تیمور شاه په هاغه یاددښت کې چې د جمعې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په نیشن ورځپاڼه کې خپور شوی، پر پاکستان یې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو نیوکې یوه عامه ناروغي بللې ده.
دغه خبریال لیکلي چې افغانستان د ښځو د حقونو، بشري حقونو، امنیت او اقتصاد په ګډون په مختلفو برخو کې له ناورین سره مخ دی. پر پاکستان تور لګول په افغانستان کې له مسوولیت څخه د خلاصون یوه اسانه لارده او طالبان هم له دې لارې کار اخلي.
په ورته وخت کې ښاغلي شمیل ویلي چې "افغانستان کې ترهګري" اوس د پاکستان او سیمې تر ټولو لویه ستونزه ده.
هغه وایي د ترهګرۍ مسله څو اړخیزه ده او ریښې یې د طالبانو په جوړښت کې دي.
د افغانستان پخوانیو حکومتونو پرله پسې د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې چې طالبانو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.
په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو د ادارې پخواني مشر ډیویډ پیټریاس هم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، اسلام اباد طالبانو ته د دې لپاره پناه ورکړې وه چې کله دغه ډله واک ته ورسېږي، د پاکستان ملګرې شي، خو داسې ونه شول.
ښاغلي پیټریاس وویل، «موږ په ښکاره وینو چې افغان طالبان اوس د پاکستاني طالبانو کوربه توب کوي، دا ډېره عجیبه خبره ده ځکه چې پاکستانیانو په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د خوندي پټنځیو له منځه وړلو ډډه کوله».
پاکستانۍ نیشن ورځپاڼې بیا ټینګار کړی چې طالبانو ته باید یو څرګند پیغام ورکړل شي چې ترهګریز سازمانونه باید افغان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي او طالبان هم باید د هغه څه د څارنې مسوولیت په غاړه واخلي چې په افغانستان کې روان دي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو په زیاتېدو سره د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.
پاکستاني چارواکې طالبان په دې تورنوي چې د پاکستان طالبانو تحریک ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی دی. دوی دا ادعا هم کړې چې د پاکستان په ځینو خونړیو بریدونو کې یو شمېر افغانان هم لاس لري. خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.