نۍ: د یوې اونۍ په ترڅ کې په بېلابېلو ولایتونو کې څلور خبریالان نیول شوي

د طالبانو لخوا د خبریالانو پر نېونې په کور د ننه او بهر د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې نۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې څلور خبریالان د طالبانو له خوا نېول شوي دي.