د افغان کډوالو د پراخې ستنېدو له امله د پېښور بورډ بازار د افغان دودیزو جامو کاروبار له سخت کمښت سره مخ شوی؛ سوداګر وايي، د دوی د اصلي پېرېدونکو له کمېدو سره نه یوازې خرڅلاو او تولید راټیټ شوي، بلکې د ګلدوزۍ، ګنډل، ټوکر او نور کارونه هم اغېزمن شوي دي.
بورډ بازار له اوږدې مودې راهیسې د افغان دودیزو جامو او لاسي ګلدوزۍ له مهمو مرکزونو څخه دی. دلته ګګړې، ګلدوزي لرونکې جامې، پرتوګ کمېس، واسکټونه او نور دودیز کالي جوړېږي او د پاکستان بېلابېلو ښارونو او له هېواده بهر مېشتو پښتنو کورنیو ته هم رسېږي.
د افغان پېرېدونکو کمښت؛ تولید له ۳۰ جامو تر پنځو کم شوی
په بورډ بازار کې د دودیزو جامو سوداګر امان الله وايي، د ده د کاروبار له ۸۵ تر ۹۰ سلنه پېرېدونکي افغانان وو، خو د کډوالو له ستنېدو وروسته یې کاروبار له سخت کمښت سره مخ شوی دی.
هغه وايي: «مخکې به هره ورځ شاوخوا ۳۰ جامې جوړېدې، خو اوس مو ورځنی تولید له پنځو جامو هم کم شوی دی.»
امان الله زیاتوي چې افغانستان ته ستانه شوي افغانان نور بازار ته نه راځي او په پاکستان کې پاتې یو شمېر افغانان هم د وېرې له امله بازارونو ته له تګ ډډه کوي.
هغه وايي: «د کاروبار کمېدل یوازې د خرڅلاو د شمېرو کمېدل نه دي، هغه بازار هم کم شوی چې له کلونو راهیسې د افغان پېرېدونکو او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر بنسټ ولاړ و.»
د نوموړي په وینا، د افغان پېرېدونکو له کمېدو سره د ده انلاین فرمایشونه هم په پام وړ کچه کم شوي دي.
د کاروبار اغېز؛ له دوکاندارانو تر کاریګرانو
په بازار کې د افغان دودیزو جامو (افغاني ګنډ) بل سوداګر سمیع الله، چې له نهو کلونو راهیسې په دې کاروبار بوخت دی، وايي د پېرېدونکو کمښت یوازې د دوکاندارانو ستونزه نه ده.
هغه وايي: «یوه دودیزه جامه تر دې مخکې چې دوکان ته ورسېږي، د څو کسانو له لاسونو تېرېږي، ټوکر او تار برابرېږي، ګلدوزي پرې کېږي، هندارې لګېږي، ګنډل کېږي او د اندازې مطابق برابریږي.»
سمیع الله زیاتوي: «کله چې د تیارې جامې غوښتنه کمه شي، زیان یوازې دوکاندار ته نه رسېږي، ګنډونکي، ګلدوزان، د ټوکر پلورونکي او نور کاریګر هم اغېزمن کېږي.»
امان الله وايي، د ځینو دوکاندارانو سره د میلیونونو پاکستانۍ کلدارو په ارزښت تیارې جامې پاتې دي او ځینو سوداګرو په دودیزو جامو، ګلدوزۍ او کالیو کې تر کروړونو کلدارو پورې پانګونه کړې ده.
هغه وايي: «په داسې شرایطو کې د کاروبار بندول یا ټول موجود سامان په بیړه پلورل اسانه نه دي، ځکه افغان دودیزې جامې د یوې ځانګړې اخستونکي ډلې لپاره جوړېږي.»
ځايي غوښتنه لا هم شته
سره له دې چې د افغان پېرېدونکو شمېر کم شوی، سوداګر وايي د افغان سبک دودیزو جامو لپاره په پاکستان کې لا هم غوښتنه شته.
امان الله وايي: «پاکستاني ځوانان د ودونو، کلتوري مراسمو او پوهنتوني پروګرامونو لپاره افغاني دود جامې اخلي.»
د سوداګرو په وینا، د بورډ بازار پېرېدونکي یوازې له پېښور نه راتلل، له اسلاماباد، راولپنډۍ، لاهور، فیصلاباد او کراچۍ څخه هم خلک د دغو جامو لپاره بازار ته راتلل او په خلیجي هېوادونو کې مېشتې پښتنې کورنۍ هم د دې بازار له پخوانیو پېرېدونکو څخه وې.
د بورډ بازار دوکاندار نقیب وايي، د افغان دودیزو جامو بیې د ټوکر، ډیزاین، ګلدوزۍ او لاسي کار له اندازې سره تړاو لري.
هغه وايي: «په لاس جوړه شوې افغان ښځینه ګګړه شاوخوا له ۳۰ زرو تر ۷۰ زرو کلدارو پورې پلورل کېږي.»
د نقیب په وینا، د نارینهوو نسبتا ساده دودیزې جامې له درې زرو تر ۱۵ زرو کلدارو پورې بیه لري، خو د واده لپاره ځانګړي او په ډېر لاسي کار جوړ شوي ملبوسات تر پنځو لکو پاکستانۍ کلدارو پورې پلورل کېږي.
د پېښور د پولیسو د عملیاتو مشر فرحان خان وايي، هغه بهرني وګړي چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وي یا په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، د حکومت د تګلارې له مخې خپلو هېوادونو ته ستنېږي.
هغه وايي: «هغه بهرني وګړي چې له پاکستاني وګړو سره قانوني کورنۍ اړیکې لري، لکه هغه کسان چې مېرمن یا مېړه یې پاکستانی وي، اوس مهال نه ډیپورټ کېږي.»
د بورډ بازار سوداګر وايي، که د افغان پېرېدونکو د کمېدو بهیر همداسې دوام وکړي، د افغان دودیزو جامو له صنعت سره تړلو ګڼو کوچنیو کاروبارونو او کورنیو ته به د عاید پیدا کولو لارې نورې هم محدودې شي.
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د لاسوهنو پر ځای د متقابل درناوي او ورورولۍ پر بنسټ ولاړې وي او «دواړه هېوادونه باید د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي».
خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته.
هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو».
د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بېباوري زیاتوي».
خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د طالبانو حکومت داسې کوم اقدام نهدی کړی، چې د افغانستان او افغانانو په ګټه تمامه شوې وي».
هغه څرګنده کړه، د دوی دریځ دا دی چې د افغانستان ټولې ستونزې باید د خبرو، سیاست او د خلکو د رایو له لارې حل شي نه د زور او جګړې له لارې.
کاکړ د طالبانو پر ضد د وسلهوالو جبهو په اړه وویل: «موږ د وسلهوالې مبارزې ملاتړ نهکوو او باور لرو چې هر ډول بدلون باید د سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي».
خو هغه خبرداری ورکړ، «موږ طالب ته هم دا وایو که ته سر نه خلاصوې او ستا وحشي چلند وي نو خامخا به ستا خلاف څوک راپورته کېږي که جبهې نهوي سبا ستا پر ضد عام ولسونه راپورته کېږي که یې ټوپک په لاس کې نهوي هم، نو ډبرې به یې په لاس کې وي او بيا به ته او ستا دا رژيم پاتې نهشي، پکار ده چې سياست ته لاره ورکړئ او د ولس په خوښه باندې هر کار وشي که د افغانستان خلکو غوښتل چې طالب دې د افغانستان واکمن شي زموږ به هم بيا خوښ وي».
د هغه په وینا، که طالبان د خلکو ارادې، اړتیاوو او رایو ته درناوی ونهکړي، افغانستان یو ځل بیا د جګړو پر لور تللی شي او د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو پر ډګر بدلېدای شي.
خوشحال خان کاکړ زیاته کړه: «که طالبان سیاست او ولس ته ځای ورنهکړي، د خلکو نارضایتي به پراخه شي، ځکه خلک د لوږې، بېعدالتۍ او تاوتریخوالي په شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره ژوند نهشي کولای».
نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل، د دواړو لورو اوسنیو دریځونو ته په کتو، اړیکې د لا خرابېدو پر لور روانې دي او د خیبر پښتونخوا وضعیت به نور هم کړکېچن شي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسېدلی دی.
د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.
دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.
د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې
محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.
هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلاماباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».
سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».
د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.
کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.
نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.
د پاکستان د طبي شورا پرېکړه
د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زدهکړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.
شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.
د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.
شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.
د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زدهکړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.
پر ډیورنډ کرښه له تېرو لسو میاشتو راهیسې د لارو تړل پاتې کېدو پرضد د لنډي کوتل په بازار کې سوداګرو، کارګرو، ټرانسپورټرانو، د ګمرکي تصفیې استازو، د سوداګرو ټولنو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو اعتراض کړی دی.
په دغه اعتراضي ناسته کې ویناوالو ویلي، چې په ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ دوامداره ځنډ د خیبر پښتونخوا اقتصاد ته سخت زیان رسولی او د صوبې ترڅنګ یې د ټول هېواد صنعتي سکتور هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا؛ د سوداګریزو فعالیتونو د درېدلو له امله یوازې په خیبر پښتونخوا کې په لکونو کسان بېروزګاره شوي، چې له امله یې نه یوازې سوداګریزې ټولنې بلکې عام خلک هم له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ګمرکي تصفیې د استازو د ټولنې مشر معراج الدین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د تورخم لاره له تېرو لسو میاشتو راهیسې تړلې ده چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي، سوداګر، کارګر او ټرانسپورټران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه وویل، د سوداګریزو لارو تړل کېدو نه یوازې دا چې حکومت خپلو امنیتي او د ترهګرۍ ضد موخو ته نهدی رسولی؛ بلکې د بېکارۍ د زیاتېدو له امله یې د امن او نظم وضعیت هم اغېزمن کړی دی.
مراج الدین زیاته کړه، له همدې امله خلک اړ شوي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د احتجاج لاره خپله کړي. هغه وویل: «موږ په وار، وار پوښتنه کوو چې لارې ولې تړل شوې دي؟ ولې زموږ روزي او کاروبار راڅخه اخیستل کېږي؟ ولې زموږ د ماشومانو له لاسونو قلم اخېستل کېږي او پر ځای یې وسلې ته لاره هوارېږي؟ دا یو څرګند حقیقت دی، چې هر هغه هېواد یا سیمه چې بېکاري پهکې لوړه وي د ناامنۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو ګواښ هم پهکې ډېر وي».
هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله دواړه غاړو ته په لکونو کسان له روزګاره بېبرخې شوي او د هغوی د ژوند اقتصادي وضعیت سخت زیانمن شوی دی.
د دغه اعتراضي ناستې مشر اسرار شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي چې له امله یې د دواړه غاړو سوداګر، ټرانسپورټران، کارګر، د ګمرکي تصفیې استازي او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
بنارس شینواري زیاته کړه، د بېکارۍ له امله خلک نور د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوړې، د ماشومانو د زدهکړو، درملنې او نورو بنسټیزو اړتیاوو لګښتونه نه شي برابرولای. د هغه په وینا؛ ګڼ شمېر هټۍوال د پورونو تر درانه بار لاندې شوي او یوشمېر نور اړ شوي چې خپل کاروبارونه وتړي.
هغه وویل، د کار او روزګار د نشتوالي له امله ډېر ځوانان نورو ښارونو او یا هم بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره اړ شوي؛ په داسې حال کې چې ځینو کورنیو د غربت له امله خپله ټوله سپما هم لګولې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
اعتراض کوونکو وویل، که پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې لاهم د اوږدې مودې لپاره تړلې پاتې شي؛ نو په دغه سیمو کې به اقتصادي ناورین لاپسې ژور شي او منفي اغېزې به یې نه یوازې د سیمې پر اوسېدونکو، بلکې د ټولې خیبر پښتونخوا پر اقتصاد هم ولوېږي.
د هغوی په وینا؛ یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې دې د قانوني سوداګرۍ او تګراتګ لپاره سملاسي پرانېستل شي؛ څو سرحدي سوداګري بېرته فعاله او اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي.
اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، که غوښتنو ته یې ژر مثبت ځواب ورنه کړل شي؛ نو د احتجاج لړۍ به لا پراخه کړي. هغوی زیاته کړه، د احتجاج په راتلونکي پړاو کې به افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د سامان وړونکو لاریو تګراتګ هم ودرول شي او د دغه اقدام بشپړ مسوولیت به د اړوندو چارواکو پر غاړه وي.