د چینايي انجنیرانو وتل؛ پر ژور اقتصادي بحران اخته پاکستان ته د خطر نوي زنګونه
مارچ میاشتې په درویشتمه د پښتونخوا په شانګله کې د ترهګرو په ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجنیران او د هغوی پاکستانی ډرایور ووژل شول. دغه انجنیران د کوهستان په داسو کې د اوبو د زیرمولو او د بریښنا د تولید د یوه بند د جوړولو په کار بوخت وو.
د اباسین په اوبو د بند تړلو دغه پروژه پاکستان او چین په ګډه په مخ بیايي، پر دې برسیره چینايي انجنیران له داسو نه پورته پر اباسین د یوه بل غټ نوي بند په جوړیدو هم کار کوي چې دیامر باشا نومیږي.
له پېښې وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، جمهور رئیس اصف علي زرداري او نور لوړپوړي دولتي چارواکي د تسلیت لپاره په اسلام اباد کې چینايي سفارت ته ورغلل.
دوی چینایانو ته دا ډاډ هم ورکړ چې د انجنیرانو وژونکي به ژر د قانون منګلو ته وسپارل شي، خو داسې معلومیږي چې د خپلو اتباعو د مرګ په تازه پیښو د چین د حکومت اندیښنه ډیره ژوره ده.
پاکستان کې پر چینایانو بریدونه
له دې نه وړاندې هم څو څو ځله په پاکستان کې چینايي کارمندان په بلوچستان، کراچۍ او د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په تیرو پنځو کلونو کې په پاکستان کې کارکوونکو چینایانو باندې ټول شپږ څانمرګي بریدونه شوي دي چې په دغو پیښو کې ۱۷ چینایان او ۱۳ پاکستانیان وژل شوي دي.
د کال ۲۰۲۲ د اپریل په میاشت کې چې کله د کراچۍ په پوهنتون کې دوه چینايي ښوونکي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول نو ۴۰ چینايي معلمان د مصونیتي مسایلو په وجه له پاکستان بیرته خپل هیواد ته لاړل.
له دغسې پیښو وروسته هر وار د پاکستان چارواکي چین ته ډاډ ورکوي چې د دې نه پس به هغوی په پاکستان کې د چینایانو د مصونیت لپاره داسې کوټلي ګامونه پورته کړي چې په جدي توګه د دغسې غمیزو مخنیوی وشي، خو بیا هم په پرله پسې بریدونو کې ترهګر د چینایانو پر وژلو بریالي کیږي او داسې معلویږي چې ورو ورو د چینایانو زغم پای ته رسېږي.
د چینايي انجنیرانو وتل
د پاکستان د انګلیسي ژبې ورځپاڼی دي نیوز په یوه ګزارش کې راغلي دي چې له پاکستان د مصونیتي مسایلو په وجه ۹۹۱ چینايي انجنیران بیرته خپل هیواد ته د تللو پلان لري.
دا کار به د پاکستان د اوبو زیرمه کولو او بریښنا د تولیدولو پر دوو غټو پروژو ستر منفي اغیز وکړي.
د اوبو د بند جوړولویوه بله پروژه چې چینایان پکې کار کوي، د پښتونخوا له چارسدې سره نزدې د مومند بند د اعمار پروژه ده.
د مومند بند د جوړولو د کار اداره کوونکي عاصم روف دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې د هغوی په پروژه کې هم ۲۵۰ چینايان کار کوي، خو په دغه سیمه کې امنیتي اوضاع بده نه ده او چینایان له دې ځاید تللو پلان نه لري.
داسو بند
د داسو بند د اعمار په پروژه کې ۷۴۱ چینایان او شپږ زره پاکستانیان په کار بوخت دي.
د کوهستان ضلعې په پورتنۍ برخه کې د جوړیدونکي دغه بند کار د پاکستان د اوبو او بریښنا د انکشاف موسسې واپډا او د ګیژیبو ګروپ په نوم چینايي شرکت تر مینځه د یوه قرارداد په اساس له ۲۰۱۸ راهیسې په مخ روان دی.
دا بند په دوو مراحلو کې جوړېږي چې د بریښنا ابتدايي تولید به یې د ۲۰۲۴ تر اخیره پیلیږي او وړومبۍ مرحله به یې په کال ۲۰۲۵ کې تکمیل شي.
د دویمې مرحلې د تکمیل نه وروسته به دغه بند ټول ۴۳۲۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي او د دې بندد ټول لګښت اندازه ۴.۲۷۸ میلیارده ډالره ده.
لکه چې وړاندې وویل شول، که د دغې پروژې نه ۷۴۱ چینایان، چې زیاتره یې انجنیران دي، خپل هیواد ته بیرته ولاړ شي، نو د بند د جوړولو کار به په ټپه ودریږي او دا به د بند د جوړولو لګښت د لوړیدلوسره سره د پاکستان د بریښنا د اړتیا پوره کول هم وځنډوي، چې پاکستان ته ډېر اهمیت لري.
دیامر باشا
د دیامر باشا بند هم د اباسین په اوبو جوړیږي. د دې بند د اوبو ذخیره به د ګلګت بلتستان په دیامر نومې سیمه کې وي او د بریښنا د تولید فابریکه به یې د کوهستان ضلعې په باشا نومې سیمه کې وي، چې په پښتونخوا کې پرته ده، ځکه ورته دیامرباشا بند ویل کیږي.
د دغه بندله جوړېدو سره به له اوبو ۴۸۰۰ میګاواټه بریښنا تولیدېږي. دا به ۱۰. ۵ کیوبک کیلومتره د څښاک او کرنې اوبه هم ذخیره کوي.
د پاکستان د پوځ شرکت د فرنټیر ورکس اورګنایزیشن او د چاینا پاور پخ نوم چینايي شرکت په ګډه دیامرباشا بند جوړوي.
په ۲۰۰۸ کې د دیامرباشا بند د لګښت اندازه ۱۲.۶ میلیارده ډالره وه، چې اوس څه لوړه شوې ده او د ځنډ په صورت کې نوره هم لوړیدی شي.
له پلان سره سم د دغه بند کار به په ۲۰۲۸ کې تکمیل شي.
د دیامر باشا د پروژې عمومي رییس نزاکت حسین دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې په دغه پروژه کې ۵۰۰ چینايي کارمندان او ۶۰۰۰ پاکستاني اتباع کار کوي.
هغه وویل چې پاکستانیان به تر څو چې امکان ولري، کار ته ادامه ورکوي، خو دا طبیعي خبره ده چې د چینايي انجنیرانو او د چینايي تخنیک په غیاب کې به کار په مخ بوتلل اسان نه وي، د پروژې لګښت به لوړیږي او ورسره به د عمران او انکشاف عمومي پرمختګ هم وځنډیږي.
د چین او پاکستان اقتصادي کورېډر
د پاکستان او چین تر منځه سیاسي او ستراتیژیکو اړیکو د شلمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې ډیره وده کړې وه او دواړو ګاونډیو هیوادونو څه نه څه اقتصادي اړیکې هم لرلې، خو د دوی تر منځ په ۲۰۱۴ کې په اقتصادی اړیکو کې هغه وخت په دراماتیکه توګه پراختیا راغله چې د سي پېک په نوم د چین او پاکستان اقتصادي کورېډر د جوړیدو کار پیل شو.
د سي پیک د جوړولو په وسیله چین په پاکستان کې د ۶۲ میلیارده ډالرو سرمایه ګزاري کوي.
په کال ۲۰۱۳ کې چین د کمربند او لارې د ابتکار خپله عظیمه نړیواله پروژه اعلان کړه چې د چینایانو د وینا سره سم هدف یې د اسیا، اروپا، افریقا او د امریکا د وچو په منځ کې د ځمکنیو او بحري لارو په جوړولو سره په نړۍ کې اقتصادي همکارۍ ته وده ورکول دي.
د چین او پاکستان تر منځ جوړیدونکی تجارتي کورېډور یا دهلېز هم د دغې سترې پروژې مهمه برخه ده.
پورته ذکر شوي بندونه او پر دې برسیره نورې سوونه پروژې د سي پیک برخه دي، خو د ترهګرو بریدونه د سي پیک د جوړیدلو کار په مجموع کې تهدیدوي.
دغه چیلنج د چین او پاکستان د اړیکو راتلونکی په خطر کې غورځوي او په پاکستان کې د خارجي سرمایه ګزارۍ د امکاناتو مخه نیسي، چې دغه ټول پرمختګونه په ژور اقتصادي بحران د اخته پاکستان لپاره د خطر زنګونه دي.
یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.