• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ولسمشر د پارلمان له منحلولو سره هوکړه وکړه

۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۲۳:۱۲ GMT+۱

د شهباز شریف له غوښتنې وروسته، د پاکستان ولسمشر عارف علوي تېره شپه د پارلمان له منحلولو سره هوکړه وکړه. له دې سره به د مسلم ليګ (ن) او د خلکو ګوید یا پیپل پارټۍ په ګډون ایتلافي حكومت ته د پاى ټكى كېښودل شو او ډېر ژر به د دغه هېواد چارې سرپرست حكومت ته وسپارل شي.

اوس د پاکستان لومړی وزیر او د اپوزیسیون مشر شهباز شریف درې ورځې وخت لري، چې د لنډمهالي لومړي وزیر د ټاکلو په اړه پرېکړه وکړي.

که دوی هوکړه ونه کړي، د پارلمان د مشر په څار یوه کمیټه به د لنډمهالي لومړي وزیر د ټاکلو پرېکړه وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، شهباز شریف ویلي نن پنجشنبه به د موقت لومړي وزیر د ټاکلو په اړه د اپوزیسیون له مشر راجه ریاض سره وګوري.

تمه ده چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې ملي پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تر څنډې کېدو وروسته واک ته د پخوانیو ګوندونو په توګه د مسلم ليګ (ن) او خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ د بېرته راتګ لپاره فضا نوره هم غوړېدلې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د مدیتراني په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۴۱ تنه مړه شوي دي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۱ GMT+۱

انسا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د یوې ډوبې شوې کښتۍ د ژغورل شویو کډوالو په حواله خبر ورکړی، چې د دوی ۴۱ ملګري د ایټالیا د لامپډوسای ټاپو ته نژدې ډوب شوي دي.

هغو څلورو تنو چې له دې پېښې ژوندي پاتي دي، ژغورونکو ته ویلي، په قربانیانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د عاج او ګینې له ساحل څخه ژغورل شوي کسان چې درې نارینه او یوه ښځه پکې شامل دي، وایي چې دوی د کارګو کښتۍ لخوا ژغورل شوي او د ایټالیا د ساحل ساتونکو کښتۍ ته لېږدول شوي دي.

تر دې مخکې د ایټالیا ساحلي ساتونکو د دغه هېواد په اوبو کې د دوه کوچنیو کښتیو د ډوبېدو خبر ورکړی و.

ساحلي ساتونکو وویل، چې دوی د دوو ډوبو شویو کښتیو ۵۷ تنه ژغورلي او په اوبو کې یې درې مړي هم موندلي دي.

د رسنیو د راپور له مخې، له ډوبو شویو کښتیو څخه یې یوه د تېرې پنجشنبې په شپه د تونس له صفاقس څخه ایټالیا ته روانه وه.

د تونس چارواکو د دوشنبې په ورځ ( د زمري ۱۶مه) ویلي وو، چې دوی صفاقس ته نژدې په یوه ډوبه شوې کښتۍ کې ۱۱ مړي موندلي دي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د تازه شمېرو له مخې سږ کال شاوخوا ۹۳ زره او ۷۰۰ کسان د بحر له لارې اروپا ته داخل شوي دي. دا شمېر تېر کال دا مهال ۴۴ زه او ۷۰۰ تنه و.

د انډونیزیا د ښکلا ملکې دغوراوي پروګرام ځینې نوماندانې: پروګرام جوړوونکو جنسي ځورولې یو

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۵ GMT+۱

په انډونیزیا کې د ښکلا ملکې د غوراوي پروګرام څو تنو برخه اخیستونکو پولیسو ته شکایت کړی او د یاد پروګرام پر جوړوونکو یې د جنسي ځورونې تور لګولی دی.

د انډونیزیا د ښکلا ملکې د غوراوي په پروګرام کې د څو تنو برخه اخیستونکو وکیلې د سه شنبې په ورځ (د اګست اتمه) وویل، چې د دې سیالیو څو تنو ګډونوالو پولیسو ته د یاد پروګرام له جوړوونکو د جنسي ځورونې شکایت کړی.

پولیسو هم دا تایید کړې، چې د سیالۍ کوونکو لخوا شکایت شوی او په اړه یې پلټنه روانه ده.

په انډونیزیا کې د ښکلا ملکې غوراوي سیالي د جولای له ۲۹ مې نېټې څخه د اګسټ تر میاشتې په پلازمینه جکارتا کې ترسره شوه.

د دې پروګرام جوړوونکو له ۵ تنو ګدونوالو وغوښتل چې د فزیکي معاینې لپاره دې خپلې جامې وباسي چې په یاده خونه کې نارینه هم وو.

د رویټرز د خبر له مخې، د دوی وکیلې میلیسا انګریني ویلي، چې له پنځو کډونوالو څخه عکسونه هم اخیستل شوي او په دې سیالیو کې داسې پلټنو ته اړتیا نشته.

هغه زیاتوي، چې شپږ تنو کاندیدانو شکایتونه کړي.

په انډونیزیا کې د ښکلا ملکې د غوراوي ادارې د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوی له دې تورونو څخه خبر دي او په اړه به یې جدي پلټنې وکړي.

د ښکلا ملکې د غواراوي ادارې ویلي، چې تر ټولو مهم لومړیتوب یې د میرمنو لپاره د یوه خوندي ځای برابرول دي.

ځینو شکایت کوونکو د دوشنبې په ماښام په یوه خبري غونډه کې ویناوې وکړې، خو سیمه ییزو تلویزیونونو د دوی د هویت پټولو لپاره د هغوی مخونه ونه ښودل.

د انډونیزیا د قانون له مخې د جنسي ځورونې سزا تر ۱۵ کالونو بند دی.

په انډونیزیا کې مذهبي ډلو، چې د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی مسلمان هېواد دی، په تېرو کلونو کې د ښکلا پر سیالیو اعتراض کړی دی.

له اوه کلن ځنډ وروسته په تهران کې د سعودي عربستان سفارت بیا پرانیستل شو

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وايي، چې له اوه کلن ځنډ وروسته په تهران کې د سعودي عربستان سفارت بېرته پرانیستل شو.

ایرنا نن چهارشنبه (د زمري ۱۸مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي په حواله راپور ورکړی، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په تهران کې د سعودي عربستان سفارت بېرته په فعالیت پیل وکړ.

د روان کال په فیبروري میاشت کې د چین په منځګړتوب ایران او سعودي عربستان تر منځ په بېجینګ کې د ډېپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په موخه مذاکرات وکړل او په مارچ میاشت کې د همدغو مذاکراتو پر بنسټ یو درې اړخیز تفاهم د ایران، سعودي عربستان او چین تر منځ لاسلیک شو.

د یاد درې اړخیز تفاهم په اساس د جون په شپږمه نېټه ایران په جده، ریاض او د اسلامي همکاریو په سازمان کې خپلې سیاسي نماینده ګۍ پرانیستې.

د همدغه تفاهم په دوام سعودي عربستان هم خپل سفارت په تهران کې پرانیست.

په ۲۰۱۶ کال کې د سعودي عربستان د یوه شیعه عالم د اعدامولو پرېکړه وکړه او په غبرګون یې ایران له سعودي عربستان سره ډېپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

د بېجینګ په سیلابونو کې ۳۳ تنه مړه شوي او ۱۸ نور ورک دي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۱

چینايي رسنیو خبر ورکړی، چې د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د وروستیو بارانونو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۱۸ نور ورک دي.

د چارشنبې ورځ ( د زمري ۱۸مه) د رسمي راپورونو له مخې، په بېجینګ کې د وروستيو سختو بارانو او سیلاب له امله د مړو شمېره ۳۳ تنو ته ورسېده او ۱۸ نور لا درکه دي.

د بېجینګ چارواکي وايي، ښايي د مړو شمېره لا لوړه شي.

دغه کم ساري ورښت د چین پلازمینه بېجینګ کې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې او د ښار یو شمېر سیمې سیلابونو لاندې کړې دي.

د اسوشیتډ پریس د راپور له مخې د چین په جنوب لویدیځ سېچوان کې هم سیلابونو ګڼې ودانۍ لاندې کړې او اوه کسان د سیلابونو له امله مړه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د تلفاتو او ویجاړیو د تېرې اونۍ راپور ته په کتو دا اونۍ په تلفاتو او ویجاړیو کې درې برابره زیاتوالی لیدل کیږي.

له دې وړاندې د چین په شمال کې د سیلابونو او بارانونو له امله نېږدې ۱۴۷ کسان مړه او ورک وو.

له تېرې میاشتې راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هوا د بدلون له امله ګڼې طبعي پېښې رامنځته شوې دي.

کابل کې د ایران سفیر: امریکا غواړي د افغانستان بې ثباتي دوام وکړي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي وايي؛ امریکا غواړي چې په افغانستان کې بې ثباتي دوام وکړي او دغه سیمه د ګاونډیانو لپاره په یوه حساسه سیمه بدله کړي.

نوموړي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي له نورو هېوادونو سره د افغانستان د تعامل مخه ډب کړي.

قُمي زیاتوي؛ امریکا د طالبانو یو شمېر مشران په تور لېست کې اچولي او هم د افغانستان د کنګل شویو پېسو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

د نوموړي په خبره؛ امريکا نه غواړي په افغانستان کې ثبات او امنیت راشي؛ ځکه ویره لري چې يو باثباته افغانستان به د چين په څېر د هغو هېوادونو پانګونه راجلب کړي چې امريکا ورسره په جدي سيالۍ کې ده.

قُمي د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه؛ د کابل واکمنان باید وهڅول شي چې په سیمه ییزې همکارۍ کې همغږي شي.

په کابل کې د ایران سفیر د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې غونډې ته په اشارې وویل، چې په افغانستان کې د تروريزم په اړه د ګاونډيو هېوادونو د اندېښنو په پام کې نيولو سره ايران او پاکستان کولاى شي؛ له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوی چې نړۍواله ټولنه باید سیمه ییزو علایقو ته په کتو له طالبانو سره تعامل وکړي.

کاظمي قُمي امنيتي مسايلو ته په اشارې سره وويل؛ دښمنان د نشه يي توکو د قاچاق او تروريزم په څېر د جرمونو په ترسره کولو او د ايران او افغانستان ترمنځ د اوږدې پولې په کارولو سره د ناامنۍ د رامنځته کولو په لټه کې دي.

دا چې دا دښمنان څوک دي؟ په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ایران سفیر زیاتوي، چې اوس مهال افغانستان د ترهګرۍ او ګڼو ستونزو سره مخ دی او امریکا د داعش ډلې پر ځای د افغانستان هغه ځانګړي ځواکونه چې د دوی له خوا روزل شوي وو، په افغانستان کې ځای پر ځای کړي.

قُمي وايي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان سره منظمې مشورې روانې دي.

د یادونې وړ ده؛ له دې مخکې هم د ایران سفیر ورته څرګندونې کړې وې او امریکا یې په افغانستان کې د بې ثباتۍ ذمه واره بللې وه.