سرچینې: په اسلام اباد کې پولیسو ګڼ افغان کډوال نیولي

په اسلام اباد کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې چهارشنبې د شپې ناوخته پاکستاني پولیسو د افغانانو پر کورونو یرغل کړی او لږ تر لږه ۱۷ کسان یې له ځانه سره بیولي دي.

په اسلام اباد کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې چهارشنبې د شپې ناوخته پاکستاني پولیسو د افغانانو پر کورونو یرغل کړی او لږ تر لږه ۱۷ کسان یې له ځانه سره بیولي دي.
د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې داسې کسان هم شته چې د پاکستان ویزې لري.
د افغان کډوالو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې چهارشنبه د شپې شاوخوا ۱۲ نیمې بجې پولیسو په اېف ۱۷ سیمه کې د افغان کډوالو پر کورونو یرغل کړی او ځینې یې له ځانه سره بیولي دي.یوې افغان کډوالې وویل: «شاوخوا د شپې ۱۲ نیمې یا یوه بجه به وه، چې پولیس په تاوتریخوالي سره ور وروټکاوه. ددوی درېیو ماشومانو چېغې وهلی او دباندې راغلل.»دغې مېرمنې زیاته کړې ده، چې د ور د پرانیستلو سره سم، بې له دې چې ښځې او ماشومان په پام کې ونیسي، نارینه یې په وهلو ډبولو له ځانه سره یوړل. هغې زموږ خبریال ته ویلي، چې پولیس ان نارینه وو ته وخت ورنکړ، چې خپل پاسپورټونه او ویزې له ځانه سره واخلي.یو بل افغان کډوال هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پولیسو شاوخوا ۱۷ داسې افغانان نیولي چې ځینې یې پاسپورټ او ویزې هم لري. هغه ویلي دا هغه کسان وو، چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته کډوال شوي وو.له څه مودې راهیسې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې یو شمېر چټک ګامونه اخیستي دي.د پاکستان پولیسو د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې ۷۲ بې اسناده افغان کډوال یې نیولي دي.د راپورونو له مخې، په تېره میاشت کې هم شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال نیول شوي وو.


د اوچا د راپور له مخې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې د وچکالۍ، توپانونو، واورې ښوېیدنې او زلزلې په ګډون له سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکي اداره اوچا وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکې ادارې اوچا په یوه راپور کې چې د افغانستان د اقلیمي بدلون د ګواښوونکو اغیزو، د زیاتې وچکالۍ، چاپیریالي کړکیچ، کمزوری اقتصاد او نړۍوالې تودوخې په اړه خپور کړی، او په کې یې ویلي دي، افغانستان د هغو هېوادونوپه نوملړ کې راغلی چې له سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه اداره وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۸ م کنفرانس چې په نږدې راتلونکې کې به جوړ شي، ګډونوال به یې وار دمخه د یوې پیاوړې پایلې لپاره فشار راوړي چې د اقلیم د عمل او د دوامداره پرمختګ لپاره د ۲۰۳۰ کال د اجندا ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۲۷م کنفرانس کې تېر کال برخه اخیستونکي د یو صندوق د جوړېدو په اړه پرېکړې ته رسېدلي دي، چې د اقلیمي پېښو له امله سخت ځپل شوي وو.
سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې د خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی، خو د تېر کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې یې ګډون نه و کړی، ځکه چې د طالبانو حکومت په نړۍواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
د دغو ناورینونو څخه ځینې يې په ډېرې چټکتیا مخ پر زیاتېدو دي، چې په میلیونونو وګړي به د خوړو او استوګنځایونو په برخه کې د پام وړ زیانونو سره مخامخوي.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر له طالبانو سره د مستقم تعامل د اړتیا په اړه، د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري پر څرګندونو نیوکه کړې ده. ښاغلي مکال ویلي، له کله نه چې رینا امیري په دې دنده ګمارل شوې، طالبانو د ښځو د ځپلو لپاره ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
روانه اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره د رینا امیري له کتنو وروسته، هغې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و: "له طالبانو سره د مستقیم تعامل لپاره د افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو له پراخ ټینګار وروسته مې، په دوحه کې د طالبانو - له استازو سره وکتل”.
دغو لیدنو پراخ غبرګونونه راوپارول. یوشمېر افغان ښځینه معترضانو ویلي، چې امیري باید د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازې په توګه له طالبانو سره خپلې لیدنې د افغان ښځو او بشري حقونو د فعالانو په نوم توجیه نه کړي.
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر هم د رینا امیري دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلند اغیزمنولو لپاره یې د ځانګړې استازې هڅې بې پایلې وګڼلې.
مکال پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «له کله نه چې رینا امیري د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ګمارل شوې، طالبانو د ښځو د ځپلو لپاره خورا ډېر فرمانونه صادر کړي.»
مکال زیاته کړې: « افغانانو له امریکا نه دي غوښتي، چې طالبانو سره تعامل وکړي. دغه ناستې نه یوازې دا چې د ښځو او نجونو سره مرسته نه کوي، بلکې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي.»
د امریکا د بهرنیو چارو استازې پر بیان د مکال نیوکې، له طالبانو سره د امریکا پر چلند د جمهوري غوښتونکو او سپینې ماڼۍ ترمنځ د نظرونو اختلاف څرګندوي.
ځینو افغان فعالانو او سیاستوالو ویلي، چې امریکا له طالبانو سره تعامل کې خپلې ګټې ویني او د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې افغاني الاصله استازې رینا امیري د واشنګټن د سیاست او ګټو پر بنسټ عمل کوي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ استازې فوزیه کوفي د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې بهرني ډېپلوماتان د خپلو حکومتونو د ګټو لپاره پړه نشو ګڼلی. هغې د طالبانو له مخالفینو غوښتي، چې خپلې لیکې جوړې کړي او خپل روایتونه پیاوړي کړي.

یوې سیمه ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه چې په پکتیا کې طالبانو د یوه ماشوم د پب جي ګېم د لوبې پر سر شپږ ولسي وګړي ویشتي چې یو یې وژل شوی او پنځه نور زخمیان دي. خو طالبان دا نښته د دوو کورنیو تر منځ شخصي شخړه ګڼي.
د سرچینې په خبره د سې شنبې په ورځ د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه نهه کلن ماشوم د پب جي ګیم کاوه چې د طالبانو له خوا نیول شوی، شکنجه شوی او بیا د دې ډلې امربالمعروف د هغه د کورنۍ غړي ولسوالۍ ته غوښتي دي.
سرچینه وايي: (د ماشوم پلار نجیب الله له خپلو دوو وروڼو سره د امربالمعروف مدیریت ته تللی او د بېرته راتلو پر وخت په بازار کې له طالبانو سره مخ شوی او طالبانو ته یې ویلي چې زموږ له اذیت څخه لاس واخلئ، په همدې کې د دواړو لورو لفظي شخړه شوې او طالبانو پرې ډزې کړې).
د سرچینې په وینا په دغو ډزو کې نجیب الله وژل شوی، د هغه د دوو وروڼو په ګډون پنځه تنه زخمیان شوي، چې درې پکې د دواړو لورو ګواښرندي دي.
د طالبانو د پکتیا ولایت امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې پېښه تاییدوي، خو وايي دا نښته د دوو کورنیو ترمنځ شوې ده چې پکې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې له پېښې وروسته د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر خلکو د ولسوالۍ مخې ته د وژل شوي کس جسد راوړی و او د وژونکو د نیولو غوښتنه یې کوله.
افغانستان انټرنشنل ته یوه رسېدلې ویډیو هم دې پېښې ته منسوبه بلل شوې چې پکې لسګونه خلک د اعتراض په ډول راټول دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي د دې وزارت مامورنیو د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ څخه د څارنې پر مهال په دې ولسوالۍ کې د کوډو او تعویزونو د لیکلو پر حراموالي ټینګار کړی.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د زمري پر یوولسمه په یوه خبرپانه کې لیکلي «د ښځو د حجاب ساتنه او د سنت په شکل د ږيرې لرل فضیلت دی».
د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغې ډلې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت په چوکات کې خپل سلګونه غړي د «محتسبانو» په توګه ګمارلي دي.
د طالبانو امربالمعروف دغه «محتسبان» هره ورځ د ښځو د حجاب، د نارینو د ږیرې اندازه او د جامو په ګدون د خلکو له ورځني ژونده څارنه کوي.
د طالبانو د محتسبانو او د امربالمعروف وزارت کړنو د بشري حقونو د فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او هغوی ویلي چې دې ادارې او مامورینو یې د خلکو ورځنۍ چارې محدوده کړي دي.
خو طالبان بیا د شریعت د پلي کولو لپاره د دغه وزارت کړنې اړینې بولي.
د یادونې ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د طالبانو ادارې له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کیږي.

هغه افغان پیلوټ چې روانډا ته یې د اخراج ګواښ شوی، مېرمن یې د برتانیا له حکومته د خپلې کورنۍ لپاره د پناه غوښتنه کړې ده. هغې د برتانیا له حکومته احساساتي غوښتنه کړې چې کورنۍ ته یې په برتانیا کې پناه ورکړي.
دغه مېرمن چې اوس د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې ده وايي؛ چې کورنۍ یې له برتانویانو سره د خپل مېړه د کار کولو له امله درنه بیه پرې کوي او د مرستې په تمه یې ژوند توره تیاره دی.
افغان پیلوټ د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، خپله ځوانه کورنۍ په وطن کې پرښوده او په یوه وړه کښتۍ کې یې خپل سفر برتانیا ته پیل او ځان یې تر منزله ورساوه.
مګر برتانیا ته په رسیدو سره د افغان هوایي ځواک دغه چارواکي هغه مرسته ترلاسه نه کړه چې تمه یې کیده او پرځای یې د کورنیو چارو وزارت لخوا روانډا ته د لېږلو له ګواښ سره مخامخ شو.
د پیلوټ مېرمنه د برتانیا د لومړي وزیر ریشي سونګ د حکومت لخوا د مرستې نشتوالي له امله نا هیلې ده. هغې د برتانیا حکومت په دې تورن کړ چې د کورنۍ لپاره یې د خوندي ځای چمتو کولو کې پاتې راغلی.
هغې ریشي سونګ ته په اشارې وویل: «دا څرګنده ده چې ستاسو دنده څه وه او له دوی سره مو څنګه مرسته وکړه؟ ستاسو حکومت احسان هېروونکی او بې اعتباره دی».
د افغان پیلوټ میرمنې انډېپېنډنټ نیوز ته وویل:«نړۍ راته توره تیاره ده، نه پوهیږم څه وکړم؟ زه نوره لیونۍ کیږم، د طالبانو له ویرې موږ له کوره نشو وتلی، ورځې او شپې مو په ویره کې تېریږي».
هغې زیاته کړه: «د برتانیا حکومت یې د کورنۍ لپاره د خوندي ځای په چمتو کولو کې پاتې راغلی. باور وکړئ زه واقعا له دې حالته ستړې یم، دا معلومه ده چې د هغه ځای حکومت نه غواړي له موږ سره مرسته وکړي».
د کابل له سقوط څو میاشتې وروسته کله چې افغان پیلوټ له افغانستان د وتلو ستونزمنه پرېکړه وکړه؛ چې خپله کورنۍ پریږدي او د خوندي ځای موندلو لپاره ولاړ شي. د تګ پر وخت یې میرمنې ورته وویل: « ولاړ شه په خدای مې سپارلی یې».
مګر نن یې میرمن وایي: «کاشکې چې د راتلونکي وړاندوینه مې کولی شوی او په دې پوهېدی چې څه پېښېږي، ما به هېڅکله هغه ته د تګ اجازه نه وی ورکړې».
د هغې خاوند په برتانیا کې د افغان کډوالو او مرستې د پالیسۍ (Arap) له مخې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.
دغه پالیسي د هغو کسانو لپاره ده چې د جګړې پر مهال یې له برتانوي ځواکونو سره مرسته کړې وي خو ونه منل شوه.
په برتانیا کې د پناه غوښتنې له ځنډېدو سره پیلوټ دې ته اړ شو چې مرستې ترلاسولو لپاره متحده ایالتونو ته مخ واړوي، ځکه سپینې ماڼۍ د هغو خلکو د خوندیتوب ژمنه کړې چې له دوی سره یې تر ټولو اوږده جګړه کې همکاري کړې ده.
نوموړی د متحده ایالاتو د یوه چارواکي له خوا د P1 پروګرام ته معرفي کیږي چې لومړنۍ مرکه یې شوې او بله تعقیبي مرکه به یې د دې میاشتې په وروستیو کې وي.
وروسته له هغه چې د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې د یاد افغان پیلوټ د بیا مېشتېدو هېڅ پلان نشته، د امریکا د مشرانو جرګې غړو د افغان پیلوټ لپاره د خوندي ځای د غوښتنې ملاتړ وکړ.
د برتانیاد حکومت یوهد انډیپېنډنټ ویاند وویل:که څه هم موږ پر انفرادي قضیو خبرې نه کوو، خو دا تاییدوو چې ټول غوښتنلیکونه د هغو وړتیا شرایطو له مخې کلک ارزول کیږي چې انلاین خپاره شوي دي.
هغه زیاته کړه:"موږ په دې پوهیږو چې افغانان په اوسني حالت کې له هېواده وتل غواړي، خو موږ نشو کولی د ټولو افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو ملاتړ وکړو، چې شمېر یې په سلګونو زره دی."