
امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې سره وکتل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي دي. متقي د افغانستان په اړه د یوناما په ارزونو کې د وضعیت پر متوازن انعکاس او له طالبانو سره پر لازمې همغږۍ ټینګار کړی دی.



















