• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیو هیومنیټیرین: سلګونه زره افغانان په درېیم هېواد کې د بیا مېشتیدنې په تمه پاتې دي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د نیوهیومینیټرین ورځپاڼې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په اړه په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې د هغو افغانانو ژوند ته ځغلنده کتنه کړې، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بیا مېشتېدنې په تمه شپې ورځې تېروي.

دوی پخپل راپور کې وایي، واک ته د طالبانو له رسیدو دوه کاله وروسته، سلګونه زره افغانان چې د بیا مېشتیدنې ژمنې ورسره شوې وې، دوی په نويو کوربه هېوادونو کې له قانوني خنډونو سره مبازره کوي او یاهم په درېیمو هېوادونو کې د هغه لویدیځو هېوادونو په تمه پاتې دي، چې د خپلو افغان متحدینو د ژغورلو ژمنه یې کړې وه.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ او سېپټمبر میاشتو کې د ۱۲۴۰۰۰ ډېر افغانان له افغانستانه واېستل شول، خو ډېری يې په امریکا او اروپا کې د لنډ مهاله ویزو او محدودو شرایطو سره مبارزه کوي.

ډېری نور بیا په پاکستان، ایران، متحده اماراتو او افریقایي هېوادونو کې بند پاتې دي، د ویزو تر لاسه کولو لپاره نهیلې شوي دي او دوی په دوامداره توګه خپلو کیسونو ته په تمه دي، دوی له دې هم وېره لري چې له کوربه هېواده یې ونه شړي.

په داسي حال کې چې په افغانستنان کې د طالبانو په مشرۍ رژیم خپل درېیم کال پیلوي؛ خو د ښځو پر وړاندې د ټولنیزو، اقتصادي او د زده کړو د محدودیتونو ترڅنګ طالبان له بشري حقونو څخه د سرغړونې له مخ پر زیاتېدونکو تورونو سره مخامخ دي؛ خو بیا بلې خوا طالبان لویدځو هېوادونو ته خبرداری ورکوي، چې د مسلکي افغانانو د اېستلو له هڅو ډډه وکړي.

اوس مهال د افغانستان اقتصاد هم له ستونزو سره مخامخ دی، پرله پسې بانکي محدودیتونه او د بهرنیو مرستو کمښت د کورنیو او سیمه ییزو پانګوالو باور ګډوډ کړی چې له امله یې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې له ۷۰۰۰۰۰ څخه زیاتو کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.

پر دغو ستونزو سربېره د طبیعي پېښو لړۍ هم ور اضافه شوې، چې ملګرو ملتونو د نړۍ تر ټولو لوی بشري بحران په توګه تشریح کړې؛ خو سږکال یوازې ۲۳ سلنه مالي مرسته ورته ځانکړې شوې ده.

د دغو ستونزو سره لوی شمېر افغانانو اوس هم د هېواد پرېښودو ته دوام ورکړی، په کاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ډېری یې اروپا ته د تګ پر لارو پولو ته نږدې وژل شوي او قاچاق کوونکو د یاد بحران څخه ګټه پورته کړې ده.

لکه څنګه چې د افغانانو د خوندي او باثباته ژوند د جوړولو لپاره انتخابونه په کور دننه او بهر کې کمیږي، خو ( دې نیو هیومونیټیرین) د یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړي، چې د بیا مېشتیدنې په لټه کې دي؛ خو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې بند پاتې دي. له ابوظبي څخه تر پاکستانه، له امریکا څخه تر انګلستانه به موږ دا روښانه کړو چې دوی څنکه د خپلو ترینګلیو شرایطو سره ژوند تېروي.

په دغه راپور کې لیکل شوي، د تېر کال په سېپټمبر میاشت کې امریکا د هغو افغانانو د انتقال پروسه د لنډې مودې لپاره وځنډوله، چې د بیا مېشتیدنې پریکړې ته په تمه دي.

همدارنګه جرمني هم په هره میاشت کي د ۱۰۰۰ افغانانو د بیا مېشتیدنې پروګرام د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه او تر څنګ یې په انګلستان کې هم هغه افغانان چې د برېتانوي پوځیانو سره یې همکاري کړې وه، اوس د احتمالي بې کوره کېدو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

په نورو هېوادونو کې هم د افغانانو وضعیت ښه نه دی، له ۳۲۰۰ څخه ډېر افغانان اوس هم د البانیا په سیاحتي ځایونو کې د بیا مېشتیدنې ویزو ته په تمه دي او تر څنګ یې په متحده عربي اماراتو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغانان د بیا مېشتیدنې په تمه یوه کمپ کې بند پاتې دي، چې د دوی د دوسیو د پرمختک هیله هم نه لیدل کېږي.

۴۵ کلن فرید خپلواک یو له هغو کسانو دی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه د تخلیې په الوتکو کې ابوظبي ته ورسېده. هغه ډاډه و چې د پاتې کېدو موده به یې لنډه وي، خو نوموړی وايي:« په لومړیو میاشتو کې موږ په یو ناڅرګند حالت کې پاتې شو، موږ په کمپ کې سره یوځای شوي وو او پرته له دې چې پوه شو څوک په رېښتیا افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي او څوک نه دي.»

په کمپ کې له ۱۱ میاشتو وروسته، یو ځوان تېرکال د ځان وژنې هڅه وکړه او څو اونۍ وروسته بیا د اماراتو چارواکو د افغانستان د ستري محکمې د پخواني قاضي مړینه تایید کړه، هغه له یوه کال څخه ډېر وخت د بیا مېشتیدنې په انتظار په کمپ کې تېر کړ.

د متحده عربي اماراتو د کډوالو د کمپ په ګډون د نورو هېوادونو په کمپونو کې د افغان کډوالو دوه کاله ژوند عبث تېر شو، او د پی یو او پي دوه کیسونو درلودونکو راتلونکې لا هم روښانه نه ده.

په دغه راپور کې په پاکستان کې بند پاتې افغانانو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، او لیکل شوي چې هلته هم ګڼ شمېر افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهه په کابل ښار کې د پنځو طالبانو د وژلو ادعا کوي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهه په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله ډله وايي، د کابل ښار په پل سرخ کې یې پنځه طالبان ووژل او دوه یې ټپیان کړل. محلي سرچینې هم وايي، د کابل په وخت ماښام په دغه سیمه کې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ازادۍ جبهې یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا عملیات د کابل ښار دریمه حوزه کې د ترهګرو طالبانو د غونډېدو پر ځای ۱۵ دقیقې روان و.»

دې ډلې ویلي چې خپلو وسلوالو ته یې زیان نه دی رسېدلی او د طالبانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو امکان شته.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

یوې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې وسلوالو دوه لاس بمونه د طالبانو پوستې ته ور واچول او په ځواب کې طالبانو هم ډزې وکړې.

دې سرچینې په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې له دې برید وروسته طالبان د پېښې له ځای چاپېرل شول.

د امریکا کانګرس د خارجه وزارت ۲ چارواکي له افغانستانه د وتلو په هکله د وضاحت لپاره ور وبلل

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۳ GMT+۱

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د حقوقي چارو سرپرست ور بللي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د پټو اسنادو وضاحت ورته وکړي. د دې کمیټې مشر دوی ته د روانې اګسټ میاشتې تر ۱۶مې نېټې وخت ورکړی چې دا اسناد ورته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، له بهرنیو چارو وزارت څخه یې په بیا بیا غوښتي چې له افغانستان څخه د وتلو په هکله ټول پټ اسناد ورته وړاندې کړي، خو دوی یوازې د ۱۶ بېلابېلو اسنادو په برابرولو سره د دغې کمېټې تمه نه ده پوره کړې.

مایکل مکال په یوه بل لیک کې له دغه وزارت غوښتي چې د اګسټ تر ۱۶ مې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو مهم اسناد کانګرس ته وسپاري.

پر دې سربېره د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ټینګار وکړ، چې له صادرې شوې قانوني احضاریې سره د بهرنیو چارو وزارت د پرلپسې ځوابونو د نه همغږۍ د بهتر درک لپاره دې کمیټې د قانون جوړونې په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د حقوقي چارو سرپرست سلاکار ور بللي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اګسټ تر ۲۱مې د غوښتل شویو اسنادو د توضیحاتو په اړه حاضر شي.

مایکل مکال په خپل لیک کې دې ته په اشاره- چې د افغانستان د بیاکتنې بهیر په ۹۰ ورځو کې بشپړ شوی- لیکلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د کاغذي او الکترونیکي مکتوبونو په ګډون د اسنادو په پېژندلو، راټولولو او بیا کتنه کې له اړتیا څخه زیات وخت نیولی دی.

د ښاغلي مکال د لیک له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ضعیف ځواب او د کمېټې له غوښتنې سره نه سمون یې څرګندوي، چې دغه وزارت په قصدي توګه د کمېټې د څارنې په لاره کې خنډ ګرځي او يا هم د اسنادو د ساتلو په لاره کې د باور وړ نيمګړتياوې لري.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه دې احضاریې ته غاړه نه ده اېښې او یوازې ۷۳ پاڼې ډېر تکراري مطالب یې وړاندې کړي دي.

ښاغلي مکال په خپل لیک کې ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اسنادو ته د بهرنیو اړیکو د کمیټې لاسرسی په دې اړین دی چې د وزارت لپاره د قانوني مجوز بالقوه ګټې او تکراري تېروتنو مخنیوی وشي.

دغه جګپوړی امریکايي سناتور ټینګار کوي، چې په سوډان کې د امریکا د سفارت او امریکايي اتباعو وروستي وتل له افغانستان څخه د وتلو د تجربې پر بنسټ، د قانوني اصلاحاتو د جدي اړتیا ښودنه کوي.

په افغانستان کې اوږدې وچکالۍ بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د رویټرز د راپور په حواله په افغانستان کې اوږد مهاله وچکالي د کروندګرو او خوړو امنیت زیانمنوي او انساني ناورین لا پسې ژوروي. د هوا د کیفیت د نړیوال ګراف له مخې، افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره مخامخ دی.

رویټرز په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ (د زمري ۲۰مه) خپور شو لیکلي، چې د اقلیمي کارپوهانو په وینا، وچکالي به د اقلیم له بدلون سره شدت ومومي او د اوبو پر سرچینو به د فشار د زیاتوالي لامل شي.

افغانستان د اوبو لګولو د کمښت پرمهال، په غرونو کې د واورو په ویلې کیدلو بسیا دی چې سیندونه وبهوي او په دوبي کې کروندو ته اوبه ورکړي.

د اوبو د منابعو او چاپېریال ساتنې کارپوه او د جرمني د فدرالي لارو د انجنیرۍ او اوبو د څېړنو د انستیتیوت څېړنیز مرستیال نجیب الله سدید وايي، د تودوخي د زیاتوالي او د واورې او باران کمښت د دې لامل شوی چې د پخوا په څېر سیندونو ته اوبه نه رسیږي.

ښاغلي سدید ټینګار کړی، که د افغانستان کرنه د اقلیمي بدلون له امله اغیزمنه شي، ناخالص اقتصاد به کم شي.

پر اقلیمي بدلونونو او ګواښونو سربیره، افغانستان د خوړو د خوندیتوب په برخه کې یو داسې هېواد دی چې د ناخالصو تولیداتو ۳۰ سلنه یې له کرنې څخه ترلاسه کیږي.

خو په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو سره د کرنې ستونزې د دې ډلې د حکومت له اصلي ننګونو څخه دي.

په روان کال کې د بشري مرستو کمی او د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت نه پیژندلو سره مرستندویان او ډیپلوماټان وایي، چې د دغو ستونزو هوارولو لپاره د پراختیایي مرستو کچه محدوده ده.

د طالبانو اداره د ۲۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي یو کانال جوړوي چې د هېواد ټولو شمالي ولایتونو ته د خړوبولو لپاره اوبه رسولی شي، خو د دغه کانال بشپړېدل به کلونه وخت ونیسي خوګاونډي هېوادونه د اوبو د غیر عادلانه وېش او انحراف په اړه اندېښمن دي.
په افغانستان کې د اوبو کمښت یو له مهمو ننګونو څخه دی. څه موده وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ویلي و، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې او هېواد د اوبو له کمښت سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په دغه هېواد کې د اوبو او فاضله موادو د بحران د حل لپاره ۴۷۹،۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

واشنګټن پوسټ: د جمهوریت له پرځېدو ۲ کاله وروسته ۱۵۰ زره افغانان د امریکا ویزې ته په تمه دي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۳ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ د دویمې کلیزې په درشل کې امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وايي، ۱۵۰ زره افغانان د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو د ترلاسولو لپاره له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د جګړې مهال ملګرو ټولنه وايي، د دې ټولو کسانو د غوښتنلیکونو څېړل ممکن ۳۱ کاله وخت ونیسي.

د لوتران کډوالۍ او پنا غوښتنې خدمتونو مشر کریش اومارا ویګناراجا وايي، د امریکا د پنا غوښتنې بهیر ډېر پڅ روان دی او تر لسو کلونو په تمه پاتې کېدل یوه عامه چاره ده.

هغه زیاتوي، د افغان کډوالو پر وړاندې بل خنډ دا دی چې د طالبانو په واکمنېدو پسې ډېری افغانان د نورو هېوادونو امن ځایونو ته ولېږدول شول ترڅو د امریکا ویزې ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په لسګونو زره افغان پناغوښتونکو کې دغه هېواد تراوسه شپږ زره ۸۶۲ افغان کډوال منلي، چې ډېری پکې «د اول او دویم لومړیتوب کډوالۍ ځانګړي پروګرام اړوند» اړوند کسان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څه مهال مخکې وویل، چې دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې نږدې ۲۴ زره افغانانو ته نوي استوګنځي ورکړي دي.

هغه په امریکا کې افغانانو ته د نویو استوګنځیو ورکړه وستایله، خو ټینګار یې وکړ چې دا کار دوام لري.
خو د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې یا سیګار د افغان کډوالو د لېږد او دوی ته د ویزېو په ورکړه کې پر پڅ بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «اداري ګډوډۍ او د کارمنانو کمښت په وخت د افغان کډوالو د خوندي کولو په برخه کې د امریکا ژمنې کمزورې کړې او زرګونه ملګري افغانان له خطر سره مخ دي.»

واشتګټن پوسټ لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ځینې اسنادو تر ردېدو وروسته په پاکستان کې مېشت د امریکايي وېزې غوښتونکي افغانان بې برخلیکه دي. ځکه دوی د وېرې او اندېښنې له امله خپل سندونه له منځه وړي او اوس د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند نه لري.

یوه امریکايي چارواکي هم ویلي: «دا افغانان ښايي کلونه په ډېر خطرناک حالت کې منتظر پاتې شي.»

د افغان حکومت تر پرځېدو وروسته امریکا له ۷۰ زرو ډېر افغانان ولېږدول، خو څه مهال مخکې په پاکستان کې ا فغان کډوالو یوه پرانیستي لیک کې پر سپینه ماڼۍ او کانګرس د دوی د قضیو د ځنډېدو له امله اعتراض وکړ.

دوی په پاکستان کې د ژوند بد شرایط او له دغه هېواد د اېستلو وېرې ته په اشاره د دې قضیو د چټکولو غوښتنه وکړه.

دوی ویلي ژمنه ور سره شوې وه چې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو کې به ومنل شي، خو د دې وخت تر تېرېدو وروسته هم بې برخلیکه دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: طالبان د کورنیو رسنیو منځپانګه په کلکه څاري او کنټرولوي یې

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د طالبانو واکمنۍ کې د کورنیو او بهر کې افغان رسنیو د وضعیت په اړه یو راپور لیکلی دی. د راپور له مخې طالبان د کورنیو رسنیو منځپانګه په کلکه څاري او کنټرولوي. همداراز هغه معلوماتو ته لاسرسی محدودوي چې د دې ډلې په ضرر وي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) خپور شو، ویل شوي چې طالب چارواکي د ازادو رسنیو په تړاو له کوم قانوني بنسټ پرته دا رسنۍ سانسوروي.

دغه بنسټ لیکلي، چې حتی د طالبانو ځینې ولایتي چارواکي غواړي د رسنیو محتوا له خپریدو مخکې چک او تایید کړي.

د دغه راپور له مخې، طالبانو د هشت صبح اواطلاعات روز ورځپاڼې، کابل نیوز ټلویزیون، ازادي راډیو، بي بي سي او دویچه ویله په ګډون د یو شمېر ملي او نړیوالو خبري سرویسونو فعالیتونه هم بند کړي دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوره کې د ډله ییزو رسنیو د قوانینو له منځه وړلو له خبریالانو سره د قانوني چلند پولې له منځه وړې چې له امله یې خبریالان د غچ اخیستنې، وهلو او ځورونې پر مهال قانوني خوندیتوب نه لري.

دغه انستيتوت د رسنيو د راپورونو په حواله ليکلي، د رسنيو د کارکوونکو د نيونې، تاوتريخوالي او ناڅاپي بريدونو له درې سوه زياتې پېښې ثبت شوې دي.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادې کال د اګست میاشت کې کله چې بیا واک ته ورسیدل، بېلابېل فرمانونه او لارښوونې یې صادرې کړې او د خپلې خوښې «اخلاقي او اسلامي» مسایل په رسنیو تپي. لکه پر ښځینه ویاندویانو د خپرونو پر وخت په زوره مخ پټول.

رسنیو په وړاندې د طالبانو "د خپلې ګټې" کړنلاره

د امریکا د سولې انسټیټیوټ لیکلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د رسنیو پر وړاندې داسې تګلاره غوره کړې چې د فعالیت اجازې ورکولو په بدل کې ترې ناوړه ګټه پورته کړي.

دغه انسټیټیوټ لیکلي، چې دوی دې کړنلارې سره له رسنیو د خپل تبلیغ، خپل فکر دودولو او مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د وسلې په توګه کار اخلي.

په راپور کې ویل شوي، "د رسنیو په برخه کې د طالبانو فکر یوازې خپلو ګټو ته دی او دیموکراتیکو ارزښتونو ته درناوی نه کوي. دوی د خپل فعالیت پر مهال یې د خبریالانو په ګواښلو، بریدونو او حتی په ډله ایزه توګه وژلو ډده نه ده کړې.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیزو فعالیتونو ځنډول

دغه بنسټ د رسنيو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو پر حواله ليکلي، چې تر دې دمه ۴۰ سلنه رسنۍ (۲۰۰ رسنۍ، د ۵۵ تلويزيوني چينلونو، ۱۰۹ راډيوګانو، ۲۱ خبري اژانسونو، ۱۵ ورځپاڼو په شمول) د طالبانو د ظالمانه سیاستونو او مالي ستونزو له امله د خپلو فعالیتونو بندولو ته اړ شوې دي.

د راپور له مخې د رسنیو د فعالیت بندیدل د دې لامل شوو چې ۶۰ سلنه خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي. په راپور کې دا هم راغلي، چې ۶۷ سلنه خبریالانې په کور ناستې دي او له هغو ۵۴ رسنیو چې د ښځو له خوا اداره کیدې، لسو ادارو ته راټیټې شوې دي.

دغه انسټیټیوټ وايي، اوس مهال پر ملي رسنیو سربېره، دیریش ټلویزیوني چینلونه او سل راډیو ګانې فعالې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښځې له زدکړو اوپه ډېرو برخو کې له کار کولو منع شوې دي. د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي چې رسنۍ یو له هغو څو ځایونو څخه دي چې ښځې اوس مهال پکې کار کوي.

همدا راز، د امریکا د سولې انسټیټیوټ د طالبانو د ځپلو په لړ کې د افغانستان رسنیزې ادارې د «هیلو څراغونه» بولي او زیاتوي؛ د دوی د فعالیت او مقاومت دوام د پام وړ دی.

په جلاوطنۍ کې د رسنیو راڅرګندیدل

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ او پر رسنیو او ازادو اطلاعاتو په بهیر د پراخو محدودیتونو لګولو وروسته، د پام وړ رسنۍ له هېواد څخه بهر ولیږدول شوې چې له بېلابېلو هېوادونو څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ لیکلي؛ په جلا وطنۍ کې د افغاني رسنیو ظهور د طالبانو د ځپلو او د زیات شمېر رسنیو د بندولو مخه نیولی شي. د دې ادارې په وینا: دا رسنۍ له «قوي او انتقادي» غږ سره راڅرګندې شوې دي.

له افغانستان څخه د کورنیو رسنیو پر وتلو سره بېره،له تېرو دوه کلونو را په دې خوا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، یو شمېر رسنیو له هېواد څخه بهر خپل فعالیتونه پیل کړل.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ زیاته کړې چې په جلاوطنۍ کې رسنۍ د طالبانو د ناسمو معلوماتو د کمپاین په مخنیوي او د کره خبرونو په ژر خپرولو کې مهم رول لوبوي. د راپور له مخې، دا کار وروسته محلي رسنیو کې د پوښښ لپاره لار هواروي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د رسنیو له اتحادیو او د بشري حقونو له بنسټونو چې پر طالبانو فشار راوړي، وغوښتل چې د رسنیو اړوند پېښې وڅاري او د خبریالانو د نیولو، وهلو او ځورونې په پېښو کې دې د خبریالانو له حقونو دفاع وکړي.