خصوصي سکتور د کابل په شهرنو پارک کې سوداګریز کمپلکس جوړوي

د یکشنبې په ورځ (د اسد په ۱۵ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د کابل په شهرنو پارک کې د سوداګریز مرکز د جوړېدو اعلان وکړ.

د یکشنبې په ورځ (د اسد په ۱۵ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د کابل په شهرنو پارک کې د سوداګریز مرکز د جوړېدو اعلان وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ چې خصوصي سکتور به په درېيو کلونو کې د ۱،۲ ميليارده افغانيو په پانګونې سره په شهرنو پارک کې يو سوداګريز کمپلکس جوړ کړي.
شهرنو پارک د کابل په زړه کې د ۹،۹ هکتاره مساحت په لرلو سره یوه شنه سیمه ده.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې د شهرنو په پارک کې به یو ځمکتلی بازار، د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د پارک په یوې څنډې کې ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، د لامبو حوض، ریسټورانټونه او د موټرو تمځای جوړ شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د یکشنبې په ورځ (د اسد ۱۵مه) د دغه سوداګریز مرکز د جوړولو پرانیسته وکړه.
د شهرنو پارک پر ځمکه د سوداګریز کمپلیکس چارې پر داسې مهال پیلیږي چې د شهرنو پارک د کابل ښاروالۍ په ښاري پلان کې شنه سیمه نومول شوې ده.


ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته منلې ده چې نن د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۵۰ کسان مسموم شوي دي. د خوست لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ سرچېنو پيښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې مسموم شوي کسان د خوست مرکز او شاوخوا ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د ځاځي میدان یو شمیر اوسیدونکو نن یکشنبې (۱۵ اسد ) افغانستان انټرنشنل ته وویل دا پېښه د ځاځي میدان ولسوالۍ الګډې سیمه کې د ختم یا خیرات په مراسمو کې د ډوډوۍ پرمهال شوې ده.
له سیمې را رسیدلو انځورونو کې ښکاري چې د لويانو ترڅنګ ماشومان هم مسموم شوي دي.
له پيښې وروسته ګڼ شمېر امبولانسونه د خوست له مرکز او ولسوالیو څخه ځاځي میدان ولسوالۍ ته رسیدلي وو، چې مسموم کسان روغتونونو ته ولېږدوي.
تر اوسه د پيښې د څرنګوالي او لامل په اړه ځايي طالب چارواکو څه نه دي ویلي .

واحدالله او اسحاق د دوو ورونو مستعار نومونه دي چې په جلال اباد ښار کې اوسي، واحدالله له یوې مرستندویه ټولنې سره د عکاس په توګه دنده کوي او اسحاق د جلال اباد په یوه دولتي ښوونځي کې معلم دی. دوی په یوې ورځ د ځورونې دوه جلا داستانونه لري.
واحدالله افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د یکشنبې په ورځ په یوې مرکې کې وویل چې تېره اونۍ له کابل څخه جلال اباد ته راغی او له خپل ورور اسحاق سره د جلال اباد ښار د مخابراتو په څلور لاري کې مخ شو.
هغه وايي: “ زه ږیره نه لرم خو ورور مې بیا برعکس ډېره اوږده ږیره لري، مازیګر مهال مو یو ځای په یوې ریکشې کې خپل کور پر لور حرکت وکړ؛ خو له مستوفیت څلورلاري سره طالبانو درولو”.
نوموړی وايي چې طالبانو یې ورور له ریکشې څخه ښکته کړ او ترې ویې پوښتل چې د داعش په کومې ډلې پورې تړاو لرې؟
واحدالله زیاتوي چې طالبانو ته یې څو ځله وویل چې ورور یې په هېڅ ډلې پورې تړاو نه لري، بلکې په یوه دولتي ښوونځي کې معلم دی.
هغه وايي: “د حیرانتیا خبره خو لا دا وه چې له تالاشۍ وروسته یوه طالب زما ورور ته وویل چې که ته داعش نه یې نو ولې دې اوږده ږیره پرېښې؟ زما ورور یې خبرو ته پرېنښود او پر مخ یې څپېړه ورکړه”.
د واحدالله په خبره چې طالبانو څو ځله لفظي ګواښونه وکړل، د هغه د ورور موبایل یې وکوت، له نېږدې یو ساعت عذر او زاریو وروسته طالبانو خوشې کړل او بېرته د کور په طرف روان شول، خو د دوی د ځورونې کیسه دلته پای ته نه رسيږي.
هغه وايي چې د مجبور اباد څلور لاري ته نېږدې د امربالمعروف مبلغینو ودرول او له ده یې پوښتنه وکړه چې ولې یې ږیره خریلې ده؟
نوموړی زیاتوي: “نور نو زما د ورور حوصله هم تنګه شوې وه، طالبانو ته یې وویل چې که ږیره پرېږدو هم په عذابوئ مو او که یې نه پرېږدو هم مو ځوروئ؛ تاسو موږ ته یوه خبره وکړئ چې موږ څه وکړو؟”
واحدالله وايي چې طالبانو دی او د هغه ورور لومړی وګواښل او دوی چې ورسره خبرې اوږدې کړې دوی دواړه یې ووهل او د یوه ساعت لپاره یې هملته په رینجر موټر کې کېنول.
د ده په خبره چې وروسته یې د امربالمعروف له غړو سره وعده وکړه چې نور به ږیره پرېږدي او د همدغه تضمین له مخې خوشې شو.
دی وايي چې اوس ډار لري که چېرې ږیره اوږدوي ښايي د طالبانو نورې ډلې یې د داعش په تور وځوروي خو که یې نه پرېږدي د امربالمعروف غړو تر تضمین اخیستی چې ږیره به پرېږدي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په اکثرو لویو ښارونو کې د امربالمعروف مبلغین د خلکو له کړنو څار کوي او خلکو ته د ږیرې د پرېښودو سپارښتنه کوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي چې د دې ډلې سفیر د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند له مشر سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې کړې دي. سردار احمد شکیب د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د دې ګوند پر غونډه د برید قربانیانو د فاتحې لپاره د فضل الرحمان کور ته ورغلی و.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سفارت نن یکشنبه ( ۱۵ اسد ) په یو ټویټ کې لیکلي دي چې ښاغلي شکیب له مولانا فضل الرحمن سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د بې باورۍ له منځه وړلو په اړه غږیدلی دی.
په اسلام اباد د طالبانو سفارت د دغې لیدنې نور جزیات نه دي په ډاکه کړي او نه یې دا ویلي چې پر نورو کومو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د خیبربښنوخوا ایالت باجوړ سیمه کې د تیرې یکشنبې ( ۸ اسد ) د مولانا فضل الرحمن ګوند باندې شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د برید مسوولیت داعش – خراسان څانګې پر غاړه اخیستی وه.
چې کله په افغانستان کې جمهوریت واکمن وه، مولانا فضل الرحمن او ډله یې په افغانستان کې د طالبانو جګړې پلوي کوله. خو له طالب استازي سره اوسنۍ غونډه کې یې ویلی چې طالبان او پاکستان دې د ( تروریزم ) له منځه وړلو لپاره خپلې اړیکې قوي کړي.
له برید وروسته پاکستاني چارواکو پر افغانستان تور پورې کړ چې پاکستان ضد وسلوال د افغانستان په خاوره کې مرکزونه لري او له هغه ځایه بریدونه پلانوي، دوی خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وسلوال به په نښه کړي.
د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې ، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد د باجوړ وروستۍ برید غندلی او ویلي وو چې طالبان چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد وکاروي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې ټاکل شوې د سرېلانکا په کوربتوت د اګسټ له ۲۲مې تر ۲۶ په دغه هېواد کې له پاکستان سره د یوې ورځینۍ لوبو درې سیالۍ ولري.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان نن یکشنبه په یوې خبري غونډې کې وویل چې د دغه ډول لوبو لړۍ د نړۍوال جام لپاره د افغان لوبغاړو د اماده ګۍ یو ښه فرصت دی.
نوموړی زیاتوي چې د پاکستان پر وړاندې په دې سیالیو کې به د لوبډلې مشري حشمت شهیدي کوي، رحمان الله ګربز به وېکټ ساتونکی وي،ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند پکې د لوبغاړو په توګه شامل دي.
د اسدالله خان په خبره چې په لوبډله کې به فرید ملک او شاهد کمال د احتیاطي لوبغاړو په توګه ګډون کوي.
نوموړی وايي چې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې هڅه کړې چې د لوبډلې نیمګړتیاو او د لوبغاړو تخنیکي مهارتونو ته په کتو یوه داسې لوبډله جوړه کړې چې د راتلونکي اسیا جام او نړۍوال جام لپاره یوه هر اړخیزه غښتلې لوبډله اماده شي.
د اسدالله خان په خبره چې د پاکستان پر وړاندې د لوبډلې ټولو غړو مخکې له مخکې په تمریناتي کمپ کې برخه اخیستې او دغه لوبغاړي به په پوره اماده ګۍ له پاکستان سره د سیالۍ میدان ته ښکته شي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان سره د پنځوس اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې مخامخ کېږي له دې وړاندې افغانستان او پاکستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړې وه.

سرچینې وايي، ننګرهار ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په سفر کې د ننګرهار قومي مشرانو نوموړي ته د دې ولایت د ځايي طالب چارواکو له ناسم چلند څخه شکایت کړی دی. سراج الدین حقاني تېره پنجشنبه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او نورو چارواکو سره ننګرهار ته سفر درلود.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ننګرهار قومي مشرانو ، د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې له نوموړي وغوښتل چې پوهنتونونه دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قومي مشرانو د نوروغوښتنو او نیوکو یادونه نه ده شوې خو افغانستان انټرنشنل ته د دې ناستې یو کډونوال وویل چې په دغه ناسته کې د ننګرهار قومي مشرانو یو شمیر ځايي طالب چارواکي پر فساد او په ادارو کې له مراجعنو سره په ناسم چلند تورن کړل او غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې د طالبانو مشران پام وکړي .
دې سرچینې زیاته کړه چې قومي مشرانو د ننګرهار له ولسوالانو هم شکایت درلود ، چې د مرکز او ولایتي چارواکو مکتوبونه او سپارښتنې نه مني او د خپل واک لاندې سیمو کې خپلسري کوي چې دې کار د ولس او د طالبانو د حکومت ترمنځ واټن پیدا کړی دی .
د ناستې کډونوالو بله غوښتنه دا وه چې په دولتي ادارو کې له طالبانو پرته د هیواد نورو وګړو ته هم د کار فرصت ورکړي .
هغه ویډیو چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت خپره کړې ده ، سراج الدین حقاني د ناستې له ویناوالو څخه مننه کوي چې دوی ته یې په دغه ولایت کې نیمګړتیاوې ور په ګوته کړې .
سراج الدین حقاني ننګرهاریانو ته ډاډ ورکړی چې ددې ولایت د خلکو ستونزې به د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره شریکوي.