مایکل مکال له رینا امیري غوښتي، چې له طالبانو سره دې خپلې لیدنې ودروي

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر له طالبانو سره د مستقم تعامل د اړتیا په اړه، د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري پر څرګندونو نیوکه کړې ده. ښاغلي مکال ویلي، له کله نه چې رینا امیري په دې دنده ګمارل شوې، طالبانو د ښځو د ځپلو لپاره ډېر فرمانونه صادر کړي دي.