د افغانستان او پاکستان د تجارت کړکېچونه

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د تېر مارچ په ۲۵ د پاکستان د تجارت د وزارت معین خرم اغا په مشرۍ دولتي پلاوي کابل ته سفر وکړ چې د طالبانو د تجارت د وزارت او نورو مقاماتو سره پر خپلمنځي تجارتي اړیکو کې د ستونځو پر هوارولو خبرې وکړي او د رکود ښکار دوه اړخیزه تجارت او ټرانزیټي تجارت د بیا روانولو لارې پرانیځي.

په دغه درې ورځني سفر کې پاکستاني هیت د طالبانو د تجارت وزیر نورالدین عزیزي او نورو چارواکو سره خبرې وکړې.

په ابتدا کې د خبرو برنامه تر دوو ورځو محدوده وه، خو چې دواړو خواوو ولیدل چې په دوو ورځو کې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ته د ورپیښو مسلو په ټولو اړخونو بحث تکمیل نه شو نو دوی په دریمه ورځ هم خبرو ته ادامه ورکړه.

چون د امنیت مسلې هم له تجارتي چارو سره تړاو لري نو ځکه په پاکستاني پلاوي کې د داخله وزارت یوه لوړ پوړي افسر خوشال خان هم ګډون درلود.

د پاکستان تورونه او تجارت ته خنډونه

په مارچ کې کابل ته تللي پاکستاني پلاوي د ستونزو هوارولو ژمنه وکړه
په مارچ کې کابل ته تللي پاکستاني پلاوي د ستونزو هوارولو ژمنه وکړه

پاکستان پر افغانستان دا تور لګوي چې هغه د ټرانزېټ له لارې وارد شوی مال په قاچاقي توګه پاکستان ته لیږي او دغه قاچاق د پاکستان تجارت او صنعت دواړو ته سخت تاوان رسوي.

افغان اړخ د پاکستان هیت ته ډاډ ور کړ چې د قاچاق په مخنیوي کې د پاکستان کومک ته اماده دی، خو باید پاکستان په خپله ساحه کې د قاچاق د مخه نیولو غم وکړي.

افغان اړخ هغه مشکلات په ګوته کړل چې د پاکستان له خوا د نویو قیوداتو د تحمیل په وجه منځ ته راغلي دي.

پاکستان د کال ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د افغانستان له خوا په ټرانزیټي تجارت کې د ځینی شیونو په واردولو بندیز ولګاوه او په دې لړ کې یې په اصطلاح یو منفي لیست هم اعلان کړ، چې د دواړو هیوادونو تر منځه د ټرانزیټي تجارت د ۲۰۱۰ کال د معاهدې او له بین المللي قوانینو او مقرراتو نه سرغړونه ده.

پر دې برسیره پاکستان د عادی اشیاوو په راتیرولو ۱۰ فیصده ټیکس ولګاوه چې دا په افغانانو باندې یو بې ځایه اقتصادي بار دی.

په دې د پاسه پاکستان د ټرانزیټي مال لپاره د څرخیدونکې بیمې تضمین یا انشورنس ګارنټي په بانکي تضمینونو بدله کړه، چې په ټرانزیټي تجارت کې د افغان تاجرانو مصارف لوړوي.

د کرښې د پاسه د عبور او مرور لپاره د پاکستان له خوا د پاسپورټ او ویزې یو جانبه شرط هم مشکل جوړ کړی دی.

د طالبانو امارت د پاکستان پر سیتروس میوو ټیکس زیات کړی دی او د ډبرو سکرو بیه خو یې له څه وخت وړاندې لوړه کړې وه.

د دغو منفي پرمختګونو له امله د دواړو د هیوادونو په منځ کې د تجارت کچه ډیره ټیټه شوه.

د ایران لارې ته د افغان ټرانزېټ اوښتل

د پاکستان د خنډونو له امله افغان سوداګر اوس تر کراچۍ ایران غوره بولي
د پاکستان د خنډونو له امله افغان سوداګر اوس تر کراچۍ ایران غوره بولي

د طالبانو د تجارت وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، چې د پاکستان له خوا د افغان تاجرانو لپاره د بې ځایه مشکلاتو پیدا کولو په وجه د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي تجارت پنځوس فیصده کم شوی دی او افغان تاجران اوس د ټرانزیټ تجارت لپاره ایران ته په مخه کولو مجبور شوي دي.

خو د پاکستان یوې ورځپاڼې ډیلي میل د خبر سره سم د پیښور یو تاجر ضیا الحق سرحدي وايي چې د ۲۰۲۴ کال نه د افغانستان د ټرانزیټي تجارت اویا فیصدي اوس د ایران له لارې کیږي.

ضیا الحق سرحدي دا هم وايي چې پخوا د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت له دریو میلیارد ډالرو نه لوړ شوی و او دواړو هیوادونو غوښتل چې د دوه اړخیز تجارت کچه تر پنځو میلیاردو ډالرو لوړه کړي، خو د پورته ذکر شویو مسایلو په وجه دغه تجارت اوس له یو میلیارد ډالرو نه هم ښکته راغلی دی.

د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان او افغانستان د تجارت او صنعت ګډ اتاق رییس جنید مکدا له ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې باید د پاکستان حکومت د افغانستان په ټرانزیټي تجارت لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.

د هغه په خبره، د پاکستان د دغو بندیزونو له امله د داوړو هیوادونو تر مینځ دوه اړخیز تجارت د کچې پر ټیټیدو برسیره د دواړو خواوو تاجرانو هم ډیر تاوان لیدلی دی او په دې مسایلو د دواړو اړخونو تر مینځه خبرې له بن بست یا بندون سره مخامخ شوې دي.

نو داسې ښکاری چې د مارچ میاشتې خبرې د پورته ذکر شوي بندون د ختمولو په خاطر وشولې، پاکستاني هیت له طالب چارواکو سره لوظ هم وکړ چې دوی به پاکستان ته د بیر ته تګ نه پس خپل مشرتابه ته په ټرانزیټي تجارت کې افغانانو ته د ورپیښو ستونځو د حل لپاره سپارښتنې وکړي.

له دې سره ځینې شنونکي په دې اند دي، چې په افغانستان کې د پاکستاني الوتکو له بمبار یوه اونۍ وروسته د پاکستان د تجارتي هیت کابل ته د سفر اصلي موخه د هغه شدید تاوتریخوالي کمول و چې د پاکستاني الوتکو د برید له امله زیږیدلی و.

ټرانزېټ پاکستان ته د فشار اله

که موږ په تاریخ نظر واچوو نو په دې خبره پوهیدل ګران نه دي چې پاکستان له ډیر پخوا نه د افغانستان د ټرانزیټ تجارت نه د فشار د یوې الې په توګه کار اخستی دی.

کله چې د دواړو هیوادونو په سیاسي مناسباتو کې کوم اړی ګړی راغلی دی، نو پاکستان سملاسي د افغانستان په تجارت خپلې لارې پوره په ډیر کبر سره تړلې دي او ټولې معاهدې او مقررات یې تر پښو لاندې کړي دي، که هغه دواړو هیوادونو تر منځه د ټرانزیټ تجارت د کال ۱۹۶۵ معاهده وه او که په ۲۰۱۰ کې امضا شوې لوظنامه ده.

د پاکستان له خوا په وار وار د دغه عمل تکرار دا خبره په اثبات رسوي چې پاکستان ځان د خپلو بین المللي لوظنامو پابند نه ګڼي او د حقوقي ژمنتیا په ځای د خپلې خوښې او ناخوښې په اساس عمل کوي، په خاصه توګه له افغانستان سره د یوه مستقل ګاونډي هیواد په ځای د یو تحت الحمایه سیمې غوندې برخورد کوي او دغه برخورد د داړو هیوادونو په مناسباتو کې د کړکیچونو د زیږیدو سبب ګرځي.

افغانستان کې تر تجارت تاوتریخوالی غوره کول

ایران، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ځانونه پر پټلۍ ونښلول
ایران، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ځانونه پر پټلۍ ونښلول

د ډیرو مساعدو جغرافیايي او تاریخي شرایطو باوجود له افغانستان سره د پاکستان د تجارتي او اقتصادي اړیکو د ضعف یو بل مهم علت دا دی چې پاکستان د خپل تاسیس نه سملاسي پس له افغانستان سره خپلو اړیکو ته تل له ستراتیجیکو عینکو کتلي دي، چې پخوا د بریتانوي امپراتورۍ سیاست و، تر دې چې کله د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته په نړۍ کې پخوانی سوړ جنګ پای ته ورسید، نو بیا هم پاکستان خپل کرغیړن زاړه سیاست ته د پای ټکی نه کیښود.

د مثال په توګه په تیرو پنځو څلویښتو کلونو کې چې پاکستان څومره پاملرنه په افغانستان کې جنګ ته لمن وهلو ته او د ټوپکمارو لیږلوته کړې ده، د هغې شلمه برخه یې هم د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته نه ده کړې.

په ۱۹۹۲ کې په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت له جوړیدو نه پس د پاکستان حکومت د پیښور نه تر تورخم پورې د ۴۰ میله سړک د پراخولو او دوه رویه کولو اعلان کړی و، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان درې ګاونډیو هیوادونو ازبکستان، ترکمنستان او ایران له افغانستان سره خپل ځانونه په پټلۍ او د ریل ګاډي په ذریعه وصل کړي دي.

د پاکستان لپاره پټلۍ خو لرې خبره ده ، دغه هیواد د افغانستان لوري ته هیڅ کومه نوې تجارتي لار هم نه ده جوړه کړې، ځکه چې هغه خپل ټول وس او توان یې د ټوپکمارو په لیږلو مصرف کړی دی.

د جګړې سیاست خپله پاکستان ته هم ډیر تاوان رسولی دی او پاکستان یې په ژورو اقتصادي او سیاسي بحرانونو اخته کړی دی،ځکه د دغه سیاست بدلول ډیر اړین دي او د دواړو هیوادونو په ګټه تمامیدېدلی شي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.