• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورمه کې له وسله‌والو سره نښته؛ یو پاکستاني پوځي افسر او ۱۲ وسله‌وال وژل شوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې له وسله‌والو ډلو سره په نښته کې یو پوځي افسر وژل شوی او د پوځ په وینا، ۱۲ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې چې یکشنبه(د تلې۱۹مه) خپره شوې ویل شوي چې دغه وسله والو هڅه کوله د افغانستان له خاورې پاکستان ته واوړي چې د سرحدي ځواکونو لخوا یې دغه هڅه شنډه شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د دغې ډلې د اوښتو د مخنیوي لپاره پرې ډزې کړې دي. د اعلامیې له مخې، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو پوستو هم پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې دي.
پاکستاني پوځ ویلي چې په دغه نښته کې د هدایت امان په نوم ۴۰ کلن پوځي افسر وژل شوی دی.
پوځ همداراز ویلي چې دوی د وسله والو له ډلې ۱۲ تنه وژلي او لا هم په سیمه کې د نورو وسله‌والو د موندلو او له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي.
پاکستاني پوځ یو ځل بیا طالبان او هند د دغو وسله والو ډلو پر ملاتړ تورن کړي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۳

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

۴

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۵

د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه؛ د بشري حقونو بنسټونو دا اقدام ناعادلانه بللی

•
•
•

نور خبرونه

د پېښور نرښځیانو د پولیسو له‌خوا له ځورونو شکایت کړی دی

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پېښور کې یو شمېر نرښځیانو ادعا کړې، چې د کوتوالۍ پولیسو مرکز د کورونو پر مالکانو د فشار په راوړلو سره هڅې کوي، چې دوی له کرایي کورونو وباسي. دوی د پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د هویت پر بنسټ باید هېڅوک له خپل کور څخه ونه‌اېستل شي.

نرښځه زهره چې د پېښور اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
هر ځای کرایي کور ونیسي پولیس ورشي او د کور له مالک څخه وغواړي چې دوی له کوره وباسي.
هغه د پوښتنې په توګه وايي: «موږ چېرته لاړ شو؟ موږ ستاسو څه کړي دي؟ کله چې چا زموږ پر ضد شکایت هم نه‌وي کړی نو ولې مو له کورونو وباسئ».
د زهرې په وینا د پېښور د کوتوالۍ پولیسو مرکز یې ځوروي او د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کرایي کورونو وباسي.
نرښځې ریحانه او زهرا هم له ورته شکایتونو سره د پېښور عالي محکمې ته تللې دي. د دوی په وینا، تر دې مخکې هم هڅه شوې چې دوی له سیمې واېستل شي، خو اوس د کورونو پر مالکانو د فشار له لارې هڅه کېږي چې له کرایي کورونو یې وباسي.
دوی وايي، د نورو وګړو په څېر غواړي په خوندي کورونو کې ژوند وکړي.
د دوی غوښتنه دا ده، چې له کوم قانوني دلیل پرته دې نه‌ځورول کېږي، شکایتونو ته دې یې غوږ ونیول شي او که د چا پر ضد شکایت موجود وي نو د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.

100%

د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
دا ټولنه یوازې د استوګنې له ستونزو سره نه، بلکې له تاوتریخوالي، وژنو، له کورونو څخه اېستلو او د پولیسو له ناسم چلند سره هم مخ ده.
د هغې په وینا، د پېژندپاڼو په جوړولو کې ستونزې هم د دوی ورځنی ژوند ستونزمنوي. د پېژندپاڼو د نه لرلو یا د هغو د ترلاسه کولو پر مهال د خنډونو له امله د دوی ډېر بنسټیز کارونه اغېزمن کېږي.
فرزانه له اړوندو ادارو غواړي چې د نرښځیانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، څو دوی وکولای شي له وېرې پرته په عزت او خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
د عریضه کوونکو وکیل عمران خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
نرښځیان د پاکستان وګړي دي او د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې بنسټیز حقونه لري.
د هغه په وینا، د اساسي قانون څوارلسمه ماده د انسان وقار او د کور شخصي ژوند ته درناوی او خوندیتوب ورکوي په داسې حال کې چې پنځه ویشتمه ماده د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو برابري او مساوي قانوني خوندیتوب تضمینوي.
عمران وايي، که پولیس له قانوني دلیل یا شکایت پرته د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کورونو وباسي نو دا موضوع باید له قانوني پلوه وڅېړل شي.
هغه زیاتوي، چې اړوندې ادارې باید د نرښځیانو شکایتونه واوري او د پېژندپاڼو او نورو ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي.
زهره، ریحانه او زهرا غوښتنه کوي، چې هېڅوک دې یوازې د خپل هویت له امله له کور څخه وتلو ته نه اړ کېږي. د دوی په وینا، خوندي استوګنځی د هر انسان بنسټیزه اړتیا ده.

د پېښور پولیسو او په ځانګړې توګه د کوتوالۍ پولیسو مرکز د دغو نرښخیانو د ادعاوو په تړاو تر اوسه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

100%

د نرښځیانو پر وړاندې تاوتریخوالی
د نرښځیانو ستونزې یوازې تر استوګنې محدودې نه‌دي، بلکې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو پېښې هم ثبت شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د «۲۰۲۵ کال د بشري حقونو وضعیت» په نوم راپور له مخې، تېر کال په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۱۹ نرښځې وژل شوي، پر دوو کسانو تېزاب شیندل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور د جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
د راپور له مخې، له دغو وژنو څخه لس په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې وې چې د نورو ایالتونو پر تله تر ټولو د لوړ شمېر ښکارندويي کوي.

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. د پښتونخوا په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغانان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. کډوال وايي، په کمپ کې د ګڼې‌ګوڼې تر څنګ له جدي ستونزو سره مخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره له شپږو تر اوو مرکزونو فعالیت لري، خو د لنډي کوتل لنډمهالی کمپ تر ټولو ګڼ‌مېشته او بوخت بلل کېږي.
د افغان کډوالو لپاره په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته د اسانتیاوو د برابرولو وړتیا شته، خو د کډوالو په وینا، د ګڼې ګوڼې له امله د نوم لیکنې د ټوکن ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي سید محمد چې په لاهور کې یې خپله سوداګري کوله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پولیسو او امنیتي ادارو د سختو فشارونو او ځورونو له امله مجبور شو له خپلې کورنۍ سره د لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته راشي خو اوس له ګڼو ستونزو او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دی.
سید محمد څرګنده کړه، چې د راجستر کېدو او بېرته ستنېدو پروسه بې‌حده سسته روانه ده او په وینا یې، لسګونه کډوال په ګرمۍ او تر شنه اسمان لاندې له کوم سیوري او خوندیتوب پرته د خپلو نومونو لیکلو ته په تمه ناست دي.
سید محمد زیاتوي، چې د لنډي کوتل په کمپ کې د څښاک پاکې اوبه، له لمر څخه ساتونکي سیوري او د تشنابونو په څېر خورا لومړنۍ انساني اسانتیاوې هم نه‌شته چې دې حالت د هغوی کړاو څو برابره زیات کړی دی.
نوموړي له اړوندو ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ستنېدونکو کډوالو انسان دوستۍ او عزت ته په پام سره دې د راجستر کولو پروسه ګړندۍ کړي او په دغه کمپ کې دې سمدستي اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر له سختېدو وروسته د نیول کېدو او قانوني ستونزو له وېرې ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوې دي.
د دوی په وینا، په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او امنیتي ادارو له خوا د کډوالو د نیولو او پلټنو لړۍ هم زیاته شوې ده.
عبدالله چې د خیبر پښتونخوا له هریپور ولسوالۍ څخه تورخم ته نږدې لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته رسېدلی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لا هم د نوم‌لیکنې او راجستر کېدو لپاره ټوکن نه‌دی ورکړل شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅکله افغانستان ته نه‌دی تللی او د هېواد په داخل کې له خپلو ملګرو او کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه او د استوګنې ځای نه‌لري.

د خیبرپښتونخوا او پاکستان حکومت لا تر اوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د تحریک انصاف ګوند د اوږد لاریون لاریونوال چارسدې ته رسېدلي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
100%

د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون د جمعې په ماښام (د تلې ۱۷مه) چارسدې ولسوالۍ ته ورسېد. سهېل اپریدي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې د ټول پاکستان کاروانونه به د اکټوبر پر ۱۱مه او ۱۳مه په «صوابۍ انټرچېنج» کې سره یو ځای شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون چې د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت څخه پیل شوی تر اوسه یې څو ځلې خپله لاره بدله کړې ده.
د نوې اعلان شوې تګلارې له‌مخې، د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د ټول پاکستان او د اکتوبر پر ۱۳مه د پېښور، ملاکنډ، هزاره، کوهاټ، بنو او دېره اسماعیل خان د لاریون کاروانونه به په صوابۍ انټرچېنج کې سره یو ځای شي. سهېل اپریدي ادعا کړې، چې دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی ولسي راټولېدنه او لاریون وي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهېل اپریدي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، له یوه ښاره بل ته د سفر پر مهال د خلکو په جوش او جذبې کې هېڅ کمی نه‌دی راغلی.
هغه زیاته کړه: «کېدای شي موږ له لږ ستړیا او سختۍ سره مخ شو خو دا سختۍ د هغه درد پرتله هېڅ نه‌دي چې عمران خان یې زموږ لپاره په زندان کې زغمي».
سهېل اپریدي د پاکستان پر نظام او واکمنو نیوکه وکړه او ویې ویل، د بندو دروازو تر شا د پرېکړو او «رژیم چېنج» عملیاتو له لارې د پاکستان د پرمختګ مخه ډب شوې او د ناامنیو مخ په زیاتېدونکي حالت ته په اشارې سره یې وویل، چې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې په پاکستان کې ۱۴ زره استخباراتي او ۲۲ لوی پوځي عملیات شوي، خو موخه یې د ترهګرۍ ختمول نه، بلکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د هغه د بنسټګر عمران خان ځپل وو.
نوموړي تاریخي موضوعاتو ته په نغوتې سره زیاته کړه، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې په بلوچستان کې د ذوالفقار علي له دورې د پوځي عملیاتو ناپایله لړۍ پیل شوې ده.
د سهېل اپریدي په وینا، په پاکستان کې د وسله‌والو ۲۲۹ روزنیز کمپونه جوړ شوي وو چې ۲۱۹ یې په پنجاب کې وو په داسې حال کې چې هغه مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه‌وو جوړ شوی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ټینګار وکړ، چې د دغې سیاسي او ټولنیزې مبارزې موخه هېواد ته د ثبات او خپلواکۍ راګرځول دي او له ټولو طبقو یې وغوښتل چې د دغه تحرک ملاتړ وکړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر څرګنده، چې هېڅکله یې له نړیوالو رسنیو سره په مرکو کې پاکستان د یوې ناوړه لوبې برخه نه‌دی بللی، خو اوس په واک کې ناستو کسانو داسې څرګندونې کړې دي.
سهېل اپریدي ویلي، د انقلاب لپاره د میلیونونو خلکو حضور اړین نه‌دی. د چین په انقلاب کې لس زره، د ایران په انقلاب کې لس زره او د روسیې په انقلاب کې ۲۳ زره کسانو برخه اخیستې وه.

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو نږدې یو کال پوره کېږي. سوداګر وايي، د لارو تړل کېدو تر ټولو ډېر زیان د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پرتو ولسونو، په ځانګړي ډول پښتنو ته اوښتی، کاروبارونه یې په ټپه درېدلي او سوداګري زیانمنه شوې ده.

د پاکستان د مرکزي او چمن د سوداګرۍ خونې پخواني مشر او سوداګر انجنیر دارو خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په پاکستان کې پنجاب او سند ایالتونه هم کرنه او هم صنعت لري، خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کرنه په ډېره کمه کچه ده او صنعت نږدې هېڅ نشته. دده په وینا، په دغو سیمو کې يوازينۍ سوداګري چې پاتې کېږي هغه له افغانستان سره تړلې ده.

هغه وویل: «له خدماتو راواخلئ، د رانیولو او خرڅلاو تر برخې پورې، او بیا تر هغه کس پورې چې مالونه منډیانو ته رسوي، د ټولو کار په ټپه درېدلی دی».

هغه زیاته کړه، چې د کرښې دواړو غاړو ته نږدې پرتو ټولو ولسونو اقتصادي ژوند هم پر کرښه له سوداګرۍ سره تړلی و، خو له نږدې یو کال راهیسې یې سوداګري او روزګارونه په ټپه ولاړ دي.

د دارو خان اڅکزي په وینا، د هېوادونو په کچه ښايي دغه تاوان وزغمل شي، خو د ولسونو په کچه دا ډېر لوی زیان دی.

د نوموړي په وینا: «د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ډېر خلک بې‌کاره شوي، د هغوی پیسې په افغانستان کې بندې پاتې دي او په افغانستان کې هم عام خلک بې‌کاره او بې‌روزګاره شوي او د نورو سوداګریزو لارو په لټه کې دي او د دې زیان کچه دومره زیاته ده چې په اسانۍ بېرته پوره کېدای نه شي».

هغه وویل، چمن په ځانګړي ډول د لارو د بندښت له امله ډېر اغېزمن شوی دی، ځکه د ده په وینا، «چمن یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د منځنۍ اسیا د سوداګرۍ دروازه هم ده».

د سوداګرۍ د بېرته پر ځای کولو په اړوند هغه وویل،چې سوداګر کولی شي سوداګري په لږ وخت کې بېرته پر ځای کړي او که د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو لوریو کومې ستونزې وي، پر هغو هم خبرې کېدای شي، خو دده په وینا، له بده مرغه، «دواړه هېوادونه د سوداګرو خبرې اورېدو ته تيار نه دي».

هغه وايي، «دواړه هېوادونه نه غواړي سیاست له سوداګرۍ جلا کړي».

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او له دې لارې د ګټې ترلاسه کولو په اړه دارو خان اڅکزي وويل، چې پاکستان ته له افغانستان سره د تجارت له لارې نږدې یو نیم میلیارد ډالره عواید راتلل چې اوس نه راځي، او افغانستان ته هم په همدې ډول پنځه یا شپږ سوه میلیونه ډالره عواید ورتلل چې هغه هم نه ترلاسه کېږي.

هغه زیاته کړه، «په مطلقه کچه د پاکستان تاوان ډېر او د افغانستان کم دی، خو د سوداګرۍ د حجم په تناسب د افغانستان زیان ډېر زیات دی».

د ژمي په درشل کې؛ لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله استوګنې او قانوني چارو په مرکز کې چارواکي وایي، د افغان کډوالو د ستنېدو شمېر د اګست میاشتې پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د چارواکو په وینا، اوس‌مهال هره ورځ له دغه مرکز څخه شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو تر اګست میاشتې مخکې به دغه شمېر هره ورځ له درې نیم زرو تر پنځو زرو کسانو پورې رسېده.
د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په نورو څلورو یا پنځو مرکزونو کې د ستنېدونکو کډوالو شمېر هم ورسره یوځای کېده او د تورخم له لارې به هره ورځ شاوخوا ۱۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستنېدل؛ خو اوس دغه شمېر په سختۍ سره ۵۰۰ کسانو ته رسېږي.
سبیل خان چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره له پېښور نه د لنډي کوتل مرکز ته تللی وایي، په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل ستونزمن شوي وو. هغه وایي، په پاکستان کې به په یوه ځای کې نیول کېدل او بیا به یې په بل ځای کې د پیسو په ورکولو خوشې کول.
د هغه په وینا، له ګڼو ستونزو او لګښتونو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغانستان ته ستانه شي. سبیل خان وایي، په افغانستان کې د سخت ژمي او د استوګنې د ځای نشتوالي په اړه هم اندېښمن دی. هغه وایي، د لنډمهاله استوګنې لپاره یې له خپل تره څخه د یوې کوټې غوښتنه کړې او هیله لري چې د طالبانو له‌خوا د ځمکې له ورکړې وروسته خپل کور جوړ کړي.
یو بل افغان کډوال محمود عمر چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وایي کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې؛ خو دی د درملنې لپاره په پاکستان کې پاتې و. محمود عمر وایي، خپله ناروغ و او دوه ځله عملیات شوی دی.
د هغه په وینا، اوس یې روغتیایي وضعیت ښه دی او کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې ده. هغه وایي، په افغانستان کې د ژمي سخت موسم او د کورونو د نشتوالي ستونزې شته؛ خو ستونزې په هر هېواد کې وي او اوس په افغانستان کې وضعیت تر پخوا یو څه ښه شوی دی.
د راپور له مخې، د پاکستان ځینو محکمو سختو ناروغانو، افغان هنرمندانو او افغان نرښځیانو ته په دغه هېواد کې د لنډمهاله پاتې کېدو اجازه هم ورکړې ده. همداراز، ځینې افغان کورنۍ په نورو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت شوې دي او د خپلو دوسیو بهیر بشپړېدو ته انتظار باسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې لاهم له کړکېچ سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پورې غاړې بریدونو او د طالبانو د سختو غبرګونونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم له شاوخوا یوه کال راهیسې په بشپړ ډول درېدلې او د عامو خلکو تګ‌راتګ هم محدود شوی دی. اوس‌مهال د تورخم له لارې په منظم ډول یوازې هغه افغان کډوالو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي، چې بېرته افغانستان ته ستنېږي.