
کابل کې سوداګریز نندارتون؛ بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښيي
په کابل کې د امام ابوحنیفه سوداګریز نندارتون کې ۳۲۳ کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل محصولات په شاوخوا ۷۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي. ګډونوال وايي، افغانستان د سیمهییز ترانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او نړیوالو بازارونو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره د پام وړ ظرفیت لري.



















