بلاول بوټو زرداري په کوټه کې د واکسیناتورانو د دوو ساتونکو وژل کېدل وغندل

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پوليو ضد واکسیناتورانو باندې نننی برید غندلی چې پکې د واکسیناتورانو دوه ساتونکي وژل شوي دي. بلاول بوټو زرداري له چارواکو غوښتي، چې د واکسیناټورانو امنیت ټینګ کړي او د پېښې د عاملینو پلټنه وکړي.