبانو له ګڼو خواوو ښار کلابند کړی و، د کلاشنکوفونو او درنو وسلو ډزو د زرنج ارامي لهمنځه وړې وه. د افغان ځواکونو د مقاومت لیکې زر ماتې شوې او پوځیان او چارواکي د چهاربرجک ولسوالۍ پر لور پرشا وتمبول شول.
طالبانو ګام په ګام ښاري سیمې تر خپل واک لاندې راوستلې. د ولایت مقام ته ننوتل او هلته یې خپل بېرغ وځړاوه. د هوايي ډګر کنټرول یې هم په لاس کې واخېست. د زندان دروازې یې پرانېستې او بندیان یې خوشې کړل.
په ښار کې یو غلی؛ خو ژور وهم خپور و. د زرنج امنیتي چارواکو هغه مهال رسنیو ته وویل: « موږ له مرکز نه د مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو هیڅ ځواب مو ترلاسه نهکړ».
تر همدې شېبې وروسته زرنج نور د افغانستان د جمهوري دولت تر واک لاندې نهو. د زرنج په سلګونه اوسېدونکي د ایران د پولې پر لور وتښتېدل؛ خو ایراني ځواکونو اجازه ورنه کړه، چې پر پوله واوړي.
طالبانو د زمري له ۱۵مې وروسته په لسو ورځو کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۳ ولایتونه ونیول؛ د زمري په ۲۴مه کابل هم سقوط وکړ او له دې سره د جمهوري نظام شل کلنه دوره پای ته ورسېده.
د طالبانو تر پنځه کلنې واکمنې لاندې افغانستان
له کابل نه د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته طالبان پر افغانستان کنټرول لري. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې؛ د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه ټینګ شوي، خو د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، د بیان او رسنیو پر ازادۍ فشارونه، خپلسرې نیونې او بدني مجازات لاهم د هېواد د بشري حقونو له مهمو اندېښنو څخه دي.
طالبانو په دې موده کې خپل سیاسي او اداري جوړښت پیاوړی کړی او هڅه یې کړې، چې له سیمهییزو او نړۍوالو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي؛ خو له بلې خوا افغانستان لاهم له سخت بشري او اقتصادي وضعیت سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶کال د بشري اړتیاوو د ارزونې له مخې؛ د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګراتګ او عامه ژوند محدودیتونه لاهم پراخ دي او ناوړه اقتصادي وضعیت، وچکالۍ، د مرستو کمښت او اقلیمي ستونزو د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.
د دې دریو جریانونو ترمنځ د واک وېش او انډول په اسانه نه شوای تنظیمیدای.
ملا برادر د بهرنیو اړیکو، مذاکراتو او سیاسي مشروعیت له امله پیاوړی دریځ درلود. هغه د طالبانو له پخواني مشر ملا محمد عمر سره نږدې پاتې شوی و، د جګړې تجربه یې لرله او له نړیوالو سره د خبرو لپاره د طالبانو تر ټولو وړ کس ګڼل کېده.خو همدا شهرت د کندهار د سخت دریځې حلقې لپاره د اندېښنې وړ و.
په کندهار کې د طالبانو د عمومي مشر هبتالله اخوندزاده شاوخوا کسانو داسې باور درلود چې د دوحې ډله له بهرنیو اړیکو، ډیپلوماتیکو تماسونو او خپلواک سیاسي رول څخه ډېره ګټه اخلي. له همدې له امله، د رییس الوزرا څوکۍ ته د یوه داسې کس نوم په کار و، چې د ټولو ډلو لپاره د منلو وړ وي او د کومې سیالې شبکې کس هم نه وي.
ملا حسن اخوند له همدې تعریف سره برابر و.هغه د ملا عمر له نږدې کسانو او د طالبانو د لومړۍ دورې له مشرانو و، دیني اعتبار یې درلود، خو شخصي پوځي ځواک یې نه درلود.
د ملا حسن اخوند ټاکل د ملا برادر د کمزوري کېدو له بهیر سره هممهاله وو.
د طالبانو مشرانو داسې یو جوړښت غوره کړ چې برادر پکې د حکومت تر ټولو لوړه څوکۍ و نه نیسي، بلکې د رییسالوزرا د مرستیال په توګه پاتې شي.
پر دې سربېره پاکستان هم د ملا برادر له نفوذه اندېښمن و، ځکه د بند پرمهال یې له پاکستان نه ښې خاطرې نه درلودې او د کرزي په مشرۍ له افغان حکومت سره یې د خبرو اترو کانالونه پرانېستل غوښتل.
خو ایا ملا حسن اخوند واک هم لري؟
د رییسالوزرا څوکۍ ملا حسن اخوند ته ورکړل شوه، خو د طالبانو د حکومت د جوړښت له لومړیو ورځو یوه پوښتنه مطرح ده، چې ایا مقام او واک یو شی دي؟
خو له نورو طالب مشرانو سره د ملا حسن اخوند توپیر په دې کې دی چې هغه د خپلو زړو ملګرو برعکس د دغو بندیزونو خلاف نه غواړي یا نه شي کولای فعال پاتې شي. په داسې حال کې چې نوموړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پاتې شوی و او باید په بهرنۍ ډیپلوماسي کې تر نورو برلاسی او متحرک وای، خو داسې ښکاري، چې د خپل ساده لیدلوري، زړښت او روغتیایي بېوسۍ له امله له بهرنیانو یا کورنیو مطرحو کسانو سره لیده کاته ته ډېر چمتو یا لېواله نه دی.
د طالبانو مطبوعاتي اعلامیې ښيي، چې ډېری بهرني پلاوي، سفیران، سوداګر او د ملګرو ملتونو استازي چې له ملا حسن اخوند سره د کتنې غوښتنه کوي، د هغه د روغتیايي حالت د نه مساعدوالي او نورو دلایلو له مخې د هغه د دفتر له رییس سره ګوري.
په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې هغه له کندهار پرته د افغانستان هیڅ ولایت او له پاکستان پرته هیڅ بهرني هېواد ته سفر نه دی کړی. د هغه یوازېنی او نسبي منظم حضور د طالبانو د کابینې په اونیزو غونډو کې دی، خو کندهار ته د ملا هبت الله له خوا د ځینو کلیدي وزیرانو له بیا-بیا ورغوښتلو وروسته، اوس د ملا حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډې هم ډېری تشریفاتي شوې دي او مهم وزیران خپل مرستیالان ور استوي.
د افغانستان د اداري جوړښت له مخې د رییسالوزرا دفتر باید د حکومت د اجرایوي چارو مرکز وي، خو د ارګ سرچینې وایي چې د حسن اخوند د دفتر ډېری عملي چارې د هغه نږدې کسان پر مخ وړي.د رییسالوزرا دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم د اسنادو، وړاندیزونو او رسمي مکتوبونو په مدیریت کې مهم رول لري.
د بهرنیو او کورنیو ادارو اسناد حسن اخوند ته تر رسېدو وړاندې د هغه ددفتر له فلتره تېریږي.
په دې اداره کې بوخت یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له همدې امله څو ځله د طالبانو د چارو ادارې لوی رییس شېخ نورالحق انور په لیکلي او شفاهي بڼه ملا حسن اخوند او د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ته شکایتونه استولي او غوښتنه یې کړې چې د ملا حسن اخوند د دفتر رییس باید د چارو ادارې په کارونو کې لاسوهنه ونه کړي.
د طالبانو د چارو ادارې یوه سرچینه وایي، چې د شیخ انور شکایتونه له دې امله له پامه غورځول شوي چې د ملا حسن اخوند د دفتر رییس (ډاکټر ملا عبدالواسع) د کندهار ولایت دی او د ملا هبت الله اخوندزاده په دفتر کې نږدې اړیکې لري.
د هغه ورځ د شپې له نیمايي پیلږي.د تهجد لمونځ، تلاوت او وروسته د ورځې پیل د هغه د ژوند له پخوانيو عادتونو څخه دي. د سهارنۍ له خوړلو مخکې د اشراق لمونځ کوي او د ماسپښین له لمانځه وروسته قیلوله (د غرمې لنډ خوب) کوي.
د دیني روایتونو له مخې، قیلوله ثواب لري ځکه د اسلام د پیغمبر سنت دی او انسان د شپې تهجد لمانځه او نورو عبادتونو ته چمتو کوي.
د حرمسرای په دننه کې یو ځانګړی او مجهز جومات هم شته. همدلته ملا حسن اخوند د خپلې کورنۍ د غړو او مېلمنو امامت کوي. خو د سرچینو په وینا، د عمر او روغتیايي ستونزو له امله، هغه ډېر ځله خپل شخصي لمونځ په ناسته کوي.
د ارګ د روغتیايي برخې یوې سرچینې په وینا، ملا حسن اخوند ورزش او فزیکي فعالیت نه کوي او له څو روغتیايي ستونزو سره مخ دی. د زړه ناروغي، شکر، لوړ فشار او بواسیر هغه ستونزې دي چې سرچینه یې یادوي.
د همدغه روغتیايي وضعیت له امله، هغه د اوږدې مودې لپاره پر څوکۍ ناستې ته زړه نه ښه کوي او ډېر وخت پر توشکه ناسته یا غځېدلو ته ترجیح ورکوي.
د روغتیايي سرچینو په وینا، د حسن اخوند او ډاکټرانو ترمنځ اړیکه هم تل اسانه نه ده. سرچینه ادعا کوي چې هغه تر هغه وخته ډاکټرانو ته د لیدنې اجازه نه ورکوي، څو ناروغي یې جدي نه شي.
د سرچینې په وینا، «کله ناکله د درملنې په اړه د عصري طب سپارښتنې د هغه له دودیزو دیني باورونو سره ټکر پیدا کوي. د همدې لپاره، هغه د خپلو مشرانو او پخوانیو دیني عالمانو د درملنې کیسې یادوي او د نبوي او یوناني طب پر اهمیت ټینګار کوي».
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه غونډه کې د دغه هېواد پر اوسني اداري جوړښت د نیوکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې نوي اداري واحدونه د زمانې له غوښتنې سره سم باید رامنځته شي، ځکه اوسني اداري جوړښتونه زاړه او د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکوونکي نه دي.
هغه زیاته کړه چې اوسنی جوړښت له پښو لوېدلی او نور کار نه ورکوي.
په دې هکله باید د ټولو ګوندونو اجماع رامنځته شي. نقوي وایي: «دغه سیستم چې موږ پکې ژوند کوو، که باور پرې وکړئ او که نه، نړېدلی دی. اداري واحدونه، ایالتونه یا بل هر نوم چې ورته غوره کوي، باید خلکو ته نږدې شي.»
د محسن نقوي څرګندونې، چې د پاکستان د حاکمې طبقې له مهمو څېرو څخه شمېرل کېږي، په داسې یوه حالت کې رابرسېره کېږي چې دغه هېواد له اقتصادي، سیاسي او امنیتي پلوه په یوه کړکېچن وضعیت کې دی. همداشان دغه څرګندونې دا حقیقت هم په ډاګه کوي چې اسلاماباد د موجوده وضعیت د اداري جوړښت له نظره له یوه جدي ګواښ سره مخ دی.
پوښتنه دا ده چې پاکستاني مقامات ولې دا موضوع رابرسېره کوي؟
په ظاهره کې د اداري سیستم او په اداري واحدونو کې ادلون بدلون یوه عادي خبره ده او اداره او د هغې اړوند موضوعات باید د زمانې له غوښتنو سره اصلاح شي، خو دا ډول اصلاحات باید د عیني واقعیتونو او د زمانې له تحول سره همغږي وي.
خو؛ دا نظریه د عیني واقعیتونو پر بنسټ نه، بلکې د پنجاب د واکمنو د یوه لوی ډار ښکارندویي کوي، هغه په دې معنا چې:
پاکستاني مقامات په دې ډول څرګندونو دا خبره ثابتوي چې د فدرال حکومت او ایالتونو تر منځ یوه لویه خلا رامنځته شوې ده؛
حاکمه طبقه غواړي د نویو واحدونو له جوړولو سره خپل رقیب سیاسي ګوندونه، چې هر یو په یوه ایالت کې اکثریت لري، تضعیف او تقسیم کړي؛
مرکزي حکومت غواړي په دې پلمه هغه عواید او تر ځمکې لاندې کاني شتمنۍ په یو ډول لا هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
په اوسني حال کې یوه لویه نیوکه، چې د ایالتونو د خلکو او پارلمانونو څخه په وار وار اورېدل کېږي، هغه د پاکستان د څلورو صوبو د شتمنیو چور او تالان د پنجاب له خوا دی؛
حاکمه طبقه په دې پلمه غواړي یو ځل بیا په اساسي قانون کې بدلون راولي، چې موخه یې ښایي د پاکستان د حاکم موجود ایتلاف او د پوځ د ځواک غځول وي؛
د پاکستان حاکم چارواکي غواړي د دې هېواد سیاسي ګوندونه، سیاسي کړۍ او د خلکو ذهنیت بل لوري ته سوق او هغوی بوخت وساتي، څو خپلو ناروا اعمالو ته ښه فرصت تر لاسه کړي.
خو تر ټولو لوی هدف د اداري واحدونو نوی وېش دا دی چې:
د پاکستان د ایالتونو او کشمیر موجوده پوځي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو، د اسلاماباد او پنجاب واکمنانو ته دا وېره پیدا شوې ده چې هېواد یې د تجزیې په لور روان دی، چې ښه بېلګه یې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان او همداشان په تېره څه باندې یوه میاشت کې د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر نازک حالات دي.
همدا اوس بلوڅان په ډاګه د مستقل هېواد لپاره جګړه کوي او تر یوه حده یې ځینې سیمې د بلوچستان د صوبې د ایالتي او مرکزي حکومت له کنټرول څخه بهر کړې هم دي. په خیبر پښتونخوا کې ډېرې داسې سیمې شته چې پاکستاني ځواک هلته د تلو چانس نه لري او تقریبا محلي اداره او حکومتي خدمات نه تر سترګو کېږي.
نو؛ ښایي پاکستاني مقاماتو د خپل هېواد د تجزیې د مخنیوي لپاره د نویو اداري واحدونو د رامنځته کېدو نسخه د یوې حللارې په توګه مطرح کړې وي، ځکه که یو ایالت له پاکستان څخه بېل شي، دا وېره په یقین بدلېږي چې دا هېواد به تجزیه شي. نو ځکه د پاکستان حاکمان فکر کوي چې که د دې ایالتونو جغرافیا کوچنۍ کړي او که له نویو رامنځته شویو اداري واحدونو څخه کوم یو ترې مستقل هم شي، عمومي جغرافیا ته خطر کمېدلی شي.