• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برتانیا سیمه ییزه اداره: له هرو پنځو افغانانو به یو بې کوره کېږي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۰۰ GMT+۱

دغه سیمه ییزه حکومتي اداره وایي، ځينې افغانې کورنۍ چې دغه هېواد ته کډوالې شوي دا اونۍ به بې کوره شي. هغه زرګونه افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته برېټانیا ته کډه شوي، اوس اړ شوي چې له خپلو لن‌‌‌‌‌‌ډمهاله استوګنځایونو څخه ووځي.

د ۲۰۲۲ کال په اګست کې کله چې پخوانی نظام ړنګ شو، ګڼ شمېر هغه افغانان چې د بریټانیا له حکومت سره یې کار کاوه، دغه هېواد ته کډه شول.

له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه زرګونه تنه یې د لنډ مهال لپاره په هغو هوټلونو کې مېشت شول چې لګښت یې د بریتانیا د دولت په غاړه دی. خو له څه مودې راهیسې دغو افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ته ویل شوي چې باید له دغو هوټلونو څخه ووځي.
د برېټانیا سیمه ییزې حکومتي ټولنې ویلي، هغه کسان چې دایمي استوګنځي نه شي میندلای، نو سیمه ییزو ادارو ته دې د بې کوره کسانو په توګه وروپېژندل شي.

د چلمزفور‌‌‌‌‌‌ډ ښار د ‌‌‌‌‌‌لېبرال ډيموکراټانو د ښاري شورا مشر استفان رابېنسون بي بي سي ته ویلي:« د برېټانیا حکومت سره د وفادارۍ له امله افغانانو ته وړاندیز وشو چې برېټانیا ته راشي.» هغه زیاته کړه دغه کسان له اتلسو میاشتو راهیسې په هوټلونو کې پاتې دي، نور باید له دغو هوټلونو ووځي.
هغه له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ دغه کسان له هوټلونو اېستل کېږي او دا د سیمه ییزو دولتونو دنده ده چې د دوی لپاره دایمي کورونه بیامومي.

رابېنسون ویلي، چې ښاري شورا دمګړۍ په چلمزفور‌‌‌‌‌‌ډ کې ۴۳۰ بې کوره کورنۍ لري چې تر دې دمه د هغوی د استوګنځایونو ستونزې نه دي هوارې شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

له طالبانو څخه د یوې نابینا ارزګانۍ ماشومې د زدکړو هیله

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د ملالۍ یوه هیله د سترګو دید ترلاسه کول او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصېدل دي. هغه وايي: «زه د نورو په څېر لوبې نشم کولای، او نه د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو له طالبانو غواړم چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

ملالۍ وايي: ((زه د نورو نجونو په څېر لوبې نشم کولای، او نه هم د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو د طالبانو څخه غوښتنه کوم چې نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي.))

د دغه نابینا ارزګانۍ ماشومې پلار وايي، د لور درملنه يې په افغانستان کې ناشونې ده او تداوۍ لپاره بهر ته د لیږلو توان نه لري.

د ملالۍ پلار نیک محمد وايي:((موږ ټول بېسواده یو دغه دوه لوڼې مې چې یوه يې په سترګو نابینا ده کلیوالي ټولګي ته د زده کړو لپاره لېږم، زما لویه هیله داده چې اولادونه مې زده کړې وکړي؛ خو د زده کړو په اړه د طالبانو ورستیو پرېکړو ناهیلې کړی یم.))

ارزګان د افغانستان یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی، او په تېرو شلو کالو کې یاد ولایت کې د زده کړو او بیارغونې په برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

دا لا نه ده په داګه شوې، چې د ملالۍ د زده کړو هیله به کله پوره شي، ځکه چې د نږدې دوو کلونو راهیسې د طالبانو له لورې په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي، او د طالبانو دغه پریکړې په کور دننه او نړۍواله کچه هم سخت غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.

لیونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر: نړیواله ټولنه باید پر طالبانو، خپلو فشارونو ته دوام ورکړي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتو له خوا د فشارونو دوام حیاتي مسله وبلله او د افغان نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله یې سختې نیوکې وکړې.

لیونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر د جمعې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري ناسته کې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې جوړه شوې وه د افغانستان انټرنېشنل خبریالې مریم رحمتي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د هلکانو د زده کړو په تعلیمي نصاب کې د ادلون بدلونه په تړاو پوښتنه وکړه..

د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي لئونار‌‌‌‌‌‌ډو گارنیر، د دغې پوښتنې په ځواب کې د دې تر څنګ چې د ښوونیز نظام د رادیکال کولو په تړاو یې اندېښنه وښوده ویې وویل، په نړۍ کې د هیڅ هېواد تعلیمي نظام له تند لارۍ خوندي نه دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټينګار لاره چې موږ باید د افغانستان په څېر هېوادونه له پامه و نه غورځوو.
د افغانستان انټرنېشنل خبریالې دا رنګه د ملګرو ملتونو له چارواکو په دغې خبري ناسته کې پوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د افغان نجونو د زده کړو په تړاو کوم ګامونه پورته کړي دي؟

د یونسکو د عمومي مدیر مرستیالې استفانیا جیانیني، د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: دغه سازمان په افغانستان کې ښوونیز نظام له نږدې څاري او د زده کړو د حقونو د ملاتړ په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
مېرمن جیانیني وویل د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق او د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) سږنی کال د افغانستان په شلو ولایتونو کې فعالیت لري او د شاوخوا څلوېښت زره زده کونکو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د مېرمن جیانیني په خبره د دغه پروګرام ۶۰ سلنه زده کوونکې نجونې دي.

هغې ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه دمګړۍ د خپلو سرچینو په سمبالولو لګیا دي، داسې لارې چارې بیامومي چې پر مټ یې په افغانستان کې ګڼ شمېر کسان له زده کړو برخمن شي.

د یونسکو د مشر مرستیالې د بېلګې په توګه د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د را‌‌‌‌‌‌ډېو له لارې د ښوونیزو خپرونو یادونه وکړه چې د هغې په خبره کولای شي د ښوونځیو تشه تر یوه بریده ‌‌‌‌‌‌ډکه کړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري د مېاشتې په ۲۴ مه هغه مهال چې طالبان کابل ته دننه شول نو په ټول افغانستان کې یې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې وتړلې. دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې نږدې دوه کاله کېږي، چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو ملي او نړۍوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

مهدي پور: طالبان دې د خمیني مرستندویه ټولنې د دفترونو د تړلو لامل روښانه کړي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۱ GMT+۱

په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال میثم مهدي پور له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د خمیني مرستندویه ټولنې د دفترونو د تړلو لامل روښانه کړي. تر دې وړاندې ایراني رسنیو خبر ورکړ، چې طالبانو په کابل، هرات او بلخ کې د دغې ټولنې دفترونه تړلي دي.

د حسن کاظمي مرستیال میثم مهدي پور پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي: «په افغانستان کې دغه ټولنه چې د څلورو لسیزو څخه ډېره خدمتي تجربه لري، له نږدې دوو میاشتو راهیسې ځڼډول شوې ده. تمه ده چې طالبان د دې کار لامل په څرګند ډول بیان کړي.»

د خمیني مرستندویه کمیټه یوه نیمه دولتي موسسه ده، چې د ۱۳۵۷ کال د کب په ۱۴مه نېټه يې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر روح الله خمیني په حکم خپل فعالیت پیل کړ. دغې ټولنې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې هم خپل دفترونه پرانیستي وو.

د ۱۳۷۷ لمریز کال په دوبي کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال هم د یادې ادارې فعالیت بند شوی و؛ خو د طالبانو له نسکورېدو وروسته، په ۱۳۸۱ کال کې د کابل، مزارشریف او زرنج په ښارونو کې د خمیني د مرستندویه ټولنې دویم پړاو بیا له سره پیل شو.

طالب چارواکو تر اوسه پورې په افغانستان کې د ایران د حکومت اړوند د دغه سازمان د فعالیتونو د بندولو په اړه څه نه دي ویلي.

په ترکیه کې څه د پاسه ۶۰ افغان کډوال نیول شوي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۸ GMT+۱

ترکي رسنیو د جمعې په ورځ د ترکیې په شمال اماسیا ښار کې د ۷۰کډوالو د نیولو خبر ورکړی. د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۶۲ یې افغانان او اته نور یې د پاکستان او بنګله دېش اوسېدونکي دي، چې له ایران څخه په یوې لارۍ کې ترکیې ته ننوتي وو.

د ترکيې د رسنیو د راپورونو له مخې نیول شوي پناه غوښتونکي د اماسیا ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي، چې بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډ‌والو د تګ یوه مهمه لار ده. ډېری دغه پناه غوښتونکي د ایران له لارې ترکیې ته ځي.

په ورستیو میاشتو کې په ترکیه کې د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو نیونه او شړل زیات شوي دي.

د جمعې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په ورستۍ پېښه کې د ترکیې ساحلي ګارد لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان د چاناک قلعه ښار په یوه کښتۍ کې ونیول.

په امنیت شورا کې د روسیې ډیپلوماټ: افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال د پنجشبنې په ورځ د (زمري ۱۲مه) د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی. دیمتري پولینسکي په دې ناسته کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر سیاست نیوکه وکړه.

دا غونډه په جګړه ځپلو هېوادونو کې د لوږې او خوراکي توکو د نه خوندیتوب په اړه جوړه شوې وه.

نوموړي دې ناسته کې وویل، چې د خوراکي توکو تر ټولو سخت ناورین په مستقیم یا نامستقیم ډول د امریکا او د هغې د متحدینو د کړنو پایله ده.

د روسیې ډیپلوماټ څرګنده کړه: «د مثال په توګه ۲۰کاله کیږي د امریکا په مشرۍ ایتلاف د ډیموکراسۍ پلي کولو د ازمایښتونو له امله افغانستان د لوږې او بې وزلۍ له کندې نشي وتلی».

دیمتري پولینسکي هم لویدیځ هېوادونه تورن کړل چې د خوړو د امنیت خوندیتوب ته د ګواښونو په اړه چوپه خوله دي.
همداراز هغه وړاندیز وکړ په هېوادونو کې د حوړو خوندیتوب ګواښونو ريښې باید په ګوته او اړین تدابیر ورته ونیول شي.

دغه ډیپلوماټ ټینګار وکړ: «د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په تخنیکي لحاظ په نړۍ کې د خوراکي توکو کمښت نشته. داسې نه ده چې په کافي اندازه خواړه نشته. په نړۍ کې پوره خواړه شته خو ستونزه یې بې انډوله وېش دي».

افغانستات کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ملګرو ملتونو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې دغه هېواد له سختې لوږې سره مخ دی.

د خوړو نړیوال سازمان وړمه ورځ هم وویل، چې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

د دې ادارې په خبره، په افغانستان کې ۳.۲میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.