• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: د مطیع الله ویسا نیول جبر او ظلم دی باید ژر تر ژره له بنده خوشی شي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په افغانستان کې د نیول شوي د زدکړو فعال مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي د طالبانو له خوا د ښاغلي ویسا نیول «ظلم او جبر» وباله.

منظور پشتین د جمعې په ورځ د بلوچستان په پشین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوڼدې ته پر نورو مسلو سربېره د مطیع الله ویسا نیول هم یاد کړل.

هغه وویل: «مطیع الله ویسا په افغانستان کې د تعلیم لپاره کار کولو د څو میاشتو راهیسې هغه نیول شوی. موږ (پي ټي ام) غوښتنه کوو چې هغه دې ازاد کړل شي».

همداراز، څو ورځې مخکې (د زمري په ۱۲مه) د "فریدم ناو" په نوم د بشري حقونو د دفاع ادارې د طالبانو له زندانه د مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي و چې ښاغلی ویسا په ناحقه او بې دلیله نیول شوی دی.

مطیع الله ویسا د "قلم لار" ټولنې او په افغانستان کې د زدکړو د ترویج د کمپاین مشر و.

نوموړي تر ډېره د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایاتو کې د زدکړو د ترویج کمپاین کاوه.

ویسا د روان کال د وري یا حمل په اومه ( د مارچ ۲۸) نېټه ماښام د طالبانو له خوا د کابل په خوشال خان مېنه کې ونیول شو.

د ویسا له نیول کېدو وروسته یو شمېر طالب چارواکو نوموړی په خپلسرو فعالیتونو او د طالبانو پر ضد د خلکو په راپورته کولو تورن کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ملا یعقوب مجاهد: که څوک له افغانستان څخه بهر جهاد ته ځي، جنګ یې جهاد نه دی

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي، که څوک له افغانستان څخه بهر ته د جهاد په نیت ځي، دا جنګ یې جهاد نه بلل کېږي. ملا یعقوب مجاهد د دې ډلې ځواکونو ته وینا کې زیاته کړه: «که امیر مجاهدین له جنګ بند کړي او بیا هم دی د باندې جنګ ته ځي، نو دا جنګ جنګ دی، جهاد نه دی.»

ملا یعقوب مجاهد ننګرهار کې د دې ډلې خالد بن ولید قول اردو کې طالب سرتېرو ته وینا کې زیاته کړه: «د خدای په خاطر د خپلو خواهشاتو په خاطر دې نظام ته ستونزې او مشکلات جوړ نه کړئ.»

د هغه په خبره، د نظام ساتل او پکې خدمت دا هم جهاد دی او د دې ډلې کسان باید داسې کار ونه کړي چې شل کلنې قربانۍ یې په اوبو لا هو شي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې تېرو ورځو کې د پاکستان پوځي او سیاسي چارواکو وویل، چې د دغه هېواد بریدونو کې افغانان لاس لري.

دوی دا هم ویلي چې په اسلام اباد کې یې افغان سفارت کې طالب استازو ته د دریو افغانانو مړي سپارلي چې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي وو.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې بې ګټې او مغشوشوونکې وبللې.

د ملا یعقوب نورې خبرې

ملا یعقوب مجاهد دې وینا کې د طالب وسلوالو د تېرې شل کلنې جکړې په یادولو سره د دې ډلې د حکومت پر ساتلو ټینګار کوي.

نوموړی د خپلې ډلې پر حکومت له کومې نیوکې پرته زیاتوی: «مسلمانان همېشه د جنګ او جهاد په ډګر کې بریالي شوي او بریا یې موندلې خو کله چې نظام لاسته ورځي هغه وخت کې بیا دا نظام ور څخه خرابېږي.»

د نوموړي په خبره، د دې ډلې پر نظام د مختلفو اړخونو نیوکې هم د دوی د نظام د خرابولو او د دوی ترمنځ د نفاق اچولو لپاره دي، ځکه د ده په خبره، مات شوی لوری هڅه کوي چې دا بری یې له مختلفو لارو ناکام کړي.

ملا یعقوب وايي، د طالبانو د مشرانو منځ کې د اختلاف یا د حکومت ټولګډونه نه بلل، یا د داعش پیاوړتیا او د القاعده او طالبانو داړیکو یا افغانستان کې د القاعده د ودې تورونه د همدې لپاره دي.

که څه هم ملا یعقوب خپله وینا کې د کوم هېواد یا چا نوم نه اخلي، خو پر ملګرو ملتو، امریکا او نورو هېوادونو سربېره پاکستان او ایران هم په افغانستان کې د وسلوالو پر شتون وخت ناوخت اندېښنې ښيي.

طالبان هم کله کله د افغانستان په مختلفو برخو کې د داعش پر پټنځیو د عملیاتو او د هغوی د وژلو خبره کوي.

دا ډول تېر کال د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده مشر ایمن ظواهري هم د کابل په شېرپور کې ووژل شو.

تر دې پېښې څه مهال وروسته امریکا د کابل له شېرشاه مېنې سره هم د القاعده پر غړو توغندیز برید وکړ.

د ځینې رپوټونو له مخې د امریکا څارګرې الوتکې د افغانستان مختلفو برخو کې ښکاره کېږي.

تر دې مخکې څو ځلې ملا یعقوب ویلي چې دا الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي.

ملا یعقوب د دغو الوتکو څار ته په اشاره بیا بیا ویلي، چې د افغانستان خاوره لا هم اشغال ده، خو اوسنۍ وینا کې وايي، چې دغه هېواد له نیواک بشپړ خلاص شوی دی.

د طالبانو او پاکستاني پوځ جنجال؛ تورخم دروازه له یو ساعت تړل کېدو وروسته پرانیستل شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ماشومانو پر سر د جنجال له امله تورخم دروازه تر یو ساعت تړل کېدو وروسته پرانیستل شوه. د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب هم ویلي، د شنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ لفظي شخړه پسې پاکستاني لوري دروازه تړلې وه.

نوموړي باختر اژانس ته ویلي چې دروازه شل دقیقې تړلې وه، یوې سرچینې د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي، چې تر یوې ګړۍ ډېره بنده وه.

د دې سرچینې په خبره، له ماشومانو سره د پاکستاني پوځیانو په ناوړه چلن پسې طالبانو غبرګون وښود او له امله یې دا لار د ګاډو او خلکو په مخ وتړل شوه.

دا سرچینه وايي، جنجال د هغو ماشومانو پر سر را پورته شوی چې دواړو لورو ته پنډې وړي او پاکستاني پوځیان یې له ګاډو کوزوي او وهي یې.

طالبانو د پاکستاني پوځ دې اقدام مقابل کې غبرګون ښودلی او ورته ویلي یې دي چې نور باید ماشومان ونه وهل شي.

د همدې ناندریو له امله دروازه تړل شوې وه او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو انځورونو ښيودله چې دواړو غاړو ته مساپر ولاړ دي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو او تجارت تر ټولو بوخته لار ده.

د طالبانو واکمنېدو پسې د دې ډلې او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او لانجو له امله تېرو دوو کلونو کې دغه لار څو ځلې تړل شوې ده.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښو زیاتوالی

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پياوړتيا مرستندویه ټولنه وايي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي. د دغې ټولنې د شمېرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د ځان وژنې ۲۵۰ پېښې ثبتې شوي، چې له ډلې یې ۱۸۸ ښځې وې.

دوی دغه شمېرې خواشینونکې بولي او له نړۍوالې ټولنې او نورو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د تشو اعلامېو د خپرولو پر ځای دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پياوړتیا ټولنې مشرې مريم معروف اروین ولولې کوچۍ سره په مرکه کې ویلي:« واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوو کلونو په اوږدو کې په ښځو او نجونو کې د ځان وژنې کچه مخ پر لوړېدو ده.»
هغې زیاته کړه:« زموږ موندنې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې په ښځو او نجونو کې د ځان وژونکو عمر له ۱۶ نه تر ۳۰ کلونو پورې دی.»

مېرمن اروین دا رنګه وایي:« په ښځو او نجونو کې د ځان وژنې لاملونه بېلابېل دي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو او پر ښځو او نجونو د بندیزونو او محدودیتونو له لګېدو وروسته په ښځو کې د ژور خفګان، جبري ودونو او کورني تاوتریخوالو لاملونه په ګوته شوي دي.»

که څه هم په افغانستان کې د ځان وژنې کره شمېره روښانه نه ده او کېدای شي چې شمېرې ترهغه لوړې وي، ځکه نن سبا په دغه هېواد کې د طالبانو له خوا د بیان پر ازادۍ لګول شوي بندیزونه او په خبریالانو کې شته وېره د دې لامل شوې چې څوک په خلاص مټ او ارامه ساه د دغه شان پېښو د رپوټولو لپاره زړه ښه کړي.
ګڼې افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې له نړۍوالې ټولنې او اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې دې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې ډېری ځان وژنې په تخار، کندز، بامیان، بادغیس، فاریاب، مزارشریف او نورو ولایتونو او کلیوالو سیمو کې شوي دي.
ځینې بیا وایي، طالبان هڅه کوي د ځان وژنې راپورونه پټ کړي، او ډېر ځله رسنیو ته اجازه نه ورکوي، چې دغسې راپورونه خپاره شي.

د برتانیا سیمه ییزه اداره: له هرو پنځو افغانانو به یو بې کوره کېږي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۲ GMT+۱

دغه سیمه ییزه حکومتي اداره وایي، ځينې افغانې کورنۍ چې دغه هېواد ته کډوالې شوي دا اونۍ به بې کوره شي. هغه زرګونه افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته برېټانیا ته کډه شوي، اوس اړ شوي چې له خپلو لن‌‌‌‌‌‌ډمهاله استوګنځایونو څخه ووځي.

د ۲۰۲۲ کال په اګست کې کله چې پخوانی نظام ړنګ شو، ګڼ شمېر هغه افغانان چې د بریټانیا له حکومت سره یې کار کاوه، دغه هېواد ته کډه شول.

له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه زرګونه تنه یې د لنډ مهال لپاره په هغو هوټلونو کې مېشت شول چې لګښت یې د بریتانیا د دولت په غاړه دی. خو له څه مودې راهیسې دغو افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ته ویل شوي چې باید له دغو هوټلونو څخه ووځي.
د برېټانیا سیمه ییزې حکومتي ټولنې ویلي، هغه کسان چې دایمي استوګنځي نه شي میندلای، نو سیمه ییزو ادارو ته دې د بې کوره کسانو په توګه وروپېژندل شي.

د چلمزفور‌‌‌‌‌‌ډ ښار د ‌‌‌‌‌‌لېبرال ډيموکراټانو د ښاري شورا مشر استفان رابېنسون بي بي سي ته ویلي:« د برېټانیا حکومت سره د وفادارۍ له امله افغانانو ته وړاندیز وشو چې برېټانیا ته راشي.» هغه زیاته کړه دغه کسان له اتلسو میاشتو راهیسې په هوټلونو کې پاتې دي، نور باید له دغو هوټلونو ووځي.
هغه له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ دغه کسان له هوټلونو اېستل کېږي او دا د سیمه ییزو دولتونو دنده ده چې د دوی لپاره دایمي کورونه بیامومي.

رابېنسون ویلي، چې ښاري شورا دمګړۍ په چلمزفور‌‌‌‌‌‌ډ کې ۴۳۰ بې کوره کورنۍ لري چې تر دې دمه د هغوی د استوګنځایونو ستونزې نه دي هوارې شوي.

له طالبانو څخه د یوې نابینا ارزګانۍ ماشومې د زدکړو هیله

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د ملالۍ یوه هیله د سترګو دید ترلاسه کول او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصېدل دي. هغه وايي: «زه د نورو په څېر لوبې نشم کولای، او نه د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو له طالبانو غواړم چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

ملالۍ وايي: ((زه د نورو نجونو په څېر لوبې نشم کولای، او نه هم د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو د طالبانو څخه غوښتنه کوم چې نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي.))

د دغه نابینا ارزګانۍ ماشومې پلار وايي، د لور درملنه يې په افغانستان کې ناشونې ده او تداوۍ لپاره بهر ته د لیږلو توان نه لري.

د ملالۍ پلار نیک محمد وايي:((موږ ټول بېسواده یو دغه دوه لوڼې مې چې یوه يې په سترګو نابینا ده کلیوالي ټولګي ته د زده کړو لپاره لېږم، زما لویه هیله داده چې اولادونه مې زده کړې وکړي؛ خو د زده کړو په اړه د طالبانو ورستیو پرېکړو ناهیلې کړی یم.))

ارزګان د افغانستان یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی، او په تېرو شلو کالو کې یاد ولایت کې د زده کړو او بیارغونې په برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

دا لا نه ده په داګه شوې، چې د ملالۍ د زده کړو هیله به کله پوره شي، ځکه چې د نږدې دوو کلونو راهیسې د طالبانو له لورې په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي، او د طالبانو دغه پریکړې په کور دننه او نړۍواله کچه هم سخت غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.