• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۶۰ چینوک اخیستل؛ جرمني د ډېرو چورلکو له پلوه ناټو کې پر دویم لوی هېواد بدلېږي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د جرمني د هوايي ځواکونو مشر وايي، د ۶۰ چینوک چورلکو اخیستلو سره به په ناټو تړون کې تر امریکا وروسته دویم هېواد وي چې په دومره لوی شمېر دا چورلکې لري. د دې چورلکو او د هغو اړوند اړینو بېخ بناوو ارزښت تر اته میلیارد ډالرو ډېر دی.

تېره میاشت رویټرز راپور ور کړ چې جرمني له بویینګ ۶۰ چینوک چورلکې اخلي.

د جرمني د هوايي ځواکونو مشر اینګو ګرهارتز د جمعې په ورځ د دې خبرې تایید سره ویلي: "موږ به له متحده ایالتونو وروسته په ناټو کې د چورلکو له پلوه دوهم لوی هیواد شو. "

هغه زیاته کړه چې له دې شمېر به ۵۰ چورلکې او زر اضافي سرتېري د جرمني ختیځ ته په یوه اډه کې مېشت شي.

د هغه په خبره، دغه اډه به د بوندسویهر او ټول جرمني په امنیت کې بې جوړې رول ولري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

تسنیم خبري اژانس: د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر پیل شوی

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د ایران تسنیم خبري اژانس په یوه راپور کې راغلي، چې د ایران او امریکا تر منځ د بندیانو د تبادلې او همدا راز په سویلي کوریا کې د ایران د کنګل شويو شتمنیو د خوشې کولو لپاره د شوې هوکړې د پلي کولو بهیر پیل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په دې لړ کې به په کوریا کې د ایران پیسې له وون ( د سویلي کوریا د اسعارو) څخه یورو ته تبادله شي، چې دا مهم کار تر سره شوی او له هغه وروسته به د قطر په یوه بانکي حساب کې زېرمه شي؛ چې ایران ته وسپارل شي.

په سویلي کوریا کې هغه ایراني پیسې چې باید خوشې شي شپږ ملیارده ډالره دي.

په قطر کې د یادو پیسو تر راټولولو وروسته، د بندیانو تبادله هم کېږي.

په دې تبادله کې څلور امریکايي وګړي «سیامک نمازي، عماد شرقي، مراد طهباز او یو بل بندي» د خوشي کېدو په بدل کې به همدومره یا له دې ډېر ایرانیان چې د امریکا په بند کې دي خوشي شي.

باخبرو سرچینو تسنیم ته ویلي، امریکايي بندیان به تر هغو خوشي نه شي، تر څو چې د ایران ټولې پیسې قطر ته نه وي سپارل شوې.

په سویلي کوریا کې د ایران د زېرمو د خلاصون لپاره د ډیپلوماټیکو حل لارو پر څارلو سربېره، د ایران حکومت هم شاوخوا یوه میاشت مخکې د سویلي کوریا پر وړاندې قانوني پروسه پیل کړه او دغه دوه لارې به بلاخره د ټولو سرچینو د خلاصون لامل شي.

صباح ترکۍ ورځپاڼه: ترکیې د ټولې نړۍ د داعش د زرګونو غړو معلومات تر لاسه کړي

۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د ترکیې یوې ورځپاڼې اعلان کړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ځواکونو په ټوله نړۍ کې د داعش د لس زره غړو د هویت معلومات ترلاسه کړي دي.

د صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې معلوماتو کې د دغې ډلې د غړو ژوندلیک، اعترافات، د ځانګړې روزنې جزییات، مهارتونه او وسلې شامل دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، د داعش د دغو غړو د کورنیو د غړو، تابعیت، ادرس او تماسونو په اړه هم معلومات ترلاسه شوي دي.

دا معلومات وروسته له هغه کشف شول، چې په ترکیه کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو په تور د پنځو کسانو یوه شبکه وپېژندل شوه.

د صباح ورځپاڼې د راپور له مخې د ایران د اطلاعاتو وزارت د داعش د غړو په اړه د معلوماتو له یوې کڅوړې معلومات لرل او د دغې کڅوړې د ترلاسه کولو په موخه یې پېسې ورکولې.

د دغو معلوماتو د تر لاسه کولو خبر هغه وخت خپریږي، چې داعش ډلې د سوریې په شمال لویدیځ کې د “هیئت تحریر شام” په نوم له یوې جهادي ډلې سره په جګړه کې د خپل مشر ابوحسین الهاشمي القریشي د وژل کېدو خبر ورکړ.

د داعش ترهګرې ډلې نوي ویاند په یوه غږیز پیغام کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) د دغې ډلې په ټیلیګرام چینلونو کې خپور شو؛ ویلي، چې قریشي د ادلب په یوه سیمه کې له “هیئت تحریر شام“ سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اپریل د میاشتې په پای کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ، چې د داعش مشر چې په القریشي مشهور دی؛ په سوریه کې د ترکیې د استخباراتو د عملیاتو په ترڅ کې له منځه تللی.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي ویلي، دغه کس د ادلب په ګاونډ عفرین سیمه کې چې د ترکي ځواکونو او سوريايي ډلو تر کنټرول لاندې ده، وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د داعش نوي ویاند د “هیئت تحریر شام“ ډله د القریشي په وژلو تورنه کړه او د دغې ډلې د مشر او غړو مړي یې د ترکیې حکومت ته وسپارل.

همدا راز په ریاض کې د داعش ضد ایتلاف د غړو هېوادونو تر غونډې یوه ورځ وروسته؛ د پاکستان امنیتي چارواکو د داعش د خراسان څانګې د مشر ثناء الله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور و د وژل کېدو اعلان وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) خبر ورکړ، چې دغه «نړۍوال ترهګر» د افغانستان په کونړ ولایت کې د دوی د ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

د امریکا په هاوايي ایالت کې اور لګېدنې ۳۶ تنه وژلي دي

۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د امریکا د هاوايي ایالت چارواکي وايي؛ د مائويي په ټاپو کې د ځنګلونو د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي دي. له دغې اور لګېدنې وروسته په زرګونو کسانو خپل کورونه پرېښي او په یاد ټاپو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

دا اور له غښتلو توپانونو څخه لګېدلی، چې سلګونه ودانۍ یې ویجاړې او ځینې سیمې یې په بشپړه توګه سوځولي دي.

د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او تر اوسه د ځینو کسانو هویت نه دی پېژندل شوی.

د سیمې اوسیدونکې کاموولا کاواکوا، چې د سې شنبې په ورځ له خپل مېړه او شپږ کلن زوی سره له اوره تښتېدلي؛ اسوشیټډ پرس ته وویل: «موږ په ډېرې سختۍ له سیمې څخه ووتلو. دا ډېره ګرانه وه چې هلته کېنم او د خپل سوځېدلي ښار ننداره وکړم، چې په ایرو بدلیږي او زه هېڅ ونه شم کړای».

د هاوايي ټاپو یوه لوړپوړي چارواکي؛ سیلویا لوک خبریالانو ته وویل، چې اور وژونکي لاهم له اور سره په مبارزې بوخت دي او چورلکې په اورونو اوبه پاشي.

طالبانو له نړۍوالو بشري مرستو څخه د ګټې اخیستنې راپورونه رد کړل

۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې پکې ویل شوي وو، چې طالبان د افغانستان د خلکو لپاره د نړۍوالې ټولنې له بشري مرستو ګټه اخلي. پر امریکا سر بېره مختلفو ادارو بیا بیا ویلي چې طالبان په مرسته کې لاسوهنه کوي او د موسسو په ګومارنو کې د خپلو کسانو جذبول غواړی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد؛ نن پنجشنبه (د زمري ۱۹مه) پر ایکس (ټویټر) لیکلي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له مشرې روزا اوتونبیاو سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی نه یوازې دا چې د نړۍوالو مرستو د شفاف او خپلواک وېش لپاره یې مناسب چاپېریال رامنځته کړی؛ بلکې له دغو مرستو مالیات هم نه اخلي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی له حکومتي بودیجې څخه هم له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تازه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د طالبانو له خوا د متحده ایالاتو له مالي مرستو ګټه اخیستنه «کرکه پاروونکي» وبلله.

مایکل مکال طالبان یوه "ترهګره" ډله وبلله او ویې ویل چې دا ډله افغان ښځې او نجونې ځوروي او هره ورځ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) تر دې مخکې یو راپور خپور کړی و او لیکلي یې وو، چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو طالبان ګټه پورته کوي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنې کلیزې په درشل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې؛ د سې شنبې په ورځ (د زمري۱۷ مه) کانګرس ته په یوه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو په وېش کې د طالبانو په ناوړه ګټه اخیستنې او خنډ جوړولو ټینګار کړی.

مایکل مکال: کرکه پاروونکې ده چې د امریکا مرستې د طالب ترهګرو جیبونو ته ځي

۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د طالبانو له خوا د متحده ایالاتو له مالي مرستو ګټه اخیستنه «کرکه پاروونکي» وبلله. مایکل مکال طالبان یوه "ترهګره" ډله وبلله او ویې ویل چې دا ډله افغان ښځې او نجونې ځوروي او هره ورځ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره (سیګار) تر دې مخکې یو راپور خپور کړی و او لیکلي یې وو، چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو طالبان ګټه پورته کوي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په درشل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې د سې شنبې په ورځ (د زمري۱۷ مه) کانګرس ته په یوه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو په وېش کې د طالبانو په ناوړه ګټه اخیستنې او خنډ جوړولو ټینګار کړی.

د دې ادارې د راپور له مخې د ناوړه ګټې اخیستنې له احتمال سربېره امریکا له افغانستان سره ۲.۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

امریکايي چارواکو ویلي دي، چې دغه مرستې د مرستندویه موسسو له لارې افغانستان ته استول شوې دي. خو یو شمېر دغه بنسټونه وايي، چې طالبان د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د امریکا نړۍوالې مرستندویه ادارې سیګار ته ویلي، چې د بشري مرستو په برخه کې د طالبانو لاسوهنه، استول شویو مرستو ته د اړمنو کسانو د لاسرسي پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

ښاغلي مکال په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د مرستو پر کارولو نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «کرکه پاروونکې ده، چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په څېر د یوې تروریستي ډلې جیبونو ته ځي او بیا دا ډله افغان ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د مذهبي لږکیو پر ضد جرمونه کوي او هره ورځ له بېلابېلو بشري حقونو څخه سرغړونه کوي».

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي؛ د روان میلادي کال په می میاشت کې یې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې ته یو لیک استولی او له افغانستان سره یې د امریکا د مرستو د لا زیاتې څارنې او معلوماتو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي مکال وویل، خو دې ادارې تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

دغه امریکايي سناتور د طالبانو په وړاندې د بایډن د حکومت پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې بشري ناورین خورا زیات شوی دی.

مایکل مکال په خپله وینا کې وویل، میاشتې کیږي چې د بایډن له حکومت څخه یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه په دې شرط چې طالبان له دې مالي منابعو لرې وساتل شي وضاحت غوښتی دی.

د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر د سیګار وروستي راپور ته په اشارې سره په افغانستان کې د مالي مرستو په برخه کې د بایډن په ادارې کې د روڼتیا پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.