• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د ږوب په خونړي برید کې افغان اتباع شامل وو

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۱۲ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ پر یوې اډې د وسله والو له خونړي برید څخه شل ورځې وروسته؛ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دغه برید کې یو شمېر افغان اتباع لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او د طالبانو استازو ته یې ویلي چې ډېر ژر به د درېیو وسلوالو جسدونه ور ورسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې په پاکستان کې دننه په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانستان څخه د ترهګرو د "دوامداره ګډون" غندنه کړې ده.

وسله والو د سرطان په ۲۱ مه په ږوب کې د پاکستاني پوځ پر اډې او په سیوۍ ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي وو چې په پایله کې یې ۱۲ پاکستاني امنیتي سرتیري وژل شوي وو.

پاکستاني طالبانو په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو څو بريدونه کړي دي. په افغانستان کې د دغې ډلې په شتون پاکستاني چارواکو څو ځله توندې نیوکې کړي دي، خو افغان طالبانو بیا پر پاکستان د برید لپاره د افغانستان له خاورې د دغو وسله والو له خوا کار اخیستل رد کړي دي.

پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد پوځ د بیانونو په خپرولو سره د طالبانو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې له پناه ځایونو او وسلو څخه په استفادې خپل بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې عملي کوي.

د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پاکستاني چارواکو په شخصي توګه ویلي چې افغان او پاکستاني طالبان د "د یوې سکې دوه اړخونه" دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

معترضې مېرمنې: رینا امیري طالبانو ته لابي کوي

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۶ GMT+۱

په کابل، بدخشان او اسلام اباد کې یو شمېر لاریون کوونکو مېرمنو له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانانو د ټینګار په اړه د امریکا د متحدو ایالاتو د استازې رینا امیري پر څرګندونو اعتراض وکړ او هغه یې د طالبانو لابیګره یاده کړه.

دوی د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دوحه کې د هېوادونو د سیاسي استازو او طالبانو غونډه د اعتراض کوونکو ډلو له شتون پرته د منلو وړ نه ده.

د افغانو ښځو، جونو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالب چارواکو سره د لیدنې په اړه په خپل ټویټ کې لیکلي وو: «د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای طالبانو سره خبرو ته کېناستم».

د افغانستان د ښځو پیوستون غورځنګ د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۱۱مه) په یوه بیان کې د رینا امیري څرګندونې (بې اساسه) وبللې او رد یې کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان د ښځو پیوستون غورځنګ د ښځو د بشري حقونو پر غوښتنې یو ځل بیا ټینګار کوي او د طالبانو له رژیم سره هر ډول تعامل د ښځو له حقونو سره خیانت ګڼي."

دغه راز په پاکستان کې مېشتو افغان مېرمنو د چهارشنبې په ورځ د «په سکوت کې اعتراض» تر عنوان لاندې په یوه احتجاجي کنفرانس کې د رینا امیري د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود. دوی په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې "د طالبانو د ډلې ښځینه لابيګرانې په هېڅ ډول د افغان ښځو استازي نه دي."

دوی په خپل احتجاجي پیغام کې ویلي: "موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغان ښځو په استازیتوب له طالبانو سره اړیکه ونیسي."

دغو ښځو په لاريون کې خپلې خولې تړلې وې او د رينا اميري عکسونه يې سوځولي وو.

دغه راز د بدخشان د ښځو د خوځښت غړې هم په یوه بند ځای کې راټولې شوې وې، د رینا امیري په خبرو یې نیوکه وکړه او له هغې یې وپوښتل: (د ښځو په استازیتوب کومو ښځو او په ځانګړې توګه معترضو مېرمنو دا اجازه درکړې چې زموږ په نماینده ګۍ له طالبانو سره خبرې وکړئ ؟).

د دغه غورځنګ غړو د افغان ښځو، جونو او بشر حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې د طالبانو لابیګره یاده کړه.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې رینا امیري د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله له دغې ډلې سره له خبرو کولو ډډه کړې وه.

ایران: په تېره یوه اونۍ کې مو ۷۵۰۰ غېر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږل

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۱

ایراني پوله ساتي چارواکي وايي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پروسه چټکه کړې او په همدې موده کې یې ۷۵۶۳ غېر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

تهران ټایمز په یوه راپور کې د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو د قوماندان مجید شجاع له قوله ویلي چې په تېره اونۍ کې یې دا ناقانونه کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.

سرچینه د قوماندان له قوله زیاتوي چې دا اقدامات د غېر قانوني کډوالو سره د مقابلې د سیاست یوه برخه ده او یاد کډوال یې د دغه ولایت د دوغارون څخه د هرات د اسلام کلا د بندر له لارې لېږلي دي.

نوموړی وايي: ( بهرني اتباع باید د قانوني او رسمي دروازو له لارې ایران ته را داخل شي او که څوک غېر قانوني را داخل شي له جدي چلند سره به مخ شي).

بلخوا د طالبانو د کډوالو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په تېره یوه اونۍ کې له ایرانه نېږدې درې زره افغان کډوال بېرته راستانه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په ایران کې نېږدې پنځه میلیونه افغان کډوال اوسي چې په تېر کال کې یې شا او خوا نوي زره بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

طالبانو په ننګرهار کې د نن او ځوانانو راډیوګانې هم وتړلې

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۱

په ننګرهار کې طالب چارواکو پر همېشه بهار رادیو تلوېزون سربېره د ځوانان او نن په نوم د دوو راډیوګانو خپرونې هم بندې کړې دي. په دې دوو تړل شویو راډیوګانو کې د یوې مسوول افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو ورته ویلي، چې ترڅو د همېشه بهار نشرات بند وي، دوی هم فعالیت نشي کولی.

دې دوو راډیوګانو د همېشه بهار رادیو تلوېزون په ودانۍ کې رسنیز فعالیت درلود.

د همېشه بهار رادیو تلوېزون مشر اتل ستانکزي د دې خبر په پخلي سره افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې دوو راډیوګانو ځانګړی فعالیت درلود، خو له دوی سره یې په یوه ودانۍ کې دفترونه وو.

د هغه په خبره، د همېشه بهار راډیو تلوېزون ودانۍ پراخه ده، ځکه دې نورو دوو رسنیو هم ترې کار اخیست او د خپلې برخې د ودانۍ لګښت او نور مصارف یې پخپله پرې کول.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د همېشه بهار راډیو تلوېزون خپرونې په دې پلمه بندې کړې چې په یوه ټولګي کې یې نرینه او ښځینه خبریالانو ته روزنیز درس ورکاوه.

خو ځینې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، پر دغه شبکه د طالبانو د چاپې د خبر نشرېدو له امله دا رسنۍ تړلې ده.

د دې سرچینې په خبره، طالبان د دوشنبې په ورځ د دغې شبکې دفتر ته ورننوتي او د خبریالانو روزنیز کورس یې تړلی و چې ښځینه هم پکې وې.

عیني شاهدان وايي چې طالبانو د روزنیز کورس ګډونوال ګواښلي او د همېشه بهار راډیو- تلویزون کارکوونکي یې ډبولي دي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو د دغه خبر په خپرېدو خپه دي نو ځکه یې د همېشه بهار راډیو- تلویزون خپرونې وځنډولې.

دا ګډ روزنیز ورکشاپ په داسې حال کې جوړیږي چې طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو او یو شمېر فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو یو شمېر غړو په ټولنیزو شبکو کې د ښځینه خبریالانو روزل د طالبانو له امر څخه سرغړونه بللې او ګواښ یې کړی که چېرې بیا دا سرغړونه تکرار شي عملي کوونکي به یې له سختې سزا سره مخ شي.

په ورته وخت کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نۍ) یاده پېښه غندلې او د طالبانو دا چلند یې غېر اصولي او د بیان پر ازادۍ یو فشار یاد کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د زمري په میاشت کې طالبانو د همېشه بهار راډیو- تلویزون مشر اتل ستانکزی د یوې ورځې لپاره بندي کړی هم و.

ایران: طالبانو د ۸۵۰ میلیون لیټرو پر ځای ۱۵ میلیونه لیټره اوبه راخوشې کړي

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه وايي؛ سره له دې چې طالبانو د هلمند تړون منلی خو دغې ډلې په حقیقت کې ایران ته د ۸۵۰ میلیونه لیټرو پر ځای یوازې ۱۵ میلیونه لیټره اوبه خوشې کړي دي.

علي سلاجقه ویلي چې طالبانو د خبرو لپاره د ایران تکراري غوښتنه نه ده منلې.

د ایسنا د راپور له مخې، علي سلاجقه د چهارشنبې په ورځ د اسد د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د حکومتي هیئت د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل: "موږ څو ځلې د افغانستان له واکمنې ادارې څخه د یوې مشترکې غونډې د جوړلو غوښتنه کړې خو له بده مرغه هغوی ونه منله. سربېره پر دې د انرژۍ وزیر ته د حکومت له خوا دنده ورکړل شوې ده چې دا موضوع تعقیب کړي."

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي؛ چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو کچه پرېمانه ده او طالبان باید هر کال ۸۵۰ میلیونه لیټره اوبه د هغه تړون له مخې ایران ته ورکړي چې دوی یې مني. علي سلاجقه زیاته کړه چې طالبانو تر اوسه یوازې ۱۵ میلیونه لیټره اوبه ایران ته پرېښي دي.

د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر ټینګار وکړ چې د دغه هېواد او طالبانو تر منځ اصلي موضوع د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې د لاسلیک شوي هوکړې عملي کول دي.

نوموړي په افغانستان کې اورښتونو ته په اشارې سره زياته کړه چې اوس د هلمند په سيند کې کافي اندازه اوبه شته او هیله لري چې طالبان به دا اوبه د کمال خان بند له لارې راتېرې کړي تر څو بلې خوا ته لاړې نه شي. هغه وویل چې په اوس وخت کې د اوبو جریان مناسب دی او د ایران ولایتي چارواکو ته یې ویلي چې له طالبانو سره خبرې وکړي څو د هلمند له سیند څخه د ایران حقابه ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په یوې مرکې کې ویلي؛ چې طالبانو په لومړي ځل د هلمند له سیند څخه دې هېواد ته د اوبو د ورکولو ژمنه کړې وه خو دغې ډلې پر خپله ژمنه وفا ونه کړه.

حسین عبداللهیان مخکې تایید کړې وه چې طالبانو "د بند دروازې خلاصې کړې او اوبه د ایران په لور روانې شوې."

نوموړي دا هم ویلي چې ایران له طالبانو سره پر دوو لارو هوکړه کړې ده. هغه وويل: "لومړۍ لار زموږ د تخنيکي پلاوي لپاره ده چې د کجکي بند څخه پورته لاړ شي او اوبه معلومې کړي؛ چې د 1351 ل کال د تړون له مخې د اوبو د اندازې د ټاکلو شاخص دی او دویمه لار بیا زموږ د خپلو امکاناتو کارونه ده چې له مخې یې د اوبو په جریان کې د اوبو اندازه واخلو."

عبداللهیان وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د تخنیکي پلاوي د لېږلو په اړه د ایران د سفارت او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ یادښتونه تبادله شوي او په پام کې ده چې ډېر ژر به ایراني پلاوی د لیدنې او خبرو اترو لپاره ولېږل شي.

کندهار؛ د امریکا، ایران او پاکستان د څارګرو ادارو د ټکر صحنه

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۶ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

«کندهار» د سي ای اې د یوه مامور د ځانګړیو عملیاتو د یوه نوي جنګي فلم نوم دی چې په ډېر لنډ وخت کې یې زیات لېدونکي پېدا کړل. پر دغه فلم ګڼو فلم پوهانو خپلې د ستاینې او غندنې تبصرې کړې دي.

اکثرو یې فلم له تخنیکي اړخه تشریح کړی، دغه فلم د هالیوډ یو له هغو فلمونو دی چې زیاته سرمایه پرې لګېدلې او په ټوله دنیا کې ورته ډېر تبلیغات شوي دي.

تر ټولو جالبه بیا دا ده چې د فلم د کیسې لیکوال د امریکا د دفاعي امنیت (DIA) یو مامور میچل لافورچن (Mitchell LaFortune ) دی چې په ۲۰۱۳ ز کال کې یې په افغانستان کې ماموریت لاره.

په دې لیکنه کې موږ هڅه کړې چې د سیمې د روان کړکیچ، استخباراتي لوبو او جیوپولیټیک کشمکشونو په نظر کې نیولو سره د کندهار فلم ته کتنه وکړو.

د فلم جوړښت او جوړوونکي:

د کندهار فلم د هالیوډ هغه امریکايي فلم دی چې په ۲۰۲۳ ز کال کې نندارې ته وړاندې شو، په دغه فلم کې د امریکا، هند او ایران سینماګرانو کار کړی دی.

دا یو جنګي او استخباراتي فلم دی چې لارښود یا ډایریکټر یې ریک رومن وا دی او میچل لارفورچن یې لیکوال دی، د فلم د اصلي کرکټر یا فلمستوري په توګه جرارډ بټلر چې په خپله پروډیوسر هم دی کار کړی.

میچل لافورچن په ۲۰۱۶ کال کې د خپل دغه لیکل شوي فلم سکریپټ په تنډر روډ فلم کمپنۍ وپلوره او هغوی یې د جوړولو تابیا وکړه. د ۲۰۲۰ ز کال په جون کې اعلان وشو چې جرارډ بټلر دغه فلم جوړوي.

فلم په ۲۰۲۱ ز کال ډیسمبر کې په سعودي عربستان کې پیل شو، د سعودي عربستان د جدې او العلا سیمې ځینې خړې دښتې او غونډۍ لري چې نسبتاً کندهار او ځینو سرحدي سیمو ته ورته دي.

دا فلم د ۲۰۲۳ کال د می په ۲۶ مه د اوپن روډ فلمز لخوا په سینماګانو کې خپور شو.

لوبغاړي:

  • · جرارډ بټلر د ټام هریس نقش لوبولی
  • · نوید نګهبان د محمد داود (مو) نقش لوبولی
  • · علي فاضل د کاهل ناصر رول لوبولی
  • · بهادر فولادي د فرزاد اسدي رول لوبولی
  • · نینا ټوسن وایټ د لونا کوجايي رول لوبولی
  • · اولیویا - می برټ د ایډا هرس رول لوبولی

پر دغو مهمو فلمي لوبغاړو سربېره لسګونه نور داسې لوبغاړي دي چې په کندهار فلم کې یې د یوې کوچنۍ یا لویې برخې د لوبغاړي په توګه خپل رول ادا کړی دی.

100%

کیسه:

د "کندهار" فلم په شروع کې کیسه د ایران له قم ښار پیلیږي، د سي ای اې یو پټ مامور چې ټام هریس نومیږي له خپل ملګري اولیور سره د تخنیګرانو په بڼه د ایران یوې اټومي بټۍ ته ننوځي او هلته د دغو دواړو ماموریت دا وي چې داسې یو سیستم نصب کړي چې له امله یې سي ای اې ته د ایران د اټوم بم د جوړولو ټولې چارې معلومې او مهم معلومات تر لاسه کړي. دوی سره له ډېرو محدودیتونو او امنیتي څار په خپل کار کې کامیابېږي او سي ای اې د اټومي بټۍ تصویرونه او معلومات تر لاسه کوي.

په ورته وخت کې ټام کورنۍ ستونزې هم لري، له یوې خوا دی د سي ای اې ماموریت دې ته نه پرېږدي چې خپل ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي او بل خوا یې مېرمن د طلاق غوښتنه کوي. د یوه استخباراتي مامور په توګه د ټام هریس دنده دی نه پرېږدي چې خپلې کورنۍ ته یو ښه پلار یا خاوند شي. دی کوښښ کوي چې د خپلې لور په فراغت غونډه کې برخه واخلي او کله چې د سفر تابیا نیسي سمبالوونکی یې خبروي چې یوه ایرانۍ خبریاله لونا کوجايي غواړي د قم په بمبارۍ کې د سي ای اې د لاس لرلو په اړه شواهد راټول کړي. د اردو یو ډګروال اسدي دا خبریاله تښتوي او مجبوروي چې د ټام او اولیور په اړه ورته معلومات ورکړي. اسدي هممهاله د ټام بل ملګری اولیور له منځه وړي او د ټام په لټه خپلې ټولې استخباراتي او جنګي ادارې په دنده ګوماري.

ټام یو ځل بیا له خپل استخباراتي مشر رومن چې په افغانستان کې دی یوه نوي ماموریت ته ګمارل کېږي او مجبوریږي چې دغه ماموریت ته غاړه کېږدي. مشر یې ټام ته د محمد داود (مو) په نوم یو افغان ژباړن چې بېرته له امریکا څخه راستون شوی ور معرفي کوي. ژباړن (مو) له دې سره – سره چې له ټام سره دنده لري بلکې خپل یو شخصي ماموریت هم لري، طالبانو یې یوه خور نیولې. ډېره موده یې دوی احوال نه لري او په ورته وخت کې یې وسلوالو یو زوی هم وژلی دی.

ټام او مو په هرات کې دي مګر دوی له رسنیو خبریږي چې د ایران حکومت او د پاکستان ای ایس ای یې په لټه کې دي، ټام او مو باید په دېرشو ساعتونو کې له دغه ځای کندهار ته ورسېږي چې برېتانوي پوځیان یې په الوتکه کې خوندي انتقال کړي. مګر دغه لار یې له خطرونو او کړاوونو ډکه ده. د ایراني استخباراتي کړیو، د کاهل ناصر په مشرۍ د ای ایس ای له جنګي جاسوسانو او طالبانو سره مخ کېږي.

ټام او مو له هرات د تیښتې په وخت کې د چاودنو، ډزو او پرله پسې بریدونو سره – سره حرکت کوي. دوی د ډګروال اسدي لخوا رالېږل شوې چورلکې سره مخامخ کیږي مګر دوی یې وولي او له راغورځېدو وروسته په یوه غار کې پناه کېږي، چې خلک یې ونه ویني. ټام له مو څخه ډېر منندوی دی او ورته وايي چې سي ای اې ستاسې په څېر د افغان ژباړونکو له خدمته سترګې پټوي. د مو د زوی قاتل یو پخوانی جنګسالار دی. دوی خپل سفر ته ادامه ورکوي او له اسماعیل مرسته غواړي او اسماعیل هم ورسره په ناڅاپي ډول مخ کيږي. خو اسماعیل له دوی سره درغلي کوي او د دوی خبر طالبانو ته ورکوي چې له امله یې دوی دواړه د طالبانو له خوا نیول کیږي. د سي ای اې اړیکه هم له دوی سره پرې کیږي، رومن له افغان ځانګړو ځواکونو سره یو ځای کېږي تر څو د دوی د ژغورنې عملیات پیل کړي مګر هغه د دوی د ژغورلو په لار کې خپل ځان قرباني کوي.

دوی ته له طالبانو سره مقابله ممکنه بریښي مګر تر ټولو سخت ډار یې د کاهل ناصر له ډلې دی ځکه چې هغوی په ډېرې چټکۍ سره د دوی د پلټنې عملیات کوي. د ژغورنې د عملیاتو په جریان کې سي ای اې طالبان له منځه وړي، که څه هم د کاهل ناصر له ډلې سره مخامخ کیږي مګر د افغان ځانګړي ځواک په مرسته ټام او مو ژغورل کیږي او له یوې لویې چاودنې سره دوی کندهار ته ننوځي چې د برېتانوي ځواکونو الوتکه د دوی د انتقال لپاره په انتظار ده.

په پای کې ټام او مو بې له کوم شدید زیانه متحده ایالاتو ته ستنیږي. ټام د خپلې لور په فراغت کې برخه اخلي او له مېرمنې سره راپورته شوی کړکېچ یې پای ته رسېږي. مو د خپلې میرمنې او کوچني زوی سره یوځای کیږي او خوښي نمانځي. خبریاله لونا بې زیانه خوشې کېږي.

100%

د سیمې پیچلی استخباراتي جوړښت:

که څه هم کندهار فلم د سي ای اې په ځانګړو عملیاتو راڅرخي او اصلي موخه یې د ایران د اټومي بټیو له منځه وړل او په سیمه کې د امریکا د قدرت ښکاره کول دي، مګر دغه فلم د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ روان جیوپولیټیک کړکېچ ډېر ښه روښانه کوي.

د کندهار په فلم کې د ایران پر اټومي بټیو سربېره دا په ډاګه شوې چې ایراني استخبارات څه ډول او په کومه کچه د افغانستان په خاوره کې فعالیت لري؟ د ای ایس ای موخې او اهداف څه دي؟ د خپلسرو جنګي ډلو موجودیت ته هم څنګزنه اشاره شوې او د طالبانو او داعش ټکرونه یې هم پکې روښانه کړي دي.

په فلم کې د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ په سرحدي سیمو کې د جنګي او خپل سرو ډلو شتون یو بېل بحث دی او پکې په ډاګه شوې چې په دغو سیمو کې څومره پیچلي جنګي او استخباراتي جوړښتونه فعال دي. د سیمې د خلکو غربت، بې وزلي او حتا لومړنیو اسانتیاو ته نه لاسرسی یې هم منعکس کړی دی.

تر ډېره هڅه شوې چې د سي ای اې ماموریت په ښه بڼه توجیه کړي او هم وښيي چې سره د جیوپولیټیک او پیچلي استخباراتي کړکېچه سي ای اې بیا هم توانېږي چې خپل ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

دا فلم د ایران او پاکستان تر منځ د روان جیوپولیټیک کړکیچ په نښه کولو سره پای ته رسیږي.

پایله:

په پایله کې ویلی شو چې د کندهار فلم د هالیوډ یو له هغو فلمونو دی چې زیاتې پېسې پرې لګېدلی دي. د فلم اصلي موخه د سي ای اې سخت خو بریالي عملیات ښيي. همدا راز په دغه فلم کې دا ښودل شوي چې امریکا څه ډول توانیږي چې د ایران اټومي بټۍ له منځه یوسي.

دویمه مهمه مساله د افغانستان، ایران او پاکستان تر منځ د جیوپولیټیکي کړکېچ په فلمي انداز بیانول دي چې په ډېره روښانه توګه پکې بیان شوی دی. د سیمې استخباراتي ډلې، اجرتي قاتلان، طالبان، داعش او نورې جنګي ډلې او د هغوی جوړښت پکې تشریح شوی دی.

د افغانستان بډایه فرهنګ، دود – دستور،د خلکو ژوند، توندلارۍ ته له ماشومتوبه د افغانانو تشویق، د جنګي او استخباراتي ډلو له خوا د خلکو یرغمل کول او په ژمنه درېدلو ته هم څنګزنه اشاره شوې ده.