• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډېوېد پټریوس: د افغانستان خاوره د پاکستاني طالبانو پر امن ځای بدله شوې

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان پخواني مشر افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، د افغانستان خاوره د پاکستاني طالبانو لپاره پر امن پټن ځای بدله شوې او اسلام اباد طالبانو ته واک ته تر رسېدو پورې پناه ورکړه، چې پاکستان سره همکاري وکړي؛ خو داسې ونه شول.

ډېوېد پټریوس په یوې ځانګړې مرکه کې افغانستان انټرنېشنل ته وویل: «موږ په ښکاره وینو، چې د افغانستان طالبان د پاکستاني طالبانو کوربه توب کوي، هغه څه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر عجیب او غریب دي هغه دا دي چې پاکستانیانو په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د پټن ځایونو له لمنځه وړلو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوله.»

هغه وویل د افغانستان د پخواني دولت پر مهال پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو د پټن ځایونو له نابودولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوله او په دې توګه یې ګڼې ستونزې افغان دولت او د افغانستان خلکو ته وپنځولې.

د سي ای اې پخوانی مشر د افغانستان د پخواني دولت له ‌‌‌‌‌‌ډېرو چارواکو سره یوه خوله دی چې وایي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو لپاره د امن پټن ځایونو شته والی په افغانستان کې د نړۍوالو او د پخواني دولت د امنیتي ځواکونو د ماتې اصلي لامل ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

تسنیم اژانس: طالبان د افغانستان په تاریخ کې د هلمند د تړون تر ټولو بې باوره چارواکي دي

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د ایران دغه دولتي رسنۍ چې د ایران د سپاه پاسداران سره تړاو لري لیکلي، د سپوګمکۍ پر مټ اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د کجکي او کمال خان په بندونو کې د اوبو زېرمې شته؛ خو د طالبانو څرګندونې چې ګواکې هلته اوبه نه شته رېښتینې نه دي.

دغه اژانس په خپل ځانګړي راپور کې چې د سه شنبې پر ورځ د زمري په لسمه نېټه خپور شوی لیکلي، چې طالبان د کجکې په بند کې د اوبو د نشتوالي په اړه په بېلابېلو دروغژنو څرګندونو سره خپلې کړې ژمنې ماتوي.

د ایران دغې دولتي رسنۍ ادعا کړې، چې له سپوږمکۍ نه تر لاسه شوي تصویرونه ښيي چې سږنی کال د کجکي په بند کې د وروستیو کلونو پرتله د اوبو د زېرمې کچه لوړه شوې ده.

دغې رسنۍ دا رنګه لیکلي په روان اوبییز کال کې، چې دوه میاشتې یې پاتې دي د هلمند له سینده د ایران د حقابې څخه چې ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه کېږي یوازې اوه لکه متر مکعبه یې ایران ته پرېښودل شوي دي.

تر دې مهاله کومې خپلواکې ادارې د دغو شمېرو کره والی چې د تسنیم اژانس خپرې کړي نه دی تایید کړی، او طالبانو یې هم په اړه ځواب نه دی ویلی.

د هلمند د حق ابې په اړه د ایران او طالبانو تر منځ د څو اونیو هڅو وروسته ایراني رسنیو. د اوبو پر سر د دواړو خواوو تر منځ ناندرې بیا له سره پيل کړې دي.

په دې وروستیو کې د ایران د چاپېریال ساتنې مشر ویلي و، چې طالبانو د ۸۵۰ میلیون لیټره اوبو څخه یوازې پنځلس میلیون لیټره اوبه ایران ته خوشې کړې دي. علي سلاجقه پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې برخه کې د ایران بیا، بیا غوښتنې نه دي منلي.

ایران ادعا کړې ده، چې د کمال خان او کجکي په بندونو کې پرېمانه اوبه شته؛ خو طالبانو یې مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړې او د ایران حقابه نه ورپرېږدي.

بله غاړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سږ کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و: «د ژغورنې نړۍوال سازمان ای، ار، سي د وروستي رېپوټ له مخې افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون څخه درېیم زیان منونکی هېواد دی، چې د دغو اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو سرچېنو ته دروند زیان رسېدلی دی.»

ښاغلي متقي د ایراني چارواکو د نیوکو په غبرګون کې ویلي: «طالبان ځان د اوبو د حقابې په برخه کې هغه تړون ته ژمن دي، چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوی؛ خو د هغه په خبره دا مهال د کمال خان په بند کې هېڅ اوبه نه شته».

د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځینه خبریالانو اندېښنې

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۵۱ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د محدودیتونو لومړنۍ قربانیانې په کابل او ولایتونو کې ښځینه خبریالانې وې. ډېرې رسنۍ وتړل شوې، خبریالانې په کور کېناستې، یو شمېر له هېواده ووتې او یا یې هم د سختو محدودیتونو له امله دندې پرېښودې.

یوه افغانه خبریاله چې اوس مهال په افغانستان کې دننه په رسنیزو کارونو بوخته ده د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، د طالب یو بل او وروستی فرمان به د ښځینه خبریالانو پروړاندې دا وي، چې نور دې هیڅ یوه ښځه په رسنیو کې و نه لیدل شي، ځکه هیڅ یو داسې محدودیت پاتې نه دی چې پر دوی لګیدلی نه وي.

اخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا په ځلونو ټینګار کړی و، چې د رسنیو د فعالیتونو او ښه کار کولو پلوي دی او د هغو قوانینو په رڼا کې باید رسنۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې ورته ټاکل شوي دي؛ خو له دې سره، سره افغان خبریالانې په بشپړه توګه د دوی د رسنیزو کارونو له مخنیوي اندېښنه لري.

د رسنیو د ملاتړو ادارو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د اټکل له مخې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو دندې پرېښې دي.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وایي: "طالبانو د ښځینه خبریالانو لپاره کاري او مسلکي چاپیریال محدود کړی اوان ښځینه خبریالانې یې اړ کړي چې مسلکي توب په پام کې و نه نیسي."

د کابل نیوز خبریالې روما عدیل چې له کلونو راهیسې له بېلابېلو رسنیو سره د خبر او سیاسي خپرونو په برخه کې دنده ترسره کوله وایي:” کله چې پر دوی د ماسک کارول جبري شو نو له دې امر څخه یې د مخالفت په موخه ټلویزیوني خپرونې پرېښودې او یوازې یې د راپور جوړولو برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکړ.”
نوموړې زیاتوي:”هېواد مې هغه وخت پرېښود، چې طالبانو څو ځلې د ځینو راپورنو د جوړولو لپاره وګواښله چې ګواکي ددوی پرخلاف و.”

یو شمېر خبریالان وایي، چې اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخته د رسنیو ازادي محدوده شوې او هره ورځ خبریالان د طالبانو له سخت دریځو کړنو سره مخامخ کېږي.
ملاله د هغې خبریالې مستعار نوم دی چې دمګړۍ په افغانستان کې ده او د یوه خصوصي ټلویزیون سیاسي او خبري خپرونې مخته وړي.
ملاله وایي:” د جمهوریت د ړنګېدو پر ورځ دفتر کې وه چې د طالبانو د راتګ خبر راغی، خورا ډارېدلې وه چې څه به پېښیږي او آیا تر کوره پورې به ژوندۍ او په عزت سره رسیږي او کنه؟ ځکه ډېر بد وضعیت و، د ښار نظم ګدوډ شوی و، او ټول بندیان ازاد شوي وو.”
نوموړې همداراز زیاتوي، په کور کې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته بېرته خپلې دندې ته ستنه شوه، خو هر څه بدل شوي و او د نويو قوانینو پربنسټ یې باید کار کړی وای، له جبري حجاب او ماسک څخه رانیولې ان تر هغه چې دوی له نارینه مېلمنو سره له مرکو منع شوې.
ملاله له دې وضعیته ستړې ده او وایي:” که د کورنۍ مسوولیتونه مې پر غاړه نه وای، وطن او رسنیز کارونه یې پرېښودل.”
د کابل پرېس کلب مشر عزیز تسل هم د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پروړاندې شته ستونزې مني او وایي:” اوس مهال کابو اوه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.”
د نوموړي په خبره، که د طالبانو دا سخت دریځ چلند دوام وکړي ډیې شمېر نور خبریالان به هم هېواد پرېږدي.

د آریانا نیوز پخوانۍ خبریاله نسرین شېرزاد بشیر چې له پنځلسو میاشتو راهیسې په اسلام آباد کې د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي وايي:” اړوندې نړۍوالې ادارې باید د بې برخلیکه پاتې شویو خبریالانو دوسیې وارزوي.”

مرضیه حفیظي د واکمنې ډلې له بېلابېلو ادارو له اړونده چارواکو سره د ښځینه خبریالانو د وضعیت او اندېښنو او د نیول شویو خبریالانو په اړه د خبرو هڅه وکړه خو طالب چارواکي خبرو ته حاضر نه شول.

له کابو دوو کلونو راهیسې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د بېلابېلو لاملونو له امله هېواد پرېښی، چې په دې لړ کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بیا په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې ومنل شي.
دغو خبریالانو د پناه غوښتنې د دوسیو د نه څېړل کېدو له امله تر اوسه څو ځلي اعتراضونه هم کړي دي.

"فریډم ناو" طالبانو ته: د زده کړو فعال "مطیع الله ویسا" ژر تر ژره خوشې کړئ

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د "فریدم ناو" په نوم د بشري حقونو د دفاع ادارې د طالبانو له زندانه د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د اسد په ۱۲مه) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې ښاغلی ویسا په ناحقه او بې دلیله نیول شوی او له څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.

یاد سازمان زیاتوي چې دا باید هېر نه شي چې مطیع الله ویسا د پوهنې یو زړور فعال دی؛ چې په افغانستان کې یې د نجونو د زده کړو دفاع کوله.

مطیع الله ویسا د "قلم لار" ټولنې او په افغانستان کې د زده کړو د ترویج د کمپاین مشر و. نوموړي تر ډېره د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایت کې د زده کړو د ترویج کمپاین کاوه.

ویسا د روان کال د وري یا حمل په اومه ( د مارچ ۲۸) نېټه ماښام د طالبانو له خوا د کابل په خوشال خان مېنه کې ونیول شو.

د ویسا له نیول کېدو وروسته یو شمېر طالب چارواکو نوموړی په خپلسرو فعالیتونو او د طالبانو پر ضد د خلکو په راپورته کولو تورن کړ.

د بشري حقونه دغه اداره د ویسا نیول غېر قاوني عمل ګڼي او زیاتوي چې نوموړی د زده کړو د ترویج د کمپاین له امله نیول شوی دی.

سارا چيمپيون: له افغانستان سره د مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو لپاره مرګونې پایلې لري

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱

سارا چيمپيون خبرداری ورکړی چې د افغانستان او په ورته نورو بشري ناورین کې د ښکېلو هېوادونو لپاره د برېتانیا د بهرنیو مرستو د بودیجې کمېدل به ښځو او ماشومانو لپاره مرګونې پایلې ولري.

د برېتانیا پارلمان د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وېبپانې د یوې خپرې کړې خبر پاڼې له مخې د کارګر ګوند د استازې او د برېتانيا د استازو جرګې د نړۍوالې پرمختيايي کمېټې مشرې سارا چیمپیون په حواله د افغانستان لپاره په بودیجه کې د ۷۶ سلنه کموالی بې باوره بللی او زیاته کړې یې ده چې دا کمښت به د بې وزلو خلکو لپاره مرګونی تمام شي.

نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې د پام وړ کمښت په غبرګون کړي دي.

د سارا په خبره چې پخوانیو تجربو ته په کتو؛ د برېتانیې د بهرنیو مرستو په بودیجه کې کموالی د انساني تلفاتو لامل شوی.

هغې زیاته کړه؛ هغه وګړي چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي ډېر شمېر به یې له لوږې او قحطۍ سره مخ شي خو تر ټولو ډېرې به هغه مېرمنې، نجونې او بې وزله وګړي اغېزمن شي کوم چې په مستقیم ډول د برېتانیې له مرستو برخمن وو.

همدا راز سارا چيمپيون ویلي؛ چې د بهرنيو مرستو د کمېدو له امله به د خوارځواکۍ پر وړاندې په اړینه توګه مبارزه ونه شي او په دې هېوداونو کې به په سلګونو زره مېرمنې د جنین له منځه وړلو سره مخ او زرګونه نورې به د ماشوم د زېږون پر مهال ومري.

د برېتاینا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه بودیجه به د لڼډ مهال لپاره د سپما په موخه کمه شي او په راتلونکي کال کې به نېږدې دوه برابره بېرته زیاته شي.

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو تر منځ د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د کاز اینفارم خبري اژانس د خبر له مخې په پلازمېنه استانه کې د افغان – قزاقستان د درې ورځني سوداګریز فورم د یوې برخې په توګه د دواړو لورو ترمنځ د ۱۹۰،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسلیک شول.

سرچینه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله زیاتوي چې په دې اونۍ کې د قزاقستان چارواکو، طالبانو او یو شمېر متشبثینو په درې ورځني سوداګریز فورم کې د کرنیزو وسایلو، اوړو او غوړیو د لېږد ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل.

بلخوا د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیون دالرو پر ارزښت د تړونونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت وايي چې په یاد پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او سوداګرۍ له وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي دي.

دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوې ده.

قزاقستان ته له افغانستان تللي پلاوي کې د طالب چارواکو په ګډون ۱۵۰ کسان ګډون لري چې ډېری یې سوداګر دي.