د خوړو نړۍوال سازمان: په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

د خوړو نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.

د خوړو نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.
دخوړو نړۍ وال سازمان"WFP" ویلي چې په روان میلادي کال کې یې له څلور میلیونه ډېرو ښځو او ماشومانو سره د ځانګړو خوراکي توکو مرسته کړې ده. یاد سازمان مخکې هم په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د مرستې اعلان کړی و.
له دې مخکې؛ د دغه سازمان د افغانستان د برخې مسوول هسیایو وي لي په افغانستان کې د خلکو روان ژوند- ژواک د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې وو چې دغه سازمان ۱۰ میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستې توان نه لري.
د هغه په وینا د طالبانو له واکمنېدو وروسته؛ نېږدې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: "همدا اوس ۱۵ میلیونه افغانان له سختې قحطۍ سره مخ دي چې د خوړو نړۍوال سازمان له دې جملې ۱۰ میلیونو ته د مرستې رسولو توان نه لري".
د خوړو نړۍوال سازمان په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۲.۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په افغانستان کې اړمنو کسانو ته خوراکي توکې چمتو کړي.
د دې ادارې په وینا، افغانستان به سږ کال په پرله پسې توګه د وچکالۍ درېیم کال ته داخل شي او ښايي د خوارځواکۍ وضعیت ۲۰ سلنه نور هم جدي شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له وګړو سره د طالبانو د چلند او د هغوی له خوا د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو له امله د دوی په رسمیت پېژندل ممکن نه دي. خو دا هم وايي، چې امریکا د طالبانو خلاف د مخالفت ملاتړ نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر وايي: "شرطونه څه دي؟ زه څه نه شم ویلای، لکه څنګه چې موږ پخوا ویلي چې طالبان اوس هم د رسمیت او مشروعیت په لټه کې دي. له خپلو خلکو سره ناوړه چلند، له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونو او ځینو نورو مسایلو په ګډون داسې ډېر عوامل دي چې په رسمیت پېژندل يې له امکانه لېرې دي".
متحده ایالات چې طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې پر ګڼو مشرانو یې هم بندیزونه لګولي دي، په پرله پسې توګه د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د خپلو یو شمیر پخوانیو افغان متحدینو غوښتنې رد کړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر هم زیاتوي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی پیل شي او دوی د طالبانو پر ضد له مخالفته ملاتړ نه کوي.
نوموړی ښکېلو غاړو ته په اشاره وايي : "موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او تعامل وکړي؛ دا یوازینۍ لار ده چې افغانستان کولای شي له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مقابله وکړي."
د دغه امریکايي چارواکي په خبره، امریکا ته د پخوانیو افغان چارواکو له سفر او د طالبانو پر وړاندې له وسلوال مقاومت څخه خبره ده خو د امریکا د اساسي قانون له مخې چې په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ تضمین کوي؛ نه شي کولی چې مخنیوي یې وکړي.
نوموړی په داسې مهال دا خبرې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په مشرۍ پلاوي د یکشنې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو سره وکتل.
ټوماس وېسټ تر دې لیدنو وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو له پلاوي او افغان تکنوکراتانو سره یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول شمولیت او له نشهيي موادو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له امریکايي استازو سره په دوحه کې له لیدنې وروسته له الجزیرې سره په یادې خبرې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د طالبانو حاکمیت ته درناوی وکړي.
خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ روښانه دی: " موږ په دې باور یو چې افغان نجونو ته باید د زده کړو اجازه ورکړل شي چې بېرته ښوونځيو ته او افغان مېرمنې کار ته ولاړې شي. په دې خاطر مو پر طالبانو فشار راوړی. موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو. موږ نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو په اړه د طالبانو د تصمیم په خاطر د طالبانو څخه هېڅ ملاتړ نه دی کړی."
هېره دې نه وي چې د طالبانو – ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو تر منځ له دې وړاندې هم ګڼې ناستې شوي دي خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو په چلند کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ردوي چې وايي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کیږي . نوموړي نن پنچشنبه ( ۱۲ اسد ) په یو ټویټ کې لیکلي: «پاکستان پر افغانستان بې ځایه تورونه لګوي او داسې ادعاوې د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه نه دي.»
ښاغلی مجاهد وايي طالبان هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر خلاف وکاروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، که طالبان په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو په مقابل کې اقدام ونه کړي، نو اسلام اباد به په افغانستان کې د «ترهګرو د ځالو له منځه وړلو لپاره پوځي ګامونه پورته کړي .»
بلاول بوټو ویلي و، چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې له خپل ځانه د دفاع حق لري .
خو په ځواب کې یې مجاهد وايي که په دې اړه پاکستان کومه اندېښنه ولري باید مخامخ یې له طالبانو سره شریکه کړي .
د نوموړي پر وینا، په رسنیو کې ورته ادعاوې او څرګندونې بې ګټې دي او عامه ذهنیت مغشوشوي .
له اج نیوز رسنۍ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هم په مرکه کې ویلي، ان هغه افغانان په بریدونو کې لاس لري چې پاکستان ته په روغتیایي ویزو راغلي.
په دې مرکه کې مېرمن کهر زیاته کړې، چې افغانان په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او اسلام اباد يې اسناد له طالبانو سره شریک کړي.
تر دې مخکې دغه وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي، چې په بلوچستان کې د پوځ پر یوې اډې په خونړي برید کې افغان اتباع لاس لري، چې د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او د طالبانو له استازو یې غوښتي چې د درېیو وسله والو جسدونه ور واخلي.
د پاکستان پوځ هم شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یوه بیان کې لیکلي وو، چې په پاکستان کې دننه په بریدونو کې د افغان وګړو ګډون اسلام اباد "خورا" اندېښنمن کړی دی.
خو نږدې دوه اونۍ وړاندې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، لا هم داسې شواهد نشته چې د پاکستان په ناامنۍ کې د افغان کډوالو ښکېلتیا وښيي.

د سوېلي کوریا په موجو ښار کې د کیم اون یونګ تکواندو جام سیالۍ نن پیل شوې او افغان لوبغاړو پکې څلور ارزښتناک بري وګټل. محسن رضايي په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې دوه بري وګټل او حکمت الله زین په ۶۸ او رامین امیني هم په ۵۴ کیلوګرامه وزن کې خپل سیالان مات کړل.
د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې اته لوبغاړي دې سیالیو کې ګډون لري.
محسن رضايي اوله سیالۍ کې امریکايي لوبغاړی مات کړ او بل پړاو کې یې د سوېلي کوریا ورزشکار ته ماتې ور کړه او نیمه پایلوبې ته ووت، چې د برونزو مډال ګټل باوري کړي.
د محسن رضايي راتلونکې سیالي له اسټرالیايي تکواندو لوبغاړي سره ده.
دغه افغان لوبغاړی په ۲۰۲۱ کال کې د اسیال اتلولي ګټلې وه.
په بله سیالۍ کې رامین امیني هم په ۵۴ کیلوګرامه وزن کې کوریایی لوبغاړی مات کړ او نیمه پایلوبې ته ووت.
کیم اون یونګ جام د عمر له مخې درې پړاوونو د لوبغاړو ترمنځ سیالۍ دي چې ځلموټي، ځلمیان او مشران پکې راځي.
د دې جام په پای کې د افغانستان تکواندو ملي لوبډله د کوریا چون چان ته ځي او د تکواندو نړیوالو ازادو سیالیو کې ګډون کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو په نامه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې څلوېښت نوې ولسوالۍ رامنځته کوي. دوی وویل، ۲۷ ولسوالۍ چې پخوا منظورې شوې وې څلور خواوې يې مالومې شوې او ډېر ژر به ۴۰ نورې نوې ولسوالۍ هم رامنځته کړي.
طالبانو د تېر لمریز کال وروستۍ میاشت کې د ۱۲ ولایتونو لپاره ۲۷ نورې او نوې ولسوالۍ منظورې کړې.
د پخواني جمهوري نظام پر مهال د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ۳۶۵ ولسوالیو ټولې چارې د (سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې) له خوا مهاريدلې چې له نږدې دوه کالو راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي هغه اداره يې د کورنیو چارو وزارت له تشکیل سره یو ځای کړې او چارې له دغه وزارته پر مخ وړل کېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې په دې سره به د ولسوالیو ټول شمېر ۳۹۵ ته ورسېږي.
طالبان په داسې حال کې د ۴۰ نویو ولسوالیو د رامنخته کېدو خبره کوي، چې له تېرو دوو کالو راهیسې يې د حکومت په ډول په کور د ننه او بهر نیوکې روانې دي، او د نورو نیمګړتیاوو تر څنګ پرې، تر ډېره بریده نیوکې د ټولګډونه حکومت د نه رامنځته کېدو له امله دي.
له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت کوم هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

درې افغان خویندو کې یوه له پوهنتون فارغه ده، خو وېرېږي طالبان یې له دندې منع نه کړي. دویمه خور یې دې ته ځورېږي چې د پوهنتون پاتې زدکړې به بشپړې کړي او که نه. دریمه هم ځورېږي چې که تر شپږم ټولګي پر پورته زدکړو بندیز وي، نو بې سواده به لویه شي.
مسعوده د یوې افغان کورنۍ مشره لور ده. لوړې زدکړې یې کړې دي او په یوه خصوصي دفتر کې کار کوي.
خو مسعوده هره ورځ له دې وېرې سره کار پیلوي چې هسې نه دا یې د دندې وروستۍ ورځ وي، ځکه طالبانو هغه دوه ځلې له کار منع کړې وه.
مسعوده د ډېری افغان نجونو په څېر له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو ګاللو وروسته له پوهنتون فارغه شوې ده.
هغه وايي، په زړه ناروغې مور او پلار یې له اقتصادي ستونزو سره د خپلوانو پر خبرو هم غوږ کوڼاوه او پر دې یې درس وایه، ځکه یې خپله هم ډېر ګوښښ کاوه: اوس نه غواړم چې ټولې خوارۍ مې په اوبو لاهو شي. زه غواړم کار وکړم او خپل وطن ته خدمت وکړم.”
مسعوده چې تېر ځل طالبانو له کار منع کوله تر هغه مخکې یې د دې پر خور ادیبه د پوهنتون دروازه تړلې وه.
ادیبې هم د خپلې مشرې خور په شان په ډېرو کړاوونو تر پوهنتون ځان رسولی او غوښتل یې د مسعودې په څېر فارغه او کار وکړي.
هغه یوازې د زدکړو نیمګړي پاتېدو ته نه ځورېږي، بلکې لوی خپګان یې دا هم دی چې خپله خور یې هره ورځ کار کوي او د کړې خوارۍ ګټه ویني.
ادیبه وايي:” ماهم ډېر کوښښ کړی و او پوهنتون ته مې لار پیدا کړه، خو د پوهنتون پر بندېدو ډېره ناهیلې شوې یمه، زه هم غواړم چې درس ووایم او کار وکړم. کله چې مسعودې ته ګورم ډېر مې زړه ځانته ډک شي، وایم کاش چې ما هم خپلې زدکړې بشپړې کړې وای.”
ادیبه له خپلو هیلو څو ګامه لرې پاتې ده، خو کشرۍ خور یې څوارلس کلنه مریم لا له ښوونځی هم نه ده فارغ شوې.
د کورنۍ تر ټولو کشرې مریم تر شپږم ټولګي درس ویلی، اوس له خپلو خوبونو ډېره لرې د کور په کارونو بوخته ده او له ځینو اروایي ناروغیو کړیږي.
هغه چې خپل لوستي وروڼه او خویندې ګوری، ځان ډېر کم احساسوي: زه نپوهېږم چې زما راتلونکې به څنګه کېږي، ایا زه به زدکړې وشم کړای کنه؟ زه هم غواړم چې د مسعودې او ادیبې په څېر لوړو زدکړو ته لار پیدا کړم.
دا شاید په افغانستان کې یوازې د مریم کیسه نه وي، داسې ډېرې نجونې به له دغو ستونزو کړېږي.
د پوهنتون استاد او ارواپوه شرف الدین عظیمي وايي، کوم کسان چې ځانونه له نورو کم ګڼي پر ځان یې باور کمېږي او د راتلونکي ژوند لپاره خپله انګېزه له لاسه ورکوي.
د نوموړي په خبره، د دې امکان هم شته چې دا ډول کسان پر اوږدمهاله ژور خفګان او ځان حقیر یا سپک ګڼلو اخته شي، چې نتیجه کې له خلکو او ټولنې واټن اخلي او بیا ښه پلار یا مور او نه هم ښه ملګری کېدی شي.
ملګرو ملتونو هم تېر جون کې وویل، چې له زدکړو منع شوو افغان نجونو کې ژور خپګان او د ځانوژنې فکر مخ په ډېرېدو دی.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې طالبانو نږدې ۲۱ میاشتنې واکمنۍ کې له ټولنیز ګډون، خدمتونو او کار د نجونو او ښځو د بې برخې کولو لپاره له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
د دې ادارې په خبره، طالبانو دغه کار سره افغان مېرمنې له خپلو حقونو په داسې سیستماتیک او پراخ ډول بې برخې کړې چې د نړۍ بل ځای کې یې ساری نشته.