
طالبانو په کندز کې د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرو زرو د یو کان کېندنه پیل کړې
په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري د کانونو د غیر معیاري کېندنې په اړه اندیښنې دوام لري، کندز کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د ۲۲میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یې د دغه ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د سرو زرو د یو کان کېندلو چارې رسما پیل کړې دي.



















