دوی پخپل راپور کې وایي، واک ته د طالبانو له رسیدو دوه کاله وروسته، سلګونه زره افغانان چې د بیا مېشتیدنې ژمنې ورسره شوې وې، دوی په نويو کوربه هېوادونو کې له قانوني خنډونو سره مبازره کوي او یاهم په درېیمو هېوادونو کې د هغه لویدیځو هېوادونو په تمه پاتې دي، چې د خپلو افغان متحدینو د ژغورلو ژمنه یې کړې وه.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ او سېپټمبر میاشتو کې د ۱۲۴۰۰۰ ډېر افغانان له افغانستانه واېستل شول، خو ډېری يې په امریکا او اروپا کې د لنډ مهاله ویزو او محدودو شرایطو سره مبارزه کوي.
ډېری نور بیا په پاکستان، ایران، متحده اماراتو او افریقایي هېوادونو کې بند پاتې دي، د ویزو تر لاسه کولو لپاره نهیلې شوي دي او دوی په دوامداره توګه خپلو کیسونو ته په تمه دي، دوی له دې هم وېره لري چې له کوربه هېواده یې ونه شړي.
په داسي حال کې چې په افغانستنان کې د طالبانو په مشرۍ رژیم خپل درېیم کال پیلوي؛ خو د ښځو پر وړاندې د ټولنیزو، اقتصادي او د زده کړو د محدودیتونو ترڅنګ طالبان له بشري حقونو څخه د سرغړونې له مخ پر زیاتېدونکو تورونو سره مخامخ دي؛ خو بیا بلې خوا طالبان لویدځو هېوادونو ته خبرداری ورکوي، چې د مسلکي افغانانو د اېستلو له هڅو ډډه وکړي.
اوس مهال د افغانستان اقتصاد هم له ستونزو سره مخامخ دی، پرله پسې بانکي محدودیتونه او د بهرنیو مرستو کمښت د کورنیو او سیمه ییزو پانګوالو باور ګډوډ کړی چې له امله یې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې له ۷۰۰۰۰۰ څخه زیاتو کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.
پر دغو ستونزو سربېره د طبیعي پېښو لړۍ هم ور اضافه شوې، چې ملګرو ملتونو د نړۍ تر ټولو لوی بشري بحران په توګه تشریح کړې؛ خو سږکال یوازې ۲۳ سلنه مالي مرسته ورته ځانکړې شوې ده.
د دغو ستونزو سره لوی شمېر افغانانو اوس هم د هېواد پرېښودو ته دوام ورکړی، په کاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ډېری یې اروپا ته د تګ پر لارو پولو ته نږدې وژل شوي او قاچاق کوونکو د یاد بحران څخه ګټه پورته کړې ده.
لکه څنګه چې د افغانانو د خوندي او باثباته ژوند د جوړولو لپاره انتخابونه په کور دننه او بهر کې کمیږي، خو ( دې نیو هیومونیټیرین) د یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړي، چې د بیا مېشتیدنې په لټه کې دي؛ خو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې بند پاتې دي. له ابوظبي څخه تر پاکستانه، له امریکا څخه تر انګلستانه به موږ دا روښانه کړو چې دوی څنکه د خپلو ترینګلیو شرایطو سره ژوند تېروي.
په دغه راپور کې لیکل شوي، د تېر کال په سېپټمبر میاشت کې امریکا د هغو افغانانو د انتقال پروسه د لنډې مودې لپاره وځنډوله، چې د بیا مېشتیدنې پریکړې ته په تمه دي.
همدارنګه جرمني هم په هره میاشت کي د ۱۰۰۰ افغانانو د بیا مېشتیدنې پروګرام د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه او تر څنګ یې په انګلستان کې هم هغه افغانان چې د برېتانوي پوځیانو سره یې همکاري کړې وه، اوس د احتمالي بې کوره کېدو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
په نورو هېوادونو کې هم د افغانانو وضعیت ښه نه دی، له ۳۲۰۰ څخه ډېر افغانان اوس هم د البانیا په سیاحتي ځایونو کې د بیا مېشتیدنې ویزو ته په تمه دي او تر څنګ یې په متحده عربي اماراتو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغانان د بیا مېشتیدنې په تمه یوه کمپ کې بند پاتې دي، چې د دوی د دوسیو د پرمختک هیله هم نه لیدل کېږي.
۴۵ کلن فرید خپلواک یو له هغو کسانو دی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه د تخلیې په الوتکو کې ابوظبي ته ورسېده. هغه ډاډه و چې د پاتې کېدو موده به یې لنډه وي، خو نوموړی وايي:« په لومړیو میاشتو کې موږ په یو ناڅرګند حالت کې پاتې شو، موږ په کمپ کې سره یوځای شوي وو او پرته له دې چې پوه شو څوک په رېښتیا افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي او څوک نه دي.»
په کمپ کې له ۱۱ میاشتو وروسته، یو ځوان تېرکال د ځان وژنې هڅه وکړه او څو اونۍ وروسته بیا د اماراتو چارواکو د افغانستان د ستري محکمې د پخواني قاضي مړینه تایید کړه، هغه له یوه کال څخه ډېر وخت د بیا مېشتیدنې په انتظار په کمپ کې تېر کړ.
د متحده عربي اماراتو د کډوالو د کمپ په ګډون د نورو هېوادونو په کمپونو کې د افغان کډوالو دوه کاله ژوند عبث تېر شو، او د پی یو او پي دوه کیسونو درلودونکو راتلونکې لا هم روښانه نه ده.
په دغه راپور کې په پاکستان کې بند پاتې افغانانو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، او لیکل شوي چې هلته هم ګڼ شمېر افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.