د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي: ۱۵.۳ میلیونه افغانان د خوارځواکۍ له بېړني وضعیت سره مخ دي

د ناورې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلینډ وايي، چې د افغانستان په ۲۵ ولایاتو کې خلک د خوارځواکۍ له بېړني حالت سره مخ دي.

د ناورې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلینډ وايي، چې د افغانستان په ۲۵ ولایاتو کې خلک د خوارځواکۍ له بېړني حالت سره مخ دي.
نوموړي تېره ورځ پر ایکس( ټویټر) لیکلي، چې د افغانستان ۱۵.۳ میلیونه وګړي اوس مهال په لوړه کچه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
اګلینډ وايي: "دا مهال د بودیجې کمښت له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې د هغو خلکو په شمېر کې کموالی راغلی، چې د خوراکي توکو د مرستې لپاره په نښه شوي وو”.
نوموړی په نړۍوالې ټولنې غږ کوي؛ که چېرې د بودیجې کمښت له منځه لاړ نه شي په واقعي بڼه دا خطر شته، چې د خوړو د مرستو پروګرام د روان کال تر پایه پای ته ورسېږي.
جان اګلینډ وايي، چې د بودیجې د کمښت او اقلیمي بدلون له امله یو داسې ټولنییز بدلون راغلی، چې خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د یادونې ده، چې د خوړو نړۍوال سازمان هم اعلان کړی و، چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.
له دې مخکې دخوړو د نړۍوال سازمان"WFP" د افغانستان د برخې مسوول هسیایو وي لي په افغانستان کې د خلکو روان ژوند- ژواک د اندېښنې وړ بللی و او ویلي یې وو چې دغه سازمان ۱۰ میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستې توان نه لري.
د هغه په وینا د طالبانو له واکمنېدو وروسته؛ نېږدې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.


سي اېن اېن تلوېزون د امریکا د یوه متقاعده جنرال له خولې وايي، پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره په دوحه کې «د امریکا د تاریخ تر ټولو بده ډیپلوماټیکه موافقه» لاسلیک کړه. ډیویډ پیټریاس زیاتوي، امریکا له افغانستانه په وتلو سره هغه څه طالبانو ته ورکړل چې دې ډلې یې غوښتنه کوله.
د هغه په خبره، خو په مقابل کې له واشنګټن سره یوازې دا ژمنه وشوه چې د وتلو په وخت کې پرې برید نه کېږي.
په دغه راپور کې له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته حالت او د طالبانو واکمنۍ ته اشاره شوې چې پکې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي منع شوې او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا هېواد نږدې شلو ترهګرو ډلو ته په په امن پناځي بدل شوی دی.
امریکا له افغانستانه په وتلو سره طالبانو ته نږدې اویا زره زغرګاډي او څو سوه چورلکې او همدارنګه د ۸.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت مهمات پرېښودل.
سي اېن اېن لیکلي، چې له طالبانو سره د ډونلډ ټرمپ مرکچي پلاوي د هوکړې له مخې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو سره طالبانو ته هغه بری ور په برخه کړ، چې دې ډلې د جګړې په ډګر کې ګټلی نه شو.
په راپور کې راغلي چې اوسني ولسمشر جو بایډن هم دا «خورا نیمګړی پلان» پلی کړ.
له افغانستان دا وتل په ۱۹۷۰ لسیزه کې له ویتنام د امریکا له وتلو سپک بلل شوي دي.
لیزا کرټیس چې سي اېن اېن د افغانستان برخه کې د ډونلډ ټرمپ د وخت په سپینه ماڼۍ کې تر ټولو لوړپوړې چارواکې بللې ده ویلي دي چې امریکايي چارواکو د ۲۰۱۹ کال د اپرېل خبرو کې طالبانو ته هغه څه ور کړل چې دې ډلې غوښتل او په مقابل کې یې لږ څه ترلاسه کړل.
د هغې په خبره، طالبانو ژمنه وکړه چې له القاعده بېل شي، د واک وېش لپاره د افغانستان ټاکلي حکومت سره خبرو ته کېني، خو دا ونه شول.
د دې پخوانۍ چارواکې په خبره، ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو جزیاتو ته اندېښمن نه و او د سولې تړون په ځای یې د امریکايي ځواکونو وتل مهم بلل.
لیزا کرټیس وايي، د دوحې خبرو ځینې پړاوونو کې یې ګډون درلود او طالبانو هیڅ تصور نه کاوه چې امریکا په ریښتیا هم له افغانستانه وځي، ځکه زلمي خلیلزاد پوځي چارواکي وهڅول چې په خبرو کې ور ګډ او د وتلو په هکله معلومات ور کړي.
هغې دا هم ویلي چې د طالبانو په غوښتننه له خبرو د افغان حکومت ډډې ته پرېښودل د دې خبرو بله نیمګړتیا وه او دا تصور یې پیدا کړ چې امریکا اوس د حکومت پر ځای د طالبانو ملاتړ کوي.
د هغې په خبرې دې چارې سره پخوانی افغان حکومت کمزوری شو او په اخر کې وپرځېد.
زلمي خلیلزاد بیا سي اېن اېن ته ویلي، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې ځکه وشوې چې د لنډمهالي ممکنه بري لپاره له لار نقشې پرته د افغان جګړې شرایط ورځ تر بلې بدترېده.
هغه وایي، پلان دا و چې د امریکا او طالبانو خبرې له افغان حکومت سره خبرو ته لار جوړه کړي. دی باوري دی چې «دا حالت هم راغی، خو بریالی نه شو.»
د طالبانو ویاند وايي، دې ډلې فکر کاوه چې د جو بایډن په واکمنېدو سره به امریکا په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار وکړي.
ذبیح الله مجاهد سي اېن اېن ته ویلي، خو دوی هغه وخت خوشال شول چې بایډن وویل، خپل ځواکونه له افغانستان باسي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د راپور له مخې، جو بایډن ته یې سپارښتنه وکړه چې که دوه نیم زه سرتېري په افغانستان کې پاتې نه شي، نو افغان پوځ به ړنګ او د طالبانو بري ته به لار جوړه شي.
خو ولسمشر بایډن دا وړاندیز له پامه وغورځاوه او د طالبانو بري ته یې لار هواره کړه.
سي اېن اېن وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د هوکړې په هکله د ننګونو په زیاتېدو سره د دوو مهمو لوبغاړو اشرف غني او خلیلزاد ترمنځ جنجال هم ډېر شو.
دوی له لسیزو یو بل سره پېژندل او د امریکا بورسونه یې ترلاسه کړي وو، خو اوس پر دوو ډلو وېشلي او اړیکې یې پېچلې وې.
سي اېن اېن وايي، له یو بل یې کرکه کوله.
سي اېن اېن د ښاغلي خلیلزاد له خولې وايي، له ښاغلي غني سره هغه وخت بحث سخت شو چې کله هغه وپوهېد د افغان کړکېچ د سیاسي حل معنا نوی حکومت جوړېدل او د ده د ولسمشرۍ ختمېدل دي.
د خلیلزاد په خبره، ښاغلي غني په واک کې پاتېدو ته سخت میلان درلود.

د المرصاد په نوم طالبانو ته نژدې وېب پاڼې راپور پر بنسټ طالبانو له پاکستان او ایران سره د داعش خراسان څانګې د بریدونو پلان او په پاکستان کې د دوی د مشرانو د اوسیدلو د ځایونو په اړه معلومات شریک کړي دي.
المرصاد وېب پاڼې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره سم فعالیت پیل کړی او د داعش اړوند راپورونه نشروي. دې رسنۍ تېره ورځ چهارشبنه (اسد ۱۸ مه) په یو راپور کې ویلي د مفتي ابو عثمان، ابو احمد ترڅنک د خان په نومونو د داعش مهم کسان په پاکستان کې اوسیږي او هلته داعش د پلانونو په عملي کولو کې فعاله ونډه لري او په ځانګړي توکه د وسلو برابرولو په برخه کې مرسته کوي.
په خپل راپور کې لیکلي چې داعش پلان لري چې افغانستان، پاکستان او ایران کې د اهل سنت پر دیني عالمانو او مدرسو بریدونه وکړی.
د راپور په بنسټ په ایران کې د اسد بلوچ په نوم کس د داعش غړی دی او ددغه هیواد په سیستان-بلوچستان ولایت کې فعالیت لري او غواړي د اهل سنت پر دیني عالمانو او مدرسو د بریدونو سرپرستي وکړي.
راپور زیاتوي د داعش خراسان څانګې پلان درلود چې په کابل، کندز ،لغمان او ننګرهار کې پر دیني عالمانو او مدرسو بریدونه وکړی، خو د دې بریدونو لپاره مسوول عمر حیدر له خپلو څو تنو کسانو سره په کابل کې د طالبانو په یو برید کې وژل شوو.
راپور کې راغلي طالبانو له پاکستان څخه دوه ځله غوښتنه کړې وه چې د دیني عالمانو او مدرسو امنیت ونیسي خو په دې اړه پاکستان کوم ګام وانخیست چې له امله یې په دغه هیواد کې یو شمیر اهل سنت دیني عالمان په پيښور کې ترور شول او د افغان طالبانو د ملاتړي مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان مذهبي ګوند جمعیت العلمای اسلام پر غونډه یې ځانمرګی برید هم وکړ.
تېره اوونۍ ( ۸ اسد ) د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوې غونډې کې په شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د برید مسوولیت داعش – خراسان څانګې پر غاړه اخیستی و.
په دغه راپور کې اشاره شوې چې په وروستیو څو اوونیو کې د پاکستان خیربښتونخوا او بلوچستان کې د اهل سنت یو شمیردیني عالمان وژل شوي دي.
یو شیمر څیړونکي وايي پاکستان اوس مهال د طالبانو پر ضد داعش خراسان څانګه د یوې نیابتي وسلوالې ډلې په توګه کاروي او ددغو ډلو یو شمیر مشرانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او د خیبرپښتونخوا په یو شمیر سیمو کې ددې ډلې پورې اړوند دیني مدرسې فعالې دي او افغان طالبان د پاکستان له دې کار څخه ناخوښه دي او له همدې امله طالبان نه غواړي د نورو پاکستان ضد وسلوالو پرضد عملي ګامونه واخلي.
د المرصاد دا راپور د طالبانو ترکنټرول لاندې د ملي ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت ترڅنګ ګڼو د طالبانو ټولنیزو رسنیو فعالینو د خپل ټولنیزو رسنیو کې نشر کړی او پراخ تبلغات یې ورته کړي.
د المرصاد وېب سایټ په اړه یو شمیر څیړونکي وايي چې طالبانو غواړي د داعش اړوند موضوعات او ددې ډلې په اړه خپل استخباراتي اطلاعات له دې وېب سایټ له لارې نشر کړي.

دا یو له هغو اوږدو سړکونو دی، چې د ټرافیکي پېښو له امله یې ډېرې کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې او مساپر ورڅخه ډېرې زړه بوږنوونکې خاطرې لري. دغه سړک چې له کابله پیل دی میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونه سره نښلوي.
دغه سړک شل کاله وړاندې د امریکا، جاپان او سعودي عربستان په ۱۸۰ ملیونه ډالرو رغېدلی و، خو د دوامداره جګړو او د باري موټرو له امله يې ډېره برخه ویجاړه شوې او ډېر لوی پلونه او پلچکونه د طالبانو له خوا د کېښودل شویو ماینونو له امله ویجاړ شوي دي.
د کابل ـ کندهارـ هرات دغه سړک ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۴۶ لوی پلونه ۱۷۱۶ پلچکونه یې چې د ماینونو او سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي رغېدو ته اړتیا لري.
د تېر حکومت پر مهال هم د زابل ولایت اړوند سیمو کې د دغه سړک د جوړېدو هڅې وشوې، خو د نا امنیو او د حکومت د نه پاملرنې له امله رغنیزې چارې یې نیمګړې پاتې شوې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم ، طالب چارواکو د یاد سړک د رغېدو ژمنه وکړه، چې په لومړي پړاو کې د کندهار او زابل ترمنځ دغه سړک ورغوي، خو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره دا ژمنه پوره نه شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له لوري تېر کال د یاد سړک په اوږدو کې د زابل ولایت اړوند سیمو کې یې د ځینو برخو د جوړېدو چارې پیل شوې وې، خو د ناڅرکند دلیل له امله دغه چارې په ټپه ودرېدې.
د شفیع الله په نوم یو مساپر د طالبانو د کابل ـ کندهار د سړک جوړونې د ژمنې په اړه داسې وايي:« د کابل ـ کندهار سړک یواځې په رسنیو کې جوړ دی په حقیقت کي د یاد سړک ۲۰ کیلومتره ساحه جوړه شوې، نوره پاتې ده.»
دغه کنډ و کپر سړک د ولایتونو ترمنځ تګ راتګ هم ستونزمن کړی دی.
د حیات الله په نوم یو سوداګر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وایي :« کلونه، کلونه کېږ، چې زه پر دغه سړک له کابله تر هراته تګ راتګ کوم، زه د سفر پر مهال حتمن د یوې او یا د ډېرو ټرافیکي پېښو سره مخ شوی یم، داسې ټرافیکي پېښې چې په ګڼ شمېر کې مساپر هم په کې وژل شوي دي.»
د کابل ـ کندهار پر سړک ټرافیکي پېښې بیا د دغې لویې لارې هغه اړخ دی، چې ډېرې کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېنولې دي.
د هلمند اوسېدونکی عبدالتواب وايي:« هغه ورځ مې هیڅ له یاده نه وځي چې د کابل ـ کندهار پر سړک په ټرافیکي پېښه کې مې ځوان ورور ووژل شو، خور او د خور درې اولادونه مې سخت ټپیان شول. د غرمې دوولس بجې وې چې خبر شوم هغه ۳۰۴ ډوله مساپر وړونکي موټر ټکر کړی چې زما د کورنۍ غړي له کابل څخه هلمند ته پکې راتله، موټر د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سیمه کې له بل موټر سره ټکر کړی و، دواړو موترو کې ډېر کسان وژل شوي وو، هغه ورځ مې د ځوان ورور جسد د کندهار له میرویس روغتون څخه تسلیم کړ او هغه غم مو ټوله کورنۍ تر اوسه زهیروي.»
دا یوازې د عبدالتواب کیسه نه ده، چې د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکي د بې غورۍ له امله یې خلک د غم پر ټغر کښېنولي، بلکې لسګونه نورې دغسې غمجنې او خونړۍ پېښې هره ورځ د دې سړک په اوږدو کې تکراریږي.
د سړک د خرابۍ او د مزل د اوږدېدو له امله د سپرلۍ او باري موټرو کرایې هم لوړې دي.
سوداګر وايي، طالبانو د لوړو مالیاتو تر څنګ اوس ټرانسپورټي کرایې هم لوړې کړې دي.
محمد طاهر وايي:« کرایې ډېرې لوړې دي ځکه ټرانسپورټي شرکتونه موږ ته وايي، چې سړک ډېر خراب دی او دوی د یوه ساعت لاره په درېيو ساعتونو پرې کوي.»
بل خوا ټرانسپورټي شرکتونه هم د لارو له خرابوالي شکایت کوي او وايي:« زموږ هر موټر د ملیونونو افغانیو بیه لري؛ خو د سړک خرابولي له امله اوس سخت زیانمن شوي یو، د افغانستان د شمال لوري د سړکونو پرتله د سویلي سیمو سړکونه ډېر خراب دي او موږ اړ یو، چې د مساپرو د لېږد لپاره پر دغه سړک زاړه موترونه وکاروو؛ خو مساپر راسره سخت جنجال کوي.»
خو طالب چارواکي وايي، دمګړې د کندهار ـ کابل سړک د رغېدو چارې په چټکۍ روانې دي.
څو ورځې وړاندې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح رسنیو ته ویلي و، له غزني تر کندهاره د لارې جوړول په اوو برخو وېشل شوي او د اوو بېلابېلو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.
نوموړی وایي:« په تېر یوه کال کې له کابله تر کندهاره، له کندهاره تر ارزګانه، د کندهار د معروف او ارغستان تر منځ سړک، او د شمالي او سویلي سالنګ د سړکونو د رغېدو تړونونه يې له رغنیزو شرکتونو سره لاسلیک کړي او د ټولو پروژو کار روان دی.»
خو د طالبانو پر ژمنو ګڼ افغانان بې باوره شوي او وايي، طالبانو د کابل ـ کندهار سړک د رغېدو پروژه په نږدې دوو کلونو کې دوه ځله پرانېستهو خو لا هم د دغه سړک ډېره برخه ویجاړه پرته ده.

د بریتانیا د سېنټ جورج پوهنتون په روغتون کې یو تبلیغي ملا سلیمان غني له امیرخان متقي سره لیدلي، چې دغې لیدنې نیوکې راپارولي. د دغه روغتون مسوولانو ویلي: «د سلیمان غني او امیرخان متقي له لیدو خبر نه وو او په دې اړه به له هغه سره خبرې وکړو.»
د روغتون مسوولانو زیاته کړې: « موږ غواړو، چې له سلیمان غني سره وګورو، چې د دغه سفر پر لاملونو او احتمالي پایلو یې ځان پوه کړو.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د زمري پر اوومه خبر ورکړی و، چې امیرخان متقي د بریتانیا له یوشمېر دیني عالمانو سره لیدلي دي.
د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د برېتانیا د روغتیایي سازمان کارکوونکي لیدنه چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي د دې لامل شوه، چې د دغه سازمان مسوولان یې په اړه غبرګون وښیي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د سېنټ جورج روغتون مسوولانو ویلي، چې سلیمان غني ویلي وو د رخصتۍ لپاره افغانستان ته ځي.
هغه دا هم ویلي و، چې د بشردوستانه ماموریت په اډانه کې او د اړینو مرستو د وړاندې کولو په موخه افغانستان ته سفر کوي.
دغه ملا امام په دې سفر کې د امیرخان متقي او نورو طالب چارواکو لیدو ته تللی.
د طالبانو د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د عدلیې وزیر سره د دغې ډلې د مسلمانو ملایانو د ناستې په اړه لیکلي دي:« دغه عالمانو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه خپله خوښي څرګنده کړه او ویلي یې دي، هغه څه یې چې له بهره د افغانستان په اړه اورېدلي له هغه څه سره چې دلته یې ولیدل خورا ډېر توپیر لري.»
سلیمان غني د بریتانیا یو پېژندل شوی ملا او تبلیغي دی، چې د خپلو افراطي عقیدو له کبله د بریتانیا د سیاستوالو له نیوکو سره مخامخ دی.
د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ډېویډ کامرون او د هغه دفاع وزیر مایکل فالون سلیمان غني د داعش په ملاتړ تورن کړی و. خو ښاغلي فالون وروسته له غني بخښنه هم وغوښتله.
غني پر دې هم تورن دی، چې ښځې تابع او فرمان منونکې بیانوي او د همجنسبازانو پر ضد خبرې کوي.

د شهباز شریف له غوښتنې وروسته، د پاکستان ولسمشر عارف علوي تېره شپه د پارلمان له منحلولو سره هوکړه وکړه. له دې سره به د مسلم ليګ (ن) او د خلکو ګوید یا پیپل پارټۍ په ګډون ایتلافي حكومت ته د پاى ټكى كېښودل شو او ډېر ژر به د دغه هېواد چارې سرپرست حكومت ته وسپارل شي.
اوس د پاکستان لومړی وزیر او د اپوزیسیون مشر شهباز شریف درې ورځې وخت لري، چې د لنډمهالي لومړي وزیر د ټاکلو په اړه پرېکړه وکړي.
که دوی هوکړه ونه کړي، د پارلمان د مشر په څار یوه کمیټه به د لنډمهالي لومړي وزیر د ټاکلو پرېکړه وکړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، شهباز شریف ویلي نن پنجشنبه به د موقت لومړي وزیر د ټاکلو په اړه د اپوزیسیون له مشر راجه ریاض سره وګوري.
تمه ده چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې ملي پارلماني ټاکنې ترسره شي.
د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تر څنډې کېدو وروسته واک ته د پخوانیو ګوندونو په توګه د مسلم ليګ (ن) او خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ د بېرته راتګ لپاره فضا نوره هم غوړېدلې ده.