• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د زندانونو د تنظیم اداره وايي، ۱۶ بهرنیان ور سره بندیان دي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکي وایي، د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ بهرنیان د افغانستان په جېلونو کې بندیان دي. دوی د شنبې په ورځ «ملت ته د حکومت حساب ور کول» پروګرام کې دا خبره وکړه، خو د بهرنیو بندیانو د هویت په هکله یې څه ونه ویل.

د ځینې پخوانیو راپورونو له مخې، په بهرنیو بندیانو کې ځینې د امریکا او بریتانیا وګړي هم دي.

د امریکايي بندیانو خوشي کېدل د جولای په وروستیو کې په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د امریکايي پلاوي د خبرو برخه وه.

د ټام وېسټ او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو وغوښتل چې دا بندیان « بې شرطه او سملاسي» خوشي کړي.

معلومه نه ده چې څو امریکايي وګړي له طالبانو سره بندیان دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېر اپرېل کې وویل، چې ۱۷۵ وګړي یې په افغانستان کې پاتې دي.

د نوموړي په خبره، له دوی ځینې د افغان حکومت تر پرځېدو وروسته افغانستان ته تللي دي.

د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې هم تېر اپرېل وویل، چې درې بریتانویان له طالبانو سره بندیان دي.

د باختر اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د جېلونو د تنظیم ادارې چارواکي وایي، چې زندانونو کې یې د بندیانو د وهلو مخه نیولې ده.

د دې ادارې په خبره، په ایران کې په اعدام ۲۵۰ افغانانو حکم یې بند ته اړولی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ او مقاومت جبهې په بغلان کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو طالبان یې ردوي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ او مقاومت جبهو په نوم د طالبانو مخالفې وسلوالې ډلې، د بغلان په مرکز پلخمري ښار او د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې دې ډلې ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. خو په بغلان کې د طالبانو ځايي چارواکي د دې دواړو جبهو دا ادعاوې ردوي.

د افغانستان ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله ډله وايي، د پلخمري ښار په پل معدن سیمه کې یې بېګا د طالبانو پر ګارنېزیون په برید کې دوه طالبان وژلي او څلور یې ټپیان کړي دي.

دې ډلې څو ویډیووې هم نشر کړې چې په تیاره کې چاودنې ښيي، خو ځای یې نه مشخص کېږي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو بله مخالفه وسلواله ډله هم وايي، چې د بغلان په خوست کې یې د طالبانو پر قرارګاه برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

دې جبهې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ښودلی.

خپلواکو سرچینو د دې دواړو جبهو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.

په بغلان کې د طالبانو اطلاعات او فرهنګ ریاست هم دا ادعاوې ردوي او وايي، دې ورځو کې د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې کومه امنیتی پېښه نه ده شوې.

ایرانی چارواکی: سږکال مو ۲۲۴ زره بې قانونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي یو امنیتي چارواکی مجید شجاع وایي، په روان لمریز کال کې یې دوه لکه ۲۴ زره بې قانونه افغانان له دغه هېواد اېستلي دي. ښاغلی شجاع وايي، افغانستان ته د بې قانونه کډوالو د ستنولو دا شمېر د تېر کال تر ورته مودې ۱۵ سلنه ډېر دی.

د خراسان رضوي دغه سرحدي قومندان وايي، دا افغانان له اسلام کلا سره پر پوله د تایباد له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.

نوموړي له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، تېرو پنځو میاشتو کې یې تر ۳۰ زرو هغه کسان هم نیولي چې د ایران له سرحدي ولایتونو یې دغه هېواد ته د ننوتلو هڅه کوله.

خراسان رضوي ولایت له افغانستان سره ۳۰۲ او له ترکمنستان سره ۵۲۱ کیلومتره ګډه پوله لري.

زلمی خلیلزاد: د طالبانو د حکومت راتلونکی لاهم څپ څپانده او ناروښانه دی

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۳ GMT+۱

زلمي خلیلزاد د افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې چې بشپړه هغه به یې د زمري په ۲۵مه نېټه خپره شي ویلي:« که په افغانستان کې پر یو تړون هوکړه ونه شي، نو ورسره به د افغانستان راتلونکی د پوښتنې سره مخامخ شي.»

دلته پوښتنه دا پيدا کېږي، چې که دغسې هوکړه نه کېږي نو پایلې به یې د افغانستان د راتلونکې لپاره څه وي؟ هغه مهال به افغانستان د څه وړ برخلیک سره مخامخېږي؟
تر دغه ځایه د خلیل زاد له لیدلوري څو ټکي جوتیږي، لومړی دا چې طالبان د یوه پاییدونکي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي، او اوسنی حکومت یې څپ څپانده دی؛ ځکه هغه وایي، چې د افغانسنان د خلکو له هوکړې وروسته دې حکومت جوړ شي.
دویمه خبره دا چې د راتلونکو ګامونو په اړه چې ښاغلی خلیلزاد یې یادونه کوي هغه د هغه مشروع حکومت جوړښت دی، چې د افغانستان د خلکو له سلا مشورو وروسته جوړېدای شي، که دا د دودېزې لویې جرګې، ټاکنو او یا هم د ټولپوښتنې له لارې شونې وي. چې هم افغان ولس او هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.
دریمه خبره دا چې که طالبان دغو خبرو ته چې ښاغلی خلیلزاد یې یادونه کوي غاړه نه ږدي، نو سیاسي ګوندونه، قامونه، نورې افغانې ښکېلې غاړې او ان سیمه ییز قدرتونه چې دغلته یې ګټې خوندي دي، لاس تر زنې به نه پاتې کېږي.
سر له همدا اوسه داسې مخالفتونه په راټوکېدو دي چې وايي، واک یوازې یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې، یو قام، یو ګوند او یو توکم ولکه کړی دی.

د تاجکستان له مخالفته پرته چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړ، خو نن سبا د ایران د اسلامي جمهوریت له اړخه هم د مخالفت غږونه اوچتیږي.

همدا نن د هم میهن ورځپاڼې د ایران او طالبانو ترمنځ د شوي تعامل په اړه لیکلي:«ایران دې د طالبانو لخوا ګواښ جدي وګڼي.»
له ایران پرته د روسيې کارپوهانو ژبه او ادبیات هم د طالبانو پر وړاندې مخ په تندېدو دي، او د دغو هېوادونو د دریځونو سختوالی به نورې طالب ضد ټلوالې لکه د افغانستان د ازادۍ او مقاومت جبهې پياوړې او افغانستان به یو ځلې بیا د اخ و‌‌‌‌‌‌ډب پر ‌‌‌‌‌‌ډګر بدل کړي.
له دې امله د خلیلزاد خبرداری او له واکمنې اوضاع څخه د هغه ارزونه چې په خبره یې لا پای ته نه ده رسېدلې او د هغه د څو لسیزو ماموریت ته په کتو، امریکا به د نوموړي خبرې له پامه و نه غورځوي، او تجربو ته په کتو هره پلا چې د افغانستان موضوع د کړکېچ پر لورې کږه شوې نو امریکا سملاسي له خلیلزاده د مرستې غوښتنه کړې ده.

هم میهن ورځپاڼه: که طالبان حقابه ورنه کړي، ښایي ایران پوځي ګام پورته کړي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۳۹ GMT+۱

په ایران کې هم میهن ورځپاڼې د روان کال د اوبو بحران جدي بللی او لیکلي یې دي، چې ایراني چارواکو طالبانو ته ګواښ کړی، که دوی ته حقابه ورنکړل شي نو ښایي پوځي اقدام وکړي؛ خو له بلې خوا طالبان د مقابلې لپاره د خپلو ځانمرګو ځواکونو خبره کوي.

دغې ورځپاڼې طالبان د ایران لپاره یو ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی، چي باید ورته جدي پاملرنه وشي.

د دې ورځپاڼې په وینا: «د اصلي سیمه ییز خوځښت» او د « متفاوت طالب » په څېر کلمې بې بنسټه او د نه منلو دي.

تر دې وړاندې د ایران د پارلمان غړي احمد نادري هم طالبان د پښتون ولس پر بنسټ «د سیمې یو له اصلي خوځښتونو» څخه ګڼلي او ویلي وو:« له طالبانو سره همکاري کولای شي په افغاني ټولنه کې د ټیکاو د پراخېدو او د داعش ډلو په څېر د نفوذ مخه ونیسي.»

د هم میهن لیکوال وايي، ایراني چارواکي باید طالبانو ته د ۱۳۷۷ کال پرتله په بل ډول وګوري؛ ځکه له افغانستان څخه د امریکا له وتو وروسته ډېرې وسلې پاتې شوې دي.

دغه لیکنه چې د شنبې په ورځ د (زمري ۲۱مه) خپره شوې، پکې راغلي:«په افغانستان کې داسې حکومت واک ته رسېدلی، چې کولای شي ایران له سترې امنیتي ننګونې سره مخامخ کړي.»

لیکوال ټینګار کړی:« نور په پنجشیر کې شهید احمدشاه مسعود نشته، چې د اړتیا په وخت کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.»

ایراني رسنۍ: د سرحدي دیوال په جوړولو کې مو تېروتنه کړې، د ایران اړوند ځمکه مو له لاسه ووته

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۵۷ GMT+۱

انتخاب ایراني رسنۍ د يوه افغانستان پېژندونکي په حواله لیکلي، چې په زابل کې یې د سرحدي دیوال په جوړولو کې تېروتنه کړې. دغه کارپوه دعوه کړې، چې طالبان اوس دغه دیوال د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله ګڼي او «ځمکه یې ولکه کړې ده.»

د انتخاب په نامه دغه ایراني رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۹ مه) د افغانستان د چارو د یوه کارپوه پير محمد ملازهي له قوله لیکلي: «موږ په زابل کې د دیوال په جوړولو کې تېروتنه وکړه او د ایران د خلکو ‌‌‌‌‌‌ډېرې کرنیزې ځمکې د دیوال بلې غاړې ته پاتې شوې او طالبان په دې باور دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله همدغه دیوال دی.»

ښاغلی ملا زهي وایي: «طالبان ایراني کرونده ګرو ته اجازه نه ورکوي، چې هلته کرکیله وکړي او ځمکې یې ولکه کړې دي.»

دغه کارپوه ټينګار کوي چې : «موږ که دیوال جوړولو نو باید د پولې پر سر مو جوړ کړی وای. په دې معنا چې اوس د ایران خاورې یوه برخه د طالبانو لاس ته ورغلې.»

له دې وړاندې د زابل یوه استازي حبیب الله‌ دهمره، هم ویلي و: «د سیستان زرګونه هکټاره ځمکه د سرحدي دیوال پورې غاړه پاتې شوې».

تر اوسه طالبانو دغو څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی.
په تېرو دوو کالو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، څو ځلې د ایراني ځواکونو او طالبانو تر منځ په لویديځه پوله کې اخ و ‌‌‌‌‌‌ډب پېښ شوی دی.
سږ کال د غبرګولي په میاشت کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ وروستی تاوتریخوالی د یران له زابل سره پر پوله د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې پېښ شو، چې له امله یې دوه ایراني پوله ساتونکي او یو طالب وژل شوی و.