له څلورو لسیزو ځنډ وروسته د ننګرهار په کانال کې د تولیداتو بیاپیل

د ننګرهار کانال ریاست وایي، چې د ۴لسیزو وروسته یې د تولیدي فابریکې ځينې برخې فعالې کړي چې د ننګرهار تر څنګ به یې نورو ولایتونو ته هم تولیدات واستول شي. چارواکي وایي:«توانیدلي یو، چې د صابون جوړونې، د رومي بانجانو روب او د اچارو د تولید برخې فعالې کړو.»