د طالبانو رییس الوزرا د ملي رادیو تلوېزون پخوانی مشر د بدني روزنې د رییس په توګه وټاکه

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن د یوه حکم پر اساس احمدالله وثیق د بدني روزنې لوی رییس ټاکلی دی. احمدالله وثیق له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون ویاند او د ملي راډیو ټلویزیون د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.