• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لیونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر: نړیواله ټولنه باید پر طالبانو، خپلو فشارونو ته دوام ورکړي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتو له خوا د فشارونو دوام حیاتي مسله وبلله او د افغان نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله یې سختې نیوکې وکړې.

لیونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر د جمعې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري ناسته کې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې جوړه شوې وه د افغانستان انټرنېشنل خبریالې مریم رحمتي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د هلکانو د زده کړو په تعلیمي نصاب کې د ادلون بدلونه په تړاو پوښتنه وکړه..

د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي لئونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر، د دغې پوښتنې په ځواب کې د دې تر څنګ چې د ښوونیز نظام د رادیکال کولو په تړاو یې اندېښنه وښوده ویې وویل، په نړۍ کې د هیڅ هېواد تعلیمي نظام له تند لارۍ خوندي نه دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټينګار لاره چې موږ باید د افغانستان په څېر هېوادونه له پامه و نه غورځوو.
د افغانستان انټرنېشنل خبریالې دا رنګه د ملګرو ملتونو له چارواکو په دغې خبري ناسته کې پوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د افغان نجونو د زده کړو په تړاو کوم ګامونه پورته کړي دي؟

د یونسکو د عمومي مدیر مرستیالې استفانیا جیانیني، د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: دغه سازمان په افغانستان کې ښوونیز نظام له نږدې څاري او د زده کړو د حقونو د ملاتړ په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
مېرمن جیانیني وویل د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق او د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) سږنی کال د افغانستان په شلو ولایتونو کې فعالیت لري او د شاوخوا څلوېښت زره زده کونکو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د مېرمن جیانیني په خبره د دغه پروګرام ۶۰ سلنه زده کوونکې نجونې دي.

هغې ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه دمګړۍ د خپلو سرچینو په سمبالولو لګیا دي، داسې لارې چارې بیامومي چې پر مټ یې په افغانستان کې ګڼ شمېر کسان له زده کړو برخمن شي.

د یونسکو د مشر مرستیالې د بېلګې په توګه د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د را‌‌‌‌‌‌ډېو له لارې د ښوونیزو خپرونو یادونه وکړه چې د هغې په خبره کولای شي د ښوونځیو تشه تر یوه بریده ‌‌‌‌‌‌ډکه کړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري د مېاشتې په ۲۴ مه هغه مهال چې طالبان کابل ته دننه شول نو په ټول افغانستان کې یې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې وتړلې. دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې نږدې دوه کاله کېږي، چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو ملي او نړۍوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مهدي پور: طالبان دې د خمیني مرستندویه ټولنې د دفترونو د تړلو لامل روښانه کړي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۱ GMT+۱

په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال میثم مهدي پور له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د خمیني مرستندویه ټولنې د دفترونو د تړلو لامل روښانه کړي. تر دې وړاندې ایراني رسنیو خبر ورکړ، چې طالبانو په کابل، هرات او بلخ کې د دغې ټولنې دفترونه تړلي دي.

د حسن کاظمي مرستیال میثم مهدي پور پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي: «په افغانستان کې دغه ټولنه چې د څلورو لسیزو څخه ډېره خدمتي تجربه لري، له نږدې دوو میاشتو راهیسې ځڼډول شوې ده. تمه ده چې طالبان د دې کار لامل په څرګند ډول بیان کړي.»

د خمیني مرستندویه کمیټه یوه نیمه دولتي موسسه ده، چې د ۱۳۵۷ کال د کب په ۱۴مه نېټه يې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر روح الله خمیني په حکم خپل فعالیت پیل کړ. دغې ټولنې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې هم خپل دفترونه پرانیستي وو.

د ۱۳۷۷ لمریز کال په دوبي کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال هم د یادې ادارې فعالیت بند شوی و؛ خو د طالبانو له نسکورېدو وروسته، په ۱۳۸۱ کال کې د کابل، مزارشریف او زرنج په ښارونو کې د خمیني د مرستندویه ټولنې دویم پړاو بیا له سره پیل شو.

طالب چارواکو تر اوسه پورې په افغانستان کې د ایران د حکومت اړوند د دغه سازمان د فعالیتونو د بندولو په اړه څه نه دي ویلي.

په ترکیه کې څه د پاسه ۶۰ افغان کډوال نیول شوي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۸ GMT+۱

ترکي رسنیو د جمعې په ورځ د ترکیې په شمال اماسیا ښار کې د ۷۰کډوالو د نیولو خبر ورکړی. د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۶۲ یې افغانان او اته نور یې د پاکستان او بنګله دېش اوسېدونکي دي، چې له ایران څخه په یوې لارۍ کې ترکیې ته ننوتي وو.

د ترکيې د رسنیو د راپورونو له مخې نیول شوي پناه غوښتونکي د اماسیا ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي، چې بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډ‌والو د تګ یوه مهمه لار ده. ډېری دغه پناه غوښتونکي د ایران له لارې ترکیې ته ځي.

په ورستیو میاشتو کې په ترکیه کې د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو نیونه او شړل زیات شوي دي.

د جمعې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په ورستۍ پېښه کې د ترکیې ساحلي ګارد لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان د چاناک قلعه ښار په یوه کښتۍ کې ونیول.

په امنیت شورا کې د روسیې ډیپلوماټ: افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال د پنجشبنې په ورځ د (زمري ۱۲مه) د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی. دیمتري پولینسکي په دې ناسته کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر سیاست نیوکه وکړه.

دا غونډه په جګړه ځپلو هېوادونو کې د لوږې او خوراکي توکو د نه خوندیتوب په اړه جوړه شوې وه.

نوموړي دې ناسته کې وویل، چې د خوراکي توکو تر ټولو سخت ناورین په مستقیم یا نامستقیم ډول د امریکا او د هغې د متحدینو د کړنو پایله ده.

د روسیې ډیپلوماټ څرګنده کړه: «د مثال په توګه ۲۰کاله کیږي د امریکا په مشرۍ ایتلاف د ډیموکراسۍ پلي کولو د ازمایښتونو له امله افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی».

دیمتري پولینسکي هم لویدیځ هېوادونه تورن کړل چې د خوړو د امنیت خوندیتوب ته د ګواښونو په اړه چوپه خوله دي.
همداراز هغه وړاندیز وکړ په هېوادونو کې د حوړو خوندیتوب ګواښونو ريښې باید په ګوته او اړین تدابیر ورته ونیول شي.

دغه ډیپلوماټ ټینګار وکړ: «د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په تخنیکي لحاظ په نړۍ کې د خوراکي توکو کمښت نشته. داسې نه ده چې په کافي اندازه خواړه نشته. په نړۍ کې پوره خواړه شته خو ستونزه یې بې انډوله وېش دي».

افغانستات کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ملګرو ملتونو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې دغه هېواد له سختې لوږې سره مخ دی.

د خوړو نړیوال سازمان وړمه ورځ هم وویل، چې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

د دې ادارې په خبره، په افغانستان کې ۳.۲میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.

سرچینې: طالبانو په غزني کې د نجونو د چټکو زدکړو ټولګي بند کړل

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د نجونو پر زدکړو د طالبانو د محدودیت په دوام سره په غزني کې د دې ډلې د پوهنې ریاست د نجونو لپاره د چټکو زدکړو ټولګي وتړل. د غزني لپاره د طالبانو مرستیال والي، معارف ریاست ته ویلي، چې په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دا ټولګي بند کړي.

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي مکتوب کې راغلي چې د غزني ولایت مقام معاونیت د اسد په دویمه د پوهنې ریاست ته دا مکتوب لیږلی ترڅو د هرې موسسې اړوند د نجونو د چټکو زدکړو ټولګي بند کړي.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د غزني ولایت اړوند د ښوونې او روزنې په سکتور کې د کورنيو او بهرنيو خصوصي موسسو د دغو ټولګیو پر فعالیت بندیز لګول شوی دی .

خو په دغو مکتوبونو کې دا نه دي ویل شوي چې د کوم دلیل له مخې ددغو ټولګيو د تړل کیدو پرېکړه شوې ده .

یو بل مکتوب کې چې روان کال د اسد پر ۹ د غزني د پوهنې ریاست لخوا د اندړو ولسوالۍ د پوهنې امریت ته لیږل شوی پکې لیکل شوي چې په دغه ولسوالۍ کې د نجونو لپاره د چټکو زدکړو ټولګي وتړل شي .

ځايي سرچینې وايي یوازې د غزني د اندړو ولسوالۍ د میري کلي ښوونځي کې د نجونو لپاره ۸ د چټکو زدکړو ټولګي فعال وو، چې په هر ټولګي کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې د ۱۲ کلنۍ څخه پورته عمر لرونکو نجونو زدکړې کولې .

ځايي سرچینې زیاتوي دغه ټولګي د طالبانو د حکومت پرمهال جوړ شوي وو خو د لنډې مودې فعالیت وروسته اوس بیرته وتړل شول.

په غزني کې د طالبانو ځايي چارواکو زموږ پرلپسې اړیکې ته په دې تړاو د هو یا نه ځواب را نه کړ .

100%

طالبانو په واکمنېدو پسې په ټول افغانستان کې اول له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او وروسته پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل او میرمنې یې له کار منع کړې.

رویټرز خبري اژانس نږدې دوه میاشتې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق یا یونیسف کې د خپلو سرچینو له خولې ولیکل چې دا اداره طالبانو ته د خپلو روزنیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلوپر مهالوېش او پلیتابه بوخته ده.

یونیسف وايي، طالبانو تړیوالو موسسو ته ویلي چې خپلې روزنیزې پروژې بندې کړي.

دا اداره وايي، د نړیوالو موسسو د روزنیزو ټولګیو بندیدو سره به د درې لکه نجونو په ګډون پنځه لکه ماشومان له زدکړو بې برخې شي.

ایرانی چارواکی: افغانان غلا شوي ټلیفونونه خپل هېواد ته قاچاق کوي

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران د تایباد سرحدي سیمې د دوغارون ګمرک مشر وايي، افغانان د دغه هېواد مختلفو ولایتونو کې غلا شوي موبایل ټلیفونونه اخلي او بیا یې افغانستان ته قاچاق کوي. حسن رحیمیزاده وايي، په دوغارون ګمرک کې یې دا ډول ۸۰ غلا شوي موبایلونه کشف او ضبط کړي دي.

د ایران دولتي رسنۍ صدا او سیما د جمعې ورځې په یو رپوټ کې وايي، دا غلا شوي موبیلونه له ایران څخه د اېستلو پر مهال نیول شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې دا ټلیفونونه د افغان او ایراني مسافرو په توکو کې اېښودل شوي وو.

د نوموړي په خبره، په دې تړاو لس تورن کسان نیول شوي او قضايي ادارو ته ورپيژندل شوي دي.