د امریکا د سولې انسټیټیوټ په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) خپور شو، ویل شوي چې طالب چارواکي د ازادو رسنیو په تړاو له کوم قانوني بنسټ پرته دا رسنۍ سانسوروي.
دغه بنسټ لیکلي، چې حتی د طالبانو ځینې ولایتي چارواکي غواړي د رسنیو محتوا له خپریدو مخکې چک او تایید کړي.
د دغه راپور له مخې، طالبانو د هشت صبح اواطلاعات روز ورځپاڼې، کابل نیوز ټلویزیون، ازادي راډیو، بي بي سي او دویچه ویله په ګډون د یو شمېر ملي او نړیوالو خبري سرویسونو فعالیتونه هم بند کړي دي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوره کې د ډله ییزو رسنیو د قوانینو له منځه وړلو له خبریالانو سره د قانوني چلند پولې له منځه وړې چې له امله یې خبریالان د غچ اخیستنې، وهلو او ځورونې پر مهال قانوني خوندیتوب نه لري.
دغه انستيتوت د رسنيو د راپورونو په حواله ليکلي، د رسنيو د کارکوونکو د نيونې، تاوتريخوالي او ناڅاپي بريدونو له درې سوه زياتې پېښې ثبت شوې دي.
طالبان د ۲۰۲۱ میلادې کال د اګست میاشت کې کله چې بیا واک ته ورسیدل، بېلابېل فرمانونه او لارښوونې یې صادرې کړې او د خپلې خوښې «اخلاقي او اسلامي» مسایل په رسنیو تپي. لکه پر ښځینه ویاندویانو د خپرونو پر وخت په زوره مخ پټول.
رسنیو په وړاندې د طالبانو "د خپلې ګټې" کړنلاره
د امریکا د سولې انسټیټیوټ لیکلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د رسنیو پر وړاندې داسې تګلاره غوره کړې چې د فعالیت اجازې ورکولو په بدل کې ترې ناوړه ګټه پورته کړي.
دغه انسټیټیوټ لیکلي، چې دوی دې کړنلارې سره له رسنیو د خپل تبلیغ، خپل فکر دودولو او مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د وسلې په توګه کار اخلي.
په راپور کې ویل شوي، "د رسنیو په برخه کې د طالبانو فکر یوازې خپلو ګټو ته دی او دیموکراتیکو ارزښتونو ته درناوی نه کوي. دوی د خپل فعالیت پر مهال یې د خبریالانو په ګواښلو، بریدونو او حتی په ډله ایزه توګه وژلو ډده نه ده کړې.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیزو فعالیتونو ځنډول
دغه بنسټ د رسنيو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو پر حواله ليکلي، چې تر دې دمه ۴۰ سلنه رسنۍ (۲۰۰ رسنۍ، د ۵۵ تلويزيوني چينلونو، ۱۰۹ راډيوګانو، ۲۱ خبري اژانسونو، ۱۵ ورځپاڼو په شمول) د طالبانو د ظالمانه سیاستونو او مالي ستونزو له امله د خپلو فعالیتونو بندولو ته اړ شوې دي.