مسکو تر خپل واک لاندې سیمو کې اوکراینیان د روسیې د تابعیت منلو ته مجبوروي

د امریکا د ییل پوهنتون څېړونکو په یوه راپور کې لیکلي چې روسیه په اوکراین کې تر واک لاندې سیمو کې د دې هېواد وګړي د روسيې د تابعیت منلو ته مجبوروي.

د امریکا د ییل پوهنتون څېړونکو په یوه راپور کې لیکلي چې روسیه په اوکراین کې تر واک لاندې سیمو کې د دې هېواد وګړي د روسيې د تابعیت منلو ته مجبوروي.
د دغه راپور له مخې هغه اوکراینیان چې د روسیې له غوښتنې سره مخالفت کوي ګواښل کیږي.
د امریکایي څېړونکو په راپور کې راغلي چې روسیه هڅه کوي په منظم ډول په لوهانسک، دونتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې د مېشتو اوکراینیانو هویت له منځه یوسي.
د راپور له مخې؛ اوکراینیان د روسیې د تابعیت د منلو لیوالتیا نه لري، خو دا چلند دوی له ګواښ، ډار، بشري مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه، شړل او حتا له بند سره مخامخ کوي.
مسکو ادعا کوي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دېخوا؛ کله چې کریمه ټاپو له روسيې سره یوځای شوه، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې پر اوکراین له برید وروسته شاوخوا درې میلیونه اوکراینیانو ته یې روسي پاسپورټونه ورکړي دي.
امریکایي څېړونکي وایي چې دا شمېر اوس مهال ډېر شوی او «د لوهانسک خلق جمهوریت» ادعا کوي چې د دې سیمې درې پر څلورمه برخه وګړو د روسیې تابعیت ترلاسه کړی دی.

د کاز اینفارم خبري اژانس د خبر له مخې په پلازمېنه استانه کې د افغان – قزاقستان د درې ورځني سوداګریز فورم د یوې برخې په توګه د دواړو لورو ترمنځ د ۱۹۰،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسلیک شول.
سرچینه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله زیاتوي چې په دې اونۍ کې د قزاقستان چارواکو، طالبانو او یو شمېر متشبثینو په درې ورځني سوداګریز فورم کې د کرنیزو وسایلو، اوړو او غوړیو د لېږد ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل.
بلخوا د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیون دالرو پر ارزښت د تړونونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی.
دغه وزارت وايي چې په یاد پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او سوداګرۍ له وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي دي.
دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوې ده.
قزاقستان ته له افغانستان تللي پلاوي کې د طالب چارواکو په ګډون ۱۵۰ کسان ګډون لري چې ډېری یې سوداګر دي.

د خوړو د خوندیتوب یوه اداره وايي، په سوډان کې د هغو کسانو اټکلي شمېر ۲۰.۳ ملیونو ته رسېدلې چې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي. په دې معنا چې د دغه هېواد ۴۲ سلنه وګړي د خوړو له پلوه له سختې قحطۍ سره مخ دي.
د خوړو خوندیتوب د ډلبندۍ په نوم دا اداره وايي، په سوډان کې اوسنۍ جګړه دغه بشري ناورین لا نور بدتروي.
د رویټرز د رارپور له مخې؛ د لوږې له امله ترټولو زیانمنې سیمې پلازمینه خرطوم، د دارفور لویدیځ او د کوردوفان هغه برخې دي، چې له تېر اپرېل راهیسېرجګړه، بریدونه او لوټ تالان پکې روان دی.
په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ روانې جګړې تر درېیو میلیونو خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي او تر نهه لکو ډېر یې له هېواد وتلو ته اړ کړي دي.
د جګړې له امله د خوړو د خوندیتوب بهیر کې ګډوډي، د وګړو بې ځایه کېدل او د زېربناوو زیانمېدل هم د لوږې په زیاتېدو کې رول لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له وګړو سره د طالبانو د چلند او د هغوی له خوا د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو له امله د دوی په رسمیت پېژندل ممکن نه دي. خو دا هم وايي، چې امریکا د طالبانو خلاف د مخالفت ملاتړ نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر وايي: "شرطونه څه دي؟ زه څه نه شم ویلای، لکه څنګه چې موږ پخوا ویلي چې طالبان اوس هم د رسمیت او مشروعیت په لټه کې دي. له خپلو خلکو سره ناوړه چلند، له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونو او ځینو نورو مسایلو په ګډون داسې ډېر عوامل دي چې په رسمیت پېژندل يې له امکانه لېرې دي".
متحده ایالات چې طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې پر ګڼو مشرانو یې هم بندیزونه لګولي دي، په پرله پسې توګه د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د خپلو یو شمیر پخوانیو افغان متحدینو غوښتنې رد کړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر هم زیاتوي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی پیل شي او دوی د طالبانو پر ضد له مخالفته ملاتړ نه کوي.
نوموړی ښکېلو غاړو ته په اشاره وايي : "موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او تعامل وکړي؛ دا یوازینۍ لار ده چې افغانستان کولای شي له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مقابله وکړي."
د دغه امریکايي چارواکي په خبره، امریکا ته د پخوانیو افغان چارواکو له سفر او د طالبانو پر وړاندې له وسلوال مقاومت څخه خبره ده خو د امریکا د اساسي قانون له مخې چې په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ تضمین کوي؛ نه شي کولی چې مخنیوي یې وکړي.
نوموړی په داسې مهال دا خبرې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په مشرۍ پلاوي د یکشنې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو سره وکتل.
ټوماس وېسټ تر دې لیدنو وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو له پلاوي او افغان تکنوکراتانو سره یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول شمولیت او له نشهيي موادو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له امریکايي استازو سره په دوحه کې له لیدنې وروسته له الجزیرې سره په یادې خبرې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د طالبانو حاکمیت ته درناوی وکړي.
خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ روښانه دی: " موږ په دې باور یو چې افغان نجونو ته باید د زده کړو اجازه ورکړل شي چې بېرته ښوونځيو ته او افغان مېرمنې کار ته ولاړې شي. په دې خاطر مو پر طالبانو فشار راوړی. موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو. موږ نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو په اړه د طالبانو د تصمیم په خاطر د طالبانو څخه هېڅ ملاتړ نه دی کړی."
هېره دې نه وي چې د طالبانو – ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو تر منځ له دې وړاندې هم ګڼې ناستې شوي دي خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو په چلند کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه رسمي سفر د خپل مل پلاوي سره پاکستان ته رسېدلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امير عبدالهيان پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي :«د ګاونډیتوب د پالیسۍ د پراختیا په اډانه کې، موږ له خپلو یو شمېر همکارانو سره پاکستان ته سفر وکړ.»
هغه زیاته کړې، چې په دغه سفر کې به د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګونو، اقتصادي همکاریو، د اسلامي نړۍ پر مسایلو او د افغانستان د وضعیت په ګډون د ګډو امنیتي اندېښنو په اړه له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
له دې سره نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ټوېټرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل ایراني انډول امیر عبدالهیان سره نن د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې لیدلي دي؛ خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

په اسراییل کې د الما څېړنیز مرکز په یوه راپور کې لیکلي، چې د ایران اسلامي جمهوريت غواړي د سوریې د کیمیايي وسلو د صنعت پر مهمو برخو ولکه وکړي او بیا ترې پرمختللې وسلې تولید او د کارولو لپاره یې د لبنان حزب الله ډلې ته ورکړي.
الما څېړنیز مرکز وايي، سوریه لا هم په خپل ((څېړنېز او ساینسي مطالعاتو مرکز)) کې داسې کیمیایي مواد تولیدوي، چې د پوځي استفادې وړ دي.
دې څېړنیزې ادارې د دغه مرکز اړوند د لسو برخو وضعیت یې روښانه کړي.
د دغه راپور له مخې د مرکز ځینې برخې یا بټۍ د ایران په هڅو له عراق څخه سوریې ته د لبنان حزب الله ډلې ته د وسلو رسولو سره تړلي دي.
د راپو له مخې، د ایران اصلي تمرکز په سوریه کې د کروز په ګډون د مختلفو توغندیو او راکټونو او بې پیلوټه الوتکو پراختیا او تولید دی او د همدې موخې لپاره د سوریې څېړنیز او علمي مطالعاتو مرکز کاروي.
په دغه راپور کې د لبنان له حزب الله څخه د ایران ملاتړ ته په اشاره لیکل شوي، چې له اسراییل سره د جګړې په صورت کې د حزب الله د کیمیايي وسلو د کارولو احتمال نه ردیږي.
راپور همداراز زیاتوي، حزب الله وروستیو کلونو کې د سارین عصبې ګازو ترڅنګ په کیمیایي وسلو سمبال توغندي د سوریې په میصاف سیمه کې د څېړ او علمي مرکز په یوه بټۍ کې ذخیره کړي دي او که وغواړي لبنان ته یې انتقالولای شي.
د الما د ارزونې له مخې، که جکړه پيلیږي، نو دغه کیمیایي وسلې په پلمه سوریه یا لنبان کې زیرمه شوي شي.
دغه راپور د سوریې د تحقیقاتې او علمي مطالعاتو مرکز دره د تړاو په تور بریدونو هدف ګرځیدلو ته په اشارې سره وايي، چي دغو بریدونو ونشوای کولای چې په بشپړه توګه د دغه مرکز د ټولو فعالیتونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چي په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا له هوایي برید وروسته داسې انګیرل کیده چي د کلونو لپاره به ددغه مرکز فعالیت ودرول شي.
د تحقیقاتي او علمي مطالعاتو مرکز په ۱۹۷۱ کال کې تاسیس شوی او کابو ۲۰۰۰۰ کارکوونکي لري.
د راپورونو له مخې د سوریې د حکومت لپاره د کیمیاوي وسلو په تولید کې د دغه مرکز د رول په اړه امریکا تر اوسه پورې پر سلګونو کسانو په دې تړاو بندیزونه هم لګولي دي.
