• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شمالي وزیرستان په ځانمرګي برید کې ښځه او خاوند وژل شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا صوبايي چارواکي وايي؛ د دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني طالبانو په یوه پخواني مرکز کې وچاوه، چې له امله یې په یو بل موټر کې واده شوې جوړه ووژل شوه.

د ځايي دولتي ادارې یوه چارواکي رحمت الله ویلي؛ چاودنه ډېورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د چاودنې سیمې ته د بمونو د شنډولو يوه ډله هم نږدې موجوده وه، خو هغوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

رحمت الله وايي شک لري چې ښايي دغه ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي په تېروتنه او يا هم له وخته مخکې چولي وي؛ چې د چاودنې پر مهال د ځانمرکي بريدګر موټر ته څېرمه په یوه بل موټر کې خاوند او ښځه وژل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ځانمرکی بریدګر د کومې وسلوالې ډلې اړوند و، خو نا تایید شوي راپورونه وايي چې یاد ځانمرګی د پاکستاني طالبانو پورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي) له خوا په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

وسلوالو د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی مفتي خیرالزمان صدیقي وواژه

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۱:۰۱ GMT+۱

راپورونه وايي چې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند غړی مفتي خیر الزمان صدیقي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د ناپېژانده وسلوالو په ډزو وژل شوی دی.

ځایي سرچینې وايي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ ماښام مهال په لکي مروت سیمه کې ناپېژانده وسلوالو په ډزو وواژه او وسلوال له سیمې تښتېدلي دي.

د لکي مروت اوسېدونکي او د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي اسماعیل خټک افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه چې مفتي خیرالزمان صدیقي د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوی او د پلټنې لپاره پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

مفتي خیرالزمان په لکي مروت کې د جمعیت علمای اسلام د ګوند د سمندۍ کلي د حلقې مشر و او د همدغې سیمې کونسلر هم و.

د یادونې وړ ده چې د تېرې اونۍ په یکشنبې ( ۸ اسد ) د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوې غونډې کې په شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د برید مسوولیت داعش – خراسان څانګې پر غاړه اخیستی و.

د طالبانو سفیر: له مولانا فضل الرحمن سره مو د خپلمنځي بې باورۍ پر له منځه وړلو خبرې وکړې

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي چې د دې ډلې سفیر د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند له مشر سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې کړې دي. سردار احمد شکیب د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د دې ګوند پر غونډه د برید قربانیانو د فاتحې لپاره د فضل الرحمان کور ته ورغلی و.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سفارت نن یکشنبه ( ۱۵ اسد ) په یو ټویټ کې لیکلي دي چې ښاغلي شکیب له مولانا فضل الرحمن سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د بې باورۍ له منځه وړلو په اړه غږیدلی دی.

په اسلام اباد د طالبانو سفارت د دغې لیدنې نور جزیات نه دي په ډاکه کړي او نه یې دا ویلي چې پر نورو کومو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د خیبربښنوخوا ایالت باجوړ سیمه کې د تیرې یکشنبې ( ۸ اسد ) د مولانا فضل الرحمن ګوند باندې شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د برید مسوولیت داعش – خراسان څانګې پر غاړه اخیستی وه.

چې کله په افغانستان کې جمهوریت واکمن وه، مولانا فضل الرحمن او ډله یې په افغانستان کې د طالبانو جګړې پلوي کوله. خو له طالب استازي سره اوسنۍ غونډه کې یې ویلی چې طالبان او پاکستان دې د ( تروریزم ) له منځه وړلو لپاره خپلې اړیکې قوي کړي.

له برید وروسته پاکستاني چارواکو پر افغانستان تور پورې کړ چې پاکستان ضد وسلوال د افغانستان په خاوره کې مرکزونه لري او له هغه ځایه بریدونه پلانوي، دوی خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وسلوال به په نښه کړي.

د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې ، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد د باجوړ وروستۍ برید غندلی او ویلي وو چې طالبان چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد وکاروي.

د پاکستان په سند ایالت کې د اورګاډي چپه کېدلو پېښه کې ۳۰ کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر ټپیان شول

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د پاکستان په سند صوبه کې د اورګاډي د لسو ډبو د چپه کېدو له امله تر ۳۰ کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر ټپیان شول.اورګاډی له کراچۍ نه د پنجاب راولپنډۍ ښار ته روان و، چې په نواب شاه ولسوالۍ کې یې ډبې له پټلۍ وغړېدې او چپه شوې. د پېښې مړي او ټپیان د نوابشاه او سانګړ روغتونونو ته وړل شوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د دې دواړو سیمو په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او ځايي خلک هم د خلکو په ژغورلو بوخت دي.

لا هم د اورګاډي د چپه کېدو علت مالوم نه دی، خو سپرلۍ یې ویلي چې ډېر کسان پکې سپاره وو.

له دې پېښې وروسته پر دغه پټلۍ ته د ګاډو چلښت بند شوی دی.

د ایران پخوانی سفیر: د افغانستان پیښې د ایران او پاکستان امنیت ګواښي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۰ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر فدا حسین مالکي د نړیوالو اصولو پر وړاندې د طالبانو نه پاملرنې ته په اشارې سره وايي چې د افغانستان پیښې د ایران او پاکستان امنیت ګواښي. ښاغلی مالکی زیاتوي، په نږدې راتلونکي کې به له طالبانو سره پاکستاني او ایراني چارواکي "جدي" خبرې وکړي.

ښاغلي مالکي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) له همشهري انلاین خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو له چارواکو سره د راتلونکو خبرو مهم ټکي « ترهګرۍ په ځانګړي ډول د داعش خطر او د ګاونډیو هېوادونو په تېره د هلمند د حقابې په هکله نړیوالو قوانینو ته د طالبانو نه پاملره» د دې خبرو مهم ټکي یاد کړل.

د اسلامي جمهوریت دغه پخواني چارواکي دا هم څرګنده کړه چې څه موده مخکې یې په یوه غونډه کې له پاکستانې چارواکو سره د ترهګرۍ د ودې په اړه خبرې کړې او هغوی ویلي چې «له بېلا بېلو لارو د ترهګرۍ سخت قربانیان دي».

ښاغلي مالکي په دې غونډه کې د خپل لیدلي حال له مخې وویل «د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر او بدلونونو او د دغه هېواد د اوسني وضعیت په اړه» په ښکاره او بیا بیا اندېښنه څرګنده کړه.

هغه په نږدې راتلونکي کې د پولو یا سرحدونو د بندولو په اړه د ایران او پاکستان تر منځ د امنیتي سند د لاسلیکولو اعلان هم وکړ.


په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر د پاکستان له لوري د پولې د یوې برخې بندولو ته اشاره ویل چې بله برخه یې باید د ایران د نظامي چارواکو تر څړنې او څارنې لاندې بنده شي.

ښاغلي مالکي له افغانستان د پېښېدونکو حرکتونو او خوځښتونو په یادولو سره وویل چې په افغانستان کې له «ترهګرو ډلو» سره د مقابلې لپاره به د اسلامي جمهوریت امنیتي چارواکي طالبانو ته اړین استخباراتی معلومات ورکړي.

پاکستانۍ ورځپاڼه: د اشرف غني په څیر طالبان هم د پاکستان ضد احساساتو له پارولو کار اخلي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۴ GMT+۱

نیشن ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان د پخواني حکومت د چارواکو لکه اشرف غني او امرالله صالح په څېر د «پاکستان پر ضد د احساساتو له پارولو کار اخلي». دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې له مسوولیت د خلاصون اسانه لار د اسلام اباد ملامتول دي.

تیمور شاه په هاغه یاددښت کې چې د جمعې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په نیشن ورځپاڼه کې خپور شوی، پر پاکستان یې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو نیوکې یوه عامه ناروغي بللې ده.

دغه خبریال لیکلي چې افغانستان د ښځو د حقونو، بشري حقونو، امنیت او اقتصاد په ګډون په مختلفو برخو کې له ناورین سره مخ دی. پر پاکستان تور لګول په افغانستان کې له مسوولیت څخه د خلاصون یوه اسانه لارده او طالبان هم له دې لارې کار اخلي.

په ورته وخت کې ښاغلي شمیل ویلي چې "افغانستان کې ترهګري" اوس د پاکستان او سیمې تر ټولو لویه ستونزه ده.

هغه وایي د ترهګرۍ مسله څو اړخیزه ده او ریښې یې د طالبانو په جوړښت کې دي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو پرله پسې د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې چې طالبانو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو د ادارې پخواني مشر ډیویډ پیټریاس هم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، اسلام اباد طالبانو ته د دې لپاره پناه ورکړې وه چې کله دغه ډله واک ته ورسېږي، د پاکستان ملګرې شي، خو داسې ونه شول.

ښاغلي پیټریاس وویل، «موږ په ښکاره وینو چې افغان طالبان اوس د پاکستاني طالبانو کوربه توب کوي، دا ډېره عجیبه خبره ده ځکه چې پاکستانیانو په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د خوندي پټنځیو له منځه وړلو ډډه کوله».

پاکستانۍ نیشن ورځپاڼې بیا ټینګار کړی چې طالبانو ته باید یو څرګند پیغام ورکړل شي چې ترهګریز سازمانونه باید افغان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي او طالبان هم باید د هغه څه د څارنې مسوولیت په غاړه واخلي چې په افغانستان کې روان دي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو په زیاتېدو سره د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکې طالبان په دې تورنوي چې د پاکستان طالبانو تحریک ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی دی. دوی دا ادعا هم کړې چې د پاکستان په ځینو خونړیو بریدونو کې یو شمېر افغانان هم لاس لري. خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.