• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستاني پوځ جنجال؛ تورخم دروازه له یو ساعت تړل کېدو وروسته پرانیستل شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۵۵ GMT+۱

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ماشومانو پر سر د جنجال له امله تورخم دروازه تر یو ساعت تړل کېدو وروسته پرانیستل شوه. د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب هم ویلي، د شنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ لفظي شخړه پسې پاکستاني لوري دروازه تړلې وه.

نوموړي باختر اژانس ته ویلي چې دروازه شل دقیقې تړلې وه، یوې سرچینې د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي، چې تر یوې ګړۍ ډېره بنده وه.

د دې سرچینې په خبره، له ماشومانو سره د پاکستاني پوځیانو په ناوړه چلن پسې طالبانو غبرګون وښود او له امله یې دا لار د ګاډو او خلکو په مخ وتړل شوه.

دا سرچینه وايي، جنجال د هغو ماشومانو پر سر را پورته شوی چې دواړو لورو ته پنډې وړي او پاکستاني پوځیان یې له ګاډو کوزوي او وهي یې.

طالبانو د پاکستاني پوځ دې اقدام مقابل کې غبرګون ښودلی او ورته ویلي یې دي چې نور باید ماشومان ونه وهل شي.

د همدې ناندریو له امله دروازه تړل شوې وه او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو انځورونو ښيودله چې دواړو غاړو ته مساپر ولاړ دي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو او تجارت تر ټولو بوخته لار ده.

د طالبانو واکمنېدو پسې د دې ډلې او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او لانجو له امله تېرو دوو کلونو کې دغه لار څو ځلې تړل شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښو زیاتوالی

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پياوړتيا مرستندویه ټولنه وايي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي. د دغې ټولنې د شمېرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د ځان وژنې ۲۵۰ پېښې ثبتې شوي، چې له ډلې یې ۱۸۸ ښځې وې.

دوی دغه شمېرې خواشینونکې بولي او له نړۍوالې ټولنې او نورو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د تشو اعلامېو د خپرولو پر ځای دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پياوړتیا ټولنې مشرې مريم معروف اروین ولولې کوچۍ سره په مرکه کې ویلي:« واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوو کلونو په اوږدو کې په ښځو او نجونو کې د ځان وژنې کچه مخ پر لوړېدو ده.»
هغې زیاته کړه:« زموږ موندنې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې په ښځو او نجونو کې د ځان وژونکو عمر له ۱۶ نه تر ۳۰ کلونو پورې دی.»

مېرمن اروین دا رنګه وایي:« په ښځو او نجونو کې د ځان وژنې لاملونه بېلابېل دي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو او پر ښځو او نجونو د بندیزونو او محدودیتونو له لګېدو وروسته په ښځو کې د ژور خفګان، جبري ودونو او کورني تاوتریخوالو لاملونه په ګوته شوي دي.»

که څه هم په افغانستان کې د ځان وژنې کره شمېره روښانه نه ده او کېدای شي چې شمېرې ترهغه لوړې وي، ځکه نن سبا په دغه هېواد کې د طالبانو له خوا د بیان پر ازادۍ لګول شوي بندیزونه او په خبریالانو کې شته وېره د دې لامل شوې چې څوک په خلاص مټ او ارامه ساه د دغه شان پېښو د رپوټولو لپاره زړه ښه کړي.
ګڼې افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې له نړۍوالې ټولنې او اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې دې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې ډېری ځان وژنې په تخار، کندز، بامیان، بادغیس، فاریاب، مزارشریف او نورو ولایتونو او کلیوالو سیمو کې شوي دي.
ځینې بیا وایي، طالبان هڅه کوي د ځان وژنې راپورونه پټ کړي، او ډېر ځله رسنیو ته اجازه نه ورکوي، چې دغسې راپورونه خپاره شي.

د برتانیا سیمه ییزه اداره: له هرو پنځو افغانانو به یو بې کوره کېږي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۲ GMT+۱

دغه سیمه ییزه حکومتي اداره وایي، ځينې افغانې کورنۍ چې دغه هېواد ته کډوالې شوي دا اونۍ به بې کوره شي. هغه زرګونه افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته برېټانیا ته کډه شوي، اوس اړ شوي چې له خپلو لن‌‌‌‌‌‌ډمهاله استوګنځایونو څخه ووځي.

د ۲۰۲۲ کال په اګست کې کله چې پخوانی نظام ړنګ شو، ګڼ شمېر هغه افغانان چې د بریټانیا له حکومت سره یې کار کاوه، دغه هېواد ته کډه شول.

له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه زرګونه تنه یې د لنډ مهال لپاره په هغو هوټلونو کې مېشت شول چې لګښت یې د بریتانیا د دولت په غاړه دی. خو له څه مودې راهیسې دغو افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ته ویل شوي چې باید له دغو هوټلونو څخه ووځي.
د برېټانیا سیمه ییزې حکومتي ټولنې ویلي، هغه کسان چې دایمي استوګنځي نه شي میندلای، نو سیمه ییزو ادارو ته دې د بې کوره کسانو په توګه وروپېژندل شي.

د چلمزفور‌‌‌‌‌‌ډ ښار د ‌‌‌‌‌‌لېبرال ډيموکراټانو د ښاري شورا مشر استفان رابېنسون بي بي سي ته ویلي:« د برېټانیا حکومت سره د وفادارۍ له امله افغانانو ته وړاندیز وشو چې برېټانیا ته راشي.» هغه زیاته کړه دغه کسان له اتلسو میاشتو راهیسې په هوټلونو کې پاتې دي، نور باید له دغو هوټلونو ووځي.
هغه له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ دغه کسان له هوټلونو اېستل کېږي او دا د سیمه ییزو دولتونو دنده ده چې د دوی لپاره دایمي کورونه بیامومي.

رابېنسون ویلي، چې ښاري شورا دمګړۍ په چلمزفور‌‌‌‌‌‌ډ کې ۴۳۰ بې کوره کورنۍ لري چې تر دې دمه د هغوی د استوګنځایونو ستونزې نه دي هوارې شوي.

له طالبانو څخه د یوې نابینا ارزګانۍ ماشومې د زدکړو هیله

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د ملالۍ یوه هیله د سترګو دید ترلاسه کول او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصېدل دي. هغه وايي: «زه د نورو په څېر لوبې نشم کولای، او نه د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو له طالبانو غواړم چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

ملالۍ وايي: ((زه د نورو نجونو په څېر لوبې نشم کولای، او نه هم د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو د طالبانو څخه غوښتنه کوم چې نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي.))

د دغه نابینا ارزګانۍ ماشومې پلار وايي، د لور درملنه يې په افغانستان کې ناشونې ده او تداوۍ لپاره بهر ته د لیږلو توان نه لري.

د ملالۍ پلار نیک محمد وايي:((موږ ټول بېسواده یو دغه دوه لوڼې مې چې یوه يې په سترګو نابینا ده کلیوالي ټولګي ته د زده کړو لپاره لېږم، زما لویه هیله داده چې اولادونه مې زده کړې وکړي؛ خو د زده کړو په اړه د طالبانو ورستیو پرېکړو ناهیلې کړی یم.))

ارزګان د افغانستان یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی، او په تېرو شلو کالو کې یاد ولایت کې د زده کړو او بیارغونې په برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

دا لا نه ده په داګه شوې، چې د ملالۍ د زده کړو هیله به کله پوره شي، ځکه چې د نږدې دوو کلونو راهیسې د طالبانو له لورې په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي، او د طالبانو دغه پریکړې په کور دننه او نړۍواله کچه هم سخت غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.

لیونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر: نړیواله ټولنه باید پر طالبانو، خپلو فشارونو ته دوام ورکړي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتو له خوا د فشارونو دوام حیاتي مسله وبلله او د افغان نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله یې سختې نیوکې وکړې.

لیونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر د جمعې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري ناسته کې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې جوړه شوې وه د افغانستان انټرنېشنل خبریالې مریم رحمتي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د هلکانو د زده کړو په تعلیمي نصاب کې د ادلون بدلونه په تړاو پوښتنه وکړه..

د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي لئونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر، د دغې پوښتنې په ځواب کې د دې تر څنګ چې د ښوونیز نظام د رادیکال کولو په تړاو یې اندېښنه وښوده ویې وویل، په نړۍ کې د هیڅ هېواد تعلیمي نظام له تند لارۍ خوندي نه دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټينګار لاره چې موږ باید د افغانستان په څېر هېوادونه له پامه و نه غورځوو.
د افغانستان انټرنېشنل خبریالې دا رنګه د ملګرو ملتونو له چارواکو په دغې خبري ناسته کې پوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د افغان نجونو د زده کړو په تړاو کوم ګامونه پورته کړي دي؟

د یونسکو د عمومي مدیر مرستیالې استفانیا جیانیني، د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: دغه سازمان په افغانستان کې ښوونیز نظام له نږدې څاري او د زده کړو د حقونو د ملاتړ په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
مېرمن جیانیني وویل د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق او د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) سږنی کال د افغانستان په شلو ولایتونو کې فعالیت لري او د شاوخوا څلوېښت زره زده کونکو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د مېرمن جیانیني په خبره د دغه پروګرام ۶۰ سلنه زده کوونکې نجونې دي.

هغې ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه دمګړۍ د خپلو سرچینو په سمبالولو لګیا دي، داسې لارې چارې بیامومي چې پر مټ یې په افغانستان کې ګڼ شمېر کسان له زده کړو برخمن شي.

د یونسکو د مشر مرستیالې د بېلګې په توګه د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د را‌‌‌‌‌‌ډېو له لارې د ښوونیزو خپرونو یادونه وکړه چې د هغې په خبره کولای شي د ښوونځیو تشه تر یوه بریده ‌‌‌‌‌‌ډکه کړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري د مېاشتې په ۲۴ مه هغه مهال چې طالبان کابل ته دننه شول نو په ټول افغانستان کې یې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې وتړلې. دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې نږدې دوه کاله کېږي، چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو ملي او نړۍوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

مهدي پور: طالبان دې د خمیني مرستندویه ټولنې د دفترونو د تړلو لامل روښانه کړي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۱ GMT+۱

په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال میثم مهدي پور له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د خمیني مرستندویه ټولنې د دفترونو د تړلو لامل روښانه کړي. تر دې وړاندې ایراني رسنیو خبر ورکړ، چې طالبانو په کابل، هرات او بلخ کې د دغې ټولنې دفترونه تړلي دي.

د حسن کاظمي مرستیال میثم مهدي پور پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي: «په افغانستان کې دغه ټولنه چې د څلورو لسیزو څخه ډېره خدمتي تجربه لري، له نږدې دوو میاشتو راهیسې ځڼډول شوې ده. تمه ده چې طالبان د دې کار لامل په څرګند ډول بیان کړي.»

د خمیني مرستندویه کمیټه یوه نیمه دولتي موسسه ده، چې د ۱۳۵۷ کال د کب په ۱۴مه نېټه يې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر روح الله خمیني په حکم خپل فعالیت پیل کړ. دغې ټولنې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې هم خپل دفترونه پرانیستي وو.

د ۱۳۷۷ لمریز کال په دوبي کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال هم د یادې ادارې فعالیت بند شوی و؛ خو د طالبانو له نسکورېدو وروسته، په ۱۳۸۱ کال کې د کابل، مزارشریف او زرنج په ښارونو کې د خمیني د مرستندویه ټولنې دویم پړاو بیا له سره پیل شو.

طالب چارواکو تر اوسه پورې په افغانستان کې د ایران د حکومت اړوند د دغه سازمان د فعالیتونو د بندولو په اړه څه نه دي ویلي.