د ترکیې په ارزنجان ښار کې ۶۴ افغان کډوال نیول شوي

د ارزنجان پولیسو د ارزنجان_ارزروم پر لویه لار د ۶۴ افغان کډوالو له نېول کېدو خبر ورکړی. دغه كډوال چې په یوې لارۍ کې د الکټرونیکي توکو په منځ کې پټ شوي وو، د پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې د مبارزې مرکز ته لېږدول شوي.