دویمه وړاندوینه، چې د همدې سکې بل اړخ و، دا وه چې هره ډله چې په افغانستان کې حکومت وکړي، بالاخره به د دولتدارۍ د عادي اړتیاوو ــ عواید، په رسمیت پېژندنې او له ګاونډیانو سره اړیکو ــ تر فشار لاندې اړ شي چې د منځلارۍ پر لور ولاړه شي.
هېڅ یو هم ونه شول.
پر ځای یې داسې حکومت رامنځته شوی چې له اداري پلوه تر هغه ډېر پیاوړی دی چې منتقدانو یې تمه لرله، خو له سیاسي پلوه تر هغه ډېر نازک دی چې د طالبانو خپل تبلیغات یې ښيي. د نن ورځې تحلیلي دنده دا ده چې د دې واقعیت دواړه برخې په یو وخت کې په پام کې ونیسو.
په کندهار کې د واک ورو ورو راټولېدل
د اوسني وضعیت د درک لپاره باید له هبتالله اخوندزاده څخه پیل وکړو؛ هغه مشر چې نن ورځ له ۲۰۱۶ کال راهیسې د بل هر وخت په پرتله ډېر ځواکمن دی.
دا ځواک نه تصادفي دی او نه د شخصي کاریزما پایله. هبتالله یو منزوي فقیه دی چې په ندرت له خپلو وزیرانو سره لیدنه کوي او ډېری پیغامونه د دیني منځګړو له لارې لېږي. د هغه واک په تدریجي ډول او د څلورو عواملو پر بنسټ رامنځته شوی دی.
لومړی عامل: قومي دی
د هبتالله نورزي ټبر د پنجپای ایتلاف په دننه کې په تدریجي ډول د ګومارنو پر یوې شبکې بدل شوی دی. محمد یوسف وفا، د بلخ والي ــ چې هغه هم له نورزي ټبر څخه دی او د طالبانو له مشر سره د اړیکو د دروازې ساتونکي په توګه عمل کوي ــ ښيي چې څنګه د خپلوي اړیکو د رسمي بنسټونو ځای نیولی دی.
د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې، په حکومت کې د واک تر ټولو مهم مقامونه د کندهار اړوندو کسانو په لاس کې وو: رهبري، صدارت، د افغانستان بانک او د سترې محکمې ریاست.
دویم عامل: دیني عالمان دي، چې تر نورو عواملو ورته لږه پاملرنه شوې ده
د هبتالله اصلي اډه پخواني جنګي قوماندانان نه، بلکې د جوماتونو نوي ملايان دي. هغه امامان او مدرسین چې د جمهوریت پر مهال یې په ښارونو او ولایتونو کې ټولنیز مقام درلود، خو کافي مالي سرچینې یې نه لرلې. طالبانو دواړه شیان ــ مالي امکانات او مقام ــ دوی ته برابر کړي دي.
هغه فرمان چې د طالبانو د رهبرۍ له خوا صادر شوی او پکې د هرې دیني مدرسې لپاره د ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ طلباوو د استوګنې ځایونه، د زدهکوونکو لپاره ورځنۍ مرستې او د شیخالحدیثانو او د قرآن ښوونکو لپاره درجهبندي شوي معاشونه ټاکل شوي، یوازې یوه تعلیمي تګلاره نه ده؛ بلکې د امتیازونو او وفادارۍ د ورکولو یو نظام دی چې ورسره یو ځانګړی نصاب هم مل شوی دی.
د شاوخوا ۱۵ زره ثبت شویو دیني مدرسو ترڅنګ، د رهبرۍ تر ملاتړ لاندې د مدرسو یوه موازي شبکه هم فعالیت کوي چې له عادي تعلیمي نظام څخه بهر ده. دغو مدرسو خپل ځانګړی نصاب، له رهبر سره د بیعت لوړې او د پنجشېر په څېر ولایتونو کې داسې ودانۍ لري چې د نجونو له تړل شویو ښوونځیو څخه بل کار ته ورکړل شوې دي.
د ولایتونو د علماوو شوراګانې هم د شخړو د حل په برخه کې همدې منطق ته پراختیا ورکوي.
د طالبانو له نظره دا محاسبه منطقي ده. هغه دیني عالم چې خپل معاش، زدهکوونکي او ټولنیز مقام د کندهار له ملاتړ څخه ترلاسه کوي، د حکومتولۍ لپاره تر هغه قوماندان ډېره باوري وسیله ده چې خپل اعتبار او د جګړې خاطرې یې له جنګي ډګره ترلاسه کړې وي.
درېیم عامل: قهري ځواک دی
د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، هغه واحدونه چې په مستقیم ډول له هبتالله سره وفادار دي، په هغو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي چې مخکې د حقاني شبکې تر واک لاندې وو؛ له دې جملې څخه د کابل هوايي ډګر او بالاحصار هم دي.
د وسلو د وېش او د ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه پرېکړې هم په زیاتېدونکي ډول د کابینې له تصویب پرته ترسره کېږي.
څلورم عامل: حقوقي او بوروکراتیک جوړښت دی
د ۱۱۹ مادو جزايي اصولنامه چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې تصویب شوه، پرته له عام اعلان څخه ولایتي محکمو ته وسپارل شوه او هغه مهال ښکاره شوه چې د رواداري بشري حقونو ډلې یې یوه نسخه خپره کړه.
دغه قانون اطاعت بنسټیزوي، د نیولو واکونه زیاتوي او عامه نیوکه جرم ګرځوي. دا قانون په داسې وخت کې صادر شو چې د دوو میاشتو په ترڅ کې اداري بدلونونه او د ۲۵ څخه د زیاتو چارواکو ګوښه کول او ګومارنې ترسره شوې.
له دې بدلونونو سره یو ځای، یو ۱۴ مادېز لارښود هم خپور شو چې پکې طالبانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې له یوې « سترې ازموینې» سره مخ دي.
د طالبانو دننه د سیالۍ تناقض
د موضوع متناقض اړخ همدلته دی.هغه کابینه چې له بانفوذه څېرو جوړه ده ــ ملا برادر د اقتصادي چارو په برخه کې، سراجالدین حقاني د کورنیو چارو په وزارت کې، ملا یعقوب د دفاع په وزارت کې او امیرخان متقي د بهرنیو چارو په وزارت کې ــ د حکومت د فلج کېدو سبب نه شوه.
لامل یې دا دی چې دغه یو کس هم په ښکاره ډول کندهار نه شي ننګولی او هر یو د خپل مقام د ساتلو لپاره داسې کاري پایلې ته اړتیا لري چې وړاندې یې کړي.
له همدې امله، د طالبانو داخلي سیالي د مستقیمې مقابلې پر ځای د فعالیت پر سر سیالۍ ته اوښتې ده.
وزارتونه د خپل کار د ښودلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي. رښتینی اختلاف شته، خو د خلکو له نظره پټ پاتې دی او د سیاسي مقابلې پر ځای د فعالیت او خدماتو د وړاندې کولو په بڼه څرګندېږي.
د کابل ښاروالۍ روښانه بېلګه
د کابل ښاروالۍ وضعیت د دې حالت یوه څرګنده بېلګه ده.
د ښاروالۍ چارواکي وايي چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې شاوخوا ۴۵۰کیلومتره سړکونه جوړ شوي، چې یوازې ۱۳۷کیلومتره یې په ۲۰۲۵ کال کې جوړ شوي دي.
همداراز، د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې نږدې ۲۹میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي، شاوخوا ۲۹زره د سړک څراغونه فعال شوي، ۱۲ پارکونه بیارغول شوي او د روان مالي کال لپاره ۲۳۳پراختیايي پروژې په پام کې نیول شوې دي.
د حامد کرزي او اشرف غني د دورې له ښاري پروژو سره په پرتله، چې ډېری یې د بهرنیو مرستندویانو له بودجې تمویلېدې، دا کاري سابقه له پامه د غورځولو وړ نه ده.خو مهمې اندېښنې هم شته.
د ځمکو استملاک چې له ۱۱زرو ډېرو ملکیتونو پورې تړاو لري، نږدې په بشپړ ډول له روڼتیا پرته شوی دی. د ښار ځینې برخې د رهبرۍ په امر ښاروالۍ ته سپارل شوې دي، او د ۲۰۲۶ کال په جون کې افغان رسنیو ــ بې له رسمي تاییده ــ د کابل ښاروال د فساد د یوې دوسیې څیړلو خبر ورکړ.
دا د حکومتولۍ داسې بڼه ده چې سړکونه جوړوي، خو په ورته وخت کې د ملکیت حقونه کمزوري کوي او نږدې هېڅ حساب ورکول پکې نشته.
د دې ماډل دقیق درک مهم دی، ځکه همدا الګو اوس د افغانستان نورو ښارونو ته هم لېږدول کېږي.
د شمال تکیهځایونه
همدا د «له مشروعیت پرته اداري وړتیا» الګو د بهرني سیاست په برخه کې هم لیدل کېږي او د کابل شمال لوري ته مخ اړول د طالبانو له تر ټولو بریالیو پروژو څخه ګڼل کېدای شي.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله او ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه.
چین د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر راهیسې د طالبانو سفیر منلی و، او متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبکستان هم، پرته له دې چې طالبان په رسمي ډول په رسمیت وپېژني، د دې ډلې د استازو باورلیکونه منلي دي.
د افغانستان سوداګري د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره شاوخوا ۱.۷میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
ازبکستان چې له افغانستان سره یې دوه اړخیزه سوداګري له یو میلیارد ډالرو اوښتې، د کابل تر ټولو فعال شریک دی او د کابل دهلېزله طرحې ملاتړ کوي چې د ترمذ ــ نایبآباد ــ خرلاچي له لارې تېرېږي.
د ترکمنستان له پولې د تورغونډۍ له لارې د افغانستان صادرات له دوه برابرو زیات شوي او عشقآباد لا هم د ټاپي (TAPI) د ګاز نللیکې پر پروژې ټینګار کوي.
قرغیزستان طالبان له خپل ترهګریز لېست څخه ایستلي، او دغه هېواد له تاجکستان سره یو ځای د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ځینې برخې پرانیستې دي.
د روسیې او ازبکستان د رېل ادارو هم د دې همکاریو تخنیکي بنسټونه برابر کړي دي. د کابل پرېکړه چې د روسیې د ۱۵۲۰مليمتره پلنوالي رېل پټلۍ ومني، په حقیقت کې د یوه انجینري تصمیم په بڼه یو جیوپولیټیک اعلان و.
دا هیڅ یو بدلون لهطالبانو سره د مینې له امله نه دی.
دا د هغو ګاونډیانو له خوا د خطر مدیریت دی چې د سوداګریزو لارو، د برېښنا بازارونو او ارامو پولو په لټه کې دي او دې پایلې ته رسېدلي چې طالبان اوس هغه لوری دی چې د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید ورسره خبرې وشي.
خو دا بهیر لا هم محدود دی.
د سوداګرۍ ډېره برخه د افغانستان واردات جوړوي، د رېل پټلۍ پروژې له بودجوي کمښت سره مخ دي، او د طالبانو نه رسميتکېدل لا هم نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق ته دکابل د لاسرسي پر وړاندې خنډ دی.
هغه ځای چې کابل پکې ماتېږي
د طالبانو د واکمنۍ په کارنامه کې دوه سترې ناکامۍ شته، او هېڅ یوه یې تصادفي نه ده.
لومړی: له ښځو او لږکیو سره د چلند موضوع ده
د یوناما راپورونه له ۲۰۲۶ کال د اپریل څخه تر جون پورې د ویښتانو د بڼې له امله د کسانو د نیول کېدو، د روژې په میاشت کې د روژه خوړلو له امله د خلکو د وهلو، په هرات کې د درېیو ورځو په ترڅ کې د لږ تر لږه ۳۰ښځو د «نامناسب حجاب» له امله د نیول کېدو، او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا د سلګونو خپلسرو نیونو خبر ورکوي.
همداراز، دوکاندارانو او روغتیايي مرکزونو ته امر شوی چې هغو ښځو ته خدمتونه وړاندې نه کړي چې محرم ورسره نه وي.
افغانې ښځې اوس نږدې یو کال کېږي چې د ملګرو ملتونو ودانیو ته له ننوتلو منع شوې دي.
لږکي هم له ښه وضعیت سره مخ نه دي.
له شیعه ټولنو غوښتل کېږي چې د اخترونو لپاره د حکومت رسمي تقویم تعقیب کړي. نوروز له محدودیتونو سره مخ دی، او د اپریل په میاشت کې په هرات کې د شیعهګانو د یوه زیارت ترڅنګ په برید کې ۱۲ملکي کسان ووژل شول.
د نړیوالې جزايي محکمې د ۲۰۲۵ کال د جولای د نیولو حکمونه د هبتالله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني پر وړاندې هم د «جنسیتي ځورونې» یادونه کوي.
د دې وضعیت په تحلیل کې مهم ټکی دا دی چې دغه سیاستونه هغه د فشار وسیله نه ده چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې څخه د غوره وړاندیز د ترلاسه کولو لپاره په موقتي ډول ساتي.
دا سیاستونه د همغه څه برخه ده چې کندهار یې د وفادارۍ په بدل کې خپلې دیني پایګاه ته وړاندې کوي.
له همدې امله، هر هغه استازی چې طالبانو ته یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په بدل کې د رسمیت پېژندلو وړاندیز کړی، بې پایلې بېرته ستون شوی دی.
په دې برخه کې تدریجي ډیپلوماسي هم څو ځله ناکامه شوې؛ نه د ډیپلوماتانو د کمزورۍ له امله، بلکې ځکه چې دا مسئله په بنسټیز ډول د کندهار د واک له داخلي منطق سره تړلې ده.
دویمه ماتې: د سیمهییزو وسلهوالو ډلو مسئله ده
دلته یو تریخ تناقض موجود دی. هغه اړیکې، چې تمه کېده کابل به یې تر ټولو ډېره اداره کړي ــ یعنې له پاکستان سره اړیکه ــ تر هرې بلې وړاندوینې ډېرې خرابې شوې دي.
د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) په اړه د اسلاماباد غوښتنې نه دي منل شوې. د دې یوه برخه دلیل دا دی چې د دې ډلې پر وړاندې رښتینی ځپونکی اقدام کولای شي د طالبانو داخلي ایتلاف له وېش سره مخ کړي او هغه بدیل پناهځایونه له منځه یوسي چې د ټيټيپي مشران لا هم په پټه ورته اړتیا لري.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له نښتو او د پولې له تړل کېدو راهیسې، د دوحې اوربند له منځه تللی، د استانبول خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې او په ۲۰۲۶ کال کې له پولې هاخوا بریدونه بېرته پیل شوي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیټ سوداګري د ۲۰۲۱ مالي کالله شاوخوا ۵میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې شاوخوا ۳۶۷میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.
دا کمښت د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو سوداګرو لپاره یو ستراتیژیک زیان دی، او په مقابل کې یې د چابهار بندر او د ایران لارې ګټه کړې ده.
د چین منځګړیتوب د ځانګړي استازي یوې شیاویونګ له لارې پایله ورنه کړه. د قطر، ترکیې او سعودي عربستان هڅې هم یوازې د جګړو د لنډمهاله درېدلو سبب شوې.
د بیجینګ اقتصادي نفوذ پر دواړو خواوو په سیاسي نفوذ بدل نه شو؛ دا داسې پایله ده چې باید په سیمه کې د نورو شخړو د مدیریت لپاره د چین د وړتیاوو په اړه تمې هم راکمې کړي.
د مرکزي اسیا د رېل پټلۍ هیلې هم له دې وضعیت نه زیانمنې شوې دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو څارونکي په افغانستان کې د څه باندې ۲۰وسلهوالو ډلو د فعالیت خبر ورکوي او ارزونه کوي چې داعش خراسان، سره له دې چې کمزوری شوی، لا هم د دې وړتیا لري چې خپل ځواکونه د هغو کسانو په پرتله په چټکۍ سره بېرته تنظیم کړي چې له لاسه یې ورکوي.
د واشنګټن نشتوالی
د دغو ټولو بدلونونو پر وړاندې، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست کمرنګه دی.
د پخوانیو ډیپلوماتانو او د دواړو لورو د فکري مرکزونو د کارپوهانو ترمنځ غیررسمي خبرې، چې د دویمې لارېپه نوم یادېږي، لا هم په دوحه او استانبول کې دوام لري.
دا خبرې ګټورې دي؛ ځکه هغه ګډه ژبه، اړیکې او واقعي ګډ بنسټ ساتي چې د هغو خبرو لپاره به اړتیا وي چې ژر یا وروسته باید ترسره شي.
خو په واشنګټن کې د اصلي ځواک د پرېکړو لارې بدلې شوې نه دي.
د امریکا د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ ضد ستراتیژي افغانستان نږدې یوازې د داعش خراسان او د ابيګېټ د برید په تړاو یادوي.له افغانستان سره د امریکا تعامل تر ډېره د بندیانو د خوشې کولو او د بګرام په اړه د وخت ناوخت خبرو پر محور راڅرخي، نه پر یوې هر اړخیزې تګلارې.
د ترهګرۍ ضد مبارزه د افغانستان په اړه د امریکا پر ټول سیاست بدله شوې ده.
په پایله کې، متحده ایالات د افغانستان په اړه لیدلوری لري، خو د افغانانو په اړه مشخصه تګلاره نه لري.
پایله
نو طالبان باثبات دي که کمزوري لري؟ ځواب دا دی: دواړه.
او همدا د ثبات او کمزورۍ ترمنځ کړکېچ د طالبانو د واکمنۍ اصلي کیسه ده.
طالبان له هېڅ منظم سیال سره مخ نه دي.د افغانستان د کډوالو ټولنه لا هم د ویانا بهیر، د مقاومت ملي جبهې او د انقرې ډلې ترمنځ وېشل شوې ده؛ هره یوه خپل پروګرام لري، خو هېڅ یوې یې د وضعیت د بدلون لپاره طرحه نه ده وړاندې کړې.
قومي او نسلي وېش چې په ۲۰۰۱ کال کې یې دوی له یو بل څخه جلا کړي وو، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.
خو له دې سره سره، د واک په دهلیزونو کې درزونه پراخېږي.په یوه افشا شوي غږیز فایل کې خپله هبتالله د داخلي اختلافاتو له خطر څخه خبرداری ورکړی چې کولای شي حکومت له منځه یوسي.
سراجالدین حقاني هم په ښکاره ډول د وېرې له لارې د حکومتولۍ مخالفت کړی دی.په خوست کې د جلالالدین حقاني د دیني مدرسې ویجاړول د طالبانو په دننه کې د یوه حساب شوي سپکاوي په توګه تعبیر شوي دي.
غیر پښتانه قوماندانان څنډې ته شوي او د هبتالله لپاره هېڅ ځای ناستی نه دی ټاکل شوی؛ دا چوپتیا د طالبانو د مشر د عمر له زیاتېدو سره هر کال لا خطرناکه کېږي.
خو تر ټولو مهم فشار له ولسه راځي.له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې پنځه میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، ۲۸میلیونه کسان په فقر کې ژوند کوي او د هر کس عاید کم شوی دی.
په مقابل کې، داسې ښوونکي شته چې په پټه ټولګي جوړوي، داسې ښځې شته چې د خپلو حقونو د سرغړونو موارد ثبت او مستند کوي، سوداګر شته چې د اکمالاتو د ځنځیر لارې بدلوي، او له هېواده بهر افغانان شته چې تر پخوا ډېر منظم شوي دي؛ هغه څه چې د افغانستان سیاسي طبقې تر اوسه نه دي توانېدلې ترسره یې کړي.
د افغانستان عادي خلک، که په هېواد کې دننه دي او که بهر، یوازینی هغه بدلون راوړونکی ځواک دی چې نه ګومارل کېدای شي، نه معاش ورته ورکول کېدای شي او نه ځای پر ځای کېدای شي.
د دې ډول رژیمونو سقوط عموماً د یوه سیال له خوا نه راځي.دوی د هغې ټولنې تر فشار لاندې، چې نور پرې باور نه لري، ورو ورو او په نابرابره توګه کمزوري کېږي؛ حتا که هېڅکله دا حقیقت وهم نه مني.