"فریډم ناو" طالبانو ته: د زده کړو فعال "مطیع الله ویسا" ژر تر ژره خوشې کړئ

د "فریدم ناو" په نوم د بشري حقونو د دفاع ادارې د طالبانو له زندانه د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د "فریدم ناو" په نوم د بشري حقونو د دفاع ادارې د طالبانو له زندانه د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د اسد په ۱۲مه) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې ښاغلی ویسا په ناحقه او بې دلیله نیول شوی او له څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.
یاد سازمان زیاتوي چې دا باید هېر نه شي چې مطیع الله ویسا د پوهنې یو زړور فعال دی؛ چې په افغانستان کې یې د نجونو د زده کړو دفاع کوله.
مطیع الله ویسا د "قلم لار" ټولنې او په افغانستان کې د زده کړو د ترویج د کمپاین مشر و. نوموړي تر ډېره د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایت کې د زده کړو د ترویج کمپاین کاوه.
ویسا د روان کال د وري یا حمل په اومه ( د مارچ ۲۸) نېټه ماښام د طالبانو له خوا د کابل په خوشال خان مېنه کې ونیول شو.
د ویسا له نیول کېدو وروسته یو شمېر طالب چارواکو نوموړی په خپلسرو فعالیتونو او د طالبانو پر ضد د خلکو په راپورته کولو تورن کړ.
د بشري حقونه دغه اداره د ویسا نیول غېر قاوني عمل ګڼي او زیاتوي چې نوموړی د زده کړو د ترویج د کمپاین له امله نیول شوی دی.

سارا چيمپيون خبرداری ورکړی چې د افغانستان او په ورته نورو بشري ناورین کې د ښکېلو هېوادونو لپاره د برېتانیا د بهرنیو مرستو د بودیجې کمېدل به ښځو او ماشومانو لپاره مرګونې پایلې ولري.
د برېتانیا پارلمان د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وېبپانې د یوې خپرې کړې خبر پاڼې له مخې د کارګر ګوند د استازې او د برېتانيا د استازو جرګې د نړۍوالې پرمختيايي کمېټې مشرې سارا چیمپیون په حواله د افغانستان لپاره په بودیجه کې د ۷۶ سلنه کموالی بې باوره بللی او زیاته کړې یې ده چې دا کمښت به د بې وزلو خلکو لپاره مرګونی تمام شي.
نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې د پام وړ کمښت په غبرګون کړي دي.
د سارا په خبره چې پخوانیو تجربو ته په کتو؛ د برېتانیې د بهرنیو مرستو په بودیجه کې کموالی د انساني تلفاتو لامل شوی.
هغې زیاته کړه؛ هغه وګړي چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي ډېر شمېر به یې له لوږې او قحطۍ سره مخ شي خو تر ټولو ډېرې به هغه مېرمنې، نجونې او بې وزله وګړي اغېزمن شي کوم چې په مستقیم ډول د برېتانیې له مرستو برخمن وو.
همدا راز سارا چيمپيون ویلي؛ چې د بهرنيو مرستو د کمېدو له امله به د خوارځواکۍ پر وړاندې په اړینه توګه مبارزه ونه شي او په دې هېوداونو کې به په سلګونو زره مېرمنې د جنین له منځه وړلو سره مخ او زرګونه نورې به د ماشوم د زېږون پر مهال ومري.
د برېتاینا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه بودیجه به د لڼډ مهال لپاره د سپما په موخه کمه شي او په راتلونکي کال کې به نېږدې دوه برابره بېرته زیاته شي.

د کاز اینفارم خبري اژانس د خبر له مخې په پلازمېنه استانه کې د افغان – قزاقستان د درې ورځني سوداګریز فورم د یوې برخې په توګه د دواړو لورو ترمنځ د ۱۹۰،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسلیک شول.
سرچینه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله زیاتوي چې په دې اونۍ کې د قزاقستان چارواکو، طالبانو او یو شمېر متشبثینو په درې ورځني سوداګریز فورم کې د کرنیزو وسایلو، اوړو او غوړیو د لېږد ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل.
بلخوا د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیون دالرو پر ارزښت د تړونونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی.
دغه وزارت وايي چې په یاد پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او سوداګرۍ له وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي دي.
دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوې ده.
قزاقستان ته له افغانستان تللي پلاوي کې د طالب چارواکو په ګډون ۱۵۰ کسان ګډون لري چې ډېری یې سوداګر دي.

د ایران جماران خبري ویبپاڼې راپور ورکړی چې طالبانو په کابل، هرات او مزار شریف کې د خمیني مرستندویه کمېټې د دفترونو فعالیت بند کړی دی . دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۲) لیکلي چې دغه دفترونه «د طالبانو د ځواکونو په امر تړل شوي دي »
د خمیني مرستندویه کمېټه یوه نیمه دولتي موسسه ده چې د ۱۳۵۷ کال د اګست په ۱۴ نیټه یې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر روح الله خمیني په حکم خپل فعالیت پیل کړ.
دغې کمېټې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې هم خپل دفترونه پرانیستي ول .
د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال پر ۱۳۷۷ لمریز کال کې هم د دغې ادارې فعالیت بند شوی و، خو د طالبانو له نسکورېدو وروسته یې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې یې په کابل ، مزارشریف ، هرات او زرنج ښارونو کې خپل فعالیت بیا پیل کړ .
جماران خبري وېبپاڼه د خپلې سرچينې په حواله ليکي، چې طالبانو په کابل کې د خیمني مرستندويه کمېټې د نماينده ګۍ دفتر شاوخوا يوه مياشت وړاندې او په مزارشريف او هرات کې درې ورځې وړاندې بند کړل .
ويل کيږي چې د طالبانو ځواکونه د نيمروز ولايت په زرنج کې هم د خمیني مرستندويه کمېټې ته ورغلي خو په دغه ښار کې د دې کمېټې فعاليتونه لا هم دوام لري .
تر اوسه پورې د ایران اسلامي جمهوریت او طالبانو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی .
خو باخبرو سرچینو جماران رسنۍ ته ویلي، چې د خمیني مرستندویه کمېټې دفترونه په دریو ولایتونو کې له کومې خبرتیا او د معتبر دلیل له وړاندې کولو پرته تړل شوي دي .

د خوړو نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.
دخوړو نړۍ وال سازمان"WFP" ویلي چې په روان میلادي کال کې یې له څلور میلیونه ډېرو ښځو او ماشومانو سره د ځانګړو خوراکي توکو مرسته کړې ده. یاد سازمان مخکې هم په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د مرستې اعلان کړی و.
له دې مخکې؛ د دغه سازمان د افغانستان د برخې مسوول هسیایو وي لي په افغانستان کې د خلکو روان ژوند- ژواک د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې وو چې دغه سازمان ۱۰ میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستې توان نه لري.
د هغه په وینا د طالبانو له واکمنېدو وروسته؛ نېږدې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: "همدا اوس ۱۵ میلیونه افغانان له سختې قحطۍ سره مخ دي چې د خوړو نړۍوال سازمان له دې جملې ۱۰ میلیونو ته د مرستې رسولو توان نه لري".
د خوړو نړۍوال سازمان په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۲.۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په افغانستان کې اړمنو کسانو ته خوراکي توکې چمتو کړي.
د دې ادارې په وینا، افغانستان به سږ کال په پرله پسې توګه د وچکالۍ درېیم کال ته داخل شي او ښايي د خوارځواکۍ وضعیت ۲۰ سلنه نور هم جدي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له وګړو سره د طالبانو د چلند او د هغوی له خوا د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو له امله د دوی په رسمیت پېژندل ممکن نه دي. خو دا هم وايي، چې امریکا د طالبانو خلاف د مخالفت ملاتړ نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر وايي: "شرطونه څه دي؟ زه څه نه شم ویلای، لکه څنګه چې موږ پخوا ویلي چې طالبان اوس هم د رسمیت او مشروعیت په لټه کې دي. له خپلو خلکو سره ناوړه چلند، له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونو او ځینو نورو مسایلو په ګډون داسې ډېر عوامل دي چې په رسمیت پېژندل يې له امکانه لېرې دي".
متحده ایالات چې طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې پر ګڼو مشرانو یې هم بندیزونه لګولي دي، په پرله پسې توګه د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د خپلو یو شمیر پخوانیو افغان متحدینو غوښتنې رد کړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر هم زیاتوي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی پیل شي او دوی د طالبانو پر ضد له مخالفته ملاتړ نه کوي.
نوموړی ښکېلو غاړو ته په اشاره وايي : "موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او تعامل وکړي؛ دا یوازینۍ لار ده چې افغانستان کولای شي له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مقابله وکړي."
د دغه امریکايي چارواکي په خبره، امریکا ته د پخوانیو افغان چارواکو له سفر او د طالبانو پر وړاندې له وسلوال مقاومت څخه خبره ده خو د امریکا د اساسي قانون له مخې چې په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ تضمین کوي؛ نه شي کولی چې مخنیوي یې وکړي.
نوموړی په داسې مهال دا خبرې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په مشرۍ پلاوي د یکشنې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو سره وکتل.
ټوماس وېسټ تر دې لیدنو وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو له پلاوي او افغان تکنوکراتانو سره یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول شمولیت او له نشهيي موادو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له امریکايي استازو سره په دوحه کې له لیدنې وروسته له الجزیرې سره په یادې خبرې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د طالبانو حاکمیت ته درناوی وکړي.
خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ روښانه دی: " موږ په دې باور یو چې افغان نجونو ته باید د زده کړو اجازه ورکړل شي چې بېرته ښوونځيو ته او افغان مېرمنې کار ته ولاړې شي. په دې خاطر مو پر طالبانو فشار راوړی. موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو. موږ نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو په اړه د طالبانو د تصمیم په خاطر د طالبانو څخه هېڅ ملاتړ نه دی کړی."
هېره دې نه وي چې د طالبانو – ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو تر منځ له دې وړاندې هم ګڼې ناستې شوي دي خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو په چلند کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.
