• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني رسنۍ: د سرحدي دیوال په جوړولو کې مو تېروتنه کړې، د ایران اړوند ځمکه مو له لاسه ووته

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۱

انتخاب ایراني رسنۍ د يوه افغانستان پېژندونکي په حواله لیکلي، چې په زابل کې یې د سرحدي دیوال په جوړولو کې تېروتنه کړې. دغه کارپوه دعوه کړې، چې طالبان اوس دغه دیوال د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله ګڼي او «ځمکه یې ولکه کړې ده.»

د انتخاب په نامه دغه ایراني رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۹ مه) د افغانستان د چارو د یوه کارپوه پير محمد ملازهي له قوله لیکلي: «موږ په زابل کې د دیوال په جوړولو کې تېروتنه وکړه او د ایران د خلکو ‌‌‌‌‌‌ډېرې کرنیزې ځمکې د دیوال بلې غاړې ته پاتې شوې او طالبان په دې باور دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله همدغه دیوال دی.»

ښاغلی ملا زهي وایي: «طالبان ایراني کرونده ګرو ته اجازه نه ورکوي، چې هلته کرکیله وکړي او ځمکې یې ولکه کړې دي.»

دغه کارپوه ټينګار کوي چې : «موږ که دیوال جوړولو نو باید د پولې پر سر مو جوړ کړی وای. په دې معنا چې اوس د ایران خاورې یوه برخه د طالبانو لاس ته ورغلې.»

له دې وړاندې د زابل یوه استازي حبیب الله‌ دهمره، هم ویلي و: «د سیستان زرګونه هکټاره ځمکه د سرحدي دیوال پورې غاړه پاتې شوې».

تر اوسه طالبانو دغو څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی.
په تېرو دوو کالو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، څو ځلې د ایراني ځواکونو او طالبانو تر منځ په لویديځه پوله کې اخ و ‌‌‌‌‌‌ډب پېښ شوی دی.
سږ کال د غبرګولي په میاشت کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ وروستی تاوتریخوالی د یران له زابل سره پر پوله د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې پېښ شو، چې له امله یې دوه ایراني پوله ساتونکي او یو طالب وژل شوی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جمعیت اسلامي ګوند: خلیلزاد طالبانو ته د افغانستان د سپارلو یو له مهمو عناصرو دی

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۱ GMT+۱

د افغانستان د جمیعت اسلامي ګوند چې مهمې څېرې یې له هېواده بهر دي، د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته چې له افغانستان انټرنشنل سره یې په مرکه کې کړې وې، توند غبرګون ښودلی او هغه یې«(طالبانو ته د افغانستان د سپارلو یو مهم عنصر» بللی دی.

خلیلزاد په دې ورستیو کې د طالبانو له مخالفو مشرانو غوښتي، چې کابل ته ورشي او له طالبانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې کابل ته د طالبانو د مخالفو مشرانو پر سفر او له طالبانو سره د اساسي قانون او د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو خبرې کړې دي، چې د هغه له نظره دا تر ټولو اغیزمنه لاره ده.

پر همدغه مهال د جمعیت اسلامي د برهان الدین رباني څانګه چې د طالبانو دودیزه مخالفه ‌‌‌‌‌‌ډله ګنل کېږي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت د خلیلزاد او د هغه د بادارنو د چل ول محصول دی.

دغه ګوند د جمعې په ورځ د ( زمري ۲۰مه) پر ټویټر پانه لیکلي، چې خلیلزاد په افغانستان کې د ټولو شواهدو او حقایقو برعکس هڅه کوي چې نړۍ ته د «طالبانو د بدلون» درواغجن داستان وړاندې کړي.

همدارنګه د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند ویلي، چې زلمي خلیلزاد او بادارنو یې د افغانستان د سیاسي برخلیک په اړه اخلاقي او نړیوالو اصولو ته له پام پرته معامله کړې ده.

د یاد ګوند په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: « خلګ په دغه خیانت پوه شوي او پوهېږي، چې د دوی په حق کې خیانت شوی دی.»

د دوحې په مذاکراتو کې د امریکا پخواني استازي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، لاهم وختي دی چې د طالبانو د فعالیت په اړه کومې پایلې ته ورسېږو.

نوموړي د طالبانو د منفي او مثبتو کړنو په اړه داسې ویلي: (د تېر پرتله اوس د افغانانو وژنه کمه شوې، خلک له جګړو ستړي شوي او امریکا هم د افغانانو له وژلو ستړې شوې وه.»

د یما سیاوش کورنۍ د هغه د قبر ړنګېدو په تړاو غبرګون ښودلی

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۶ GMT+۱

په افغانستان کې د یوه خصوصي ټلویزیون نوم وتی کوربه یما سیاوش چې د ۱۳۹۹ کال د لړم په میاشت کې ترور شوی و، د قبر د ویجاړېدو د انځورونو تر خپرېدو وروسته یې کورنۍ د یادې پېښې په اړه غبرګون ښودلی دی.

د یما سیاوش ورور بکتاش سیاوش وایې، د یما سیاوش یاد ګار د هغه قبر نه دی، بلکې د ازادۍ او برابرۍ لپاره یو نوم او یو باور دی.

د افغانستان د ولسي جرګې دغه پخواني غړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: «د شهید یما نوم د زړورتیا، غیرت او جر‌ائت یو یاد دی، چي په دغسې کړنو سره له منځه نه ځي.»

همدارنګه د یما سیاوش پلار داوود سیاوش په یوه ټویټ کې لیکلي:« د یما سیاوش د قبر له ویجاوړلو وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې دغه پېښه نور اړخونه هم لري.»

د ښاغلي سیاوش په وینا:« طالبانو چې پرون یې په قضیه کې لاس لرل رد کړي و، نن ان د خپل ارګ په څو مترۍ کې د شهید د قبر د ډبرې د لیدلو زغم هم نه لري.»

افغانستان انټرنشنل دوه ورځې وړاندې داسې ویډیوګانې خپرې کړې وې، چې پکې د کابل په بي بي مهرو غونډۍ کې د طلوع نیوز د خپرونو د پخواني کوربه یما سیاوش قبر ړنګ شوی و.

یما سیاوش په افغانستان کې یو نوم وتی خبریال او د خپرونو وتلی کوربه و، نوموړی د (۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۷مه) د شنبې په ورځ د کابل په مکروریانو کې له خپلو دوو نورو همکارانو سره په موټر کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ووژل شو.

کابل ته د طالبانو تر ننوتلو وړاندې، په کابل او د افغانستان په لویو ښارونو کې د هدفې وژنو پراخې څپې روانې وې، چې تر ډېره خبریالان، ښځینه فعالانې، د بشري حقونو فعالان او په ټولنه کې اغیزمن شخصیونه پکې وژل کېده.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د دغو بریدونو پړه پرغاړه نه ده اخیستې، خو د دې ډلې غړو کابل ته له رسېدو وروسته په تلویزیوني مرکو کې په کابل او نورو ښارونو کې په موټرونو کې پر بمي جاودنو اعتراف کړی دی.

امریکایي قانون جوړوونکو له فیفا غوښتي، افغان ښځينه فوټبال ‌‌‌‌‌‌لوبډله دې په رسمیت وپېژني

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د امریکا د قانون جوړونکو یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې په یوه لیک کې د فیفا له نړیوال بنسټه غوښتي، چې د افغانستان د تبعید شویو ښځينه فوټبال ‌‌‌‌‌‌لوبډله دې په رسمیت وپېژني. دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د طالبانو له واکمنېدو وروسته په استرالیا کې لوبېږي.

په تېرو دوو کالو کې طالبانو د افغان مېرمنو خپلواکي او حقونه محدود کړي، چې یو یې هم د نجونو پر زدکړو لګیدلي بندیزونه دي، چې د ملګرو ملتونو له نظره دغه شان کړه، وړه په بشري جنایتو کې راځي.


د قانون جوړونکو دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د امریکا جمهوري غوښتونکي او ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټان دواړه په کې برخه لري له فیفا غوښتي، چې افغان ښځينه لوبډلې (AWT) ته دې اجازه ورکړي چې د خپل هېواد د هغو مېرمنو استازیتوب وکړي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند تېروي.

د هغوی په باور د فیفا دغه ګام به د نړۍ ګوټ، ګوټ ته د نجونو او مېرمنو پيغام ولېږدوي.
د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې د جولای میاشتې په وروستیو کې په یوه لیک کې له فیفا غوښتي وو، چې هغوی دې د خپل هېواد د استازیو په توګه په رسمیت وپېژني.
دغه لیک داسې مهال خپرېږي، چې د ښځينه فوټبال نړیوال جام خپلو وروستیو اونیو ته نږدې شوی دی.

د نیو هیومنیټیرین: سلګونه زره افغانان په درېیم هېواد کې د بیا مېشتیدنې په تمه پاتې دي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د نیوهیومینیټرین ورځپاڼې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په اړه په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې د هغو افغانانو ژوند ته ځغلنده کتنه کړې، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بیا مېشتېدنې په تمه شپې ورځې تېروي.

دوی پخپل راپور کې وایي، واک ته د طالبانو له رسیدو دوه کاله وروسته، سلګونه زره افغانان چې د بیا مېشتیدنې ژمنې ورسره شوې وې، دوی په نويو کوربه هېوادونو کې له قانوني خنډونو سره مبازره کوي او یاهم په درېیمو هېوادونو کې د هغه لویدیځو هېوادونو په تمه پاتې دي، چې د خپلو افغان متحدینو د ژغورلو ژمنه یې کړې وه.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ او سېپټمبر میاشتو کې د ۱۲۴۰۰۰ ډېر افغانان له افغانستانه واېستل شول، خو ډېری يې په امریکا او اروپا کې د لنډ مهاله ویزو او محدودو شرایطو سره مبارزه کوي.

ډېری نور بیا په پاکستان، ایران، متحده اماراتو او افریقایي هېوادونو کې بند پاتې دي، د ویزو تر لاسه کولو لپاره نهیلې شوي دي او دوی په دوامداره توګه خپلو کیسونو ته په تمه دي، دوی له دې هم وېره لري چې له کوربه هېواده یې ونه شړي.

په داسي حال کې چې په افغانستنان کې د طالبانو په مشرۍ رژیم خپل درېیم کال پیلوي؛ خو د ښځو پر وړاندې د ټولنیزو، اقتصادي او د زده کړو د محدودیتونو ترڅنګ طالبان له بشري حقونو څخه د سرغړونې له مخ پر زیاتېدونکو تورونو سره مخامخ دي؛ خو بیا بلې خوا طالبان لویدځو هېوادونو ته خبرداری ورکوي، چې د مسلکي افغانانو د اېستلو له هڅو ډډه وکړي.

اوس مهال د افغانستان اقتصاد هم له ستونزو سره مخامخ دی، پرله پسې بانکي محدودیتونه او د بهرنیو مرستو کمښت د کورنیو او سیمه ییزو پانګوالو باور ګډوډ کړی چې له امله یې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې له ۷۰۰۰۰۰ څخه زیاتو کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.

پر دغو ستونزو سربېره د طبیعي پېښو لړۍ هم ور اضافه شوې، چې ملګرو ملتونو د نړۍ تر ټولو لوی بشري بحران په توګه تشریح کړې؛ خو سږکال یوازې ۲۳ سلنه مالي مرسته ورته ځانکړې شوې ده.

د دغو ستونزو سره لوی شمېر افغانانو اوس هم د هېواد پرېښودو ته دوام ورکړی، په کاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ډېری یې اروپا ته د تګ پر لارو پولو ته نږدې وژل شوي او قاچاق کوونکو د یاد بحران څخه ګټه پورته کړې ده.

لکه څنګه چې د افغانانو د خوندي او باثباته ژوند د جوړولو لپاره انتخابونه په کور دننه او بهر کې کمیږي، خو ( دې نیو هیومونیټیرین) د یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړي، چې د بیا مېشتیدنې په لټه کې دي؛ خو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې بند پاتې دي. له ابوظبي څخه تر پاکستانه، له امریکا څخه تر انګلستانه به موږ دا روښانه کړو چې دوی څنکه د خپلو ترینګلیو شرایطو سره ژوند تېروي.

په دغه راپور کې لیکل شوي، د تېر کال په سېپټمبر میاشت کې امریکا د هغو افغانانو د انتقال پروسه د لنډې مودې لپاره وځنډوله، چې د بیا مېشتیدنې پریکړې ته په تمه دي.

همدارنګه جرمني هم په هره میاشت کي د ۱۰۰۰ افغانانو د بیا مېشتیدنې پروګرام د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه او تر څنګ یې په انګلستان کې هم هغه افغانان چې د برېتانوي پوځیانو سره یې همکاري کړې وه، اوس د احتمالي بې کوره کېدو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

په نورو هېوادونو کې هم د افغانانو وضعیت ښه نه دی، له ۳۲۰۰ څخه ډېر افغانان اوس هم د البانیا په سیاحتي ځایونو کې د بیا مېشتیدنې ویزو ته په تمه دي او تر څنګ یې په متحده عربي اماراتو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغانان د بیا مېشتیدنې په تمه یوه کمپ کې بند پاتې دي، چې د دوی د دوسیو د پرمختک هیله هم نه لیدل کېږي.

۴۵ کلن فرید خپلواک یو له هغو کسانو دی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه د تخلیې په الوتکو کې ابوظبي ته ورسېده. هغه ډاډه و چې د پاتې کېدو موده به یې لنډه وي، خو نوموړی وايي:« په لومړیو میاشتو کې موږ په یو ناڅرګند حالت کې پاتې شو، موږ په کمپ کې سره یوځای شوي وو او پرته له دې چې پوه شو څوک په رېښتیا افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي او څوک نه دي.»

په کمپ کې له ۱۱ میاشتو وروسته، یو ځوان تېرکال د ځان وژنې هڅه وکړه او څو اونۍ وروسته بیا د اماراتو چارواکو د افغانستان د ستري محکمې د پخواني قاضي مړینه تایید کړه، هغه له یوه کال څخه ډېر وخت د بیا مېشتیدنې په انتظار په کمپ کې تېر کړ.

د متحده عربي اماراتو د کډوالو د کمپ په ګډون د نورو هېوادونو په کمپونو کې د افغان کډوالو دوه کاله ژوند عبث تېر شو، او د پی یو او پي دوه کیسونو درلودونکو راتلونکې لا هم روښانه نه ده.

په دغه راپور کې په پاکستان کې بند پاتې افغانانو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، او لیکل شوي چې هلته هم ګڼ شمېر افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

ازادۍ جبهه په کابل ښار کې د پنځو طالبانو د وژلو ادعا کوي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهه په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله ډله وايي، د کابل ښار په پل سرخ کې یې پنځه طالبان ووژل او دوه یې ټپیان کړل. محلي سرچینې هم وايي، د کابل په وخت ماښام په دغه سیمه کې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ازادۍ جبهې یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا عملیات د کابل ښار دریمه حوزه کې د ترهګرو طالبانو د غونډېدو پر ځای ۱۵ دقیقې روان و.»

دې ډلې ویلي چې خپلو وسلوالو ته یې زیان نه دی رسېدلی او د طالبانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو امکان شته.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

یوې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې وسلوالو دوه لاس بمونه د طالبانو پوستې ته ور واچول او په ځواب کې طالبانو هم ډزې وکړې.

دې سرچینې په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې له دې برید وروسته طالبان د پېښې له ځای چاپېرل شول.