طالبانو په جلال اباد کې د کلید راډیو دوه خبریالان نیولي

په جلال اباد کې ځايي سرچینې وايي، چې نن پنجشنبه (د زمري ۱۹مه) د طالبانو د استخباراتو ریاست د ننګرهار کلید راډیو دوه خبریالان نیولي دي.

په جلال اباد کې ځايي سرچینې وايي، چې نن پنجشنبه (د زمري ۱۹مه) د طالبانو د استخباراتو ریاست د ننګرهار کلید راډیو دوه خبریالان نیولي دي.
د سرچینې په خبره؛ نن مازیګر مهال د استخباراتو کارمندان د ننګرهار کلید راډیو ته تللي او د دغې راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او خبریال جان اغا صالح یې نیولي دي.
سرچینې زیاته کړه، چې د راډیو په خپرونو کې د لنډ وخت لپاره ځنډ راغلی و او تر اوسه نه ده معلومه چې د کلید راډیو دغه دوه کارکوونکي طالبانو په کوم تور نیولي.
بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز هم تاییدوي، چې یاد دوه خبریالان په خپل دفتر کې نیول شوي او د دوی په نیونه یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د خبریالانو دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې نیول شوي خبریالان بېرته خوشې کړي او که چېرې کومه رسنیزه تېروتنه لري؛ نو کولی شي؛ مساله د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې د رسنیو د شکایاتو په کمېسیون کې وڅېړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره یکشنبه طالبانو په غزني ولایت کې د باختر دولتي اژانس خبریال سید وحدالله ابدالي هم نیولی، خو طالبانو تر اوسه د نوموړي د نیولو په تړاو څه نه دي ويلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې پکې ویل شوي وو، چې طالبان د افغانستان د خلکو لپاره د نړۍوالې ټولنې له بشري مرستو ګټه اخلي. پر امریکا سر بېره مختلفو ادارو بیا بیا ویلي چې طالبان په مرسته کې لاسوهنه کوي او د موسسو په ګومارنو کې د خپلو کسانو جذبول غواړی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد؛ نن پنجشنبه (د زمري ۱۹مه) پر ایکس (ټویټر) لیکلي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له مشرې روزا اوتونبیاو سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی نه یوازې دا چې د نړۍوالو مرستو د شفاف او خپلواک وېش لپاره یې مناسب چاپېریال رامنځته کړی؛ بلکې له دغو مرستو مالیات هم نه اخلي.
نوموړی زیاتوي، چې دوی له حکومتي بودیجې څخه هم له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تازه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د طالبانو له خوا د متحده ایالاتو له مالي مرستو ګټه اخیستنه «کرکه پاروونکي» وبلله.
مایکل مکال طالبان یوه "ترهګره" ډله وبلله او ویې ویل چې دا ډله افغان ښځې او نجونې ځوروي او هره ورځ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) تر دې مخکې یو راپور خپور کړی و او لیکلي یې وو، چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو طالبان ګټه پورته کوي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنې کلیزې په درشل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې؛ د سې شنبې په ورځ (د زمري۱۷ مه) کانګرس ته په یوه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو په وېش کې د طالبانو په ناوړه ګټه اخیستنې او خنډ جوړولو ټینګار کړی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د طالبانو له خوا د متحده ایالاتو له مالي مرستو ګټه اخیستنه «کرکه پاروونکي» وبلله. مایکل مکال طالبان یوه "ترهګره" ډله وبلله او ویې ویل چې دا ډله افغان ښځې او نجونې ځوروي او هره ورځ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره (سیګار) تر دې مخکې یو راپور خپور کړی و او لیکلي یې وو، چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو طالبان ګټه پورته کوي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په درشل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې د سې شنبې په ورځ (د زمري۱۷ مه) کانګرس ته په یوه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو په وېش کې د طالبانو په ناوړه ګټه اخیستنې او خنډ جوړولو ټینګار کړی.
د دې ادارې د راپور له مخې د ناوړه ګټې اخیستنې له احتمال سربېره امریکا له افغانستان سره ۲.۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
امریکايي چارواکو ویلي دي، چې دغه مرستې د مرستندویه موسسو له لارې افغانستان ته استول شوې دي. خو یو شمېر دغه بنسټونه وايي، چې طالبان د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.
د امریکا نړۍوالې مرستندویه ادارې سیګار ته ویلي، چې د بشري مرستو په برخه کې د طالبانو لاسوهنه، استول شویو مرستو ته د اړمنو کسانو د لاسرسي پر وړاندې یو لوی خنډ دی.
ښاغلي مکال په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د مرستو پر کارولو نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «کرکه پاروونکې ده، چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په څېر د یوې تروریستي ډلې جیبونو ته ځي او بیا دا ډله افغان ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د مذهبي لږکیو پر ضد جرمونه کوي او هره ورځ له بېلابېلو بشري حقونو څخه سرغړونه کوي».
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي؛ د روان میلادي کال په می میاشت کې یې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې ته یو لیک استولی او له افغانستان سره یې د امریکا د مرستو د لا زیاتې څارنې او معلوماتو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي مکال وویل، خو دې ادارې تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.
دغه امریکايي سناتور د طالبانو په وړاندې د بایډن د حکومت پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې بشري ناورین خورا زیات شوی دی.
مایکل مکال په خپله وینا کې وویل، میاشتې کیږي چې د بایډن له حکومت څخه یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه په دې شرط چې طالبان له دې مالي منابعو لرې وساتل شي وضاحت غوښتی دی.
د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر د سیګار وروستي راپور ته په اشارې سره په افغانستان کې د مالي مرستو په برخه کې د بایډن په ادارې کې د روڼتیا پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو دوه کاله وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد؛ د طالبانو له مخالفو مشرانو وغوښتل چې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي.
زلمي خلیلزاد له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې طالبان او په افغانستان کې نور لوبغاړي باید پر یوه ټولشموله حکومت او اساسي قانون توافق وکړي.
خلیلزاد د طالبانو پر مخالفو مشرانو غږ وکړ، چې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره د اساسي قانون او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړي.
له طالبانو سره تر څو میاشتو خبرو اترو وروسته؛ زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک کړ. له دې هوکړې وروسته د امریکا په مشرۍ نړۍوال ځواکونه له افغانستانه ووتل او د افغانستان پخوانی جمهوري حکومت ړنګ شو.
خلیلزاد د افغانستان انټرنشنل له خبریال عارف یعقوبي سره په مرکه کې د امنیتي اندېښنو او په افغانستان کې د طالبانو د سیاسي فعالیتونو د بندېدو په اړه وویل، چې طالبانو د تېرو حکومتونو د لوړپوړو مشرانو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده. هغه زیاته کړه، چې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاستوال په کابل کې دي.
زلمي خلیلزاد وویل؛ عبدالله عبدالله او حامد کرزی نه دي وژل شوي، خو دا یې ومنله چې د هغوی لپاره به ګڼې ستونزې موجودې وي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته؛ جهادي مشران، لوړ پوړي دولتي چارواکي او د ګوندونو مشران له افغانستانه ووتل.
له افغانستانه تر وتلو وروسته دغو مشرانو خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی، چې تمرکز یې د طالبانو پر ضد دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود څخه هم وغوښتل، چې په افغانستان کې دننه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
هغه وویل، چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او د نورو بانفوذه افغانانو سره د مستقیمو او نامستقیمو خبرو اترو ګڼې لارې موجودې دي.
ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ که د طالبانو د مخالفینو مشران فکر کوي، چې امریکا به بیا پر طالبانو برید وکړي او د هغوی د ساتنې لپاره به خپل ځواکونه واستوي، دا ناسمه ده او دا موده پای ته رسېدلې ده.
د زلمي خلیلزاد بشپړه مرکه به د سه شنبې په ورځ د اسد په ۲۴ مه له افغانستان انټرنشنل څخه خپره شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په دوه اړخیزو تعاملاتو خبرې کړې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر، نن پنجشنبه (د زمري ۱۹مه) په خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده لیدنه کې پر سیمه ییز اتصال، دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ خبرې شوې دي.
اعلامیه زیاتوي چې، په یاده لیدنه کې د هوايي دهلیزونو پر پرانیستلو او د ګډې سوداګریزې خونې پر رامنځته کولو هم بحث شوی دی.
تر اوسه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو سربېره د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر تېره سې شنبه (د زمري ۱۷مه) په لومړي ځل له یو شمېر افغان سوداګرو سره یو ځای ترکیې ته تللی.
دا د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال لومړنی سفر دی، چې واک ته له رسېدو وروسته یې د ترکیې هېواد ته کوي.
نوموړي د واک ته له رسېدو وړاندې پاکستان، چین، روسیې، ایران او قطر هېوادونو ته پټ او ښکاره سفرونه کړي وو.

د طالبانو د سترې محکمې د دارالافتا ریاست یوه غړي، په پاکستان کې د جنګ ضد فتوا ور کړې ده او وايي، د دوحې تړون کې د طالبانو دا ژمنه د شریعت مطابق ده چې په بهر کې به جهاد نه کوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملا عبدالروف دا فتوا د پاکستان د فشار له امله صادره کړې ده.
څه مهال مخکې هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، د طالبانو مشر په یوه پټ فرمان کې په پاکستان کې جنګ ناروا بللی دی.
د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون هم پرون راپور ور کړ چې د دغه هېواد یوه لوړپوړي پلاوي کابل ته په تګ سره د طالبانو له مشره دا هم غوښتي چې په پاکستان د بریدونو ضد ښکاره پیغام دې خپور کړي.
سرچینې وايي، د مفتي عبدالروف اوسنی ویډیويي پیغام هم د همدې فشار په نتیجه کې خپور شوی دی.
د طالبانو د سترې محکمې دا غړی هم وایي، د دې ډلې پر امیر او ولس په بهر کې جهاد فرض نه دی.
ملا عبدالروف زیاتوي چې طالبانو ته یې بیا بیا دا ویلي چې امیر «ملا هبت الله» امر کړی چې څوک دې جهاد ته بهر نه ځي.
د نوموړي په خبره، د هغو طالبانو نږدې سل شمېرې یې بلاک کړې دي چې له ده یې په بهر کې د جهاد په هکله پوښتنې کولې.
دی وايی، د یو هېواد وګړي هغه وخت بهر جهاد ته تللی شی، چې امیر یې امر وکړي او هم د مقابل لوري سره په واک او ځواک کې یو شان وي.
عبدالروف زیاتوي، دا چې افغانستان د واک او ځواک له لوري کمزوری دی او د طالبانو امیر بهر کې د جهاد امر نه دی کړی، نو په افغانانو بهر کې جهاد هیڅ فرض نه دی.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم تېره اوونۍ په خپلو خبرو کې دا څرګنده کړه، چې د طالبانو مشر اعلان کړی، چې له هېواد څخه بهر بریدونه کول جهاد نه بلکې جنګ دی.
نوموړي په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو معلومیږي چې اشاره یې پاکستان ته وه.
پاکستان په ځینو بریدونو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په پېښور کې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په ترهګریزو بریدونو کې د افغانانو لاس لرل د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د پاکستاني چارواکو تورونه په بشپړ ډول ردوي او په خپل ګاونډي هېواد کې ناامني نه غواړي.
