د کاناډا لومړی وزیر د اتلس کلن شریک ژوند وروسته له خپلې مېرمنې جدا شو

د کاناډا د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې جسټن ټروډو او د هغه مېرمن سوفي ګریګور له اتلس کاله شریک ژوند څخه وروسته جدا شوي دي.

د کاناډا د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې جسټن ټروډو او د هغه مېرمن سوفي ګریګور له اتلس کاله شریک ژوند څخه وروسته جدا شوي دي.
۵۱ کلن ټروډو او ۴۸ کلنه سوفي په ۲۰۰۵ کې سره واده کړی او درې ماشومان لري.
د کاناډا د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دوی د طلاق قانوني سندونه لاسلیک کړي دي.
ښاغلي ټروډو په خپل انسټاګرام اکاونټ کې په یوه پیغام کې لیکلي: "سوفي او ما له معنادارو او سختو خبرو وروسته پریکړه وکړه چې له یو بله جدا شو."
نوموړي سوفي ګریګور ته په اشارې وویل چې دوی به د یوه فامیل په څېر ژوند کوي او د دوی تر منځ به د دوستۍ ژورې اړیکې او درناوی موجود وي.
ګریګور له ټروډو سره له واده وړاندې د کاناډا په فرانسوي ژبي ولایت کبک کې د یوه تلویزون خبریاله وه خو د ټروډو پر سیاسي ژوند یې ځانګړی اغېز لاره.
وروسته له هغه چې ټروډو لومړی وزیر شو، سوفي د هغه د رواني روغتیا په ګډون په ټولنیزو مسالو کار کاوه.


هغه افغان پیلوټ چې روانډا ته یې د اخراج ګواښ شوی، مېرمن یې د برتانیا له حکومته د خپلې کورنۍ لپاره د پناه غوښتنه کړې ده. هغې د برتانیا له حکومته احساساتي غوښتنه کړې چې کورنۍ ته یې په برتانیا کې پناه ورکړي.
دغه مېرمن چې اوس د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې ده وايي؛ چې کورنۍ یې له برتانویانو سره د خپل مېړه د کار کولو له امله درنه بیه پرې کوي او د مرستې په تمه یې ژوند توره تیاره دی.
افغان پیلوټ د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، خپله ځوانه کورنۍ په وطن کې پرښوده او په یوه وړه کښتۍ کې یې خپل سفر برتانیا ته پیل او ځان یې تر منزله ورساوه.
مګر برتانیا ته په رسیدو سره د افغان هوایي ځواک دغه چارواکي هغه مرسته ترلاسه نه کړه چې تمه یې کیده او پرځای یې د کورنیو چارو وزارت لخوا روانډا ته د لېږلو له ګواښ سره مخامخ شو.
د پیلوټ مېرمنه د برتانیا د لومړي وزیر ریشي سونګ د حکومت لخوا د مرستې نشتوالي له امله نا هیلې ده. هغې د برتانیا حکومت په دې تورن کړ چې د کورنۍ لپاره یې د خوندي ځای چمتو کولو کې پاتې راغلی.
هغې ریشي سونګ ته په اشارې وویل: «دا څرګنده ده چې ستاسو دنده څه وه او له دوی سره مو څنګه مرسته وکړه؟ ستاسو حکومت احسان هېروونکی او بې اعتباره دی».
د افغان پیلوټ میرمنې انډېپېنډنټ نیوز ته وویل:«نړۍ راته توره تیاره ده، نه پوهیږم څه وکړم؟ زه نوره لیونۍ کیږم، د طالبانو له ویرې موږ له کوره نشو وتلی، ورځې او شپې مو په ویره کې تېریږي».
هغې زیاته کړه: «د برتانیا حکومت یې د کورنۍ لپاره د خوندي ځای په چمتو کولو کې پاتې راغلی. باور وکړئ زه واقعا له دې حالته ستړې یم، دا معلومه ده چې د هغه ځای حکومت نه غواړي له موږ سره مرسته وکړي».
د کابل له سقوط څو میاشتې وروسته کله چې افغان پیلوټ له افغانستان د وتلو ستونزمنه پرېکړه وکړه؛ چې خپله کورنۍ پریږدي او د خوندي ځای موندلو لپاره ولاړ شي. د تګ پر وخت یې میرمنې ورته وویل: « ولاړ شه په خدای مې سپارلی یې».
مګر نن یې میرمن وایي: «کاشکې چې د راتلونکي وړاندوینه مې کولی شوی او په دې پوهېدی چې څه پېښېږي، ما به هېڅکله هغه ته د تګ اجازه نه وی ورکړې».
د هغې خاوند په برتانیا کې د افغان کډوالو او مرستې د پالیسۍ (Arap) له مخې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.
دغه پالیسي د هغو کسانو لپاره ده چې د جګړې پر مهال یې له برتانوي ځواکونو سره مرسته کړې وي خو ونه منل شوه.
په برتانیا کې د پناه غوښتنې له ځنډېدو سره پیلوټ دې ته اړ شو چې مرستې ترلاسولو لپاره متحده ایالتونو ته مخ واړوي، ځکه سپینې ماڼۍ د هغو خلکو د خوندیتوب ژمنه کړې چې له دوی سره یې تر ټولو اوږده جګړه کې همکاري کړې ده.
نوموړی د متحده ایالاتو د یوه چارواکي له خوا د P1 پروګرام ته معرفي کیږي چې لومړنۍ مرکه یې شوې او بله تعقیبي مرکه به یې د دې میاشتې په وروستیو کې وي.
وروسته له هغه چې د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې د یاد افغان پیلوټ د بیا مېشتېدو هېڅ پلان نشته، د امریکا د مشرانو جرګې غړو د افغان پیلوټ لپاره د خوندي ځای د غوښتنې ملاتړ وکړ.
د برتانیاد حکومت یوهد انډیپېنډنټ ویاند وویل:که څه هم موږ پر انفرادي قضیو خبرې نه کوو، خو دا تاییدوو چې ټول غوښتنلیکونه د هغو وړتیا شرایطو له مخې کلک ارزول کیږي چې انلاین خپاره شوي دي.
هغه زیاته کړه:"موږ په دې پوهیږو چې افغانان په اوسني حالت کې له هېواده وتل غواړي، خو موږ نشو کولی د ټولو افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو ملاتړ وکړو، چې شمېر یې په سلګونو زره دی."

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې یوه دولتي ودانۍ چې درې وزارتونه پکې فعالیت لري، په تېرو درېیو ورځو کې پرې د دویم ځل لپاره یوې بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی .
د اوکراین د ولسمشر یوه سلاکار د سه شنبې په ورځ وویل چې روسیه دې د نورو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو تمه ولري .
روسیې یو ځل بیا د سه شنبې ورځې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یو "ترهګریز عمل" بللی دی .
په بریدونو کې په نښه شوې ودانۍ په یوه سوداګریزه سیمه کې موقعیت لري چې د روسیې د اقتصادي پراختیا، ډیجیټل، صنعت او سوداګرۍ وزارتونه په کې مېشت دي.
د رویټرز خبري اژانس د یوې ویډیو له مخې د بې پیلوټه الوتکې له بریده وروسته د یوې ودانۍ څو کړکیو ته زیات اوښتی دی .
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د اګسټ د لومړۍ نېټې په شپه په مسکو او شاوخوا سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د برید په پایله کې د «کییف رژیم تروریستي عمل» شنډ شو.
د دغه برید له امله د مسکو له درېیو مهمو هوايي ډګرونو څخه د ونوکوو هوايي ډګر د لنډ وخت لپاره تړل شوی و، خو ډېر ژر یې بېرته په فعالیت پیل کړ .
تېره اوونۍ هم د په مسکو کې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو چې یوه لوړپوړې ودانۍ یې زیانمنه کړه .
د اوکراین له جګړې څخه شاوخوا ۱۷ میاشتې تېریږي.
په روانه اوونۍ کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته په اشارې سره وویل: «جګړه بېرته روسیې ته ورځي »
د می میاشتې راهیسې په روسیه کې دننه څو وارې بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي چې په یو برید کې دوه بې پیلوټه الوتکو کرملین ماڼۍ په نښه کړې وه.

د هند پولیس وايي، د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په نښته کې د ۲ پولیسو په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي. ځايي دولتي چارواکي وايي؛ په دې نښتو کې د لسو پولیسو په ګډون ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي. دا نښتې د نوي ډېلي ۵۰ کیلومترۍ کې په هریانا ایالت کې شوې دي.
د پولیسو په وینا، دا نښته نن هغه مهال رامنځته شوه، چې د هندوانو یوه ډله په هریانا ایالت کې د نوح په نوم د مسلمانانو له سیمې د تېریدو په حال کې وه.
د نوح سیمې د پولیسو ویاند کرشن کومار ویلي چې دغو لاریون کوونکو غوښتل له یوې عبادتخانې ( معبد ) څخه بلې عبادتخانې ته لاړ شي چې د دواړو لورو ترمنځه جکړه رامنځته شوه .
ده وويل چې په وژل شويو کې دوه تنه رضاکار ساتونکي وو چې د تاوتريخوالي په شنډولو کې يې له پوليسو سره مرسته کوله .
د امیتي چارواکو په خبره، دغه نښتې د دوشنبې په ماښام (د اسد ۹ مه) د ګوروګام سیمې ته هم غځېدلې چې له امله یې یو جومات سوځولیدلی، یو ملا وژل شوي او یو بل ټپي دی.
ګوروګرام سیمه چې پخوا د ګورګاون په نوم یادېده، د نوي ډیلي سره نږدې ده او په دغه ځای کې ددې هېواد څو غټې فابریکې فعالیت لري چې د سوداګریز مرکز په توګه هم پېژندل کېږي .
دغه سیمه د نوي ډیلي سویل څخه 50 کیلومیټره واټن لري.
نن سه شنبه (د اسد ۱۰مه) د مسلمانانو او هندوانو استازو په ګوروګرام کې د شخړو د ختمولو په موخه خبرې اترې پیل کړي دي .

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حقابې په تامین کې مسوولانه چلند وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په هلمند سیند کې د ایران د حقابې موضوع د ایران د بهرنیو چارو وزارت او انرژۍ وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه ده.
تېره ورځ د ایران د ولسمشر مرستیال اعلان وکړ چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په اړه له طالبانو سره خبرې اترې مثبتې وې.
ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې د ایران د اوبو موضوع یوه جدي او مهمه برخه ده.
نوموړي طالبانو ته په اشارې ویلي؛ سره له دې چې طالبان د ۱۳۵۱ز کال تړون مني خو د عملي کېدا لپاره یې تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته کړي.
دغه ایرانی چارواکی زیاتوي چې د طالبانو له خوا د تړون پر ځای کول به د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد جوړولو او ګډې همکارۍ لپاره زمینه برابره کړی.
ایراني چارواکو په بار- بار ویلي چې د ۱۳۵۱ل کال د تړون له مخې افغانستان باید د هلمند له رودخانې څخه په کال کې ۸۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي خو په دې وروستیو کلونو کې د دوی حق نه دی ورکړل شوی.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ په داسې حال کې زیات شوی چې په سیستان بلوچستان کې اوبه کمې شوې دي.
د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي وګڼي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."
طالبانو ایران ته د هلمند د اوبو د نه رسېدو لامل وچکالي یاد کړی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي چې د حقابې په اړه د طالبانو پر حکومت له رسمي انتقادونو ډډه وکړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږې د ترهګرۍ او افراطیت د ودې لپاره زمینه برابره کړې او د سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د کازاینفارم خبري اژانس د راپور له مخې قنات تومیش ټینګار وکړ چې د افغانستان د بې ثباتۍ مخه باید ونیول شي.
د قزاقستان دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ (د اسد ۹مه) په یوه خبري غونډې کې وویل چې افغانستان دا مهال په اقتصادي بحران کې غرق دی، د دې هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
د هغه په وينا؛دغه وضعيت د ترهګرۍ او افراطيت د ودې لپاره مناسبه فضاء برابره کړې او په پايله کې يې ټوله منځنۍ اسيا او سيمه له ګواښ سره مخ کړې ده.
تومیش طالبانو ته له اشارې پرته زیاته کړه: "موږ باور لرو چې یوازې د نړۍوالې ټولنې په ګډو هڅو سره افغانستان یو خپلواک او باثباته هېواد کېدای شي چې له خپلو ګاونډیانو سره سوله ییز ژوند ولري او خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي."
نوموړی زیاتوي چې قزاقستان هم د نړۍوالې ټولنې د نورو غړو په څېر باید په افغانستان کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي؛ خو تومیش کومې مشخصې حل لارې ته اشاره ونه کړه مګر زیاته یې کړه چې د دوی پاملرنه له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا متمرکزه ده.
د کازاینفارم اژانس د معلوماتو له مخې قزاقستان په وروستیو کلونو کې افغانستان ته لس زره ټنه غنم، نور خوراکي توکي او درمل د بشري مرستو په توګه استولي دي.
دغه خبری آژانس زیاته کړې چې افغانستان د قزاقستان د کرنیزو محصولاتو له سترو واردونکو هېوادونو څخه دی او د دغه هېواد د صادر شویو غنمو څه باندې ۷۰ سلنه پیری.
د دوی د شمېرو له مخې د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګریزه راکړه - ورکړه شاوخوا 990 ملیون ډالرو ته رسېږي او قزاقستانی لوری غواړي دا شمېره لا لوړه کړي.
د دغه خبري اژانس د راپور له مخې؛ټاکل شوې د افغانستان او قزاقستان د پانګوالو د سوداګرۍ غونډه د اسد له ۱۲مې تر ۱۴مې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شي. ویل کیږي چې په دې کنفرانس کې به تر ۱۵۰ زیات افغان پانګوال ګډون وکړي.