• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان: د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې خبره حقیقت نلري

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د تاجکستان د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر وايي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له پرله پسې څرګندونو سره، سره حقیقت بل ‌‌‌‌‌‌ډول ‌دی. حبیب الله وحیدزاده ویلي،شمېرې ښیي چې له افغانستانه د نشه‌یي توکو قاچاق ډېر شوی.

نوموړي د چهار شنبې پر ورځ (د زمری ۱۱مه) په پلازمینه دوشنب کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر ژمنو باور نه لري.

د تاجکستان دغه چارواکي څرګنده کړې، چې طالبانو ژمنه کړې وه هغه کسان به مجازات کړي چې نشه يي توکي تولیدوي او کاروبار يې کوي، ((خو په حقیقت کې موږ داسې څه نه احساسوو)).

د ښاغلي وحیدزاده له خوا د وړاندې شویو شمیرو له مخې ، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته د ۴ ټنه او ۸۳ کیلو نشه يي توکي او په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۵ ټنه نشه يي توکي په تاجکستان کې نیول شوي دي.

حبیب الله وحیدزاده وویل، ډېری نشه يي توکي له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې کشف شوي دي.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کي اعلان وکړ، چي افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان په سیمه کې د کرسټال یو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، سږکال د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۸ سلنه زیاته شوې او په ۲۰۲۲ کال کې به د نړۍ د کوکنارو تولید ۷۸۰۰ ټنو ته ورسیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له روسیې او قزاقستانه غواړو، چې د پټلۍ پروژې په جوړولو کې برخه واخلي

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چې قزاقستان ته تللی، تاس خبري اژانس ته یې ویلي چې د افغان ټرانس پټلۍ پروژه د ټولو په ګټه ده. هغه ویلي: «روسیې او قزاقستان ته بلنه ورکوو، چې د افغان ټرانس د پټلۍ پروژې په چارو کې راسره برخه واخلي.

هغه زیاته کړې: «زما له نظره دغه پانګونه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ټولو په ګټه ده او موږ د ټولو هېوادونو منلو ته چمتو یو.»

نورالدین عزیزي دا رنګه وړاندیز وکړ، چې پاکستان، روسیه، قزاقستان او ازبکستان دې په کابل کې یو دفتر پرانیزي چې په مسلکي برخو کې ژر تر ژره چټکه همغږي پیل کړي.

طالبانو، ازبکستان او پاکستان د روان کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د دې پټلۍ جوړولو هوکړه لیک چې د «افغان ټرانس» په نامه یادېږي په اسلام اباد کې لاسلیک کړ.

طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې د دغې پروژې د چارو د سرته رسولو لپاره یو کلنه تګلاره منظور شوې ده.

په همدې حال کې، تر دې مهاله هیڅ یو هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، او د دغې پروژې د عملي چارو د پيلېدا وخت هم نه دی روښانه.

د «افغان ټرانس» پټلۍ د جوړولو موضوع په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ په دې موخه راپورته شوه، چې منځنۍ اسیا له هند سمندر سره ونښلوي.

دغه پټلۍ ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري او له څلورنیم میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو زیات لګښت پرې راځي. دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار پيليږي او د مزارشریف او کابل له ښارونو تېریږي او د پاکستان تر پېښوره رسیږي.

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د وضعیت په اړه سره خبرې وکړې

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۲۳ GMT+۱

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو حسین امیرعبداللهیان او بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې سره ولیدل. د ایران‌ د بهرنیو چارو وزیر له ښاغلي زرداري سره په یوه ګده خبري ناسته کې وویل، چې د افغانستان موضوع د هغوی د خبرو اترو غوښنه برخه وه.

امیر عبداللهیان وویل په افغانستان کې هر ‌‌‌‌‌‌ډول ادلون بدلون تر بل هر ځای د هغه پر ګاونډیانو په تېره بیا پر ایران او پاکستان اغېز پرې باسي.

هغه زیاته کړه: «موږ د افغانستان د وضیعت د ښه کېدو په برخه کې سیمه ییز نوښتونه تر ټولو غوره لار بولو. موږ په هر ‌‌‌‌‌‌ډول حالاتو کې د افغانستان له وګړو څخه ملاتړ خپله دیني او انساني وجیبه ګڼو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټينګار لاره، چې په افغانستان کې سیاسي ثبات په ایران کې د سیاسي ټيکاو سره تړلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د هوکړو پر دوام خبرې وکړې او ویې ویل چې ایران او پاکستان په افغانستان کې سولې او ټيکاو ته لیوال دي او زیاته یې کړه: «موږ د خپلو افغان خوېندو او وروڼو لپاره د هوسا او ښه ژوندانه غوښتونکي یو.»

دا رنګه، د دواړو هېوادونو چارواکو د دوه اړخیزې راشه درشې د پراختیا، سرحدي همکاریو او د اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه هم خبرې وکړې.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې په سیمه ییزو موضوع ګانو او نړیوالو پرمختګونو یې سره خبرې کړې او دې هوکړې ته سره رسیدلي، چې د اسماني ادیانو د سپکاوي په کار کې باید ټوله اسلامي نړۍ سره یوه خوله او یو لاس شي.

هغوی په دغې خبري ناسته کې وویل، په پام کې ده چې د ایران او پاکستان تر منځ‌ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه به په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځه ملیار‌‌‌‌‌‌ډه ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته پورته کړي.

ډېوېد پټریوس: د افغانستان خاوره د پاکستاني طالبانو پر امن ځای بدله شوې

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان پخواني مشر افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، د افغانستان خاوره د پاکستاني طالبانو لپاره پر امن پټن ځای بدله شوې او اسلام اباد طالبانو ته واک ته تر رسېدو پورې پناه ورکړه، چې پاکستان سره همکاري وکړي؛ خو داسې ونه شول.

ډېوېد پټریوس په یوې ځانګړې مرکه کې افغانستان انټرنېشنل ته وویل: «موږ په ښکاره وینو، چې د افغانستان طالبان د پاکستاني طالبانو کوربه توب کوي، هغه څه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر عجیب او غریب دي هغه دا دي چې پاکستانیانو په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د پټن ځایونو له لمنځه وړلو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوله.»

هغه وویل د افغانستان د پخواني دولت پر مهال پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو د پټن ځایونو له نابودولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوله او په دې توګه یې ګڼې ستونزې افغان دولت او د افغانستان خلکو ته وپنځولې.

د سي ای اې پخوانی مشر د افغانستان د پخواني دولت له ‌‌‌‌‌‌ډېرو چارواکو سره یوه خوله دی چې وایي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو لپاره د امن پټن ځایونو شته والی په افغانستان کې د نړۍوالو او د پخواني دولت د امنیتي ځواکونو د ماتې اصلي لامل ګڼل کېږي.

تسنیم اژانس: طالبان د افغانستان په تاریخ کې د هلمند د تړون تر ټولو بې باوره چارواکي دي

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د ایران دغه دولتي رسنۍ چې د ایران د سپاه پاسداران سره تړاو لري لیکلي، د سپوګمکۍ پر مټ اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د کجکي او کمال خان په بندونو کې د اوبو زېرمې شته؛ خو د طالبانو څرګندونې چې ګواکې هلته اوبه نه شته رېښتینې نه دي.

دغه اژانس په خپل ځانګړي راپور کې چې د سه شنبې پر ورځ د زمري په لسمه نېټه خپور شوی لیکلي، چې طالبان د کجکې په بند کې د اوبو د نشتوالي په اړه په بېلابېلو دروغژنو څرګندونو سره خپلې کړې ژمنې ماتوي.

د ایران دغې دولتي رسنۍ ادعا کړې، چې له سپوږمکۍ نه تر لاسه شوي تصویرونه ښيي چې سږنی کال د کجکي په بند کې د وروستیو کلونو پرتله د اوبو د زېرمې کچه لوړه شوې ده.

دغې رسنۍ دا رنګه لیکلي په روان اوبییز کال کې، چې دوه میاشتې یې پاتې دي د هلمند له سینده د ایران د حقابې څخه چې ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه کېږي یوازې اوه لکه متر مکعبه یې ایران ته پرېښودل شوي دي.

تر دې مهاله کومې خپلواکې ادارې د دغو شمېرو کره والی چې د تسنیم اژانس خپرې کړي نه دی تایید کړی، او طالبانو یې هم په اړه ځواب نه دی ویلی.

د هلمند د حق ابې په اړه د ایران او طالبانو تر منځ د څو اونیو هڅو وروسته ایراني رسنیو. د اوبو پر سر د دواړو خواوو تر منځ ناندرې بیا له سره پيل کړې دي.

په دې وروستیو کې د ایران د چاپېریال ساتنې مشر ویلي و، چې طالبانو د ۸۵۰ میلیون لیټره اوبو څخه یوازې پنځلس میلیون لیټره اوبه ایران ته خوشې کړې دي. علي سلاجقه پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې برخه کې د ایران بیا، بیا غوښتنې نه دي منلي.

ایران ادعا کړې ده، چې د کمال خان او کجکي په بندونو کې پرېمانه اوبه شته؛ خو طالبانو یې مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړې او د ایران حقابه نه ورپرېږدي.

بله غاړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سږ کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و: «د ژغورنې نړۍوال سازمان ای، ار، سي د وروستي رېپوټ له مخې افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون څخه درېیم زیان منونکی هېواد دی، چې د دغو اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو سرچېنو ته دروند زیان رسېدلی دی.»

ښاغلي متقي د ایراني چارواکو د نیوکو په غبرګون کې ویلي: «طالبان ځان د اوبو د حقابې په برخه کې هغه تړون ته ژمن دي، چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوی؛ خو د هغه په خبره دا مهال د کمال خان په بند کې هېڅ اوبه نه شته».

د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځینه خبریالانو اندېښنې

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۵۱ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د محدودیتونو لومړنۍ قربانیانې په کابل او ولایتونو کې ښځینه خبریالانې وې. ډېرې رسنۍ وتړل شوې، خبریالانې په کور کېناستې، یو شمېر له هېواده ووتې او یا یې هم د سختو محدودیتونو له امله دندې پرېښودې.

یوه افغانه خبریاله چې اوس مهال په افغانستان کې دننه په رسنیزو کارونو بوخته ده د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، د طالب یو بل او وروستی فرمان به د ښځینه خبریالانو پروړاندې دا وي، چې نور دې هیڅ یوه ښځه په رسنیو کې و نه لیدل شي، ځکه هیڅ یو داسې محدودیت پاتې نه دی چې پر دوی لګیدلی نه وي.

اخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا په ځلونو ټینګار کړی و، چې د رسنیو د فعالیتونو او ښه کار کولو پلوي دی او د هغو قوانینو په رڼا کې باید رسنۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې ورته ټاکل شوي دي؛ خو له دې سره، سره افغان خبریالانې په بشپړه توګه د دوی د رسنیزو کارونو له مخنیوي اندېښنه لري.

د رسنیو د ملاتړو ادارو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د اټکل له مخې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو دندې پرېښې دي.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وایي: "طالبانو د ښځینه خبریالانو لپاره کاري او مسلکي چاپیریال محدود کړی اوان ښځینه خبریالانې یې اړ کړي چې مسلکي توب په پام کې و نه نیسي."

د کابل نیوز خبریالې روما عدیل چې له کلونو راهیسې له بېلابېلو رسنیو سره د خبر او سیاسي خپرونو په برخه کې دنده ترسره کوله وایي:” کله چې پر دوی د ماسک کارول جبري شو نو له دې امر څخه یې د مخالفت په موخه ټلویزیوني خپرونې پرېښودې او یوازې یې د راپور جوړولو برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکړ.”
نوموړې زیاتوي:”هېواد مې هغه وخت پرېښود، چې طالبانو څو ځلې د ځینو راپورنو د جوړولو لپاره وګواښله چې ګواکي ددوی پرخلاف و.”

یو شمېر خبریالان وایي، چې اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخته د رسنیو ازادي محدوده شوې او هره ورځ خبریالان د طالبانو له سخت دریځو کړنو سره مخامخ کېږي.
ملاله د هغې خبریالې مستعار نوم دی چې دمګړۍ په افغانستان کې ده او د یوه خصوصي ټلویزیون سیاسي او خبري خپرونې مخته وړي.
ملاله وایي:” د جمهوریت د ړنګېدو پر ورځ دفتر کې وه چې د طالبانو د راتګ خبر راغی، خورا ډارېدلې وه چې څه به پېښیږي او آیا تر کوره پورې به ژوندۍ او په عزت سره رسیږي او کنه؟ ځکه ډېر بد وضعیت و، د ښار نظم ګدوډ شوی و، او ټول بندیان ازاد شوي وو.”
نوموړې همداراز زیاتوي، په کور کې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته بېرته خپلې دندې ته ستنه شوه، خو هر څه بدل شوي و او د نويو قوانینو پربنسټ یې باید کار کړی وای، له جبري حجاب او ماسک څخه رانیولې ان تر هغه چې دوی له نارینه مېلمنو سره له مرکو منع شوې.
ملاله له دې وضعیته ستړې ده او وایي:” که د کورنۍ مسوولیتونه مې پر غاړه نه وای، وطن او رسنیز کارونه یې پرېښودل.”
د کابل پرېس کلب مشر عزیز تسل هم د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پروړاندې شته ستونزې مني او وایي:” اوس مهال کابو اوه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.”
د نوموړي په خبره، که د طالبانو دا سخت دریځ چلند دوام وکړي ډیې شمېر نور خبریالان به هم هېواد پرېږدي.

د آریانا نیوز پخوانۍ خبریاله نسرین شېرزاد بشیر چې له پنځلسو میاشتو راهیسې په اسلام آباد کې د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي وايي:” اړوندې نړۍوالې ادارې باید د بې برخلیکه پاتې شویو خبریالانو دوسیې وارزوي.”

مرضیه حفیظي د واکمنې ډلې له بېلابېلو ادارو له اړونده چارواکو سره د ښځینه خبریالانو د وضعیت او اندېښنو او د نیول شویو خبریالانو په اړه د خبرو هڅه وکړه خو طالب چارواکي خبرو ته حاضر نه شول.

له کابو دوو کلونو راهیسې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د بېلابېلو لاملونو له امله هېواد پرېښی، چې په دې لړ کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بیا په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې ومنل شي.
دغو خبریالانو د پناه غوښتنې د دوسیو د نه څېړل کېدو له امله تر اوسه څو ځلي اعتراضونه هم کړي دي.