په پاکستان کې د خونړیو بریدونو ډېروالی او پر راتلونکو ټاکنو یې اغېزې

وروستی ځانمرګی برید په باجوړ کې د جمیعت علماء اسلام ګوند د یوې ناستې پر مهال وشو، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او شاوخوا ۱۵۰ تنه ټپیان شوي وو.

وروستی ځانمرګی برید په باجوړ کې د جمیعت علماء اسلام ګوند د یوې ناستې پر مهال وشو، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او شاوخوا ۱۵۰ تنه ټپیان شوي وو.
په تېره میاشت کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې پنځه بریدونه شوي، چې د ورستي برید مرګ ژوبله خورا ډېره وه او پړه یې هم داعش وسله والې ډلې پرغاړه اخیستې ده.یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دغه ډول بریدونه به په پاکستان کې پر راتلونکو ټاکنو ژورې منفي اغېزې ولري، هغه ټاکنې چې د روان کال په ورستیو کې به ترسره شي. ځکه وار له مخه لا په پاکستان کې د راتلونکو ټاکنو پر مهال د ګډوډیو په اړه اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی د عبدالله همیم سره په مرکه کې د خېبر پښتونخوا ایالت د باجوړ په سیمه کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمیعت علماء اسلام پاکستان ګوند پر یوې ناستې د ځانمرګي برید په تړاو داسې ویلي: ”په تېرو شلو کلونو کې د یاد ګوند پر غړیو خورا ډېر بریدونه شوي، چې په دغه ډول بریدونو کې د یاد ګوند له څلورو څخه تر پنځو پورې د پارلمان مهم غړي هم وژل شوي دي. او په داسې بریدونو سره د فضل الرحمن ګوند کمزوری ښودل او د راتلونکو ټاکنو لپاره د ګډوډیو رامنځته کول دي”.په پاکستان کې ډېری کسان په دې باور دي، چې جمیعت علماء اسلام مذهبي ګوند په دغه هېواد کې د نورو مذهبي توند لارو ډلو په پرتله خورا ډېر مسلکي، مذهبي او اسلامپالي غړي لري. او وروستی برید هم د یاد ګوند پر یوې داسې ناستې شوی، چې یو شمېر کسانو غوښتل د یاد ګوند غړیتوب تر لاسه کړي.پاکستاني خبریال طاهر خان بیا عبدالله همیم ته داسې ویلي:”په پاکستان کې یو شمېر سُني او شیعه مذهبې توند لارې ډلې شته چې یوبل په نښه کوي، دا چې جمیعت علماء اسلام ګوند تر نورو مذهبي ګوندونو او ډلو څخه مخکښ دی، نو ځکه څو ځله پر یاد ګوند دغه ډول مرګوني بریدونه تر سره شوي دي”.که څه هم په باجوړ کې پر جمیعت علماء اسلام ګوند د ورستي برید پړه د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې ده، خو ډېری کسان پر دې باور دي چې یاد برید به د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله والې ډلې او یاهم د دغه هېواد نورو مذهبي توند لارو ډلو له لورې ترسره شوی وي.د طاهر خان په وینا:”د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله تل هڅه کوي، چې په پاکستان کې د کمزورو امنیتي تدابیرو څخه استفاده وکړي، او دغه ډول بریدونه ترسره کړي، ځکه دمګړۍ د پاکستان د حکومت او یادې ډلې تر منځ د سولې هر ډول مذاکرات بند شوي دي”.په پاکستان کې د تحرک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په ګډون اکثریت وسله والې ډلې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې رامنځته شوي، خو د یادو ډلو له لورې تر ټولو ډېر بریدونه په روان کال کې په خیبر پښتونخوا کې تر سره شوي، او باورونه دا دي چې ممکن دغه ډول بریدونه به نور هم زیات شي.دغه برید داسې مهال شوی، چې د اوسني حکومت موده په روانه میاشت کې پای ته رسیږي او تر هغه وروسته به په پاکستان کې سرپرست حکومت رامنځته شي.او د دغه ډول بریدونو مخنیوی به د راتلونکو ټاکنو پرمهال د پاکستان د امنیتي ادارو لپاره یوه لویه ننګونه وي.