ایران: طالبان باید د ایران د حقابې په اړه مسوولانه چلند وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حقابې په تامین کې مسوولانه چلند وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حقابې په تامین کې مسوولانه چلند وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په هلمند سیند کې د ایران د حقابې موضوع د ایران د بهرنیو چارو وزارت او انرژۍ وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه ده.
تېره ورځ د ایران د ولسمشر مرستیال اعلان وکړ چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په اړه له طالبانو سره خبرې اترې مثبتې وې.
ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې د ایران د اوبو موضوع یوه جدي او مهمه برخه ده.
نوموړي طالبانو ته په اشارې ویلي؛ سره له دې چې طالبان د ۱۳۵۱ز کال تړون مني خو د عملي کېدا لپاره یې تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته کړي.
دغه ایرانی چارواکی زیاتوي چې د طالبانو له خوا د تړون پر ځای کول به د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد جوړولو او ګډې همکارۍ لپاره زمینه برابره کړی.
ایراني چارواکو په بار- بار ویلي چې د ۱۳۵۱ل کال د تړون له مخې افغانستان باید د هلمند له رودخانې څخه په کال کې ۸۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي خو په دې وروستیو کلونو کې د دوی حق نه دی ورکړل شوی.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ په داسې حال کې زیات شوی چې په سیستان بلوچستان کې اوبه کمې شوې دي.
د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي وګڼي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."
طالبانو ایران ته د هلمند د اوبو د نه رسېدو لامل وچکالي یاد کړی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي چې د حقابې په اړه د طالبانو پر حکومت له رسمي انتقادونو ډډه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د امریکا متحده ایالتونو او د دې ډلې د پلاوو تر منځ دوه ورځنۍ ناسته کې پر «خپلمنځي تعاملاتو» خبرې وشوې. د امیر خان متقي په مشرۍ طالب پلاوي د قطر پلازمېنه دوحه کې له امریکايي پلاوي سره دا خبرې درلودې.
عبدالقهار بلخي وايي، دواړه لوري د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو پر لېرې کولو، بشري حقونو، اقتصادي ثبات، د مخدره توکو سره پر ګډې مبارزې، قونسلي خدماتو او پر خپلمنځي اعتماد جوړونې وغږېدل.
ښاغلي بلخي د دوشنبې په ورځ( د جولای ۳۱) ټوېټ کې زیاته کړې چې دواړو پلاو د تخنیکي کمېټو په کچه په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه کړي او د دا ډول نورو ناستو پر کېدو یې ټینګار کړی دی.
تر اوسه امریکايي لوري د دغو خبرو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي مګر تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې ناسته کې به د افغانانو بشردوستانه ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره بې تعصبه او با وقاره چلند، امنیتي موضوعات او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په وړاندې مبارزه به د خبرو اصلي محورونه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره واشنګټن ځانګړي استازی ټام وېسټ، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و.
د ښځو اعتراضي ډلو ایتلاف له طالب چارواکو سره د امریکايي پلاوي ناسته ناروا(نامشروع) او د طالبانو د «سپین ښودلو» هڅه بللې وه.
دغه ایتلاف- چې د معترضو ښځو له شپږو ډلو جوړ دی- په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښځو، معترضانو او د قرباني کورنیو له ګډون پرته دا ډول ناستې «ناروا» دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږې د ترهګرۍ او افراطیت د ودې لپاره زمینه برابره کړې او د سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د کازاینفارم خبري اژانس د راپور له مخې قنات تومیش ټینګار وکړ چې د افغانستان د بې ثباتۍ مخه باید ونیول شي.
د قزاقستان دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ (د اسد ۹مه) په یوه خبري غونډې کې وویل چې افغانستان دا مهال په اقتصادي بحران کې غرق دی، د دې هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
د هغه په وينا؛دغه وضعيت د ترهګرۍ او افراطيت د ودې لپاره مناسبه فضاء برابره کړې او په پايله کې يې ټوله منځنۍ اسيا او سيمه له ګواښ سره مخ کړې ده.
تومیش طالبانو ته له اشارې پرته زیاته کړه: "موږ باور لرو چې یوازې د نړۍوالې ټولنې په ګډو هڅو سره افغانستان یو خپلواک او باثباته هېواد کېدای شي چې له خپلو ګاونډیانو سره سوله ییز ژوند ولري او خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي."
نوموړی زیاتوي چې قزاقستان هم د نړۍوالې ټولنې د نورو غړو په څېر باید په افغانستان کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي؛ خو تومیش کومې مشخصې حل لارې ته اشاره ونه کړه مګر زیاته یې کړه چې د دوی پاملرنه له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا متمرکزه ده.
د کازاینفارم اژانس د معلوماتو له مخې قزاقستان په وروستیو کلونو کې افغانستان ته لس زره ټنه غنم، نور خوراکي توکي او درمل د بشري مرستو په توګه استولي دي.
دغه خبری آژانس زیاته کړې چې افغانستان د قزاقستان د کرنیزو محصولاتو له سترو واردونکو هېوادونو څخه دی او د دغه هېواد د صادر شویو غنمو څه باندې ۷۰ سلنه پیری.
د دوی د شمېرو له مخې د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګریزه راکړه - ورکړه شاوخوا 990 ملیون ډالرو ته رسېږي او قزاقستانی لوری غواړي دا شمېره لا لوړه کړي.
د دغه خبري اژانس د راپور له مخې؛ټاکل شوې د افغانستان او قزاقستان د پانګوالو د سوداګرۍ غونډه د اسد له ۱۲مې تر ۱۴مې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شي. ویل کیږي چې په دې کنفرانس کې به تر ۱۵۰ زیات افغان پانګوال ګډون وکړي.

د هوايي چلن مهمو څارونکو ادارو سوداګریزو الوتکو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان پر هوايي حریم الوتنې بیا پیل کړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واکمنېدو سره ځنډېدلې وې.
دې سره به په راتلونکو اونیو کې د هند په ګډون د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تګ راتګ وخت پاموړ کم شي.
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (ایف اې اې) امریکايي الوتکو ته سپارښتنه کړې چې د کابل د الوتنو د معلوماتو له سیمې (ایف آی ار) د ۳۲ زره فوټو په لوړوالي الوتنې وکړي.
دا اداره د متحده ایالاتو د ملکي هوایي چلن د عملیاتو لپاره د سیمې په لوړو ارتفاعاتو کې د خطرونو کمښت ارزوي.
دا اقدام د اروپایی اتحادیې د هوايي چلن د خوندیتوب ادارې (اي اې ایس اې) له لارښود سره هم سمون لري.
دا اداره د غړو هیوادونو له هوایي شرکتونو غواړي چې ملکي هوایی چلن ته د تلپاتې بالقوه ګواښونو او په ټیټه ارتفاع کې د سختو عملیاتي خطرونو له امله له ۳۲ زره فوټو لاندې الوتنې ونه کړي.
د ۲۰۲۱ ميلادي کال له اګسټ راهیسې، د شمالي هند په ګډون د لوېدیځو او ختیځو سیمو ترمنځ الوتکو د افغانستان له هوايي حریم ډډې ته کېدو سره اوږدې لارې لنډولې او شاوخوا نیم ساعت وخت یې زیاتېده.
دغه وضعیت تیر دوبی هغه وخت نور هم کړکیچن شو چې پر اوکراین د روسیې د برید له امله نور فضایي محدودیتونه ولګېدل او د لویدیځ الوتکو د روسیې له وایي حریم یو مخ لار بدله کړه.
اوس الوتکو ته د افغانستان د هوايي حریم بيا پرانېستل کېدو سره، د هوايي لارې له ګڼې ګوڼې ډکه یوه برخه هم ختمه شوه.
خو دواړو (ایف اې اې) او (اي اې ایس اې) په ټول افغانستان کې د هوايي ترافیک خدمتونو پر محدود ظرفیت سربېره د وسلوالو پر فعالیت هم اندېښنه ښودلې چې ګویا بریدونو او بېلابېلو لارو سره د هوایي چلن تاسیسات په نښه کولی شي.
بل خوا، (اي اې ایس اې) د غړو هیوادونو هوایی شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ملي چارواکو پر لارښوونو سربېره دې د خطر ارزونه کې د خوندیتوب دا معلومات هم په پام کې ونیسي.
خو د هند د هوايي شرکتونو چارواکي وايي، ښايي د افغانستان هوايي حریم د بيا پیلولو لپاره یو څه وخت ونیسي.
دوی د خطر هر اړخیز تحلیل او د افغانستان په هوایی ډګرونو کې د بیړنۍ ناستې طرزالعملونو پراختیا اړینه بولي.
سربیره پردې د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او ترکمنستان ښکیلتیا او همکاري اړینه ده، ځکه چې الوتکې به په ټاکلي ارتفاع د دغو هېوادونو له فضايي حريم افغانستان ته ننوځي.
دا مطلب له ایکانومیک ټایمز ترجمه شوی دی.

د افغانستان د انرژۍ بازار له ډېرې مودې راهیسې له بېلابېلو ننګونو لکه د زېربناوو د کموالي، د پانګونې کمښت او د سیاسي ټیکاو له نشتوالي سره مخامخ دی.
خو وروستي پرمختګونه او د طالبانو او له دوی سره دې برخه کې د بهرنیو شریکانو روانې هڅې د افغان انرژۍ راتلونکې لپاره د هیلو څراغ بلل کېږي.
افغانستان په مهمو یا بنسټيزو برخو لکه د وړتیا لوړولو، سیمه ییزې همکارۍ او نوېدونکې یا د تجدید وړ انرژۍ باندې تمرکز سره دغه ننګونې هوارولی او د انرژۍ امنیت او اقتصادي ودې ته لار پرانیستلی شي. د افغانستان د انرژۍ د پراختیا پر وړاندې یو له لومړنیو خنډونو د هېواد په ادارو کې د ظرفیت او کاري ځواک کموالی دی. د اږدې جګړې او د ټیکاو نشتوالي له امله دا هېواد د تکړه کارپوهانو له کمښت او کمزوري نظارتي چاپیریال سره لاس او ګرېوان دی.
د دې موضوع د حل لپاره، طالبانو د خپلو ادارو د پیاوړتیا او د کاري ځواک د ظرفیت د لوړولو لپاره کار کوي، چې پکې د انرژۍ برخې کارکوونکو د تخنیکي او مدیریتي مهارتونو د زیاتولو او همدارنګه د انرژۍ اړوند پرېکړو او چارو کې روڼتیا شامله ده. پر ظرفیت جوړولو سربېره د انرژۍ د ننګونو هوارولو کې د افغانستان لپاره سیمه ییزه همکاري اړینه ده. افغانستان چې په وچه ایسار او محدودې انرژۍ سرچینې لري، له ګاونډیو هېوادونو د انرژۍ پر واردولو ډېره تکیه کوي.
د دوامداره او ارزانه انرژۍ د رسولو د یقیني کولو لپاره، افغانستان باید له مهمو سیمه ییزو شریکانو لکه ایران، ترکمنستان او ازبکستان سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
په دې کې د پولې هاخوا د انرژۍ په پروژو کې همکاري لکه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ټاپي پروژه او له منځنۍ اسیا تر سویلي اسیا د برېښنا د لېږد پروژې شاملې دي.
دغه نوښتونه به نه یوازې افغانستان ته د اړتیا وړ انرژۍ سرچینې برابرې کړي، بلکې سیمه ییزه اقتصادي همکاري او یووالی به هم ورسره پیاوړی شي.
دې برخه کې د طالبانو، ازبکستان او پاکستان استازو د جولای پر ۱۷ د افغان ټرانس پټلۍ هوکړه هم لاسلیک کړه چې د افغانستان له لارې پاکستان او ازبکستان په پټلۍ سره نښلي او له منځنۍ اسیا تر هند سمندر سوداګري ته لار جوړېږي.
د نوېدونکې انرژۍ پروژې د افغانستان د انرژۍ بازار له نوېدونکو سرچینو هم ګټه اخیستلی شي، ځکه دا هېواد د لمري، بادي او د اوبو انرژۍ د تولید وړتیا لري، چې تر ډېره حده ترې ګټه نه ده پورته شوې.
د نوېدونکې انرژۍ په پروژو کې پانګونې سره افغانستان په وارداتي سونتوکو تکیه او د شین کوریز ګاز اخراج کم او د خپلو خلکو لپاره نوي اقتصادي فرصتونه برابر کړي. په افغانستان کې اوس هم امنیتي ستونزې او د سیاسي ټیکاو نشتوالی په انرژۍ کې د پانکونې لپاره لویه ننګونه ده.
افغانستان ته د پانګونې جذبولو لپاره باید طالبان ټیکاومن او خوندي چاپیریال برابرولو ته دوام ورکړي، چې پکې د قانون حاکمیت پیاوړتیا، ښه حکومتولي او د فساد پر وړاندې مبارزه شامله ده. له دې ور هاخوا، حکومت باید د انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې د هڅولو لپاره پالیسۍ او هڅونې په پام کې ونیسي، لکه د مالیاتو معافیت او د جواز ورکولو بهیر ساده کول.
دا مطلب له انرژي پورټل وېبپاڼې ژباړل شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره چې پر افغان مېرمنو ډول ډول بندیزونه لګېدلي ور سره د دوی سوداګري په تېره د افغاني جامو او فېشن برخه هم ډېره زیانمنه شوې ده.
یوویشت کلنه سعیده غزنیوال- چې له څو کلونو راهیسې د ښځینه افغاني جامو تولید کې بوخته وه- وايي د جمهوریت تر پرځېدو وروسته یې د کار زوال پیل شو.
مېرمن غزنیوال زیاتوي، کارځی یې لنډه موده وتړل شو، خپل کارکوونکي او پیریدونکي یې له لاسه ورکړل او ډیر مالي تاوان ور واوښت.
نوموړې وايي، خپل کار یې بیا پیل کړی خو د پخوا په شان نه کاري انګیزه لري او نه پرمختګ لارې ورته پرانیستې دي.
خو د اصیلا سادات په څېر داسې مېرمنې هم شته چې د طالبانو له قیوداتو سره د مقابلې لپاره یې خپل تجارتي فعالیت کې بدلون راوستلی دی.
اغلې سادات چې د ښځینه جامو د تولید او فیشن د یوې کوچنۍ کارخونې مسووله ده، په جمهوریت کې یې د افغاني جامو نوي ډیزاینونه خلکو ته وړاندې کول، خو د طالبانو له راتګ وروسته د دې کارخونه هم درې میاشتې بنده وه.
نوموړې د کارخونې بېرته پرانیستلو لپاره، خپل کاري سیستم بدل کړ او د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې ښځو ته د دودیزو جامو ګنډلو روزنیز پروګرامونه پیل کړل.
هغې تر دې دمه د خامک ګنډلو، چرمه ګنډلو، د جامو ډیزاین، خیاطۍ او داسې نورو مختلفو برخو کې لسګونه مېرمنې روزلې دي.
لیلا محمدي جمهوریت کې دولتي کارمنه وه، خو د کابل پرځېدو سره بې کاره او خپلو بچیانو ته د روزۍ پیدا کولو لپاره د اصیلا سادات روزنیزو پروګرامونو کې شامله شوه.
مېرمن محمدي یوه پروګرام کې د خامک ګنډلو شپږ میاشتنۍ روزنه کې ګډون وکړ او اوس له څو شرکتونو سره له کور په دې برخه کې همکاري کوي.
د ښځو د سوداګرۍ خونې مشره سلما یوسفزۍ د مېرمنو د سوداګریزو چارو غوړېدو ته هیله منه ده.
نوموړې وایي، اوس پر کابل سربېره بادغېس، غور، نیمروز، هرات، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې د ښځو سوداګرۍ خونې فعالې او سلګونه مېرمنې په سوداګریزو کارونو بوختې دي.
میرمن یوسفزۍ زیاتوي، هڅه کوي چې د ښځینه سوداګرو کاري ستونزې حل کړي.
خو نړیوال بانک په یوه رپوټ « ۲۰۲۳ کال کې ښځې، سوداګري او قانون« کې افغانستان د داسې هېوادونو له ډلې بللی چې د ښځو سوداګري او د دوی د سوداګرۍ لپاره شرایط ورځ تر بلې خرابیږي.
په دې راپور کې راغلي چې افغانستان له یمن او سوډان وروسته د سوداګرو مېرمنو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.
د طالبانو واکمنېدو پسې دې ډلې د نجونو او مېرمنو پر زدکړو او کار سربېره مختلفو برخو کې تر پنځوسو ډېر بندیزونه یا د دوی په خبره، فرمانونه لګولي، چې له امله یې ښځې له کاري، اقتصادي او ټولنیز چاپېریال محرومې شوې دي.
طالبانو د جولای لومړیو کې تر یوې میاشتې د سینګارتونونو د تړلو پرېکړه هم وکړه.
د ځینې رپوټونو له مخې په افغانستان کې تر ۱۲ زرو ډېر سینګارتونونه شته او د دې پرېکړې پلي کېدو سره به تر شپېتو زرو مېرمنې بې کاره شي.
