• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې ټاکل شوې د سرېلانکا په کوربتوت د اګسټ له ۲۲مې تر ۲۶ په دغه هېواد کې له پاکستان سره د یوې ورځینۍ لوبو درې سیالۍ ولري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان نن یکشنبه په یوې خبري غونډې کې وویل چې د دغه ډول لوبو لړۍ د نړۍوال جام لپاره د افغان لوبغاړو د اماده ګۍ یو ښه فرصت دی.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان پر وړاندې په دې سیالیو کې به د لوبډلې مشري حشمت شهیدي کوي، رحمان الله ګربز به وېکټ ساتونکی وي،ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند پکې د لوبغاړو په توګه شامل دي.

د اسدالله خان په خبره چې په لوبډله کې به فرید ملک او شاهد کمال د احتیاطي لوبغاړو په توګه ګډون کوي.

نوموړی وايي چې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې هڅه کړې چې د لوبډلې نیمګړتیاو او د لوبغاړو تخنیکي مهارتونو ته په کتو یوه داسې لوبډله جوړه کړې چې د راتلونکي اسیا جام او نړۍوال جام لپاره یوه هر اړخیزه غښتلې لوبډله اماده شي.

د اسدالله خان په خبره چې د پاکستان پر وړاندې د لوبډلې ټولو غړو مخکې له مخکې په تمریناتي کمپ کې برخه اخیستې او دغه لوبغاړي به په پوره اماده ګۍ له پاکستان سره د سیالۍ میدان ته ښکته شي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان سره د پنځوس اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې مخامخ کېږي له دې وړاندې افغانستان او پاکستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار ته د حقاني سفر؛ قومي مشرانو د ځايي طالب چارواکو له ناسم چلند څخه شکایت کړی

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۶ GMT+۱

سرچینې وايي، ننګرهار ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په سفر کې د ننګرهار قومي مشرانو نوموړي ته د دې ولایت د ځايي طالب چارواکو له ناسم چلند څخه شکایت کړی دی. سراج الدین حقاني تېره پنجشنبه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او نورو چارواکو سره ننګرهار ته سفر درلود.

 د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ننګرهار قومي مشرانو ، د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې له نوموړي وغوښتل چې پوهنتونونه دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قومي مشرانو د نوروغوښتنو او نیوکو یادونه نه ده شوې خو افغانستان انټرنشنل ته د دې ناستې یو کډونوال وویل چې په دغه ناسته کې د ننګرهار قومي مشرانو یو شمیر ځايي طالب چارواکي پر فساد او په ادارو کې له مراجعنو سره په ناسم چلند تورن کړل او غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې د طالبانو مشران پام وکړي .

دې سرچینې زیاته کړه چې قومي مشرانو د ننګرهار له ولسوالانو هم شکایت درلود ، چې د مرکز او ولایتي چارواکو مکتوبونه او سپارښتنې نه مني او د خپل واک لاندې سیمو کې خپلسري کوي چې دې کار د ولس او د طالبانو د حکومت ترمنځ واټن پیدا کړی دی .

د ناستې کډونوالو بله غوښتنه دا وه چې په دولتي ادارو کې له طالبانو پرته د هیواد نورو وګړو ته هم د کار فرصت ورکړي .

هغه ویډیو چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت خپره کړې ده ، سراج الدین حقاني د ناستې له ویناوالو څخه مننه کوي چې دوی ته یې په دغه ولایت کې نیمګړتیاوې ور په ګوته کړې .

سراج الدین حقاني ننګرهاریانو ته ډاډ ورکړی چې ددې ولایت د خلکو ستونزې به د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره شریکوي.

ننګرهاریانو له سراج الدین حقاني غوښتي، چې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړل شي

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره پنجشنبه ننګرهار ته سفر درلود. د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حقاني په دې سفر کې د ننګرهار ولایت د پوهنتون له یو شمېر استادانو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د جلال اباد ښار یوشمېر فعالانو د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر څخه د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د ننګرهار د خلکو دا پیغام به د طالبانو له مشر سره شریک کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره په ټول افغانستان کې د منځنیو او د لیسې دورې ښوونځي بند شول او تر هغه وروسته بیا پوهنتونونو ته هم د نجونو د تګ مخه ونیول شوه.

په تېرو دوو کلونو کې د ښځو د زدکړو د مخنیوي په برخه کې طالبان له سختو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوي، خو بیا هم دې ډلې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پیل په اړه مثبت ځواب نه دی ویلی.

کابل کې د طالبانو ښاروالي: سږ کال مو  ۴،۲ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۵۲ GMT+۱

په پلازمینه کې د بېکارۍ او بې وزلۍ له زیاتوالي سره سره په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولینو " ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په غونډه کې وویل،چې سږ کال دغې ادارې ۴،۲ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

د کابل لپاره د طالبانو د ښاروالۍ دا عاید په داسې حال دی چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شپږ میلیونه نور وګړي له لوږې سره مخ دي.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو بېلابېلو ادارو له لوري د خپلو عایداتو د زیاتوالي لوړې شمېرې وړاندې کړې، خو د مرستندویه بنسټونو د راپورونو له مخې دغه شمېرې د خلکو د ژوند له معیار سره سمون نه خوري.

په تېرو دوو کلونو کې زرګونه کسان د لوږې او وزګارۍ له امله د کار موندلو لپاره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی و، چې په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او د مرستې لپاره کافي سرچینې نه لري.

په تخار  کې سرچینې: درقد کې طالب سرتېري له دویمې کوژدې وروسته مشره مېرمن ووژله

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۴۶ GMT+۱

په تخار کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قومندانۍ کې د طالبانو یوه سرتېري تېره پنجشنبه خپله مېرمن زیتون په وهلو وهلو وژلې ده. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، ۳۵ کلنې زیتون ۶ ماشومان درلودل او موساخان د دویمې ښځې تر کولو وروسته ناوړه چلند ور سره کاوه.

د دې سرچینې په خبره، د زیتون کورنۍ د هغې مړی د درقد او دشت کلا ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته د معاینې لپاره وړی و، خو ډاکټرانو د دې طالب سرتېري له وېرې د مړي له طبي معاینې ډډه کړې وه.

سرچینې وايي، د زیتون کورنۍ د هغې مړی بیا تخار ولایتي روغتون ته لېږدولی و، خو هلته د روغتون طالب مسوولانو هم عدلي طب ته د مړي د لیږلو اجازه نه وه ور کړې.

وروسته یې کورنۍ چې بې وزله ده، کابل ته مړی لېږدولی نه شو او په درقد کې یې خاورو ته سپارلې ده.

د دې سرچینې په خبره، د زیتون مېړه تر دویمې کوزدې وروسته نوموړ طلاقه کړې هم وه خو د سیمې د خلکو په منځګړتوب یې خپل کور ته بوولې وه، اما وهله به یې.

اسلام اباد مېشتي افغانان: له پولیسو تر پوزې راغلي یو

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۰۳ GMT+۱

تېره شپه په اسلام اباد کې ځايي پولیسو د دغه ښار په ډي ۱۷ سیمه کې ۱۸ افغانان تر نیولو وروسته د شپې ناوخته بېرته خوشي کړي دي. دغه افغان کډوال وايي، چې پولیسو د دوی د اسنادو تر کتو وروسته هم دوی بې قانونه کډوال بللي دي.

دغه افغان کډوال وايي، چې د شپې پولیسو له کورو را اېستلي او د ترنول په نوم د پولیسو حوزې (تاڼې) ته يې بیولي او له هر تن څخه تر لس زرو کلدارو اخیستو وروسته يې بېرته خوشې کړي دي.

د اسمعيل په مستعار نوم یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ویلي: «د پولیسو مشر را څخه په سر کې د هر تن په سر دېرش زره کلدارې غوښتې، خو وروسته د هر کس په سر په لس زره سره جوړ شوو.»

نوموړی وایي: «پولیسو غوښتل په توندو خبرو او ښکنځلو موږ وډاروي او په دې سره له موږ بډې واخلي، د پولیسو مشر ګواښ وکړ چې که پیسې ور نه کړو نو موږ به ټول زندان ته ولېږدوي.»

په دغه ډله کې يوه بل کډوال د محمد حسن په مستعار نوم چې ټینګار يې کاوه نوم او غږ یې خپور نه شي وایي د پولیسو دغه کار اوس معمول ګرځیدلی.

هغه زیاته کړه: «هره شپه پولیس خلک له کورو را وباسي، ويزې، د پولیسو د ثبت پاڼې او هر ډول اسناد موږ لرو خو بیا هم پولیس وايي تاسو دلته غیرقانوني اوسیږئ او موږ ته مو د نیولو امر شوی.»

دا لومړی ځل نه دی چې په اسلام اباد او نورو سیمو کې پولیس افغان کډوال ځوروي او شوکه ترې کوي، تر دې وړاندې هم په ځلونو له افغان کډوالو د هر ډول قانوني اسنادو په لرلو سره بډې اخیستل شوې دي.

تېره اوونۍ هم پولیسو د اسلام اباد په اېف۱۷ نومې سیمه کې نږدې اويا کسان د شپې نیولي او سهار يې بېرته خوشي کړي وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هر وخت د پولیسو پر دې کار نا خبري څرګندوي او تر ډېره د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه وايي.