• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سارا چيمپيون: له افغانستان سره د مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو لپاره مرګونې پایلې لري

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۱

سارا چيمپيون خبرداری ورکړی چې د افغانستان او په ورته نورو بشري ناورین کې د ښکېلو هېوادونو لپاره د برېتانیا د بهرنیو مرستو د بودیجې کمېدل به ښځو او ماشومانو لپاره مرګونې پایلې ولري.

د برېتانیا پارلمان د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وېبپانې د یوې خپرې کړې خبر پاڼې له مخې د کارګر ګوند د استازې او د برېتانيا د استازو جرګې د نړۍوالې پرمختيايي کمېټې مشرې سارا چیمپیون په حواله د افغانستان لپاره په بودیجه کې د ۷۶ سلنه کموالی بې باوره بللی او زیاته کړې یې ده چې دا کمښت به د بې وزلو خلکو لپاره مرګونی تمام شي.

نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې د پام وړ کمښت په غبرګون کړي دي.

د سارا په خبره چې پخوانیو تجربو ته په کتو؛ د برېتانیې د بهرنیو مرستو په بودیجه کې کموالی د انساني تلفاتو لامل شوی.

هغې زیاته کړه؛ هغه وګړي چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي ډېر شمېر به یې له لوږې او قحطۍ سره مخ شي خو تر ټولو ډېرې به هغه مېرمنې، نجونې او بې وزله وګړي اغېزمن شي کوم چې په مستقیم ډول د برېتانیې له مرستو برخمن وو.

همدا راز سارا چيمپيون ویلي؛ چې د بهرنيو مرستو د کمېدو له امله به د خوارځواکۍ پر وړاندې په اړینه توګه مبارزه ونه شي او په دې هېوداونو کې به په سلګونو زره مېرمنې د جنین له منځه وړلو سره مخ او زرګونه نورې به د ماشوم د زېږون پر مهال ومري.

د برېتاینا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه بودیجه به د لڼډ مهال لپاره د سپما په موخه کمه شي او په راتلونکي کال کې به نېږدې دوه برابره بېرته زیاته شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: واشنګټن ډي سي ته ځم چې د تقلبي ټاکنو د ننګولو په تور بندي شم

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د این بي سي د راپور له مخې ټاکل شوې چې نن د واشکټن په وخت مازیګر څلور بجې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن ډي سي یوې فدرالي محکمې ته د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو په پایلو کې د بدلون د هڅو په تور لاړ شي.

راپور وايي چې په واشنګټن ډي سي کې له سهاره د محکمې د ودانۍ په شا او خوا سیمو کې امنیتي تدابیر نیول شوي.

سرچینه زیاتوي چې نوموړی د متحده ایالاتو د غولولو په دسیسه، د عادلانه ټاکنو له حق څخه د رایې ورکوونکو د محرومولو هڅې او د رسمي اقداماتو د ځنډولو په تور تورن دی.

تېره ورځ ټرمپ په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "زه واشنګټن ته ځم چې د فاسدو، تقلبي او غلا شویو ټاکنو د ننګولو په تور ونیول شم". نوموړي زیاته کړې چې دا ویاړ ګڼي چې د امریکا لپاره نیول کیږي.

تمه کېږي چې نن به ټرمپ محکمې ته د حاضرېدو عادي بهیر ترسره کړي او د هغه د ګوتو نښې به هم واخیستل شي.

د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په ۶مه د ټرمپ یو شمېر پلویانو د واک د سوله ییز انتقال د مخنیوي په خاطر د متحده ایالاتو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او له دغې پېښې وروسته ټرمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې ادعا وکړه چې د امریکا په ټاکنو کې درغلي شوې او له ده څخه د ده بریا غلا شوې ده.

دا په داسې حال کې ده پخوانی ولسمشر ترمپ د روان کال په جون کې په خپل کور کې د پټو دولتي اسناد د ساتلو په تور د فلوریدا ایالت یوې فدرالي محکمې کې ټينګار وکړ چې د قوانینو خلاف کار یې نه دی کړی.

ټرمپ دا مهال د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په ډله کې مخکښ نوماند دی چې د امریکا د ۲۰۲۴ ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یو ځل بیا نوماند شوی.

مسکو تر خپل واک لاندې سیمو کې اوکراینیان د روسیې د تابعیت منلو ته مجبوروي

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د امریکا د ییل پوهنتون څېړونکو په یوه راپور کې لیکلي چې روسیه په اوکراین کې تر واک لاندې سیمو کې د دې هېواد وګړي د روسيې د تابعیت منلو ته مجبوروي.

د دغه راپور له مخې هغه اوکراینیان چې د روسیې له غوښتنې سره مخالفت کوي ګواښل کیږي.

د امریکایي څېړونکو په راپور کې راغلي چې روسیه هڅه کوي په منظم ډول په لوهانسک، دونتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې د مېشتو اوکراینیانو هویت له منځه یوسي.

د راپور له مخې؛ اوکراینیان د روسیې د تابعیت د منلو لیوالتیا نه لري، خو دا چلند دوی له ګواښ، ډار، بشري مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه، شړل او حتا له بند سره مخامخ کوي.

مسکو ادعا کوي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دېخوا؛ کله چې کریمه ټاپو له روسيې سره یوځای شوه، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې پر اوکراین له برید وروسته شاوخوا درې میلیونه اوکراینیانو ته یې روسي پاسپورټونه ورکړي دي.

امریکایي څېړونکي وایي چې دا شمېر اوس مهال ډېر شوی او «د لوهانسک خلق جمهوریت» ادعا کوي چې د دې سیمې درې پر څلورمه برخه وګړو د روسیې تابعیت ترلاسه کړی دی.

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو تر منځ د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د کاز اینفارم خبري اژانس د خبر له مخې په پلازمېنه استانه کې د افغان – قزاقستان د درې ورځني سوداګریز فورم د یوې برخې په توګه د دواړو لورو ترمنځ د ۱۹۰،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسلیک شول.

سرچینه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله زیاتوي چې په دې اونۍ کې د قزاقستان چارواکو، طالبانو او یو شمېر متشبثینو په درې ورځني سوداګریز فورم کې د کرنیزو وسایلو، اوړو او غوړیو د لېږد ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل.

بلخوا د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیون دالرو پر ارزښت د تړونونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت وايي چې په یاد پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او سوداګرۍ له وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي دي.

دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوې ده.

قزاقستان ته له افغانستان تللي پلاوي کې د طالب چارواکو په ګډون ۱۵۰ کسان ګډون لري چې ډېری یې سوداګر دي.

سوډان کې د وږیو کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونو پورته شو

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۱

د خوړو د خوندیتوب یوه اداره وايي، په سوډان کې د هغو کسانو اټکلي شمېر ۲۰.۳ ملیونو ته رسېدلې چې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي. په دې معنا چې د دغه هېواد ۴۲ سلنه وګړي د خوړو له پلوه له سختې قحطۍ سره مخ دي.

د خوړو خوندیتوب د ډلبندۍ په نوم دا اداره وايي، په سوډان کې اوسنۍ جګړه دغه بشري ناورین لا نور بدتروي.

د رویټرز د رارپور له مخې؛ د لوږې له امله ترټولو زیانمنې سیمې پلازمینه خرطوم، د دارفور لویدیځ او د کوردوفان هغه برخې دي، چې له تېر اپرېل راهیسېرجګړه، بریدونه او لوټ تالان پکې روان دی.

په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ روانې جګړې تر درېیو میلیونو خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي او تر نهه لکو ډېر یې له هېواد وتلو ته اړ کړي دي.

د جګړې له امله د خوړو د خوندیتوب بهیر کې ګډوډي، د وګړو بې ځایه کېدل او د زېربناوو زیانمېدل هم د لوږې په زیاتېدو کې رول لري.

ایرانۍ رسنۍ: طالبانو د افغانستان په دریو ولایتونو کې د خمیني مرستندویه کمېټې دفترونه تړلي

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۲۷ GMT+۱

د ایران جماران خبري ویبپاڼې راپور ورکړی چې طالبانو په کابل، هرات او مزار شریف کې د خمیني مرستندویه کمېټې د دفترونو فعالیت بند کړی دی . دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۲) لیکلي چې دغه دفترونه «د طالبانو د ځواکونو په امر تړل شوي دي »

د خمیني مرستندویه کمېټه یوه نیمه دولتي موسسه ده چې د ۱۳۵۷ کال د اګست په ۱۴ نیټه یې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر روح الله خمیني په حکم خپل فعالیت پیل کړ.

دغې کمېټې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې هم خپل دفترونه پرانیستي ول .

د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال پر ۱۳۷۷ لمریز کال کې هم د دغې ادارې فعالیت بند شوی و، خو د طالبانو له نسکورېدو وروسته یې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې یې په کابل ، مزارشریف ، هرات او زرنج ښارونو کې خپل فعالیت بیا پیل کړ .

جماران خبري وېبپاڼه د خپلې سرچينې په حواله ليکي، چې طالبانو په کابل کې د خیمني مرستندويه کمېټې د نماينده ګۍ دفتر شاوخوا يوه مياشت وړاندې او په مزارشريف او هرات کې درې ورځې وړاندې بند کړل .

ويل کيږي چې د طالبانو ځواکونه د نيمروز ولايت په زرنج کې هم د خمیني مرستندويه کمېټې ته ورغلي خو په دغه ښار کې د دې کمېټې فعاليتونه لا هم دوام لري .

تر اوسه پورې د ایران اسلامي جمهوریت او طالبانو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی .

خو باخبرو سرچینو جماران رسنۍ ته ویلي، چې د خمیني مرستندویه کمېټې دفترونه په دریو ولایتونو کې له کومې خبرتیا او د معتبر دلیل له وړاندې کولو پرته تړل شوي دي .