د افغانستان اسمان له دوه کلن ځنډ وروسته بیا د نړېوالو الوتنو لار جوړېږي

د هوايي چلن مهمو څارونکو ادارو سوداګریزو الوتکو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان پر هوايي حریم الوتنې بیا پیل کړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واکمنېدو سره ځنډېدلې وې.

د هوايي چلن مهمو څارونکو ادارو سوداګریزو الوتکو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان پر هوايي حریم الوتنې بیا پیل کړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واکمنېدو سره ځنډېدلې وې.
دې سره به په راتلونکو اونیو کې د هند په ګډون د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تګ راتګ وخت پاموړ کم شي.
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (ایف اې اې) امریکايي الوتکو ته سپارښتنه کړې چې د کابل د الوتنو د معلوماتو له سیمې (ایف آی ار) د ۳۲ زره فوټو په لوړوالي الوتنې وکړي.
دا اداره د متحده ایالاتو د ملکي هوایي چلن د عملیاتو لپاره د سیمې په لوړو ارتفاعاتو کې د خطرونو کمښت ارزوي.
دا اقدام د اروپایی اتحادیې د هوايي چلن د خوندیتوب ادارې (اي اې ایس اې) له لارښود سره هم سمون لري.
دا اداره د غړو هیوادونو له هوایي شرکتونو غواړي چې ملکي هوایی چلن ته د تلپاتې بالقوه ګواښونو او په ټیټه ارتفاع کې د سختو عملیاتي خطرونو له امله له ۳۲ زره فوټو لاندې الوتنې ونه کړي.
د ۲۰۲۱ ميلادي کال له اګسټ راهیسې، د شمالي هند په ګډون د لوېدیځو او ختیځو سیمو ترمنځ الوتکو د افغانستان له هوايي حریم ډډې ته کېدو سره اوږدې لارې لنډولې او شاوخوا نیم ساعت وخت یې زیاتېده.
دغه وضعیت تیر دوبی هغه وخت نور هم کړکیچن شو چې پر اوکراین د روسیې د برید له امله نور فضایي محدودیتونه ولګېدل او د لویدیځ الوتکو د روسیې له وایي حریم یو مخ لار بدله کړه.
اوس الوتکو ته د افغانستان د هوايي حریم بيا پرانېستل کېدو سره، د هوايي لارې له ګڼې ګوڼې ډکه یوه برخه هم ختمه شوه.
خو دواړو (ایف اې اې) او (اي اې ایس اې) په ټول افغانستان کې د هوايي ترافیک خدمتونو پر محدود ظرفیت سربېره د وسلوالو پر فعالیت هم اندېښنه ښودلې چې ګویا بریدونو او بېلابېلو لارو سره د هوایي چلن تاسیسات په نښه کولی شي.
بل خوا، (اي اې ایس اې) د غړو هیوادونو هوایی شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ملي چارواکو پر لارښوونو سربېره دې د خطر ارزونه کې د خوندیتوب دا معلومات هم په پام کې ونیسي.
خو د هند د هوايي شرکتونو چارواکي وايي، ښايي د افغانستان هوايي حریم د بيا پیلولو لپاره یو څه وخت ونیسي.
دوی د خطر هر اړخیز تحلیل او د افغانستان په هوایی ډګرونو کې د بیړنۍ ناستې طرزالعملونو پراختیا اړینه بولي.
سربیره پردې د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او ترکمنستان ښکیلتیا او همکاري اړینه ده، ځکه چې الوتکې به په ټاکلي ارتفاع د دغو هېوادونو له فضايي حريم افغانستان ته ننوځي.
دا مطلب له ایکانومیک ټایمز ترجمه شوی دی.

د افغانستان د انرژۍ بازار له ډېرې مودې راهیسې له بېلابېلو ننګونو لکه د زېربناوو د کموالي، د پانګونې کمښت او د سیاسي ټیکاو له نشتوالي سره مخامخ دی.
خو وروستي پرمختګونه او د طالبانو او له دوی سره دې برخه کې د بهرنیو شریکانو روانې هڅې د افغان انرژۍ راتلونکې لپاره د هیلو څراغ بلل کېږي.
افغانستان په مهمو یا بنسټيزو برخو لکه د وړتیا لوړولو، سیمه ییزې همکارۍ او نوېدونکې یا د تجدید وړ انرژۍ باندې تمرکز سره دغه ننګونې هوارولی او د انرژۍ امنیت او اقتصادي ودې ته لار پرانیستلی شي. د افغانستان د انرژۍ د پراختیا پر وړاندې یو له لومړنیو خنډونو د هېواد په ادارو کې د ظرفیت او کاري ځواک کموالی دی. د اږدې جګړې او د ټیکاو نشتوالي له امله دا هېواد د تکړه کارپوهانو له کمښت او کمزوري نظارتي چاپیریال سره لاس او ګرېوان دی.
د دې موضوع د حل لپاره، طالبانو د خپلو ادارو د پیاوړتیا او د کاري ځواک د ظرفیت د لوړولو لپاره کار کوي، چې پکې د انرژۍ برخې کارکوونکو د تخنیکي او مدیریتي مهارتونو د زیاتولو او همدارنګه د انرژۍ اړوند پرېکړو او چارو کې روڼتیا شامله ده. پر ظرفیت جوړولو سربېره د انرژۍ د ننګونو هوارولو کې د افغانستان لپاره سیمه ییزه همکاري اړینه ده. افغانستان چې په وچه ایسار او محدودې انرژۍ سرچینې لري، له ګاونډیو هېوادونو د انرژۍ پر واردولو ډېره تکیه کوي.
د دوامداره او ارزانه انرژۍ د رسولو د یقیني کولو لپاره، افغانستان باید له مهمو سیمه ییزو شریکانو لکه ایران، ترکمنستان او ازبکستان سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
په دې کې د پولې هاخوا د انرژۍ په پروژو کې همکاري لکه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ټاپي پروژه او له منځنۍ اسیا تر سویلي اسیا د برېښنا د لېږد پروژې شاملې دي.
دغه نوښتونه به نه یوازې افغانستان ته د اړتیا وړ انرژۍ سرچینې برابرې کړي، بلکې سیمه ییزه اقتصادي همکاري او یووالی به هم ورسره پیاوړی شي.
دې برخه کې د طالبانو، ازبکستان او پاکستان استازو د جولای پر ۱۷ د افغان ټرانس پټلۍ هوکړه هم لاسلیک کړه چې د افغانستان له لارې پاکستان او ازبکستان په پټلۍ سره نښلي او له منځنۍ اسیا تر هند سمندر سوداګري ته لار جوړېږي.
د نوېدونکې انرژۍ پروژې د افغانستان د انرژۍ بازار له نوېدونکو سرچینو هم ګټه اخیستلی شي، ځکه دا هېواد د لمري، بادي او د اوبو انرژۍ د تولید وړتیا لري، چې تر ډېره حده ترې ګټه نه ده پورته شوې.
د نوېدونکې انرژۍ په پروژو کې پانګونې سره افغانستان په وارداتي سونتوکو تکیه او د شین کوریز ګاز اخراج کم او د خپلو خلکو لپاره نوي اقتصادي فرصتونه برابر کړي. په افغانستان کې اوس هم امنیتي ستونزې او د سیاسي ټیکاو نشتوالی په انرژۍ کې د پانکونې لپاره لویه ننګونه ده.
افغانستان ته د پانګونې جذبولو لپاره باید طالبان ټیکاومن او خوندي چاپیریال برابرولو ته دوام ورکړي، چې پکې د قانون حاکمیت پیاوړتیا، ښه حکومتولي او د فساد پر وړاندې مبارزه شامله ده. له دې ور هاخوا، حکومت باید د انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې د هڅولو لپاره پالیسۍ او هڅونې په پام کې ونیسي، لکه د مالیاتو معافیت او د جواز ورکولو بهیر ساده کول.
دا مطلب له انرژي پورټل وېبپاڼې ژباړل شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره چې پر افغان مېرمنو ډول ډول بندیزونه لګېدلي ور سره د دوی سوداګري په تېره د افغاني جامو او فېشن برخه هم ډېره زیانمنه شوې ده.
یوویشت کلنه سعیده غزنیوال- چې له څو کلونو راهیسې د ښځینه افغاني جامو تولید کې بوخته وه- وايي د جمهوریت تر پرځېدو وروسته یې د کار زوال پیل شو.
مېرمن غزنیوال زیاتوي، کارځی یې لنډه موده وتړل شو، خپل کارکوونکي او پیریدونکي یې له لاسه ورکړل او ډیر مالي تاوان ور واوښت.
نوموړې وايي، خپل کار یې بیا پیل کړی خو د پخوا په شان نه کاري انګیزه لري او نه پرمختګ لارې ورته پرانیستې دي.
خو د اصیلا سادات په څېر داسې مېرمنې هم شته چې د طالبانو له قیوداتو سره د مقابلې لپاره یې خپل تجارتي فعالیت کې بدلون راوستلی دی.
اغلې سادات چې د ښځینه جامو د تولید او فیشن د یوې کوچنۍ کارخونې مسووله ده، په جمهوریت کې یې د افغاني جامو نوي ډیزاینونه خلکو ته وړاندې کول، خو د طالبانو له راتګ وروسته د دې کارخونه هم درې میاشتې بنده وه.
نوموړې د کارخونې بېرته پرانیستلو لپاره، خپل کاري سیستم بدل کړ او د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې ښځو ته د دودیزو جامو ګنډلو روزنیز پروګرامونه پیل کړل.
هغې تر دې دمه د خامک ګنډلو، چرمه ګنډلو، د جامو ډیزاین، خیاطۍ او داسې نورو مختلفو برخو کې لسګونه مېرمنې روزلې دي.
لیلا محمدي جمهوریت کې دولتي کارمنه وه، خو د کابل پرځېدو سره بې کاره او خپلو بچیانو ته د روزۍ پیدا کولو لپاره د اصیلا سادات روزنیزو پروګرامونو کې شامله شوه.
مېرمن محمدي یوه پروګرام کې د خامک ګنډلو شپږ میاشتنۍ روزنه کې ګډون وکړ او اوس له څو شرکتونو سره له کور په دې برخه کې همکاري کوي.
د ښځو د سوداګرۍ خونې مشره سلما یوسفزۍ د مېرمنو د سوداګریزو چارو غوړېدو ته هیله منه ده.
نوموړې وایي، اوس پر کابل سربېره بادغېس، غور، نیمروز، هرات، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې د ښځو سوداګرۍ خونې فعالې او سلګونه مېرمنې په سوداګریزو کارونو بوختې دي.
میرمن یوسفزۍ زیاتوي، هڅه کوي چې د ښځینه سوداګرو کاري ستونزې حل کړي.
خو نړیوال بانک په یوه رپوټ « ۲۰۲۳ کال کې ښځې، سوداګري او قانون« کې افغانستان د داسې هېوادونو له ډلې بللی چې د ښځو سوداګري او د دوی د سوداګرۍ لپاره شرایط ورځ تر بلې خرابیږي.
په دې راپور کې راغلي چې افغانستان له یمن او سوډان وروسته د سوداګرو مېرمنو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.
د طالبانو واکمنېدو پسې دې ډلې د نجونو او مېرمنو پر زدکړو او کار سربېره مختلفو برخو کې تر پنځوسو ډېر بندیزونه یا د دوی په خبره، فرمانونه لګولي، چې له امله یې ښځې له کاري، اقتصادي او ټولنیز چاپېریال محرومې شوې دي.
طالبانو د جولای لومړیو کې تر یوې میاشتې د سینګارتونونو د تړلو پرېکړه هم وکړه.
د ځینې رپوټونو له مخې په افغانستان کې تر ۱۲ زرو ډېر سینګارتونونه شته او د دې پرېکړې پلي کېدو سره به تر شپېتو زرو مېرمنې بې کاره شي.

له جګړه ځپلي افغانستان د امریکا له وتلو نږدې دوه کاله وروسته چینایي شرکتونه په دغه هېواد کې د طبیعي زیرمو په لټه د میلیاردونو ډالرو تړون ته نږدې شوي دي.
مهم معدنونه باید له هغو سیمو تر لاسه شي چې د معدن درجه لوړه او پر چاپېریال یې اغېز کم وي او له اقتصادي پلوه یې مصارف کم او ګټه یې ډېره وي) د معدنونو استخراج موثر وي.
په دې سبب ښايي متحده ایالات له طالبانو سره د تعامل لپاره دا یو فرصت وګڼي، لکه څنګه یې چې په ۱۹۹۰ ز کلونو کې پر دې ډله له بندیزونو سره سره یې د تیلو او ګازو د پراختیا لرلید لپاره ور سره د اړیکو او تعامل یوه کړکۍ پرانیستې وه.
ځکه اوس ورځ تر بلې یو متحد نظر وده کوي چې کم کاربنه ټیکنالوجۍ ته د "زرغون لېږد" یا "پاکې انرژۍ لېږد" لپاره زرغون کاني مواد په کار دي.
لیتیم په دوراني جدول کې د تر ټولو سپک فلز په توګه ځینې داسې ځانګړتیاوې لري چې د زرغون لېږد اړتیا وړ بېټریو لپاره خورا مناسب فلز بلل کېږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا؛ یوه چینایي شرکت په دې وروستیو کې د افغانستان په جنوب کې د لیتیم کانونو کې د لس میلیارد ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. یو بل چینایي شرکت ته په شمال کې د تیلو او ګازو د اکتشاف جواز هم ورکړل شوی دی.
طالبانو ادعا کړې چې د لیتیمو تړون به په هیواد کې تر یو لک شل زرو پورې مستقیمې او ګڼې نورې غیرې مستقیمې دندې رامنځته کړي، دا په داسې حال کې ده چې دوی له سخت بشري بحران او دوامدارو نړیوالو بندیزونو سره مخ دي.
د تړون د یوه اړخ په توګه چینایي شرکت هم ژمنه کړې چې په افغانستان کې به پر نویو زیربنایي پروژو پانګونه وکړي.
چین څوارلس کاله د مخه له افغانستان سره د لوګر ولایت د مس عینک کان قرارداد لاسلیک کړی دی، چې د نړۍ په کچ د مسو یوه ستره زېرمه ده.
د چین دولتي میتالرجیکل ګروپ په ۲۰۰۷ ز کال کې د افغانستان له حکومت سره د دې کان د اېستلو تړون لاسلیک کړ. مګر دا پروژه د کلونو امنیتي ستونزو، لوژیستیکي ننګونو او د قرارداد د بیا کتنې له امله تر اوسه نه ده پیل شوې.
همدارنګه د چین او پاکستان تر منځ یو ازمایشي/لنډ مهاله موافقه هم موجوده ده چې موخه یې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز پراختیا او تر افغانستان غځول دي. د روان کال د جولای په اوومه نېټه، د چين - افغان کانونو د پروسس او سوداګرۍ شرکت په راتلونکو څو مياشتو کې د برېښنا د توليد، د سمنټو د فابريکې د جوړولو او د عامې روغتيا په شمول په بېلابېلو برخو کې د ۳۵۰ مليونو ډالرو پانګونې اعلان وکړ.
افغانستان له ډېر پخوا د غني معدنونو په درلودلو مشهور دی. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د اټکل له مخې ښايي افغانستان ۶۰ میلیون ټنه مس، ۲.۲ ملیارد ټنه اوسپنه، ۱.۴ میلیون ټنه نادر ځمکني عناصر لکه: لینتانیم، سیریم، نیوډیمیم، المونیم، سره زر، سپین زر، زینک او لیتیم لري.
د لیتیمو وړاندیز شوی تړون به طالبانو ته په افغانستان کې د پانګونې له یو څو لویو فرصتونو د ګټې پورته کولو اجازه ورکړي او هم به د هیواد د اقتصادي ثبات د لوړولو لپاره د اړتیا وړ عاید راټول کړي.
د لیتیمو وړاندیز شوی تړون به طالبانو ته اجازه ور کړي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره په یو څو لویو فرصتونو کې له یوه ګټه پورته او د هېوادني اقتصاد د دوامدارې پیاوړتیا لپاره ډېر اړتیا وړ عواید راټول کړي.
دا به طالبانو ته د کانونو په نړیوال سکټور کې یو څه نړۍوال مشروعیت ورکړي او هم به د نادره معدنونو سرچینې تر لاسه کړي.
د رسمیت پېژندنې لپاره د طالبانو ناامیدي:
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د واک ترلاسه کولو وروسته؛ په عامه ژوند کې د ښځو د محدودولو لپاره سخت ګامونه پورته کړل. دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، پوهنتونونو ته یې د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه، ښځې او نجونې یې له کوره بېرون له کار منع کړې.
د نړۍ کوم حکومت طالبان لا تر اوسه په په رسمیت نه دي پېژندلي خو بېلابېلو هېوادونو سره یې خپل لومړني ډیپلوماټیک اړیکي جوړ کړي دي. د طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته د هېواد بانکي سیستم هم له نورې نړۍ سره پرې شوی چې دغې چارې ټولو افغانانو ته اقتصادي ستونزې را ولاړې کړې دي.
طالبانو د روان کال د می په لومړیو کې په قطر کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو په جوړ شوي نړۍوال کنفرانس کې د په رسميت پېژندلو یو فرصت ولید؛ خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د مېرمنو پایمال شوي حقونه د په رسمیت پېژندلو د پروسې اساسي خنډ وباله.
د چین د پانګونې نوې معامله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره د یوې معاملې په توګه کارول کېدی شي. چین لا د مخه په بریالیتوب سره دې ته ورته یو څه ترسره کړي او غوښتنه یې کړې وه چې د مس عینک په شاوخوا کې د بودا تاریخي مجسمو ساتنه دې د کان کیندنې د قرارداد د شرط په توګه وساتل شي.
واشنګټن باید په افغانستان کې د چین د پانګونې ملاتړ وکړي یا هم لږ تر لږه مخالفت او خنډونه جوړ نه کړي. د چینايي پانګوالو په اړه اندېښنې چې ګواکې دوی دې پانګونې سره د طالبانو رژیم پیاوړی کوي رښتونې دي او له شک پرته په افغانستان کې د دوی ټول تعاملات د څېړنې وړ دي؛ مګر د هغو ټولنو په داسې حالت کې واقع کول چې په شدید ډول پانګونې ته اړتیا لري بشري امنیت له خطر سره مخ کوي. اړینه ده چې د دا ډول پانګونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو د معافیت یوه درسته لار په پام کې ونیول شي.
د امريکا متحده ايالات د اقليمي بدلون په برخه کې له چين سره د همکارۍ په اړه یوه څرګنده تګلاره لري. د افغان لیتیم دا پانګونه به د نړۍ د یوه تر ټولو بې وزله هېواد پرمختګ او د اقلمي بدلون لپاره مهم فلزات زیرمه کړي. دا چاره به د ډیپلوماتیک عرف له پېژندلو پرته د متحده ایالاتو ښه نیت په ډاګه کړي، لکه څه ډول چې له ایران څخه ترکیې ته د تیلو او ګازو په وارداتو بندیزونه معاف شوي دي.
د نړۍ د زرغونې انرژۍ د لېږد لپاره متحده ایالات او د هغوی متحدین باید دا ومني چې اوس د دې وخت دی چې د اقتصادي جیولوجی پر بنسټ د کانونو عرضه په پام کې ونیسي؛ نه یوازې د جیو پولیټیک. د معدنی زېرمو موقعیت د جیولوجي پر بنسټ ولاړ دی، نه د وخت د سیاست پر بنسټ. په افغانستان کې د لیتیم زیرمې د دې معادلې یوازینۍ برخه ده.
یقیناً متحده ایالات او متحدین به یې دومره ژر په دې ونه توانیږي چې له افغانستان لیتیم یا نور مهم مواد راوباسي. په داسې حال کې چې د زرغونې ټیکنالوژۍ توکي کولی شي چې ډېرې متفاوتې سرچینې ولري. لویدیځې دفاعي ادارې کولی شي د امنیت ساتلو لپاره د "ملګرتیا" (شاید د G7 او اړوندو متحد هیوادونه) مفکورې ته غاړه کیږدي. دا چاره د حیاتي معدني موادو د ادارې او دولتي ادارو له خوا ښه تنظیمېدی شي. په ورته وخت کې دا ډول فعالیتونه باید د هغو ځایونو د معدني زېرمو د استخراج مخه ونه نیسي چې معدني زېرمې یې زیاتې، پر چاپېریال یې اغېز کم مګر د بشري ټولنې د پراختیا او بقاء تاثیرات یې زیات وي. د معدنونو د اکمالاتو د امنیت په اړه د نړیوال تړون د پراختیا لپاره ځانګړي وړاندیزونه شته، همدا راز ګڼ سازمانونه چې له ډلې یې (REA) رینیویبل انرژي ایجنسي هم موجوده ده.
ايا طالبان اصلاحاتو ته هڅول کېدی شي؟
طالبان د پانګونې او له یوې ترهګرې ډلې یو نړۍوال پېژندل شوي حکومت ته د لېږد لپاره یو ځانګړی فرصت لري. اړتیا ده چې د نړۍ ځواکمن مسلمان هېوادونه؛ لکه سعودي عربستان او قطر طالبانو ته ځینې روښانه او ځانګړي پیغامونه ولري او له اسلام څخه د ښځو په اړه د طالبانو تعبیر رد کړي.
متحده ایالات او لویدیځ د هغو هېوادونو سره د پراخو سوداګریزو اړیکو ځانګړی تاریخ او تجربه لري چې له ټولې نړۍ سره په تضاد کې قوانین لري. اقتصادي تعاملات د راتلونکي بدلون لپاره هڅونکي ثابتېدلی شي. لکه څنګه چې مو د اقتصادي تنوع لپاره په سعودي عربستان کې د ښځو پر وړاندې د سختو قوانینو تغیر ولید.
کېدای شي چې د یوه سنجیده میکانیزم په موجودیت کې د اړیکو یو تدریجي دوام رامنځته شي. دا باید په یاد وساتو چې طالبانو د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پر مهال په ۱۹۹۸ کال کې هیوسټن ته د یو هیئت د لېږلو لپاره له UNOCAL سره د تېلو د تړون په اړه خبرې کړې وې.
سره له دې چې طالبانو له سپورت او لوبو سره مخالفت ښودلی خو په دې وروستیو کې یې په قطر کې د نړیوال جام لپاره په ساختماني چارو کې کار کړی دی.
که څه هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش له خوا وسله وال مقاومت روان دی خو د کانونو ټولې زېرمې (د قیمتي ډبرو په استثناء) د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
که څه هم زرغون لېږد یوه ځمکنۍ ننګونه ده او د نړۍ ټول هېوادونه د دوی د سیاسي هڅونو یا کلتوري ارزښتونو په پام کې له نیولو پرته اړتیا لري چې د خپلو مادي اړتیاو څخه د ګټې اخیستنې لپاره تر ټولو موثره ایکولوژیکه او اقتصادي لاره ومومي. حتا له طالبانو سره د دې مسالې په اړه په خبرو کې د اسلامي اخلاقو اړتیا او د وړاندې کولو پوتنشیل هم شته.
خصوصي سکتور د منځګړي په توګه:
لکه څنګه چې په لیتیم کې د چین علاقې خبر په ټوله نړۍ کې خپور او د دلچسپۍ وړ وګرځېد، د میشیګن نیوز سیمه ییزو خبریالانو د ځینو سرچینو پر بنسټ وموندله؛ هغه شرکت چې پر لیتیمو له پانګونې سره علاقه لري په حقیقت کې د Gotion Inc په نوم یو شرکت دی. دا هماغه شرکت دی چې د میشیګن قانون جوړوونکو ته د دوی د وړاندیز شوي ۲.۳۶ ملیارد ډالرو بریښنایی موټرو بیټرۍ په فابریکه به د روان کال په جولایی کې کار پیلوي.
د میشیګن سنا کمېټې په دې وروستیو کې د یادې فابریکې د ملاتړ لپاره د ۱۷۵ میلیون ډالرو د دولتي مرستې هڅونه تصویب کړې. دا شرکت خپل خام مواد له افغانستان برابرولی شي.
د بیټریو د سهولیاتو مدافعین بیا ادعا کوي چې دا د لویې کچې پانګونې لپاره "په یوه پیړۍ کې یو ځل فرصت" دی. اټکل کیږي چې ۲.۳۵۰ دندې به رامنځته کړي. دا لومړۍ قضیه نه ده چې په چین پورې تړلي شرکتونه د کورنيو سیاستوالو لخوا تحقیق یا ردیږي. د ویرجینیا والي ګلین ینګکین د چین د اندېښنو له امله د فورډ موټرو شرکت او امپریکس ټیکنالوژۍ یوه معامله بنده کړه. د سوداګرۍ لپاره اقتصادي اړتیاوې او د معدنونو د عرضه کولو لپاره د مختلفو ځایونو د پرتله کولو ګټې به بازار وهڅوي.
لکه څنګه چې په ښکاره ډول د امریکا خصوصي سکتور ړواندیز کوي په همدې تایید چین په دې برخه کې یو مؤثره مرکې کوونکی کیدی شي.
د اقتصادي او ایکولوژیک موثریت په مسلو کې لاسوهنه به د زرغون لېږد سرعت او ماهیت کمزوری کړي.
چين او لويديځ له نورو ټولو توپیرونو سره – سره د اقلیمي بدلون د کمولو په ستراتېژۍ کې له یو بل سره د همکارۍ موافقه کړې ده.
موږ همدارنګه د جیولوجیکي ځانګړتیاوو په اړه په ډېرو تخنیکي توضیحاتو بحث کړی چې د افغانستان معدنونه به په ځانګړي ډول زرغون لېږد په زړه پوري کړي. دا هغه فرصت دی چې د یوه هېواد د راتلونکي په خوندي کولو کې ګټور ثابتیدی شي او هم د هغه هېواد د پراختیا لپاره د لویدیځ مسوولیت ګڼل کیږي.
دا مطلب له فارن پالیسي ژباړل شوی دی.
لیکوال: سلیم اېچ علي او توماس هېل
