
د سوداګرۍ خونې مشر له امریکايي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې
د طالبانو تر چتر لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر کریم هاشمي، د افغان–امریکا د سوداګرۍ خونې له مشر جیفري ګریکو سره په لیدنه کې له امریکايي پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د لویو پروژو لپاره سهامي شرکتونه جوړ کړي. هغه د نفتو چاڼ او د کانونو پروسس د پانګونې ښه فرصتونه وبلل.



















