
طالبانو په ننګرهار کې د ۲۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د شوکاڼي ۳ کانونه په قرارداد ورکړل
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت دشنبې په ورځ (د لړم ۲مه) په ننګرهار کې د شوکاڼي د درېیو بېلابېلو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه له کورنیو خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل. دغه وزارت وایي، پر دغو درې واړو کانونو په مجموعي ډول څه باندې ۲۲۸ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کېږي.



















