د هغه په خبره، خو په مقابل کې له واشنګټن سره یوازې دا ژمنه وشوه چې د وتلو په وخت کې پرې برید نه کېږي.
په دغه راپور کې له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته حالت او د طالبانو واکمنۍ ته اشاره شوې چې پکې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي منع شوې او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا هېواد نږدې شلو ترهګرو ډلو ته په په امن پناځي بدل شوی دی.
امریکا له افغانستانه په وتلو سره طالبانو ته نږدې اویا زره زغرګاډي او څو سوه چورلکې او همدارنګه د ۸.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت مهمات پرېښودل.
د ټرمپ او بایډن تېروتنې
سي اېن اېن لیکلي، چې له طالبانو سره د ډونلډ ټرمپ مرکچي پلاوي د هوکړې له مخې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو سره طالبانو ته هغه بری ور په برخه کړ، چې دې ډلې د جګړې په ډګر کې ګټلی نه شو.
په راپور کې راغلي چې اوسني ولسمشر جو بایډن هم دا «خورا نیمګړی پلان» پلی کړ.
له افغانستان دا وتل په ۱۹۷۰ لسیزه کې له ویتنام د امریکا له وتلو سپک بلل شوي دي.
لیزا کرټیس چې سي اېن اېن د افغانستان برخه کې د ډونلډ ټرمپ د وخت په سپینه ماڼۍ کې تر ټولو لوړپوړې چارواکې بللې ده ویلي دي چې امریکايي چارواکو د ۲۰۱۹ کال د اپرېل خبرو کې طالبانو ته هغه څه ور کړل چې دې ډلې غوښتل او په مقابل کې یې لږ څه ترلاسه کړل.
د هغې په خبره، طالبانو ژمنه وکړه چې له القاعده بېل شي، د واک وېش لپاره د افغانستان ټاکلي حکومت سره خبرو ته کېني، خو دا ونه شول.
د دې پخوانۍ چارواکې په خبره، ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو جزیاتو ته اندېښمن نه و او د سولې تړون په ځای یې د امریکايي ځواکونو وتل مهم بلل.
لیزا کرټیس وايي، د دوحې خبرو ځینې پړاوونو کې یې ګډون درلود او طالبانو هیڅ تصور نه کاوه چې امریکا په ریښتیا هم له افغانستانه وځي، ځکه زلمي خلیلزاد پوځي چارواکي وهڅول چې په خبرو کې ور ګډ او د وتلو په هکله معلومات ور کړي.
هغې دا هم ویلي چې د طالبانو په غوښتننه له خبرو د افغان حکومت ډډې ته پرېښودل د دې خبرو بله نیمګړتیا وه او دا تصور یې پیدا کړ چې امریکا اوس د حکومت پر ځای د طالبانو ملاتړ کوي.
د هغې په خبرې دې چارې سره پخوانی افغان حکومت کمزوری شو او په اخر کې وپرځېد.
زلمي خلیلزاد بیا سي اېن اېن ته ویلي، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې ځکه وشوې چې د لنډمهالي ممکنه بري لپاره له لار نقشې پرته د افغان جګړې شرایط ورځ تر بلې بدترېده.
هغه وایي، پلان دا و چې د امریکا او طالبانو خبرې له افغان حکومت سره خبرو ته لار جوړه کړي. دی باوري دی چې «دا حالت هم راغی، خو بریالی نه شو.»
هغه خوشالي چې بایډن طالبانو ته ور کړه
د طالبانو ویاند وايي، دې ډلې فکر کاوه چې د جو بایډن په واکمنېدو سره به امریکا په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار وکړي.
ذبیح الله مجاهد سي اېن اېن ته ویلي، خو دوی هغه وخت خوشال شول چې بایډن وویل، خپل ځواکونه له افغانستان باسي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د راپور له مخې، جو بایډن ته یې سپارښتنه وکړه چې که دوه نیم زه سرتېري په افغانستان کې پاتې نه شي، نو افغان پوځ به ړنګ او د طالبانو بري ته به لار جوړه شي.
خو ولسمشر بایډن دا وړاندیز له پامه وغورځاوه او د طالبانو بري ته یې لار هواره کړه.
د غني او خلیلزاد جنجال
سي اېن اېن وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د هوکړې په هکله د ننګونو په زیاتېدو سره د دوو مهمو لوبغاړو اشرف غني او خلیلزاد ترمنځ جنجال هم ډېر شو.
دوی له لسیزو یو بل سره پېژندل او د امریکا بورسونه یې ترلاسه کړي وو، خو اوس پر دوو ډلو وېشلي او اړیکې یې پېچلې وې.
سي اېن اېن وايي، له یو بل یې کرکه کوله.
سي اېن اېن د ښاغلي خلیلزاد له خولې وايي، له ښاغلي غني سره هغه وخت بحث سخت شو چې کله هغه وپوهېد د افغان کړکېچ د سیاسي حل معنا نوی حکومت جوړېدل او د ده د ولسمشرۍ ختمېدل دي.
د خلیلزاد په خبره، ښاغلي غني په واک کې پاتېدو ته سخت میلان درلود.