• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امنیت شورا کې د روسیې ډیپلوماټ: افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال د پنجشبنې په ورځ د (زمري ۱۲مه) د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی. دیمتري پولینسکي په دې ناسته کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر سیاست نیوکه وکړه.

دا غونډه په جګړه ځپلو هېوادونو کې د لوږې او خوراکي توکو د نه خوندیتوب په اړه جوړه شوې وه.

نوموړي دې ناسته کې وویل، چې د خوراکي توکو تر ټولو سخت ناورین په مستقیم یا نامستقیم ډول د امریکا او د هغې د متحدینو د کړنو پایله ده.

د روسیې ډیپلوماټ څرګنده کړه: «د مثال په توګه ۲۰کاله کیږي د امریکا په مشرۍ ایتلاف د ډیموکراسۍ پلي کولو د ازمایښتونو له امله افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی».

دیمتري پولینسکي هم لویدیځ هېوادونه تورن کړل چې د خوړو د امنیت خوندیتوب ته د ګواښونو په اړه چوپه خوله دي.
همداراز هغه وړاندیز وکړ په هېوادونو کې د حوړو خوندیتوب ګواښونو ريښې باید په ګوته او اړین تدابیر ورته ونیول شي.

دغه ډیپلوماټ ټینګار وکړ: «د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په تخنیکي لحاظ په نړۍ کې د خوراکي توکو کمښت نشته. داسې نه ده چې په کافي اندازه خواړه نشته. په نړۍ کې پوره خواړه شته خو ستونزه یې بې انډوله وېش دي».

افغانستات کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ملګرو ملتونو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې دغه هېواد له سختې لوږې سره مخ دی.

د خوړو نړیوال سازمان وړمه ورځ هم وویل، چې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

د دې ادارې په خبره، په افغانستان کې ۳.۲میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو په غزني کې د نجونو د چټکو زدکړو ټولګي بند کړل

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د نجونو پر زدکړو د طالبانو د محدودیت په دوام سره په غزني کې د دې ډلې د پوهنې ریاست د نجونو لپاره د چټکو زدکړو ټولګي وتړل. د غزني لپاره د طالبانو مرستیال والي، معارف ریاست ته ویلي، چې په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دا ټولګي بند کړي.

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي مکتوب کې راغلي چې د غزني ولایت مقام معاونیت د اسد په دویمه د پوهنې ریاست ته دا مکتوب لیږلی ترڅو د هرې موسسې اړوند د نجونو د چټکو زدکړو ټولګي بند کړي.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د غزني ولایت اړوند د ښوونې او روزنې په سکتور کې د کورنيو او بهرنيو خصوصي موسسو د دغو ټولګیو پر فعالیت بندیز لګول شوی دی .

خو په دغو مکتوبونو کې دا نه دي ویل شوي چې د کوم دلیل له مخې ددغو ټولګيو د تړل کیدو پرېکړه شوې ده .

یو بل مکتوب کې چې روان کال د اسد پر ۹ د غزني د پوهنې ریاست لخوا د اندړو ولسوالۍ د پوهنې امریت ته لیږل شوی پکې لیکل شوي چې په دغه ولسوالۍ کې د نجونو لپاره د چټکو زدکړو ټولګي وتړل شي .

ځايي سرچینې وايي یوازې د غزني د اندړو ولسوالۍ د میري کلي ښوونځي کې د نجونو لپاره ۸ د چټکو زدکړو ټولګي فعال وو، چې په هر ټولګي کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې د ۱۲ کلنۍ څخه پورته عمر لرونکو نجونو زدکړې کولې .

ځايي سرچینې زیاتوي دغه ټولګي د طالبانو د حکومت پرمهال جوړ شوي وو خو د لنډې مودې فعالیت وروسته اوس بیرته وتړل شول.

په غزني کې د طالبانو ځايي چارواکو زموږ پرلپسې اړیکې ته په دې تړاو د هو یا نه ځواب را نه کړ .

100%

طالبانو په واکمنېدو پسې په ټول افغانستان کې اول له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او وروسته پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل او میرمنې یې له کار منع کړې.

رویټرز خبري اژانس نږدې دوه میاشتې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق یا یونیسف کې د خپلو سرچینو له خولې ولیکل چې دا اداره طالبانو ته د خپلو روزنیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلوپر مهالوېش او پلیتابه بوخته ده.

یونیسف وايي، طالبانو تړیوالو موسسو ته ویلي چې خپلې روزنیزې پروژې بندې کړي.

دا اداره وايي، د نړیوالو موسسو د روزنیزو ټولګیو بندیدو سره به د درې لکه نجونو په ګډون پنځه لکه ماشومان له زدکړو بې برخې شي.

ایرانی چارواکی: افغانان غلا شوي ټلیفونونه خپل هېواد ته قاچاق کوي

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران د تایباد سرحدي سیمې د دوغارون ګمرک مشر وايي، افغانان د دغه هېواد مختلفو ولایتونو کې غلا شوي موبایل ټلیفونونه اخلي او بیا یې افغانستان ته قاچاق کوي. حسن رحیمیزاده وايي، په دوغارون ګمرک کې یې دا ډول ۸۰ غلا شوي موبایلونه کشف او ضبط کړي دي.

د ایران دولتي رسنۍ صدا او سیما د جمعې ورځې په یو رپوټ کې وايي، دا غلا شوي موبیلونه له ایران څخه د اېستلو پر مهال نیول شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې دا ټلیفونونه د افغان او ایراني مسافرو په توکو کې اېښودل شوي وو.

د نوموړي په خبره، په دې تړاو لس تورن کسان نیول شوي او قضايي ادارو ته ورپيژندل شوي دي.

د نجونو له ګډون پرته په کندهار کې د کانکور ازموینه

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۰ GMT+۱

سږکال په کندهار کې ۱۹۲۵ زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي. د کندهار پوهنتون چارواکي وايي، چې د ۱۴۰۲ کال کانکور عمومي آزمویني اخیستلو دوه ورځنۍ لړۍ يې تېره ورځ پیل کړه، چې دوه ورځې به دوام ولري.

د کندهار پوهنتون له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې د کانکور ازموینو د ملي ادارې د مشر له قوله ویل شوي: «موږ باید د هېواد په کچه ټولو پوهنتونونو ته خپله پاملرنه تر دې هم ډېره کړو، ځکه د همدې عصري علومو په مټ کولای شو هېواد او خپله ټولنه ځان بسیاېنې ته ورسوو.»

خو په ډېر شمېر کې ځوانان د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو څخه ناهیلې شوي او وايي، د لوړو زده کړو تر لاسه کولو وروسته هم د کار کولو فرصت نه ورکول کېږي، ځکه اوس په ټولو دولتي او مسلکي ادارو کې د طالبانو نږدې کسان په دندو ګومارل شوي دي.

د کندهار ښار اوسیدونکی احمدالله چې روان کال له ۱۲م ټولګي څخه فارغ شوی افغانستان انټرنېشنل پښتو ته یې وویل:« دوولس کاله مې په ښوونځي کې زده کړې وکړې، هیله مې دا وه چې لوړې زده کړې هم تر لاسه کړم، خو اوس چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه وینم هیڅ تمه نلرم چې لوړې زده کړې بشپړې کړم.»

سږکال کانکور آزموېنه کې نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکول شوې او د زرګونو نجونو د لوړو زده کړو تر لاسه کولو هیلې نیمګړې پاتې شوي.

محمد عثمان چې د تېرو دوو کلونو را په دې خوا په پاکستان کې اوسیږي وايي: «د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکې لپاره مې افغانستان پرېښود.یوه لور مې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د دويم کال زده کړیاله وه، تر هغې وړه لور مې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، او یو زوی مې هم د ښوونځي زده کوونکی و، که زه په افغانستان کې پاتې شوی وای د افغانستان د نورو میلینونو نجونو په څېر به زما د لوڼو ژوند هم د نامعلوم برخلیک سره مخامخ وای».

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره په نږدې دوو کلونو کې ورځ تربلې د کانکور په ازموېنه کې له کندهاره د دوولسم ټولګي د فارغانو شمېر کمیږي.

د کندهار په پوهنې ریاست کې سرچینې وايي، ۲۳۰۰ زده کوونکو له کندهار څخه د کانکور په ازموېنه کې ګډون کړی و، دا په داسې حال کې چې ۲۰۲۱ کال ۴۲۰۰ زده کوونکو په کانکور ازموېنه کې ګډون کړی و چې ۷۳۰ تنه يې نجونې وې.

تاجکستان: د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې خبره حقیقت نلري

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د تاجکستان د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر وايي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له پرله پسې څرګندونو سره، سره حقیقت بل ‌‌‌‌‌‌ډول ‌دی. حبیب الله وحیدزاده ویلي،شمېرې ښیي چې له افغانستانه د نشه‌یي توکو قاچاق ډېر شوی.

نوموړي د چهار شنبې پر ورځ (د زمری ۱۱مه) په پلازمینه دوشنب کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر ژمنو باور نه لري.

د تاجکستان دغه چارواکي څرګنده کړې، چې طالبانو ژمنه کړې وه هغه کسان به مجازات کړي چې نشه يي توکي تولیدوي او کاروبار يې کوي، ((خو په حقیقت کې موږ داسې څه نه احساسوو)).

د ښاغلي وحیدزاده له خوا د وړاندې شویو شمیرو له مخې ، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته د ۴ ټنه او ۸۳ کیلو نشه يي توکي او په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۵ ټنه نشه يي توکي په تاجکستان کې نیول شوي دي.

حبیب الله وحیدزاده وویل، ډېری نشه يي توکي له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې کشف شوي دي.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کي اعلان وکړ، چي افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان په سیمه کې د کرسټال یو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، سږکال د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۸ سلنه زیاته شوې او په ۲۰۲۲ کال کې به د نړۍ د کوکنارو تولید ۷۸۰۰ ټنو ته ورسیږي.

طالبان: له روسیې او قزاقستانه غواړو، چې د پټلۍ پروژې په جوړولو کې برخه واخلي

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چې قزاقستان ته تللی، تاس خبري اژانس ته یې ویلي چې د افغان ټرانس پټلۍ پروژه د ټولو په ګټه ده. هغه ویلي: «روسیې او قزاقستان ته بلنه ورکوو، چې د افغان ټرانس د پټلۍ پروژې په چارو کې راسره برخه واخلي.

هغه زیاته کړې: «زما له نظره دغه پانګونه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ټولو په ګټه ده او موږ د ټولو هېوادونو منلو ته چمتو یو.»

نورالدین عزیزي دا رنګه وړاندیز وکړ، چې پاکستان، روسیه، قزاقستان او ازبکستان دې په کابل کې یو دفتر پرانیزي چې په مسلکي برخو کې ژر تر ژره چټکه همغږي پیل کړي.

طالبانو، ازبکستان او پاکستان د روان کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د دې پټلۍ جوړولو هوکړه لیک چې د «افغان ټرانس» په نامه یادېږي په اسلام اباد کې لاسلیک کړ.

طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې د دغې پروژې د چارو د سرته رسولو لپاره یو کلنه تګلاره منظور شوې ده.

په همدې حال کې، تر دې مهاله هیڅ یو هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، او د دغې پروژې د عملي چارو د پيلېدا وخت هم نه دی روښانه.

د «افغان ټرانس» پټلۍ د جوړولو موضوع په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ په دې موخه راپورته شوه، چې منځنۍ اسیا له هند سمندر سره ونښلوي.

دغه پټلۍ ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري او له څلورنیم میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو زیات لګښت پرې راځي. دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار پيليږي او د مزارشریف او کابل له ښارونو تېریږي او د پاکستان تر پېښوره رسیږي.